Categories

اعلان

Loading…

افغانستان د استقلال ورځ لمانځي

تاند – نن د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه ده. په کابل کې دغه اوس ډزې روانې دي خو دا د جګړې ډزې نه دي، دا د اورلوبې ډزې دي چې ولس د استقلال ورځ لمانځي.

د وزیر اکبر خان پر غونډۍ د لمر له پریوتو سره اورلوبې پیل شوې. د دې لپاره چې د خلکو اندیښنه پیدا نه شي د کورنیو چارو وزارت وار له مخه بیان خپور کړی و چې د شپې په مخه به اتش بازي وي. د کورنیو چارو وزارت خلک ته د امنیت په اړه هم ډاډ ورکړی دی، خو له بل پلوه په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو سفارت په خپلې ویبپاڼې کې دا خبر خپور کړی دی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړې دي چې ښایي پر کابل مشکوک ترورستان پراخ برید وکړي.

افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ له پخوانۍ بریتانیا خپلواکي واخیسته.

د مجاهدینو د حکومت له واکمنۍ سره د غویي اتمه د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کیده او بیا چې کله د حامد کرزي په مشرۍ حکومت تاسیس شو همدغه د ثور ۸ لمانځل کیده، خو د استقلال د ورځې به د یوې غونډې په ترڅ کې یادونه کیده. وروسته له کلونو کلونو دا لومړی ځل دی چې د زمري ۲۸ د افغانستان د استقلال د ورځې په نوم په شاندارو مراسمو لمانځل کیږي.

په ولایتونو کې هم د دې ورځې د لمانځلو لپاره واټونه سینګار شوي دي او ټاکل شوې ده چې نن په ټول افغانستان کې خلک دا ورځ ولمانځي.

15 total views, 4 views today

1 comment

  1. afzal Reply

    کمه آذادی ۹۶ کاله دمخه می آذاد کړي وس می بیرته په لاس ورکړې. ده امان الله خان روح به وس په ژړا وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *