Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو د هلمند یوه ستراتیژیکه ولسوالي ونیوله

تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د هلمند د یوې نسبتاً مهمې ولسوالۍ مرکز د دولت وسله والو مخالفانو ته پرې ایښی دی.

چارواکي وايي چې د نوزاد ولسوالۍ مرکز یې درې کیلومتري لېري انتقال کړی ځکه چې د پر له پسې بریدونو له کبله ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې.

افغان چارواکو د نوزاد ولسوالۍ د مرکز پرېښودل تاکتیکي بللي دي خو راپورونه وايي چې دا ولسوالي له یوې مودې راهیسي د طالبانو له سختو حملو سره مخامخ وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سږ کال په دوبنیو عملیاتو کې طالبانو د هلمند په شمال او جنوب کې ځیني سیمې نیولي خو له دې سره سره چې بهرني پوځیان وتلي دي، طالبان نه دي توانېدلي چې نیولې سیمې وساتي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د نوزاد ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا کې د خلکو ګڼ کورونه شته او د طالبانو د حملو په لړ کې د خلکو کورونو ته زیان اوښت ځکه د ولسوالۍ مرکز درې کیلومتره لېري یووړل شو.

د هلمند یوه دولتي چارواکي وویل چې د نوزاد ولسوالۍ مرکز وسله والو طالبانو نیولی دی.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې وسله والو طالبانو د دوشنبې د شپې په جګړه کې په زرګونو افغان پولیس او د اردو ځواکونه مجبوره کړل چې له ولسوالۍ ووځي.

ده وویل:«اوس ولسوالي زموږ په لاس کې ده.»

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد اصف رویټرز خبري اژانس ته وویل چې لا هم په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

413 total views, 1 views today

1 comment

  1. Hassan Reply

    که رښتیا هم افغان دولتی ځواکونو دا ولسوالی د ملکی خلکو د تلفاتو د مخنیوی لپاره پریښی وی ، یو ښه کار دی . ځکه دولت د ټولو هیوادوالو د ژوند د ساتنی مسوولیت لری. ټالیبان به هیڅکله هم پدی بریالی نشی چی د افغانستان یوه ولسوالی تر ډیرو وساتی. پریږدی چی دا د بی نظیری بچیان لږ سره راټول شی او بیا ټول یوځای په لوی ملا ( جنرال حمیدګل او کرنیل امام ) پسی د اقتدا لپاره جهنم ته ورولیږل شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2