Categories

اعلان

Loading…

هغه پاکستان چې قرانکريم واسطه کړى و/ عبدالجبار اندړ

ضعيفه يو، نا توانه يو، بې وسه شوي يو، پر خپلواکۍ مو د غرب پر مراندو ولاړ د تور پنجاب د تجير سيورى خور دى، هېڅ افغان مو اوس د بشپړې خپلواکۍ احساس نه کوي، خو بيا هم پر ځاى يې بولم چې دغه ورځ ونمانځل شي؛ ځکه لږ تر لږه به دومره وشي چې نوي نسل ته يوه انګيزه پيدا شي چې پلرونو او نيکونو يې يو وخت ازادي درلوده، په يوه ځانګړې با ثباته جغرافيه کې يې حکومتونه او پاچهۍ کړې دي، د عزت او وقار ژوند يې درلود، استعماري او استثماري قوتونه يې د خپلې تورې په زور په هر ځل يرغل بېرته شرمنده لېږلي دي.

کېداى شي همدا لامل شي چې نوى نسل د خپلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره يو موټى او په هڅه کې شي.

له بده مرغه چې د افغانستان مخکنۍ دورې ځينو مسوولينو (مجاهدين، له مجاهدينو مخکې او را وروسته) د خپل هېواد او ملت د ښېرازۍ لپاره، دا چې هېڅ يې هم ونه کړل، بلکې دومره يې ووهل او وځپل چې اوس يې د بېرته راپورته کېدو توان او ابتکار له لاسه ورکړى دى. دوى چا په فهمۍ او چا په نا فهمۍ کې د غلامۍ توغونه غاړې ته اچولي وو او اچولي، او خپلو بادارانو ته يې د ځانونو د ښه ثابتېدو لپاره پر بېچاره افغان ملت چپه مېچنې وچلولې.

په تېرو څو نظامونو کې اقتصادي بنسټونه ونړول شول

معارف له پښو وغورځول شو

منظم او مسلکي پوځ له منځه يو وړل شو

غټې فکري سټې او عالمان ووژل شول او يا هم تبعيد شول

د دولت شتمني لوټ شوه

او په لکونو افغانان مهاجرت ته اړ شول

پايله دا شوه چې اوس پاکستان يوازې د افغانستان د دې غوښتنې په بدل کې چې طالب ته ځاى مه ورکوه او د درملنې امکانات مه ورته برابروه، زما په حکومت کې د مقرريو ٤٠ سلنه اختيار غواړي، ډيورڼد راباندې منل غواړي، وړيا ترانزيټي لارې او اوبه غواړي، هغه پاکستان چې سردار داود ته يې په تورخم کې قران پاک واسطه کړى و، چې غرض مه راباندې کوه.

ربه! نور ورته د يووالي او هېوادپالنې هدايت وکړې

139 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. Reply

    سلامونه؛او د افغانستان د آزادۍ ۹۶مې کلیزې مبارکئ لوستونکو خویندو وروڼو ته
    اندړ صاحب، هغه بله ورځ ما یو سایټ کې ولوستل چې ای.اِس.آۍ په ۱۹۴۸م کې له جوړیدو راهیسې د افغانستان په استخباراتو کې رخنه کړې وه، او هر مترقي ،پرمختلونکی خوځښت او نهضت، دولت ته ېې هم په هند او هم په افغانستان کې دسیسې، توطېءېې او د بدنامه کولو لارې چارې جوړولې ،او جوړوي ېې!. نو دا راوروسته ۴۰ کالونو رژیمونو کې ښء او بد کسان وو، مګر دچارواکو مقایسه به خلګو او تاریخ ته پریږدو.
    د شهیدانو،غازیانو او د وطن په لیار کې تللو ارواحو ته په سلامونو او د جنتونو غوښتلو سره؛ د ګران او خوږ وطن د سولې، بیا آبادئ او بڼسټیزې ازادئ په دعآ.آمین.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *