Categories

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت وايي، طالبان په کابل کې د یوې لویې حملې پلان لري

تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې پر اساس یې وسله وال طالبان د کابل په تایمني واټ کې پر کومې لویې ودانۍ د حملې نیت لري.

د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی شوی او راغلي:«د اګست د میاشتې له نیمايي څخه افغان طالب یاغیان پر یوې ودانۍ، چې احتمالاً د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني کې به وي، د حملې پلان لري.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې یاغیان ممکن پر څو هدفونو د هممهالو بریدنو نیت ولري. دوی ممکن د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر، د موټرو د ترمیم ورکشاپونو، تېلو ټانکونو او د بګرام پر سړک د سلمانیانو د دوکانونو په شمول په داسي ځایونو حملې وکړي چې بهرنیان ورځي یا یې په شاوخوا کې تګ راتګ کوي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د حملې د دقیقې نېټې او د حملې د شیوې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو پخوا په ځلونو داسي شوي چې له خبرداري وروسته طالبانو په هماغه ځای یا یو څه متفاوت ځای کې برید کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکایانو غوښتي چې په لنډو ورځو کې افغانستان ته سفر ونه کړي. په خبرداري کې ویل شوي چې د افغانستان امنیتي حالات ډېر بې ثباته دي او په افغانستان کې مېشتو امریکایانو ته امنیتي تهدید جدي دی.

400 total views, 1 views today

4 comments

  1. چمبیل خان Reply

    ریشتیا چی سره یوه یی ده’

  2. وسیم خان Reply

    دافغانستان خلک اوس دهغه خوبه رابیداره شوی چی ددوست او دښمن فرق و نه شی کولای توله لوبه دهمدوی ده که نه با وجود ددی چی دومره دقیق معلومات او پوره امکانات ورسره دی ولی یی دمخنوی اقدلم نه کوی  

  3. dawud Reply

    د افغانستان د بدبختۍ فورمول دغه دی (شین سترګي+تورمخي+ګردلمني = دافغانستان بیاهي)

  4. shahed Reply

    غله ته وایی غلا وکړه د کور خا وند ته وایي بیدار اوسه، هر ځه همدوی کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2