Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په هلمند کې لږترلږه ۱۵ پولیس ووژل

تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ په هلمند ولایت کې لږترلږه ۱۵ پولیس ووژل.

د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر وویل، حمله کوونکي چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و او د پولیسو په موټر کې سپاره ول، په موسي کلا ولسوالۍ کې د تلاشۍ له پوستې تېر شول، ۱۵ پولیس یې ووژل او وسلې یې ورڅخه وتښتولې. په دې حمله کې ۲ پولیس ژوبل شوي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې طالبانو ۸ افغان پولیس ژوندي نیولی دي.

له دې پېښې جلا نن /چهارشنبه/ د غزني په ناور ولسوالۍ کې د ۴ پولیسو مړي وموندل شول.

د غزني د امنیه قومندانۍ مرستیال اسد الله انصافي وویل چې څلور واړه پولیس په مرمیو ویشتل شوي دي.

ده وویل چې په وژل شویو پولیسو کې ۳ په خټه هزاره او یو پښتون دی.

د سږ کال په فبرورۍ کې په زابل ولایت کې ۳۱ هزاره مسافر برمته شول چې له کبله یې هزاره ګانو اونورو افغانانو پراخ عکس العمل وښود.

319 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸