Categories

اعلان

Loading…

ډرامه/ لیکوال نورمحمد سعید 

د جلالي بابا زیارت دیوال سره څلوېښت، پنځوس کسه پیتاوي ته ناست وو.

 دغه زیارت د سند ایالت له ساحلي ښار ټټې نه څه باندې اتیا کیلومتره لرې سجاول سره نژدې دی.

که ګرمي یې د سړي ساه تربتوي، نو یخني یې له انسانه څرمن کاږي.

 د زیارت شاوخوا د جوارو، غنمو، ګنو او پنبې کروندو نیولې. خو ځمکه یې د سمندر له مالګو  خوندي نه ده.

تر بدینه پورې همداسې ځای ځای تروې شورې معلومیږي. یوه ټوټه شنه وي، بله بیا د تروو اوبو ډنډ. ښپیته ډوله حشرات پکې کرۍ شپه او ورځ اتڼونه کوي.

 خو دې سره د زیارت کونکو ګڼه ګوڼه هم تل په یوه حال وي. اکثر زیارت ته له لرې او نژدې رواني ناروغان وروړي. ډېر په دې باور دي، چې زیارت کې سم دم لیوني په سد کېږي.

لس، دوولس کاله مخکې به یې ځینې دغه ناروغان زیارت سره ولاړې ستنې پورې تر میاشتو تړلي وو. ځینو به چې لږ په( سد ) وو د زیارت شاوخوا ودانو کوټڼیو کې د رغېدو په تمه شپې سبا کولې.

 د برنډې پر یوه څنډه له ( روغو ) سره ناست وم، چې له زیارته یوه ناروغه پیغله راووته، په ځنګېدو راغله او ځوړند سر مخامخ راته کښېناسته.

ورپسې یوه د پاخه عمر ښځه په منډه له زیارته راووته. په نجلۍ یې سترګې ولګېدې، نوک نیولې شوه. یو سپین ږیری هم له یوه لوره راپیدا شو. نجلۍ ته یې وکتل، بیا یې ښځې ته په ټیټ غږ وویل:

–        څنګه ده؟

–      ښه ده، کراره ده!

ښه شېبه دواړو خواږه ورکتل. وروسته یوې ډډې ته کېناستل. ګلالۍ غنم رنګه پیغلوټې وه. شېبه تر منځ به یې غټې تورې سترګې راپورته کړې. یوه بل لور ته به یې وکتل.

خدایزده ولې یې په سترګو کې د لیونو غوندې، وېره، ترحه یا وحشت نه معلومیده. زړه کې مې ویل، د هسټریا ناروغه به وي. اورېدلي مې و، چې ځینې نجونې دغه عمر کې د ذهني فشار یا تر ډېره بې واده پاتې کېدو له کبله په دغې ناروغي اخته کېږي.

خو پلار مور یې چې کلیوال معلومیدل ښايي د رواني مسایلو په جنجالونو خبر هم نه وي، ځکه یې پرې د لیونتوب ګومان کړی، په زیارتونو یې ګرځوي.

نجلۍ بیا سر راپورته کړ. دا ځلې یې د سترګو رنګ اوښتی و. لکه هوسۍ چې له ویشتل کېدو وروسته ښکاري ته ګوري، د دنیا جهان ډار، کرکه او بې چارګي یې پر مخ له ورایه معلومیدل.  له سترګو يې د جنون سپرغۍ باديدې. لاسونه یې د مرغۍ وزرو غوندې پورته کړل.

 چیغې ته یې چې خوله خلاصوله وار مې ړومبی کړ. اوس هم نه پوهیږم څنګه پاڅيدم او څنګه مې د برنډې نژدې یو متر کټارۍ بل لور ته ټوپ وهل.

دومره مې یاد دي، چې د ټوپ وهلو وخت کې یې د شا له کمېسه ونیولم. په خاورو خځلو کې له (  safe landing) وروسته مې ایله پام شو، چې د کميس شاتنۍ لمن مې په کټارۍ  پوري پاتې وه.

نجلۍ مور او پلار ترلاس نيولي بېرته زيارت ته څکوله. ولاړو خلکو به کله په خواشینۍ د نجلۍ خوا ته ورکتل او کله به يې ماته وکتل، موسکي به شول.

سبا شین کهیځ د زیارت شاته د لویې ویالې پر غاړه چکر ته ووتم. ویاله بدین ته د  غځیدلي سړک له غاړې سره تر ډېره ځایه جوړه پرته ده. یو نیم ځای پرې د شاوخوا کلیو تر منځ د تګ راتګ لپاره کوچني پلچکونه جوړ دي.

ختیځ کې د اسمان پر لمن سوکه رڼا خپریده. لږ لرې پلو پورې ولاړې ونې لا هم د تور دیوال غوندې معلومیدې. د ویالې غاړې واښه په شبنم لامده خوشته وو.

د دغې سیمې د تورو کوبرا مارانو کېسې مې هم اورېدلې وې. په احتیاط مې ګام اخیست. د ویالې سره نرۍ غځېدلې لاره ناڅاپه کږه شوه. دلته د ګڼو ونو منځ کې لاره پله ته ختلې او د ویالې بل لور ته پاخه سړک سره یو ځای شوې ده.

له لرې مې دغه ځای کې لرګینې ګاډۍ لیدلې وې، چې غوایانو به څکولې او بزګران به له سړکه همدلته دغو ګاډیو کې کروندو ته کوزیدل. په پله له ختلو سره سم مې ایکې یوازې ښځه ولیده، چې غوټه په لاس کې ولاړه وه.

 چې مخ یې راواړاوه، زړه مې خولې ته راغی. نژدې و، له ډاره ویالې ته ټوپ کړم. هماغه ليونۍ وه چې پرون يې د زيارت په برنډه کې پرې راټوپ کړي و او نيم کميس مې داوسپني په کټارۍ کې ورپرې ايښی و.

خو اوس له پېښې تېښته نه وه ، د بېرته ګرځيدو وار هم تېر و. د پله په نيمايې کې وم. په لړزانده پښو  یې مخې ته تېر شوم. نانګاره ولاړه وه. شاته مې وروکتل، هغې هم راکتل. ژر یې مخ واړاوه.

 شکر ونه مې وایستل. خو اندېښنه مې شوه. له ځانه مې وپوښتل، چې دا لیونۍ به په دې شنه ګهیځ د پله پرسر څه کوي؟

خوارکۍ له ځانه ناخبره ده، هسې نه په خپل سر راوتلې یې، چې مور پلار یې خبریږي، اوبو ته ځان وغورځوي او یا په کوم بل مصیبت اخته شي.

همدې فکر کې به له پله به ایله کوز وم، چې د مخامخ ونو له منځه پر  راوتلې نرې لار یو موټر سایکل راووت.

زلمکي هلک پرې ناست و. یو نظر یې په غور راوکتل، خو ژر یې سترګې لارې ته واړولې. لیونۍ لا هم پر خپل ځای ولاړه وه. موټر سایکل یې مخې ته ودرید. تقریباً پرې ورټوپ یې کړل. یو لاس یې د هلک پر اوږه کېښود، په بل یې غوټه سمبال کړه. مسکۍ شوه:

–     مامکیه سوري، پرون دې زما ډرامې کې جامې وشلیدې!

 حیران دریان ولاړ وم، نه پوهیدم څه پېښه ده، چې هلک د موټر سایکل غوږ تاو کړ. د سترګو په رپ کې دوی دواړه او موټر سایکل یې د لوی سړک پر سر له باد سره ملګري شول.

16 total views, 1 views today

4 comments

  1. مومن Reply

    لیکني مو ډیرې خوندوري وي، او انځورونه یي په دقیق ډول ښکل شوي دي، او دومره تلوسه لري چې د لیکني تر پایه دي له ځان سره کاږي. الله تعالی دی د نورو لیکنو توفیق هم درکړي.

  2. محمد عارف رحیمي. Reply

    ډيره ښکلې ژوره او خوندوره کیسه وه، ډير خوند مې ترې واخیست او پای مې يې ډير خوښ شو.

  3. امان افري Reply

    خوندوره قيصه ده
    ډېر ښه

  4. Asad ahmadzai Reply

    Reply
    لیکني مو ډیرې خوندوري وي، او انځورونه یي په دقیق ډول ښکل شوي دي، او دومره تلوسه لري چې د لیکني تر پایه دي له ځان سره کاږي. الله تعالی دی د نورو لیکنو توفیق هم درکړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *