Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان ترهګریزو سیاستونو، طالبانو او ملاتړو پر وړاندې یې یو موټی شئ

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

 دوشنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د زمري ۲۶ د ۲۰۱۵ کال د اګسټ ۱۷

پیژندنه

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۵ فعالو مدني سازمانونو او بنسټونو څخه جوړه شوې، د خپلو ناستو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل د « د افغانستان دردیدلي ولسه! د پاکستان ترهګریزو سیاستونو، طالبانو او ملاتړو پر وړاندې یې یو موټی شئ»تر سرلیک لاندې په کابل ښار کې د ځوان فعالینو او مدني سازمانو په ګډون کمپاین په لاره اچولی دی. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه؛ په هېواد کې د ځوانانو ستر خوځښت په توګه، چې تل د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټې خپل شعار او موخه بولې؛ په هېواد کې د پاکستان، طالبانو، داعش او ملاتړو لخوا چې کوم جنایتونه تر سره کیږي، پر وړاندې یې خپل دریځ په لاندې توګه بیانوي:

سریزه

نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان خلک د دې شاهدان دي، چې پاکستاني چارواکي له کلونو راهیسې له موږ سره د انساني، اسلامي، ګاونډيو او نړیوالو منل شویو قوانینو پر خلاف له موږ سره دښمني لري. که څه هم پاکستاني چارواکي څو ځله د امریکا په مشري نړۍوال ائتلاف سره د طالبانو او القاعده اورپکو د له منځه وړلو کې د ملګرتیا شعارونه ورکړي، خو د لمر په څير روښانه ده، چې پاکستان په تیرو ۱۴ کلونو کې له وحشت نه ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې له مذهبي بنسټپالو، ترهګرو، د نشه یي توکیو قاچاق او تولید د ځانمرګیو بریدونو په ترسره کولو سره له افغانستان سره د نا اعلان شوي جګړه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی او هغوی ته یې په پاکستان کې بشپړ امن پټنځایونه چمتو کړي دي. د پاکستان په پلازمینه کې د اسامه بن لادن وژنه او په کراچۍ کې د ملا عمر وژنه زموږ د ادعا څرګندوي ده.

په تیرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې د پاکستان لاسوهنه د افغانانو او نړیوال ائتلاف لخوا وغندل شوه، خو د پاکستان څارګرې ادارې او پوځ، د دې مسوولیت نه دی منلی او تل یې له چل او دوکې نه کار اخیستی، او پر وړاندې یې  د افغان چارواکیو او افغانانو سره د همکارۍ لپاره غږونه اوچت کړي؛ خو هیڅکله یې هم زموږ خاورې ته د ترهګرو په راتلو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. برعکس هره ورځ موږ په افغانستان کې د دې هېواد د څارګرې ادارې او پوځ د لاسوهنو او له ترور او تاوتریخوالي څخه د ملاتړ شاهدان یوو.

له افغان دولت نه زموږ غوښتنه

  1. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې له دې وړاندې هم اعلان کړی وو او اوس یو ځل بیا اعلان کوي، چې داعش په یوه جدي ستونزې د بدلیدو په حالت کې دی او دا پروژه ډیره خطرناکه ده او باید ورته پاملرنه وشي. موږ له افغان دولت نه غواړو، چې د حکومت اصلي برخو( د ملي یووالي د حکومت رهبران) د خپل منځي شخړو او اختلافونو پر ځای؛ داعش دې په هېواد کې جدي وګڼي، د نه صورت کې به یاد چارواکي اصلي مسوولین و اوسي. ځکه چې د ملي یووالي د حکومت د رهبرانو ترمنځ جدي اختلافونه او ستونزې شتون لري، چې له یوې خوا یې د خلکو اندیښنه یې را پارولې او له بلې خوا د دولت ظرفیت او بنسټونه یې د ستونزو په حل کې مصروفه کړي، چې په پایله کې په ملي مسائیلو کې دولت بې کفایته برخورد کوي.
  2. موږ همدارنګه له افغان دولت نه جدي غوښتنه کوو، چې له پاکستان سره د سولې دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرو ته بیا کتنې تر څنګ تر هغه مهاله وځنډوي، تر څو د دولت، سیاسي رهبرانو او د افغانستان د خلکو لخوا یو واحد دریځ نه وي جوړ شوی او همدارنګه تر څو، چې د پاکستان ژمنې نه وي عملي شوي، کوم چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو، خبرو ته د طالبانو چمتولو کولو او همدارنګه د داعش له وسله والې ډلې څخه یې ملاتړ پایته نه وي رسولي.د افغان دولت دې د خپلو خلکو ترڅنګ ودریږي او له خپلو خلکو سره یو ځای د پاکستان د عوام فریبانه سیاست پر وړاندې نړیواله ټولنه د قوي ډیپلوماسي له لارې یو موټی کړي. د شبکې په باور له ترهګریزو ډلو سره هر ډول د سولې خبرې، پرته له دې، چې د هېواد مدني، سیاسي، فرهنګي او ولسي خوځښتونه په ګې ونډه و نه لري، د منلو نه دي.
  3. موږ له افغان دولت نه په جدي توګه غواړو هغه کورني او بهرني جنایتکاران، چې د ځانمرګي او ترهګریزو فعالیتونو په جرم او په هېواد کې د وحشت خپراوي په تور په څرګنده توګه نیول شوي، لومړی یې د اړوندو بنسټونو لخوا پېژندګلوي او وروسته د علني محکمې لخوا په اعدام محکوم شي. څو پاکستان او د ترهګرۍ نور ملاتړي په دې پوه شي، چې افغانستان د بربریت او ترهګرۍ پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
  4. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له افغان دولت نه غواړي، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو سره د خواشینۍ په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي. دا شبکه همدارنګه له ولسمشر څخه غواړي، چې د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې له افغانانو سره د پاکستان د ناسمو سیاستونو پر وړاندې د حکومت د همدردۍ مراتب شریکه کړي، څو په دې توګه په ټول هېواد کې یووالی رامنځته شي.
  1. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له ټولو سیاسي رهبرانو، اغیزمنو ولسي مشرانو، دیني عالمانو او د افغانانو غواړي، څو د پاکستان دولت او پوځ د ترهګریزو سیاستونو او ملاتړو پر وړاندې ملي اجماع رامنځته کړي.

له نړیوال ائتلاف په ځانګړې توګه له ناټو، د امریکا متحده ایالتونو او انګلستان څخه زموږ غوښتنه

  1. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د هغه خوځښت په توګه، چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ یې له امنیتي هوکړه لیک څخه ملاتړ کړی او همدارنګه ملاتړ یې کوي، د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو ملګرو څخه غواړي، چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو او د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل څرګند او منطقي دریځ اعلان کړي، د نه په صورت کې به هغه منفي اغیزې، چې لویدیځوالو پورې اړه لري؛ مسووله وي.
  2. که څه هم نړیوال څو ځله په یو ډول په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو، خوځښتونو او شوراګانو څخه انکار کړی، خو د افغانستان نړیوال ملګري باید ځواب ووايي، چې د بن لادن او ملا عمر وژنه او د کويټې شورا او نور د کوم هېواد په جغرافیا کې رامنځته شوی او شتون لري. آیا د کویټې شورا او نور ترهګر په پیښور، کویټه، وزیرستان او…… کې نشته؟ د دې ریښتیا نه منل افغانانو ته دروغ ویل نه دي؟
  3. موږ په کلکه د پاکستان پر وړاندې د امریکا او ناټو عملکرد بې دلیله او دوه ګونې لوبه بولو، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې افغانستان یې د درې ضلعي لوبو، د پاکستان، امریکا او انګلستان ترمنځ لوبول شوې. د امریکا او انګلستان لخوا پاکستان ته ورکړل شوې پیسې، چې ډیرې یې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو د پياوړتیا په برخه کې لګول شوي، د تروریزم د فابریکې یعنې پاکستان څخه د لویديځو غیر مستقیم ملاتړ نه پرته بل مفهوم نه لري.

د سیمې هېوادونو ته زموږ پیغام

۱. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې په باور؛ د چین، ازبکستان، تاجکستان… دولتونه، چې په یوه ډول افغانستان یې خپل دفاعي سپر جوړ کړ باید ژر تر ژره د پاکستان له ملاتړ نه لاس په سر شي او له افغان دولت سره د پوځي مرستو په برخه کې ريښتیني همکاري وکړي. د نه په صورت کې له دې وروسته افغانان په هیڅ ډول نه غواړي د چین آیغورانو، د ازبکستان اسلامي خوځښت او نورو بنسټپالو ډلو په وړاندې چې د یادو هېوادونو سره جګړه کوي دفاعي سپر و اوسي.

له افغانونو نه زموږ غوښتنې

  1. د ډیپلوماسۍ او سیاست په واسطه د مبارزې لارې تړل شوي. افغان دولت د پاکستان په وړاندې خام سیاستو لوبېدو په واسطه ماته خوړلې. موږ له افغانانو، چې هره ورځ د وحشت د درې اړخو؛ طالبان، پاکستان او داعش او نورو ملاتړو د جنایتونو قرباني دي غواړو، چې د ستونزو سره – سره د دې وحشت په وړاندې ودریږي. د افغانستان شریفو خلکو؛ په هېواد کې د وحشت درې اړخونو په وړاندې، ولسي یوموټی والی او همغږي کول هغه یوازینی لار ده، چې موږ یې ټاکلی شوو.

۲. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د افغان ولس او دولت نه غواړي، چې د بالمثل عمل له لارې د بلوچستان له خپلواکۍ غوښتونکیو او نورو آزادي غوښتونکیو څخه، چې هره ورځ په بیلابیل ډول د آی اس آی  له جنایتونو څخه اغیزمن کیږي، ملاتړ وکړي او هڅه دې وشي، څو د هغو زرګونو آزادي غوښتونکیو انسانانو وینه، چې د ترهګرو ملاتړي هېواد پاکستان پر وړاندې تویږي؛ بې ځایه تویې نه شي.

پایله

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه ټینګار کوي، چې ناټو سازمان غړي هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا او بریتانیا اوسنۍ تګلاره او همدارنګه په پاکستان کې د بن لادن وژنې او ملا عمر مړینې پر وړاندې د یادو هېوادونو چوپتیا او د دې هېوادونو لخوا په افغانستان کې د پاکستان د ښکاره جنایتونو ردیدل د منلو وړ نه دي او که چیري د افغانستان لویدیځ ملګري څرګند دریځ غوره نه کړي؛ افغان ولس به پر بلې ټاکنې غور وکړي، چې د ترهګرو او د ترهګرو د ملاتړو په ګټه و نه اوسي. امریکا باید په دې پوه شي، چې د شخړو او انسان وژنې اصلي عامل پاکستان دی او بریتانیا باید په دې پوه شي، چې له پاکستان نه د دې هېواد غیرانساني ملاتړ په افغانستان کې د انسان وژنې په مانا ده. نو لاس په سر څو په جګړه کې ښکیل نه شئ.

و من الله توفیق

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

کابل- افغانستان

33 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *