Categories

اعلان

Loading…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال کې غازي امان الله خان افغانستان ته د خپلواکۍ وياړ ور وباښه او ترننه پورې هر کال په همدې ورځ افغانان له انګرېزانو د ګټلې خپلواکۍ ورځ لمانځي. په دې ورځ اوس نږدې سل کاله اوړي، خو په دې دومره موده کې په افغانستان کې بېلابېل نظامونه واک ته ورسېدل او ونړېدل او آن شوروي اتحاد هم په افغانستان حمله وکړه، له لس کاله کش مکش وروسته مات شول، له ميلياردونو تاوان وروسته يې دا ملک پرېښود او وتښتېدل له هغې ورځې راوروسته په افغانستان کې آرامي رانغله، بنسټپالي ګوندونه ايجاد شول او يو بل ته يې کمينونه ونيول هېواد چې څه د روسانو کنډواله کړی و څه دوی وران او ويجاړ کړ او د خاورو څلی يې ترې جوړ کړ ، ورپسې د طالبانو حکومت راغی او په هغوی امريکې حمله وکړه، امريکايانو يو ځل بيا له افغانستان د جګړې ډګر جوړ کړ او هماغه پخواني له کاره لوېدلي ګوندونه يې را ويښ کړل او دغه شان يې خپلې هر راز وسلې په افغاني خاوره کې و ازمويلې ، ورو ورو خبره تر نن پورې راورسېده .

نن د هېواد ښارونه د افغانستان په رنګه بيرغ رپاند دي، په ټولنېزو رسنيو په تېره فسبوک کې د خپلواکې د ورځې په پار هر چا خپل احساسات څرګند کړي، دوی تصويرونه د افغانستان له بيرغ او د امان الله خان له عکسونو سره مکس کړي او مبارکيانې وايي . د دوی ټولو احساسات د ستايلو دي، خپلواکي هغه پديده ده چې هر ساکښ يې په ټول توان غوښتونکی دی، موږ خپلواکي لرو او دغه ورځ دا تېرې نهه لسيزې لمانځو او بايد ويې لمانځو ، په کابل کې به دغه ورځ په غازي سټېډيوم کې د دولت لخوا په درز او غوپ لمانځل کېده خو کله چې پنځه شپږ کاله وړاندې په ولسي جرګه د پکتيا د خلکو استازی فضل الرحمن څمکنی او دوه درې تنه نور هم ووژل شول خلکو او دولت بيا جرئت ونکړ چې د خپلواکۍ ورځ په هماغه پخوانۍ بڼه ولمانځي ، خير! نه يې د لمانځي دا به امنيتي ستونزې وبولو.

مګر د خپلواکۍ کلميه او مفهوم نن سبا نور اړخونه هم لري يوازې دا خپلواکي چې هېواد مو مستعمره ندی زموږ لپاره کافي نده . نن سبا موږ په تخنيکي، صنعتي، زراعتي، اقتصادي، فرهنګي، فکري… او علمي توګه خپلواک نه يو، موږ خپلواکي ګټلې خو تر ډېر حده مو ساتلې نده، جاپان له افغانستان سره په يوه مهال آزاد شو مګر اوس موږ او جاپان په يوه لوی واټن کې ژوند کوو .

که دا راسره ومنۍ چې آزادي د ژوند يو مهم اصل دی نو موږ ترې بې برخې يو ، دلته زراغت په ټپه ولاړ دی که له بهره را وارېدېدونکي خوراکي توکي بند شي له لوږې سره مبارزه نشو کولی، صنعت مو په صفري حالت کې کرار لري، اقتصاد مو د بهرنيو په لاس کې دی، په سياسي لحاظ د ګاونډيو جوګه نه يو، فرهنګ مو تر بهرني يرغل لاندې دی ، يو ځای مې ولوستل چې په افغانستان کې په هرو درېيو رسنيو کې يوه له ايرانه اکماليږي، فکرونه مو لاهم د هماغه دښمن په لاس کې دي چې يو وخت يې افغانستان مستمعره و، د خپلواکۍ له ورځې تر نن پورې پدې ملک کې له هرې بدې پدېدې سره مخامخ يو ، هر ناورين مو ليدلی او د هر انساني آفت ښکار شوي يو. موږ دهغه کس ساتنه هم ونشوی کړای چې له انګرېزانو يې خپلواک کړو هماغه اتل او غازي مو له ملکه فراري او د ژوند ستختې شپې ورځې مو په اېټاليا کې پرې تېرې کړې د غازي ستړې ارواهم په خپل هېواد کې د خپلواکې په خوند پونشوه او دومره وکړېده چې له ډېره درده يې همالته له ژوند سره مخه ښه وکړه .

راځئ تر هرڅه مخکې د فکري خپلواکۍ هڅې وکړو، ملک ولې ناامنه دی؟ اقتصاد ولې په شاتګ روان دی؟ زراعت او صنعت ولې په ټپه ولاړ دی ؟ ټېکنالوژي ولې محدوده ؟ فرهنګ او رسنۍ مو ولې خپلواکې ندي ؟

که موږ فکري خپلواکي لرلی ولې به مو يو بل په ټوپکو ويشتل، دلته چې فکرونه مستقل ندي لاهم د هماغه انګريز راج چليږي چې يووخت يې نږدې ټوله نړۍ تر واک لاندې وه، که موږ د علم په اهميت لاهم سترګې پټوو او په لوی لاس نالايق کسان په اکاډميکو ساحو کې په کار ګمارو کله به هم د کاملې خپلواکۍ څښتن نشو. زموږ پوهنتونونه لا د نړيوال معيار په لس سلمه آساساتو برابر ندي، زموږ ښونځي لا هم د يوه سوچه نصاب څخه برخمن ندي، او زموږ اکثره لرې پرتې او غير ښاري سمي اوس هم د هماغه کسانو په ولکه کې دي چې د پرمختګ هره وسله حرامه بولي، دلته فساد زموږ فردي خپلواکي سانسور کې او …

دا خپلواکي هغه کس څه کړي چې د سهار او بېګا ډوډۍ نلري، چې ناروغ يې د صحيي آسانتياو له نشتون تر مرکزه په لارو مري، چې اولادونه يې ټول بې سواده دي او لاهم ګاونډيو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره روان دي… او چې له هر ناورين سره لاس او ګريوان دي .

افغانانو د خپلواکۍ ۹۶ کليزه مو بختوره شه . خو د خپلواکۍ د اصلي مفهوم لپاره مبارزه مه هېروئ. زموږ په اوسنۍ خپلواکۍ د يوې پيړۍ ګرد پروت دی او څنډل يې په فکري خپلواکۍ ملي يوالی، فردي خپلواکۍ، اقتصادي، سياسي، فرهنګي، مذهبي، صنعتي… او تخنکي خپلواکي تر لاسه کېدای شي او د خوشال بابا پدې بيت ژور غور پکا دی چې واي:

آزادي تر باچـــــــــــــــــاهيه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي.

هر اړخيزه خپلواکي د اوسني ژوند اړتيا ده او موږ ته پکار ده چې د يوه موټي افغانستان لپاره چې په ځان بسيا وي او د اوسنۍ نړۍ له مجهز کاروان سره د تلو جوګه وي نه ستړې کېدونکي هڅې وکړو .

پای ۵-۲۷

192 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸