Categories

اعلان

Loading…

د ښکیلاک او ظلم په وړاندې د مبارزې معاصرې لارې

محمد عارف رسولي –

په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیوادکې له وروستي مدنی حرکت څخه چې زموږ د ملک د ورانوونکي هیواد د تجارتي او اقتصادي توکو او په حقیقت کې زموږ سره دهغوي په نابرابرو او غیر عادلانه اړیکو یو ګذار هم دي ننګه وشي. همدارنګه، هیله چې که ممکنه وي په دې هکله زموږ په ملک کې د پردو د ظلم او ښکیلاک په وړاندې د مبارزې په ډول ډول موثرو لارو، تګلارو، په هره مرحله کې دهغوپه عقلانيت او ځانګړنه او د مدني خوځښتونو په اهمیت مو په ټولنه کې عامه پوهاوی زیات شي.

د ښکیلاک معاصر ډولونه

ملتونو او ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو شیطاني قوتونو په وړاندې مبارزه کړې او لا تراوسه هم لګیا دي قرباني ورکوي. پخوا وختونو کې به استعماري قدرتونه کم ول او د تسلط، استعمار او زبیښاک ډول هم یوازې د عسکري قوت په مټ د ملتونو د خاورې لاندې کول او د زیرمو څخه یې ګټه اخیستل وو. خو په نن زمانه کې استعمار ګران او د نورو په چارو کې لاس وهونکي زیات شوې او ترډیره ستر نړیوال طاقتونه د سیمه ایزو مزدورو ملکونو په مرسته خپلې ستراتیژیکي موخې لټوي. هغوي د سیمه ایزو ملکونو یو څه ګټې په نظر کې ساتي او ورڅخه کار اخلي. دا سیمه ایز قدرتونه چې پخوا خپله هم تر استعمار لاندې ول، یوه ټولنیزه عقده لري، ځان ورته بې تاریخه او غلام ښکاري او غواړي دا کمبود د خوارو ملتونو په اسیر کولو سره ارضا کړي.

دا سیمه ایز ملکونه چې اوس یو څه توان لري د خپلو ملکونو او د خپلو بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره په سیمه ایزه کچه په کمزورو ملکونو کې په ډول ډول لاسوهنو سره، کله د مذهبي ډلو د حمایي ترنامه لاندې او کله د توکم پالنې په نامه له خپلو حریفانو سره په سیمه ایزه کچه نیابتي جګړې کوي. له دې لاسوهنو څخه هغوي راز راز موخو ته رسیدل غواړي. لمړۍ دا سیمه ایز قدرتونه نه پریږدي چې خوار ملتونه سر راپورته کړي، پرمختګ وکړي، له دوی سره سیال شي او هڅه کوي چې هغوي ویشلي او وروسته پاته وساتي او د خپلو اقتصادي، سیاسي، نظامي او ستراتیژیکي ګټو لپار اوهم د خپل نړیوال راج او بادار د سیمه ایزو ستراتیژیکي ګټو د خوندیتوب لپاره خوار ملتونه همداسې در په در په در، خوار او په شخړو کې وساتي.

ښکاره ده چې د دې پیچلي استعمار او زبیښاک ډول ډیر خطرناک او له پښو غورځوونکی دی ځکه دا نړیوال او سیمه ایز قدرتونه دا کار دومره په مهارت کوي چې ډېر خلک سم نه ورباندې پوهیږي. دا سیمه ایز قدرتونه او د هغوي باداران اوږدمهاله موخې او پلانونه لری او هڅه کوي چې د ملکونو نظامونه له پښو وغورځوي، د قانون حاکمیت له خلکو هیر کړي، توکمیزې شخړې رامنځته کړي، خلک او پرګنې سره وویشي او له اقتصادي نظره خپل مزدوران ماړه کړي خو ټول ملک په ځان وابسته کړي.

هغوی د خوارو ملکونو خلک په مذهبي، توکميزو او اقتصادي شخړو اخته کوي، اوبه خړوي او کبان پکې نیسي. لکه دوی چې ټوله سیمه له نړیوالو طاقتونو په اجاره اخیستي وي هغوی هم په خوارو ملکونو کې خپل قرار دادیان او مزدوران لري، دهغوي شخصي، ګټې تامینوي، له نورو سره یې په بدیو ګرفتاروي او بیا یې له مجبوریته بده ګټه پورته کوي. دوي له غدر او فریب څخه کار اخلي، تر زبیښاک لاندې ملتونه او ټولنې په مختلفو نومونو، او وسیلو ویشي او ترخپل نفوذ لاندې یې ساتی.

د دوي یوه وسیله داوي چې په خوارو ملکونو کې خپل مزدور کسان د تبلیغاتو، پیسو او چل ول  په مټ د خوارو ملتونو د دولتونو د رهبرۍ په رول کې وساتي او که داسې نه کیږي نو بیا یې د جنګي ډلو مشران کړي او د دوي په مرسته د شخړو او دخوارو ملکونو ویش ته دوام ورکړي. هغوي همدارنګه، هڅه کوي چې د رښتینو مشرانو مخه ډب کړي، په خلکو کې یې بدنامه کړي او له پښو یې وغورځوي. دهغوي کلتوري، مذهبي، اقتصادي او توکمیزو لاسوهنو له عامه خلکو څخه د سم او پرځای قضاوت کولو توان اخیستی وي. د ټولنې عام خلک د چا خبره په یوه توت ګرمي کوي او په یوه الو خنکي، په خپل ملک کې د ثبات فکر او د نظام جوړولو لارې ورسره نه وي او په هیوادنیو اصلي ګډو دیني او ملی ګټو نه پوهیږي او یا د خپلو ځاني ګټو لپاره ورڅخه تیریږي.

سیمه ایز قدرتونه او نړیوال انډیوالان یې په پورته خوارو ملکونو کې یوه موخه لري او هغه ددوي ګټې دي. هغوي په خوارو ملکونو کې کوم دایمي دوست نلري، او کله کله خو چې دهغوي ګټې اړینه کړي له خپلو په ظاهر دوستانو سره له دښمنۍ ډک چلن کوي او له پښو یې غورځوي. هغوي یوه ډله هم توان لرونکې نه غواړي، هغوي د شخړو د اوږدیدو لپاره د خپلو لاسپوڅو او نورو ترمنځ د قدرت یو ډول انډول ساتي. زیات لیدل کیږي چې دا سیمه ایز قدرتونه دې کله کله له یوه او کله له بلې ډلې څخه د پیسو او وسلو ورکولو په مټ ننګه وکړي ځکه هغوي نه غواړي چې ترزبیښاک لاندې ټولنه کې شخړه چې دهغوي اصلي ګټې تامینوي ودریږي نو دوي یقیني کوي چې د شخړې یوه خواهم باید پوره له پښو ونه غورځیږي او جنګ دوام وکړي.

له نوي ښکیلاک سره مبارزه

څرنګه، چې دا زبیښاک او وسیلې یې خورا پیچلې دي همدرانګه له هغو سره مبارزه هم خورا پیچلې ده. له دې زبیښاک سره یوازې په کلاسیک ډول مبارزه چې په خپله خاوره کې توپک راواخله ګواکي د مقابل لوري څوک ترور کړه، د ترپ او خرپ جګړه وکړه نه یوازې د ډېر وخت لپاره موثره نه ده بلکه په دې توګه د د دښمن په ژرنده اوبه ورزیاتول دي او هغه جګړه چې د شر اچوونکو قوتونو ګټې تضمینوي لا اوږدوي. ځکه دلته د کمزوره او تر زبیښاک لاندې ملک ثبات او حکومت له منځه ځي، خلک له یو بل سره وژني، نهادونه، تعلمي ادارې، بشري ځواک، اقتصاد او فرهنګ یې ورانیږي او بیا یې په پښو درول په لسیزو وخت غواړي او لا نور هم په اقتصادي او سیاسي توګه په دې سیمه ایزو قدرتونو باندې وابسته کیږي.

د دې لپاره چې له دې اوسني زبیښاک سره موثره او اړینه مبارزه وشي اړینه ده چې د یوې علمي کړنلارې له مخې سنجول شوې قدمونه واخیستل شي او په موثره توګه، د راز وسیلو څخه سم کار واخلي. ترټولو لمړی باید دهغوی تکیه په خپلو خلکو او د هغوي په پوهاوي باندې متمرکزه وي. له خپلو وسیلو کار واخلي. په خاصو حالاتو کې که ټوپک ته لاس هم کوي په هوښیارۍ سره په یوه ټاکلې موده کې وي. په خپل ملک کې د اوږده وخت لپاره یوازې په جګړه تکیه کول سم کار نه دي او ملک ته خورا زیات زیانونه لري، باید د استعمار او پردو غلیمو ملکونو په وړاندې له سیاسي او اقتصادي وسیلو، مدني حرکتونو، د خپلو خلکو د یو موټي ساتلو او نورو له لارې لاښه موثره مبارزه وکړي.

د عدم تشدد مدني مبارزه

باید ومنو چې د زبیښاک او تیری کوونکو په وړاندې د مدني مبارزې لپاره تل شرایط سم نه وي برابر. ځینې وختونه دښمن دومره وینې څښونکی وي چې بیله ولسوالې مبارزې کومه لاره د مبارزینو په وړاندې نه وي. خو کله چې بیا د مدني مبارزې لپاره وخت برابر شی په خواشینۍ سره د استعمار او ظلم په وړاندې مبارزین او ملاتړ کوونکې یې نه ورباندې پوهیږی او ورڅخه اړینه ګټه نشي اخیستلای ځکه هغوي یوازې د ولسوالې مبارزې تجربه لري.

موږ ګورو او تاریخ شاهدي ورکوی چې د ظلم په وړاندې مدني حرکتونه او مبارزه که سم رهبري شي خورا زیاتې ګټې لري.  په مدنی مبارزه کې له وینو توییدو، د ملک له ورانیدو او د دولتي نهادونو له ورانۍ څخه مخ نیوی کیږي. د ټولنې زیات خلک د مدني خوځښت په شاوخوا راټول شي، ملاتړ یې کوي او سره یو موټی کیږي.

هغه مدني فعا لان لکه لیکولان، محصلین، استادان، هنرمندان، د دولت کارکوونکي او ورته نور په ولسوالو مبارزو کې برخه کمه اخلي خو په مدني مبارزو کې ښه اوپه اسانۍ سره ونډه اخلي او خلک له استعماري ضد قوتونو سره زیات او په اسانۍ سره یوځای کیږي.

د مدني مبارزې یوه ښه ځانګړنه داده چې په هغو کې له تاوتریخوالي ډډه کیږي. ځکه تاریخ ګواه دی چې له یوه تاوتریخوالی څخه لا بد او نور بوږنوونکی تاوتراخوالي رامنځته کیږي. ژورې او ریښه لرونکې دښمنۍ، قومي او مذهبي شخړې رامنځته کوي او دهغو کنترول بیا آسانه نه وي. خو په مدني حرکتونو او مبارزو کې وینه نه توییږي، ملک نه ورانیږي، د بهرنیانو لاس وهنو ته شرایط نه برابریږي مقابل او مخالف لوري زر او په اسانۍ سره له یو بل سره پخلا کیږي.

اقتصادي مبارزه

که ترظلم او زبیښاک لاندې ملت او ټولنه غواړي د دښمن ملک تجارتي مالونه تحریم کړي ترڅو له زبیښاک ګر قوت سره خپله کرکه څرګنده کړي، اقتصادي تاوان ورواړوي اوپه پای کې یې له ظلمه ډک چلن څخه لاس په سر کړي نو د احساساتی کړنو په ځای دې عقلاني لاره خپله کړي. د دې کار د موثریت لپاره دولت، خصوصي سکتور او عوامو ته اړینه ده چې د یوې علمي او سنجول شوې کړنلارې له مخې اړین قدمونه واخلي.

اړینه ده دا تر ظلم لاندې ټولنه او ملت لمړۍ خپلو ظروفو او امکاناتو ته ښه ځیر شي. ترټولو لمړی خپلو رسنیو ته ځیر او له ملي کړنلارې یې خبرې او مرسته یې ترلاسه کړي. د رسنیو، دیني عالمانو، سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او لیکوالانو، ملي تاجرانو، ملي پانګوالو، هنرمندانو، فلمي ستارو، د پوهنتون د استادانو، محصلینو او نورو ملي لوبغاړو په مټ چې هر د ملت د یوه قشر سره اړیکه لری باید د خپلو خلکو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ، د اقتصادي او سیاسي مبارزې په اصولو یې بلد او له اهمیت او موثریت څخه یې ښه خبر او یو موټی یې وساتي. د دولت پالیسي جوړونکې کړۍ باید خلکو ته د شعار په ځای رښتیا ووایي، د اقتصادي ریاضت له ګټو او اړوندو ستونزو او له تاریخي رول اواړینتوب، اوږدمهاله ګټو او تګلارو یې خبر او ملاتړ یې ترلاسه کړي.

دولت د تجارتي، سیاسي او اقتصادي کارپوهانو او خصوصي سکتور په مټ باید یوه داسې کړنلاره رامنځته کړی چې داخلي پانګوال اړین توکي تولید، کیفیت یې اصلاح او نرخ یې د پیرودونکو لپاره مناسب وی ترڅو د دښمن هیواد د توکو ځای ونیسي. د دې لپاره دولت اقتصادي مشوقې په نظر کې ونیسي او له پانګوالو سره د داسې پلانونو په جوړولو او پوهاوی کې مرسته وکړي چې په ملک کې اوږدمهاله پانګونه وکړي، او خپل وطن ته ګټه ورسوی، خپلو خلکو ته کار ورکړي، دغلیم د لاسوهنو مخه ونیسي او په اوږدمهال کې ګټه هم وکړي. دولت ته اړینه ده چې له خپلو خلکو سره کار وکړی ترڅو په شعوري ډول خپل داخلي تولیدات او یا د کوم بدیل ملک توکي واخلي او دغلیم له ټاکل شوو وارداتي موادو له پیرودو څخه ډډه وکړي.

باید په لمړی سر کې د تجملي، غیر ضروري، بې کیفیته او ګرانو شیانو د تورید په کلکه مخنیوی وشي ترڅو د خپلو وطني مستهلیکینو اوملي اقتصاد تاوان کم او دښمن ته هم زیات تاوان واوړي. همدارنګه، باید هغه تجارتي توکي په نښه کړي چې دښمن ته یې اقتصادي ضربه ډيره خو موږ یې په داخل او یا له بله ملکه سم بدیل ومومو. که دا بدیل خپل داخلي تولیدات وي زیاته ګټه به ولري ځکه زموږ پانګه به په خپل هیواد کې پاته او بیا به په کومه ساحه کې پانګه شي، په مدار مدار به ملي اقتصاد وده وکړي او هیواد به مو په خپلو پښو ودریږي.

کله کله خو ښه ملي ستراتیژي، ملي تولیدات او هرڅه په لاس کې وی خو په خلکو کې اړینه تنده، د غلیم مکاریو په وړاندې پوره پوهه او ملي احساس نه وي. دا ملي احساس او ملي تفکر کله کله تر انساني ناورینونو او څرګندو تیریو وروسته رامنځته کیږي. خو په خواشینۍ سره سیاسي او پالیسي جوړونکې کړۍ ورڅخه سمه ګټه نشي اخیستلای. دا کړۍ او ملي زعامت باید دې طلایي فرصتونو ته ښه ځير وي، کله چې رامنځته شي ورڅخه په وخت او سمه ګټه پورته کړي.

د ظلم او زبیښاک لاندې ټولنو او ملتونو د مبارزو په تاریخ کې په مدنی او سوله ایزه توګه او بیله خشونته د استعماري طاقت د تجارتي کالیو تحریم په تاریخ کې خپل ځای لري. ترټولو ژوندی او مشهور مثال یې په هند کې د انګریز د استعمار په وړاندې د مهاتما ګاندي د آزادۍ لپاره اوږده مبارزه او دهغو په ترڅ هغه مارش دی چې ده او ملګرو یې په مالګې د ظالمانه ټکس په وړاندې وکړ او په تاریخ کې په دې نامه ثبت شو. ګاندي په دې لړۍ کې د مالګې د ټګس ترڅنګ د انګریزي مالونو او په سر کې کې یې د نساجۍ د ټوکرانو اوتولیداتو د تحریم خبره رامنځته کړه. هغه دلته په اصل کې د هند د ولس سره د انګریزي استعماري اړیکو اصلي زړه چې د استعمار او زبیښاک اړیکې وې په نښه کړې.

که څه هم یوازې دې کار د هند ازادي له انګریزانو ترلاسه نکړه خو ښکیلاک ګر یې وډار کړل او مبارزین یې د مدني خوځښت او اقتصادي تحریم په اهمیت پوه کړل. دې کار په لمړي ځل د هند خلکو ته د ټول هند د یوه وجود روحیه ورکړه، خلک یې د مدني مبارزې په اهمیت او زور پوه او سره یو کړل. دا فکتورونه بیا وروسته د هند د آزادۍ په لاره کې خورا ټاکونکي شول.

پایله

په پای کې زموږ دولت، سکتور خصوصي، دیني او روحاني شخصیتونو، مدني ټولنو، لیکوالانو او په تیره ځوانانو ته اړینه ده چې هر څوک خپل مسولیت زموږ په ملک کې د وروستي مدني حرکت په وړاندې چې زموږ د غلیم د تجارتي او اقتصادي توکو د تحریم په اړه رامنځته شوی دی ادا کړي.

له دې خوځښت څخه باید په عقلاني توګه ننګه وشي او تر سرمنزله ورسیږي. دولت دې ورته ملي ستراتیژي جوړه کړي، خصوصي سکتور د پکې پانګونه وکړي، دیني عالمان، مدني فعالان، لیکوالان او رسنۍ د له هغو ننګه وکړي او په دې هکله د عامه پوهاوی زیات کړي.

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. څارنوال علیزی Reply

    عزتمنده
    زموږ دهیواد دحالاتو ښه اوعینی تشریح، ستونځی اودحل منطقی او معقولی لاری په تاریخی واقعیاتو او نتایجومثالونه مو تشریح او داستعمار او استثمار سره دمبارزی عملی لاری چاری موپه ډیر ښه اوواضیح توګه ښودلی دی هیله ده چی مسولین ، منورین ،مدنی ټولنی او خاصتا علمای کرام او ټول افغانان پدی اړوند خپل دینی اوملی مسولیتونوته متوجه شی اوپه یوه زغ د رښتنی ا زادی چیغه پورته کړی . خوپه اجازه سره مو غواړم چی ستاسو دلارښونواوذکرشو عملی لاروبر سیره ویوشی علاوه کړم هغه داچی ۰۰ددشمن سره جنګ ددشمن په سلاح کیږی ))چی پاکستان داجنګ په افغانانو داسلام اوا زادی پنا مه جنګکوی خو افغانان هم کولای شی چی تر پاکستا ن دبلوڅو اویانورو ازادی غوښتونکوچی همدا ازادی اواسلام دی ښه جنګ وکړی او بلداچی دپښتو متل دی چی که دچیغال سره جنګ کوی نو دزمری تهیه به ورته نیسی نو پاکستان خونن قوی دی او افغانستان ضعیف . ولی حق ترهرڅه اوهرچاقوی اوافغانا ن دحق دپاره ترهرڅه تیریږی خو ښه تنظیم اومدیریت غواړی اوددی څه برسیره دنړیوالوذهنیت دحق دپاره رابیداراودځان کول ضروردی ومنالله توفیق ،

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *