Categories

اعلان

Loading…

مطالعه او د کتاب لوستنې ګټه/پوهنیار سیداصغر هاشمي

د مطالعې پواسطه انسان زده کړه کولای شي، مطالعه د ویلو، لیدلو، اوریدلو او لیکلو پواسطه  کیدای شي. ځینې وکړي د کتاب په ویلو سره مطالعه کوي او زده کړه حاصلوي، ځینې بیا په لیدلو، وریدلو او لیکلو پواسطه زده کړه حاصلوي.

مطالعه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په لویانو او کوچنیانو خپل تاثیرات لري. د نړۍ ټول عالمانو د کتاب او مطالعې پواسطه ځان او ټولنې ته خدمت وکړ او نومونه یې په نړۍ کې تلپاتې دي.

د انسان یو جسمي قوت دی او بل فکري قوت  او ذهني قوت دی، په جسماني کارونو او د سپورت پواسطه د انسان جسم جوړیږي او قوي کیږي، خو د مطالعې او ډېر کتاب لوستلو باندې  د انسان فکر پیاوړی کېږي.

د نړۍ د ټول عالمانو فکري قوت او پوهه ، نسبتا جسمي قوت ته زیاته وه. یعنې فکري ځواکمنتیا له جسمي ځواکمنتیا بهتره ده.

د نوي ساینس پرمختګ او هره ورځ پرمختللې څېړنې دا څرګندوي، چې نړۍ د مطالعې پواسطه نوي نوي تحقیقات کوي.

 له لویانو سربیره په ماشومانو هم مطالعه، کتابونه او په کور کې کتابتون خپل مثبت تاثیرات لري.د ارواپوهنې عالمانو ثابته کړې ده، چې د والدینو کتاب لوستنه او مطالعه په ماشوم باندې په رحم کې خپلې اغیزې لري، د میندې ټول کړه وړه په ماشومانو باندې په رحم کې مثبت او منفي تاثیرات درلودلای شي.

په کور کې کتابونه او يا شخصي کتابتون هم د ماشومانوپه روان  او روح باندې خپل تاثیرات لري.

 استاد غضنفر وایي: که مور او پلار بيسواده وي، د مطالعې او کتاب سره مینه ونه لري، د خپلو اولادونو د اینده لپاره دې، خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي، تر څو چې د ماشومانو مطالعې  او کتاب سره مینه پیدا شي. په هغه کور کې چې کتابونه وي، ماشومان یې نسبتا د هغه کور له ماشومانو ژر او څو کاله زیات مکتب  او تحصیل کوي، چې کتابونه پکې نه وي.

په یو ځای کې مې ولوسته، یو لیکوال  او فرهنګي خپلې لور ته د واده سامان (جیز)په اخیستلو کې د نورو توکو سربیره کتابونه هم اخیستي وو.، چې زما په پوهه دا کارد ټولنې د وګړو لپاره لوی پیغام لري.

کتاب د پوهې خزانه  او د فکر کولو لپاره زمینه برابروي. د کتاب تحفه د پوهې او فکر پیلامه ده. د کتاب هدیي ورکولو دود باید ژوندی شي، تر څو مو  عام لوستي ولس سره د کتاب مینه پیدا شي.په افغانستان کې دود دی، چې په واده کې د واده خاوند ته تحفې وړل کیږي، که چیرې هر کس شاه ته د نورو ټولو شیانو پرځای کتابونه واخلي، نو د هر ډول تحفې نه یې ارزښت زیات دی او په اینده کې به په کور کې کوچنی کتابتون لري، چې دغه کتابونه د ده د کورنۍ نسل نسل ته ګټه رسوي.

هغه کور چې ډېر کتابونه لري، د کورنۍ غړي یې پوه او تحصیل کوونکي وي او حتما به د پوهې او علم پر ګاڼه سمباله کورنۍ ټولنې ته وړاندې کوي.

ځینې ځوانانو مو له سلاح سره عکسونه اخلي او په دې ویاړ کوي، چې ډول ډول وژونکي توکو سره انځورونه واخلي، دلیل د عکسونو اخیستلو یې دا دی، چې د داسې اشخاصو په کورونو کې سلاوې  وي او هر وخت یې د خپلو مشرانو سره لیدلي وي.دوی فکر کوي، چې سلاح دځان سره ګرځول ښه کار دی، که همدا کورنۍ دکتاب، قلم او مطالعې سره مینه ولري او په کور کې یې موجود وي، نو هیڅکله به داسې انځورونه پیدا نه کړو چې د نفرت، کرکې او وژنې پیغام ولري.

په مکتبونو، پوهنتونونو او نورو علمي ځایونو کې باید پوهه، تحصیل او مطالعه د مادیاتو د لاسته راوړلو په موخه نه وي، هر انسان باید پوهه د دې لپاره تر لاسه کړي چې فکر او نظر کې یې مثبت تغیرات راشي.

استاد الفت وایي: (زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې دپوهې قیمت کم شي او هر څوک یې اخیستلای وشي.) د استاد د خبرې په تایید هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، دا مهم نه دی، چې هر یو دې په لوړ پوست کار وکړي او یا دې دنده ولري. پوهه، علم او مطالعه د انسان په فکر او عقل کې تغیرات راوړي، دغه ګټه یې له هر شي زیاته ده.

یو عالم د کتاب په هکله وایي: هر انسان باید کتابتونه ولري او که داسې یو کس پیدا شي چې کتابونه نه لري، نو دوستي دې د داسې یو عالم سره وکړي چې ډېر کتابونه ولري او هر وخت په مطالعې بوخت وي.

287 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2