Categories

اعلان

Loading…

د افغانانو په منځ کې تر ټولو منفور پاکستانی جنرال ومړ

تاند- د پاکستان د آی ایس آی پخوانی مشر متقاعد جنرال حمید ګل مړ شو.

حمید ګل، چې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو مهم طراح ګڼل کېږي، افغانان ورڅخه خورا زیاته کرکه کوي او ځکه یې په مرګ ډېری افغانان خوشاله دي.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د شنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې د حمید ګل د مېرمنې له قوله په یوه لنډ خبر کې لیکلي چې نوموړی مړ شوی دی.

هغې د حمید ګل د مړینې علت مغزي سکته ښودلې او ویلي یې دي چې له مغزي سکتې وروسته په یوه روغتون کې بستري و.

د حمید ګل عمر ۸۰ کاله ښودل شوی او ویل شوي چې له ډېرې مودې راهیسي یې د وینې فشار لوړ و.

حمید ګل په اتیایمه لسیزه کې د مجاهدینو د تنظیمونو په چارو کې ګوتې وهلې، وروسته یې د مجاهدینو په خپل منځي نښتو کې مهم رول ولوباوه.

ده تل د هغه چا ملاتړ کاوه چې د افغانستان د اردو، پولیسو او دولتي تاسیساتو خلاف جنګېده. ده په پاکستان کې هم تل د ولسواکۍ او ولسواکو قوتونو مخالفت کړی او هڅه یې کړې چې د دسیسو په جوړولو د هغوی د لارې خنډ شي.

حمیدګل، که څه هم ادعا کوي چې نیکونه یې د سوات ول، خو په خټه پنجابی او د پنجاب په سرګودې (سرګودها) ښار کې زېږېدلی و. دی له ۱۹۸۷ م کال څخه تر ۱۹۸۹ م کال پوري د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) رييس و.

———————————

په تاند کې له حمید ګل سره ځیني اړوند خبرونه …

حمیدګل: بېنظر بوټو راته وویل چې جلال اباد ونیسم

حمید ګل: امریکا غواړي پاکستان له منځه یوسي

614 total views, 1 views today

26 comments

  1. ګنډېری Reply

    مړ نه مردار به مو ورته لیکلی وای. لعنت

  2. سهار Reply

    که څه هم د هیڅ انسان په مړینه خوښی کول مناسب کار ندی ځکه چه که د هغوی ور لاره ده نو سبا موږ هم په همدغه لاره وروان یو کس چه د انسانی ټولنی لپاره مضر تمامیږی ، په انسانی ټولنه کې ضرر او فساد خپروی دهغه مړینه هرچاته خوشحالی په کار ده ددې شرانداز انسان له لاسه به څومره انسانان له منځه تللی وی څومره ورنی به بی سر پرسته شوی وی څومره یتیمان به غلطو لارو باندی د غلطو کارونو کولو ته مجبور شوی وی، څومره مورانی به بی زویه ، څومره اولادونه به بی پلاره څومره کورنی به سرپرسته شوی وی . الله ج د اوس لدغه نجس انسان څخه ذزموږ د ټولو مظلومانو د حق او حقوقو پوښتنه وکړی .ځکه زه هم ددغه کرغیړن انسان په مړینه خپله خوښی څرګندوم .الله ج د دده ځای د ابد لپاره ددوذخ ژوره کنده وګرزوی

  3. Zubiar12 Reply

    allah dy wabakhshy

    1. مخلص Reply

      ستا دې دده لورته زر ورولي

  4. Khayal Muhammad Reply

    اوس به الله تعالی ته د خپلو تولو اعماو جواب ورکری چه تاته پاکستان دیر محبوب او که دیو مسلمانژونداوخوشحالی

  5. زیارمحمد تصور Reply

    یو منافق ، مسلمان وژونکی ، او کثیف انسان و ، الله (ج) دی زر تر زره دوزخ ته بوزی.

  6. یوسفزی Reply

    ذبیره !
    که پښتون وای دا خبره به دي هیڅکله نه وای کړې چي خدای دي يې وبخښي.
    خدای دي یې ګرسره نه بخښي، د دې لعنتي انسان له کبله زما د وطن پر لوېشته لوېشته مځکه پېغلي کونډي سوې، پلرونه بې زامنو سول، ماشوم ماشوم هلکان مو يتيمان سول…

    لويه ربه زما وطن کي سوله راوله، او هغوی چي زما وطن کي نا امني غواړي، ته يې تباه کړې.

  7. Himatullah Reply

    We should celebrate two Jishons one of the independent day and one of the death of Hamid Gul, the killer of thousands of inocent Afghans

  8. حاجی عبدالحنان Reply

    افسوس دهغه چاپرحال چه په نامه مسلمان وی ، دمسلمانودښمن وی،خپل ټول ژوند یی دمسلمانانوپه قتل کی تیرکړی وی اوپس له مرګه دمسلمانانولخوا داسی منفوروی چه دخدای بخښنی هم نه ورته وایی اوپه اخرکی دمسلمانودقتلونوپه ګناه دوزخ ته لویږی یودهغوڅخه جنرال حمیدګل دی زه دده پرژونداومرګ باندی لعنت لیږم اوله الله ج نه ورته دجهنم دوزخ هیله کو م امین ،

  9. Mohammad Haroon Alizay Reply

    شیطان مړ سو خو نسل به یی پاته یی، خدای دی د ده په څیر نور هغه ټول شیطانان هم واخلی. ده د افغانستان په ورانولو کی مهم رول درلودی.

  10. خان ولي خان بشرمل Reply

    The killer, the inhuman, the sanguinary wolf, bloody and unmerciful ISI agent, killed the humanity for “Two Nation Theory” and earned too much dollars just for the cause to demolish Afghanistan but Afghanistan is alive, Hameed Gul has died.

    Afghanistan may you live long

  11. زلمی Reply

    رشتیا پوځیان د اسلام پر لاره روان وی پو دی سی چه جواب به ورکوو افغانان دی په خپل منځ کی پریږدی کنه نو جهنم به یی ځای وی
    لکه د حمید
    اوس به حمید ګل د ۱۵ لکو افغانانو د قتل جواب ور کوی .

  12. آتل افغان Reply

    الله (ج) دي په خپل فضل او کرم سره زمادګران افغانیستاټول دوشمنان تبا او برباد کړي
    آمین یارب العلمین

  13. آتل افغان Reply

    الله (ج) دي په خپل فضل او کرم سره زمادګران افغانیستان ټول دوشمنان تبا او برباد کړي
    آمین یارب العلمین

  14. تراب Reply

    زوبیر خانه ستا د م…ر میړه خو نه وه

  15. shala Reply

    زبیر دولسه، الله داسې نجس ، ملحد، ملعون او ضرري خلک نه بښي.
    الله وایي، زه خپل حق بښم خو د بنده حق چاته نشم بښلی، ددې سړي بچیانو (طالبانو) زموږ ډېری هېوادوال او خپلوان شهیدان کړي، موږ ورته خپل حق نه بښو، نو الله به یې څنګه بښي، بیشکه چې الله انصاف کوونکی دی.
    حمیدګلیه؛ اوس به دې په کونه سوټي در ومنډي!!!
    ډېر درباندې خوښ شوم!!!!

  16. Alakozai Reply

    الله تعالی د ددی مکروب ځای دوزخ کړی دا د افغانستان د خلکو قاتل او په لکونه انسانان یی په ډیر مظلومه توګه ددی کافر له لاسه شهیدان شول تدبیق کوونکی د کفارو د پروژو او ټولی اسلامی نړی ته یی مشکلات جوړول یوازینی خاین ووچی د اسلام څیره یی ټولی نړی ته د بعضو وطن فروشانو په واسطه ډیره خشنه ښوودله اوس به یی انشاالله ځواب ووایی او د قهار د قهره نه خلاصیږی انشاالله

  17. Zarghoon Reply

    الله ج دی ورغور زار کری ا
    امیین

  18. Fahim Reply

    !د تاند چلونکو ته سلام
    غواړم له تاسو ه د زړه له کومې مننه وکړم. زه مو دداسې يو ښه خبر قرضدار. دا يو ډير خداې شرمولوى سړى وو. ځکه هغه په مستقيمه مشوره په زرهاو بې گناه افغآنان وژل شوي. دنيا يې مردار وه. اخرت يې هم مردار دې ځکه چې ډير زيات خلک يي په مړى لعنت وايي. انشآآلله چې جهنم يې ځاى دى. دير ښه شو چې دا سپى مردار شؤ.
    مننه

  19. عبدا لله Reply

    هوراس ورئيس المنافقين

  20. سلام Reply

    سلامونه وړاندی کوم
    د لوی او اجراتی قتتل مرګ ټولو مسلمانانو ته مبارکی وایم
    دی لوی اجراتی قاتل ته دلوی خدای څخه د دوزخ د ټیټی کندی غوښتونکی یو
    اوس به ورته مغلومه شی چه دبی ګناه انسانو وژل څه معنه لری
    د نړی دتاریخ توره څیره دتل دپاره د دوزخ توری کندی ته پنا یوړه

  21. م.زهیر Reply

    د حمید ګل د مرګ د خبر د اوریدو نه می لږه شیبه مخکی د دی افغان دښمنه یوه ویډیو ولیدله چی د جیو نیوز سره یی مرکه کړی وه . ده ویل چی انشالله د طالبانوتر منځ به ژر اختلافات حل شی او د دوی قوت او اتحاد په ځای دی چی دافغانستان په ښارونو کی یی وروستی بریدونه ښه بیلګه ده . خدای شته چی زړه می ورته شین لوګی وکړ خو شیبه نه وه تیره چی د مرګ خبر می یی واورید . ما وی کاشکی می کوم بل شی له خدایه غوښتی وای

  22. ميوند خان Reply

    He die like dog . 100 of 1000 afghan die because of him . Jahinom is his place .

  23. Toofan Kochai Reply

    Hameed Ghul is now dead for sure but his nefarious designs and wishes to occupy Afghanistan through some traitors were never fulfilled. He caused enormous destruction and tragedies in Afghanistan in physical terms but never succeeded to ruin this dignified and proud nation. I am wishing the same fate to his followers and like-minded. Allaho Akbar!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2