Categories

اعلان

Loading…

د غازي امان الله خان مترقي کارونه او پلانونه/ سپين روان نورزى

زه يې چـــــالـــره وهم قدر   يې   چــــا زده

اور دې پورې په دې تورو او قلم شي

دا بيت تقريباً درې پېړۍ وړاندې له شاه امان الله څخه د پښتو ژبې تلپاتې شاعر او د ازادۍ غوښتنې مبارز خوشال خان بابا په داسې حال کې ويلى ؤ، چې ويل به يې:

که هر څو يې سمه ومه نه سميږي

پښتانه دي د کږو کاڼو ديوال

ښايي په هغه وخت کې چا دا خبرې سمې نه وي درک کړي او خوشال خان خټک يې لېونى بللى وي خو کله، چې په (٢٨\٥\١٢٩٨) شاه امان الله خان له انگريزي ښکېلاک څخه په بشپړه مانا ازادي او خپلواکي واخيسته او افغانستان يو ازاد او په ټولو پرېکړو او تصميمونو کې خپلواک او ناپيېلى هېواد وگرځېد؛ خو خپل ولس يې په مقابل کې بغاوت پيل کړ او د خوشال بابا دې بيت خپل رښتينوالى ثابت کړ.

پاچا امان الله که څه هم په ډېر اخلاص د خپل هېواد لپاره خپلواکي وگټله، خو ده په دې ايمان درلود، چې يوازې له يوه هېواد څخه د پرديو شړل خپلواکي نه راولي، بايد يو هېواد په هره برخه کې په ځان او خپلو مټو متکي شي، ترڅو په واقعي مانا خپلواک او ازاد ملت وپېژندل شي؛نو ځکه يې په خپلو خبرو او بيانونو کې له خلکو د تعليم او تحصيل غوښتنه کوله؛ ده به  خپل ولس ته په خطاب کې  داخبره کوله : “توپک پريږدئ  او د ليکلو لپاره قلم راواخلئ په دې پوهه شئ ،چې يو بې تعليمه ولس هېڅکله  مخکې  نه شي تللى او په رښتيا خپلواک کېداى نه شي”  دا خبرې ده يوازې په ولس نه تپلې، بلکې ده په خپل  ځان او عمل کې پلې کړې وې . ده  به ډېر زيات کوښښ  کولو، چې  هېواد د شلمې  پېړۍ  له ټولو پرمختګونو برخه من شي او ځان له شلمې پېړۍ سره  عيار کړي، نو ځکه ده په ډېره کمه موده کې په ډېرو کمو امکاناتو دې خوار هېواد ته هغه څه راوړل، چې په نوره عصري نړۍ کې دود شوي ول.

کله، چې په (١٩١٩)  کې پاچا امان الله خان واک تر  لاسه کړ او خپلواکي يې اعلان کړه په هېواد کې دبرېښنا لپاره چمتوالى روان و، خو د خپلواکۍ په راتلو سره  امريکايي انجينر، چې دلته يې بريښنا جوړوله له افغانستان څخه ووت او  له ځانه سره يې د برېښنا کومه مهمه پرزه هم يوړه، چې د برېښنا کار ټول  په ټپه ودريد، خو پاچاپه دې پوهېدو چې د هرډول پرمختگ لپاره لومړى برېښنا اړينه ده نو لاس په لاس يې ورته له هندوستان څخه  هندي انجينران  راوستل او بريښنا يې فعاله کړه .  په نړۍ کې تلګراف رواج موندلى و، خو افغانستان نه درلود کله ،چې په (١٩١٩) کال کې خپلواکي اعلان  شوه نو انګريزانو د سولې کوم پلاوى، چې افغانستان ته را استولو هغې ته يې د تحفې په ډول د تلګراف دستګاه ورکړه، دوى په دې پوه شوي ول، چې شاه په رښتيا د تمدن پلوى دى او غواړي، چې خپل هېواد د  تمدن په ګاڼه سمبال کړي په همدې وجه يې ورته دا ډالۍ راوړه ځکه د نوي تمدن نوي نښه وه، په دې ډول له دې وسيلې څخه افغانستان برخمن شو، خو دوى يوازې همدې دستګاه ته کښېنه ناستل دوى هڅې پيل کړې، چې په ١٩٢٨ کال کې د تلګراف نړيوالې اتحاديې ته يې ځان ور شامل کړ.

 په ١٩٢٥ کال يو تن، چې عطاء الله خان نومېدو د راډيو د تخنيک د زده کړې لپاره المان ته ولېږل شو، عطاء الله خان يو کال هلته تېر کړ او د څو تنو المانيانو سره يوځاى هېواد ته راستون شو . دلته يې د راډيو په سټوډيوګانو او نورو امکاناتو په چمتو کولو پيل وکړ، د يو کال په موده کې دا چارې هم بشپړې شوې او په ١٣٠٦  يا ١٩٢٧ کال کې يې راډيو فعاله او په خپرونو يې پيل وکړ.

 په ١٩١٩ کال کې انګريزانو دافغاني ځواکونو په مقابل کې له الوتکو ګټه واخيسته  نو له پاچا امان الله خان سره دا فکر پيدا شو، چې بايد زه هم له دې وسيلې برخمن شم او دا بايد په خپل هېواد کې ولرم، له هغې ورځې، چې ده ته واک په لاس ورغلوپه دې فکر کې شو، چې څنګه او له چا الوتکې   راونيسي، همدا ؤ، چې ١٩٢٠ کال کې يې له المان هېواد څخه الوتکې واخيستې، چې دهماغه هېواد پيلوټانو ورته چلولې خو په ١٩٢٤  يا ١٣٠٣  کال کې ديوه تړون له مخې شل تنه افغان ځوانان د کنډک مشر عطاء الحق په مشرۍ  روسيې ته لاړل او هلته يې د پيلوټۍ زده کړې وکړې او هېواد ته   له څه مودې  وروسته راستانه شول او له پرديو پيلوټانو خلاص شول (د تمدن سوغات،حبيب الله رفيع).

داخو د نړۍ هغه اختراعات ول، چې افغان پاچا هم په ډېره بيړه خپل ولس ترې برخمن کړ سربېره پر دې يو شمېر نور ډېر هغه لومړني ګامونه پاچا پورته کړل، چې د هغه وخت دعصري نړۍ دګوتو په شمېر هېوادونو کې يې نمونې موندلى شو. په ١٢٩٨ ش کال د مشرقي قومونو جرګې له خوا د اتحاد مشرقي جريده خپره شوه، چې د مطبوعاتو په برخه کې دې ته  لومړى ګام په ولسي خپرونو کې ويل کيږي.

 په ١٩٢٠ – ١٢٩٩  کال کې د ماليې نظام لپاره اصول جوړ او خپاره شول، په همدې کال په کابل کې لومړى ملي کتابتون تاسيس شو او خلکو ترې د مطالعې لپاره د کتابونو استفاده ورو ورو پيل کړه، په همدې کال د انجونو لومړى  مستورات ښوونځى جوړ شو ترڅو انجونې هم له عصري زده کړو برخمنې شي، په ١٩٢٠ کال کې د ښځو لومړنۍ جريده ارشاد النسوان داسماء تر مديريت لاندې  خپره شوه، همدا ډول په همدې کال کې طلوع افغان ورځپاڼه د صالح محمد کندهاري په مشرۍ په خپرېدا پيل وکړ او په خان اباد کې د اصلاح جريده راووتله .

په ١٣٠١ ل کال کې  د سپورټ لومړى  قانون خپور شو، په همدې کال د افغانستان لومړۍ بوديجه تصويب شوه، په همدې کال کې د پښتو مرکې ادبي ټولنه جوړه شوه، دې سره خوا کې په کابل کې د امانيه ښوونځى تاسيس شو او په ننګرهار کې لويې جرګه جوړه شوه، چې د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې د نظام نامې په نوم تصويب کړ.

په ١٣٠٣  کال کې د مطبوعاتو لپاره په لومړي ځل قانون جوړ شو او د جدي په مياشت  کې خپور شو. له دې ور اخوا په ١٣٠٥ کال کې امير امان الله خان د بادشاه لقب د ځان لپاره غوره کړ .

په ١٣٠٦ ل کال کې دانيس جريده، چې اوس  هم د يوې دولتي ورځپاڼې په ډول هره ورځ له  پلازمېنې خپريږي د غلام محى الدين انيس له خوا خپره شوه .

په ١٣٠٧ ل کال کې  د قندو او بورې فابريکه جوړه شوه او په کار يې پيل وکړ؛ په همدې کال کې د طبابت لومړى قانون جوړ شو او د خپلسريو مخه يې ونيوله.

د ملي شورا لپاره د ټاکنو قانون جوړ شو او يو شمېر نجونې هم په همدې کال ترکيې ته د زده کړې لپاره ولېږل شوې. (محقق شريف ځدراڼ دکانکور لپاره دچمتووالي ليکچرنوټ)

په همدې کال کې بادشاه امان الله د استقلال او تجددکونې مرامنامه جوړه او خپره کړه، په همدې کال په پغمان کې لويه جرګه جوړه شوه، چې مېرمنو هم په لومړي ځل په دې جرګه کې برخه درلوده.

د پاچا امان الله په وخت کې پوهنې لپاره هر اړخيزه مبارزه پيل شوه؛ پاچا به ويل، تر هغې چې  په پوهه سمبال نه شو دا هېواد نه اباديږي .

احسان الله د پاچا امان الله خان زوى په خپله يوه مقاله کې وايي:” امان الله خان غوښتل، چې له هر څه لومړى ښوونې او روزنې ته وده ورکړي او دا خبره به يې تل کوله، چې  ټوپک پريږدئ او د ليکلو لپاره قلم  راواخلئ، په دې پوهه شئ، چې يو بې تعليمه ولس هېڅکله مخکې نه شي تللى او نه په رښتيا خپلواک کېداى شي .”  احسان اله ،ژباړه محمد ابروردګ: اماني دوره افغاني رنسانس دوره ” دى په دې پوهېدلى و، چې بايد زموږ ولس لوستى شي نو، ځکه يې له  ١٣٠٣ څخه تر ١٣٠٧  پورې  په هېواد کې ٣٢٢ ښوونځي جوړ کړل او زده کوونکي يې ورته راوستل له دې ور هاخوا يو شمېر نورې د بيا رغونې نادرې پروژې، چې له دې پخوا يې په هېواد کې نښې نه ليدل کيږي، په کار پيل وکړ، د بېلګې په توګه: تر ١٣٠٧ ل کال پورې ٢٤٤ کيلو متره سړک پوخ شو، چې مخکې له دې يې کومه نمونه نه شو يادولى، همدا ډول له ١٣٠٢ تر ١٣٠٧ پورې ٤٩١ بېلابېل کانونه کشف شول، چې دې هم د هېوادپه اقتصاد اغېز وکړ او هم يې د نړيوالو پام ځان ته راجلب کړ تر څو په  دې هېواد کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړي .

غازي امان الله خان دا هيله درلوده، چې زه رښتيا هم د يوه خپلواک په خپلو مټو ولاړ هېواد پاچا واوسم: ” زه غواړم ، چې په يوه بشپړ خپلواک هېواد کې مشر وم” (اماني دوره دافغاني انسانس دوره: احسان الله)

غازي امان الله خان د خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره نور ډېر پلانونه او پروګرامونه لرل چې ځينې يې په دې موده کې پلي کړل، خو هغو خلکو چې نه يې غوښتل دا هېواد په اسيا کې څه چې په ټوله نړۍ کې د يوه خپلواک او پرمختللي هېواد  په ډول راڅرګند شي، په همدې دليل دوى به  د ريل ګاډي په اړه چې د نړۍ د تجارت، تمدن او توصل لويه وسيله ده، ويل:” دا د اوسپنې مار دى، په نس  کې يې اوربليږي، خوراک يې لرګي او سکاره دي، چلونکى يې شيطان دى، زموږ د تباهۍ او خوراک لپاره راوستل شوى دى” نو ښايي په دې وخت کې ارواښاد شاه امان الله خان ته د خوشال بابا دا وينا چې:” زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده__ اور دې پورې په دې تورو او قلم شي” زړه ته ورغلې وي، په همدې سبب يې پاچاهي پرېښوده، کډه يې په شا کړه، له هېواده ووتو او د کډوالۍ ژوند يې پيل کړ .

زموږ د خپلواکۍ غازي په کډوالۍ کې په ډېر ټيټ اقتصاد ژوند کولو. د شاه د  لور په قول، چې دى به هر مازديګر په يوه ژور فکر کې ډوبېدو، چې موږ به هم ده ته په احترام هغه  وخت کې غلي وو، خو موږ ته به يې هر وخت د هېواد تاريخ، داسلام تعليم،او د هېواد سره د ميني درس راکول؛ زموږ غازي په کډوالۍ کې په ١٩٥٩ کال کې ناروغه شو او په ١٩٦٠ داپريل په ٢٥ په يوه روغتون کې ساه ورکړه.روح يې ښاد نوم يې ژوندى

ماخذ:

١ غازن امان الله خان د افغانستان د خپلواکى ستورى. دراټولو شويو مقالو ټولگه:د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه_جرمني

٢ د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه. پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه_جرمني

٣ د تمدن سوغات. رفيع حبيب الله: اريک گرځنده کتابتون_پيښور

٤ د کانکور لپاره د چمتوالي نوټ. محقق شريف ځدراڼ

110 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *