Categories

اعلان

Loading…

آزادي/ آصف بهاند 

څو ورځې کیږي چې د آزادۍ د ورځې په نامه هر څه یوې خوا ته ایښودل شوي او د ډیری هیواد والو خولې د آزادۍ په ویلو ستړې شوې. زموږ دا ډول هیواد وال د هغه څه په باب چغې وهي چې هیڅ نه شته. ښايي دا به زموږ د ځینو خلکو او یا ټولنې په یوه عادت بدله شوې وي چې د هغه څه په باب غږیږي او نارې سورې وهي چې هیڅ شتون نه لري.

پرته له شکه چې د اسد اته ویشتمه له انګریزانو څخه د استقلال د بیرته تر لاسه کولو ورځ ده، باید یادونه یې وشي، لمانځنه یې وشي، د هغو فدا کاریو یاد بیا تازه کړای شي چې زموږ پلرونو د آزادۍ د تر لاسه کولو له پاره کړي دي، دا کار دې په هسکه غړه وشي، خو همدا اوس عملاً موږ له هیڅ پلوه آزاد نه یو.

له فکري پلوه آزاد نه، بلکې تړلي یو، فکر مو بندي دی، داسې تړل شوی دی چې د یو ګام مخکې تګ امید یې هم نه شته او لکه نانځکې د نورو په اشارو، د نورو د ګټو ـ وټو له پاره ګډول کیږو.

له سیاسي پلوه مو هسې هم ټول ښه او بد د نورو په لاس کې دي، موږ هغه وخت ور باندې خبریږو چې کار له کاره تیر وي او لکه د چا خبره د هغه شوي کار تاریخ نور تیر وي.

له اقتصادي پلوه مو لاس پښې داسې تړلي چې تولید څه چې د تولید فکر هم نه شو کولای. د ژوند ټولې لومړنۍ اړتیاوې څه چې، پنځه سلنه یې هم نه شو جوړولای. د یوې ستنې او تار له پاره مو هم لاس بل ته ور غځیدلی وي.

د بیسوادۍ او نا پوهۍ او نورو «هۍ هيو» په وجه مو له وطن نه بې سر پوښه دیګی جوړ دی، او په بې سر پوښه دیګي کې د هر څه د لویدو امکان شته. د پوښتنې څوک نه شته او بې څښتنه بڼ ته هر څوک، هر وخت راځي او هر وخت یې چې زړه و، بیرته ورنه وزي او … خلاصه له هیځ اړخه آزاد نه یو، خو ستوني مو د آزادۍ په بیا بیا ویلو باندې وشکول.

داسې نه ده چې زه دې ګوندې د آزادۍ مخالف اوسم، ښايي زما به د مینتوب تر بریده آزادي خوښه وي، خو زه په دې عقیده یم چې «باد په توره نه وهل کیږي»، په  تشو خبرو هیڅ هم نه تر لاسه کیږي. زموږ فرهنګیان دې له تشو نارو سرو نه، دې ته کار وکړي چې ټول خلک، په تیره نوی نسل د نا پوهۍ او بیسوادۍ له ځنځیرونو را خلاص او آزاد کړاي شي، څو د پوهې د تر لاسه کولو او تولیدي ژوند په فکر کې شي، په دې ډول به وکولای شو له هره اړخه ریښتینې آزادي تر لاسه کړو.

تر څو چې مو د ټولنې فکر د جهالت په تارونو تړلی وي، د آزادۍ توری هیڅ مانا نه لري. خلک د نا پوهۍ له دامونو را خلاص کړئ، بیا د آزادۍ توری زمزمه کړئ!

کلونه پخوا مې د «آزادي» تر سر لیک لاندې یو آزاد شعر لیکلی و. دغه آزاد شعرمې د ۱۳۷۳ کال داسد په میاشت کې، د همدې میاشتې د اته ویشتمې ورځې په مناسبت، له ماسکونه په خپریدونکې ورځپاڼې (هندوکش) کې خپور کړی و. بیا مې د ۲۰۱۲ کال د اګست په اتلسمه نیټه په ځینو نورو آدرسونو کې خپور کړ.

http://tolafghan.com/posts/25905

 سږ کال مې ډیره هڅه وکړه چې په دې باب به پټه خوله پاتې شم، خو ډیرو ستونو شکیدو ته مې په کتو سره د دغه شعر او ورسره د پاسنۍ یادونې خپرول اړین وګڼل. دا هم شعر:

آزادي

آزادي تـــــرپادشــاهیـــه لاتیری کــــا
چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شي

(خوشال)

آزادي

څه؟
څه دې ووې؟
آزادي!
آزاد له څه شي؟
آزاد له هرڅه
خو،
موږه بندي وو
لکه تل
اوبندي یولکه اوس
اوبندي به اوسو
موږته وطن کله تیاره شو،لکه کفر
چې تیاروکې مخ په ښکته لاړو
اوکله روڼ شوداسلام په نامه
چې رڼایي  یې
زموږله سترګوڅخه
رڼایي واخستله،
اوس د ړندوپه شانې
دلته اوهلته دکفرو وطن کې
دآزادۍ په نامه
کله خندا دلیونوپه شانې
کله ژړا دیتیمانوپه څیر

۲۸/۰۵/۱۳۷۳

(مروره مځکه، ۶۷ــ ۶۸مخونه)

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *