Categories

اعلان

Loading…

نومونه تخلصونه/ استاد سعدالدین شپون

هر څه غټ مغه ټول شو. زموږ  وختونو کې نور نومونه باب وو، خیرنسا، ګل پري، خاتمه، مستوره. د مشرانو نومونه خو کشرانو نه یادول، بلکه، کوکو داد،  بیبي دادا، بیبي ترور، تروربیبي، ماني، کاني،ممانې ، ککانې. بیا د فارسي ماډل لقبونه راغلل، شیرین ګل، ماه ګل، ضیاګل، خان میرزا، ګل آغا (چې پښتانه یې، دواو په زور، ګول اغا تلفظ کوي)، قند آغا.

  دا چې اوس یې تخلص بولي، دا ښاغلی او آغلې ورکې نوې راوتلې. په لیکوالو کې بیا نورې هم راغلې، استاد، علا مه، بابا. زموږ په وختونو کې استاد د کسبګر مانا ورکوله، لکه هغه چې سر خرېيي، یا غاښ باسي. بابا هم زیاتره د بزرګانو او اولیاوو زیارت ته راته لکه دور بابا، بابا ولی، ډولکی بابا، شینکي بابا. بیا به هغه چا ته اشاره وکړم چې لا جولا نه وی، نېچې پټوي. دا تالان په تخلصونو ډېر ګډ دی. د نورو حساب خو مې نه دی نیولی خو دا بنده د خدای اته بغرۍ دی، که یې بدلوم نو بیا مې څوک ضمانت کوي چې هغه به هم کوم د نر زوی رانه دعوه ګیر نه کړي.دا ټول زما ګناه ده چې مې هسې هېڅ بې هېڅه لکه د بیتونو قافیې له اوږده لست نه یوه ورته خوښوله چې مازې شاعرانه او پښتني وي.هغه سم او اسم بامسما تخلصونه چې دي، هغه په ولس کې لا هم شته، لکه پېڅې مامد نور، انور چنغړک، یا موږ چۍ به په قطغن کې یوه اوزبک ته قربان سګله لک ویل، مانا سپۍ مه قربان، چې نرښځې ته یې نه کتل، هر چا پسې به روان و. عثمان لنډی، شوړمیرزا کیشته او داسې نور. اوس هسې چوټ انداز تخلصونه ټاکي، یو وخت چا زما تصویر لېدلی وو تبصره یې کړې وه چې ما فکر کاوه چې شپون به په ونه اته متره، په اوږو یو متر وی.

 نن ورځ چې زه  د ځینو پښتوشاعرانو تخلصونو ته ګورم تر شعر نه یې تخلصونه شاعرانه وي. سعدي یوه قاري ته ویلي و: ګر تو قرآن بدین نمت خوانی، ببري رونق مسلماني. زیاتره بیا له تخلص نه د خپلې کمبودۍ د ډکولو کار اخلي. لایق، ذکي، خالص، مخکښ، وطنپال، مظلومیار……. .  دې ته به پښتو کې نیخه څه وايي، د تصور پاچايي!، یره که داسې وای!

 انګرېزۍ کې یې /وېشفول تېنکنګ/ بولي.خو په دوی پسې بلا، خپل ځان یې دی چې هر شی پرې تپي. مګر پښتانه لیکوالان په خپل هغه څه چې دوی یې شعر بولي یا داستان، کې هم همدا نخرې کوي. د دوی اتلان، چې ښه وي نو تر ټولو ښه وي او چې بد وي، د بدو بسنده وي. نومونه یې همداسې. چې د دوی نه خوښېږي نو سودخور خېټور خان شي او که خوښېږي یې نو زمری، ښایسته خان. تر دې به هم لوستونکی ورتېر وای خو غم دلته دی دی چې دا شاعرانه نومونه په رښتیانو ژوند کې خال خال موندل کېږي، زیاتره د تخیل دا سر باري نه لري. نصرالله، عبدالرشید، داد محمد. عزیزالله…… دا د خاموش اکثریت نومونه په داستان او شعر کې کم وینو.

دلته امریکا کې د بېکسۍ له شامته، پښتنو له ما نه هم یو قسم د نوم ښودنې ډم جوړ کړی. د نجونو یا هلکانو نومونه غواړي. خو بیا تر افغانستانه ښه دي. هلته بس ډز الله اکبر، ماشوم سور ککړ پروت، د نو کولمه یې زانګي، ملا کتاب په ترخ ور روان دی چې هم یې غوږ کې آذان وکړي، هم له کتاب نه یو اسلامي نوم پرې کېږدي. خو شکر دلته ما ته میاشت نیمه وخت راکوي، نر ښځه یې هم لا د وخته، د مور په نس کې ډاکټرانو معلوم کړی وي.  ما سره یکي یو کتاب دی، د لطیف جان بابي، څه په پښتو سایټونو کې د لته هلته لستونه، هغه ورپسې راواخلم. که په دغو کې مې هم خپل آیډیال نوم ونه موند بیا د استاد زیار، نږه پښتو، کره پښتو، شیشته پښتو ور ایله کړم.د خندا او خوشالۍ ځای دا دی چې یوه پښتون پلار د پتاسو پتنوس را پارسل کړی و، پر باندې د ګوتلکې په نامه د واپسۍ آدرس و چې دا هماغه نوم و چې ما وراستولی و.

ګوتلکه، مانا داسې ښایسته نجلۍ چې دا تېرېږي ټول یې یو بل ته ښیي. یو بل ښځینه نوم چې ګوره په کومې نېکبختې به یې ولوروم، د استاد زیار برېتڅنډه دی.مانا هغه نامي پېغله چې دا دېره کې تېرېږي، څادر کې پېچلي مشران، له چیلم نه لوخړې باسي، په یوه سترګه ورته ګوري، د موږک په شان برېت ورته وهي دا سوچه پښتو ویی دی، ټول اصیل، زږه اجزا، څ ، ډ لري، د غیر پښتون د پاره یې هم تلفظ ګران دی، لکه هڅوب، هغه څه چې ولسونه بېلوي.

443 total views, 5 views today

4 comments

  1. ګنډېری Reply

    یره شپنه صیبه نور به درته څه ولیکو خو خدای دې د خضر علیه السلام عمر درکړي البته مونږ ته د لیکلو له پاره. د ورځې قابو ۱۵ وارې یا له دې نه هم ډېر تاند تازه کوم،‌ تازه مې ځکه ولیکه چې تیار د کمپیوټر په یوه کونج کې راته پرانستی پروت وي او بیا ستاسو د کالم خوا ته د چپې سترګې چپ کونج ورتاووم خو مضمون مو ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېرې ورځې وروسته را نوی کېږي. په فیس بک مې هم دوه درې ځلې انډیوالي در ولېږله خو ومو نه منله.‌ هغه یې بلا پسې خو چې په تاند مو نوې لیکنه راځي ورته خوښېږو.‌ خوښ اوسئ.‌

  2. khan mohammad seend Reply

    عزتمنده استاده جوړاوسي. استاده دا لاڅه کوی چې په دې وروستیو کلونو کې چې د بیان ازادي زیاته شوې شاعران ، کلیوال خبریالانو او فوتوګران ګډوډ شوي دی ، د ټولنې د استادانو، کاربوهانوسیاستوالو، هندمندانو، مولفینواو داسې نورو پر تخلصونویې تالان جوړکړي، زما خو دوې لیده کاته ډیر کیږی ، په دوې شپون ، زیار، الهام او داسې نوروکتل. یوه ته مې وویل زلمیه ،ته شپون پیژنی ؟ ویلی نه ! بله ورځ یو بل ته وویل ، ځوانه الهامه ته الهام پیژنی او که څه خپلوي سره لرې ؟ ویلی نه زه الهام نه پیژنم ، څه به دې سرخوږوم بل ته مې وویل ، زیارپیژنی ویلې نه. نو استاده وايي سیاستوالودوطن هستي لوټ کړه، دې ناخبرو نویوفرهنګیانو د سترو استادانو معنوی هیستۍپسې را اخیستې . زما په نظرد نومیالیو معنوي سرمایه لوټل جرم دی،. مثلا تاسې پنځوس کاله ، پیسه فرهنګی پاسره وکړی ، لویه سرمایه یعني شپون ورنه جوړشو او یوبې عقل په یوه شیبه کې لوټي ، ګرانه استاده پرمافرهنګی سټې ګرانی دي، که داسې سټې څوک توږي پرې خفه کیږی . ماخو ډیرولیکل خو چا وقر رانکړ ، دې موضوع ته ستاسی توجه هم رااړوم. سیند ستاسی شاګرد

  3. رحمت الله Reply

    رښتیا هم همداسی ده محترم استاد

  4. ibrahim Reply

    Salamona aw neke hele me wamanai
    Za la taso na ghoaram che mata pa zra pore takhalos entekhab kay aw ya ham mata ye rawalegai
    Name=ibrahim

    Add=ibrahimtanha@gmail.com

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *