Categories

اعلان

Loading…

په قطر کې د طالبانو ترجمان ډاکتر محمد نعیم ته! (ځواب)/ بشير احمد

په تاند ويبپاڼه کې مې د اسلم سلطاني په نوم د «په قطر کې د طالبانو ترجمان ډاکتر قاری محمد نعیم وردګ ته!» تر سرليک لاندې یوه لیکنه وليدله، چې قاري صيب محمد نعيم پسې يې داسې خبرې کړې وې چې له حقيقت سره يې هېڅ اړخ نه لګاوه، نو څرنګه چې ما هم ډیر کالونه له نوموړي سره یو ځای درسونه ويلي، او ډير وخت مو سره یو ځای تېر کړی، ډېر عادات او ځانګړنې يې راته له ډېرو ښې معلومې دي. نو دې لیکنې ته جواب نه ورکول راته د یو مسلمان په حيث د حق پټولو او د حقایقو نه روښانه کولو څخه پرته بل څه ونه برېښیدل، نو هوډ مې وکړ چې په دې اړه زه هم یو څه ولیکم. خو زما د دې څو کرښو او د نوموړي (اسلم سلطاني) د لیکنې ترمنځ به توپير دا وي، چې هغه ډېر حقايق پټ کړې او ډېرې ناسمې خبرې يې په قاري صيب نعيم پسې تړلي دي او زه به د دې عقيدې په اساس چې «الساكت عن الحق شيطان أخرس» د حق څخه چپه خوله پاتې کېدونکی ګونګ شیطان دی. هغه څه ولیکم چې ماته د قاري صيب په اوږدې انډيوالۍ کې معلوم دي.

زه له قاري صيب سره له نېږدې شل کاله راهیسې پېژنم، په ۱۹۹۷م زه هم په پيښور کې په یوه علمي اداره (المعهد الشرعي العالي للمعلمين) کې په زده کړو بوخت وم، د دغه معهد له نورو علمي ادارو څخه یوه ځانګړنه دا وه چې د لوړ استعداد او ښو اخلاقو او ښه چلند لرونکي زده کوونکې به که څه هم نوي شامل شوي و، خو ډېر ژر به ټولو وپېژندل. ځکه چې هلته به د ښو اخلاقو زده کوونکي ستایل کېدل، او برعکس هغه کسان چې له نورو سره به يې بده رويه او ښه اخلاق نه کول، د درې ځله انذار ورکولو څخه وروسته به له معهد څخه شړل کېدل. زه په لومړيو سمسترونو کې په یاد معهد کې د زده کړو پرمهال په لیليه کې شامل نه وم، بلکې له بهره به روزانه تلم او راتلم، قاري صیب چې د خپلو ملګرو او استاذانو سره د ښه چلند په وجه د هر چا په زړه کې ځانګړی ځای درلود. ښه اجتماعي او په شریعت ولاړ او د تقوا یوه نمونه بلل کېده، د کوټې ملګري يې ترې ډېر متاثره او خوشاله و، ما چې کله اراده وکړه په لیلیه کې پاتې شم، او په دې لټه کې وم چې له ښو ملګرو سره په کوټه کې برابر شم، له نیکبخته خبر شوم چې قاري صیب سره په کوټه کې د یو نفر ځای خالی دی، نو د لیلیې له مشر څخه مې وغوښتل چې له قاري صیب سره په دې کوټه کې ځای راکړي، خیر دې اوسي له نوموړي سره يې ځای راکړ. له اولې ورځې چې مې وليد، هر څه يې د خپل جوړ کړي مهالویش سره سم برابر کړي و، نه یې خپل وخت ضایع کاوه او نه يې د نورو، د درس په وخت کې به يې درس وایه او د مجلس په وخت کې به يې مجلس هم کاوه. هغه وخت له عمره کم و، ږیره يې لږ لږ راغلې وه، خو هره دوشنبه او پنجشنبه به يې روژه نيوله، د چا غیبت به یی نه کاوه، او نه ترې چا درواغ اورېيدلي و، که څه هم خوش طبعي او ټوکې به یی هم کولې خو د شریعت له چوکاټ څخه به وتلې نه وې، همدا وجه وه چې ملګري ورسره ډېر خوشاله و، ښه مې په یاد دي چې ځینو ملګرو کوشش کاوه چې له نورو کوټو څخه د قاري صیب کوټې ته ځان تبديل کړي، خو هلته به ځای نه و، تقريبا دوه میاشتې مو سره یوه کوټه کې تېرې کړې چې بیا قاري صيب يو مسجد ته لاړ هلته به یې امامت کاوه او درس ته به هر سهار راته. کله چې مسجد ته لاړ ‎او لیلیه يې خوشې کړه، د کوټې ملګري ډېر خپه شوو ځکه له ده سره د ټولو ملګرو مهالویش برابر و. یو وخت بیا دغه معهد په کلیة اللغة العربية والدراسات الاسلامیة (د عربي ژبې او اسلامي زده کړو پوهنځي) باندې تبدیل شو، نو بيا خوشبختانه قاري صیب سره بیا په لیليه کې یو ځای شوو، دلته د نوموړي په ډېرو نورو ځانګړتياوو باندې هم پوه شوم. تر کومه چې د ده په تقوا پورې اړه لري، که یې ټول ولیکم نو کتاب به ترې جوړ شي، غواړم یوازې هغومره يې په اړه ولیکم چې په ليکنه کې ورته اړتيا وه.

اوس به راشو د دغې ليکنې د ليکوال (اسلم سلطاني) ځينو خبرو ته. نوموړي ډاکتر نعیم په اړه لیکلی: «له خلکو سره یې خبرې نه کولې په پوهنتون کې تر ۳۰۰ زیات افغان محصلین ول خو نوموړي له پنځو شپږو پرته نور چا سره اړیکي نه لرل.» . نو چې له خلکو سره يې خبرې نه کولې، او راشه درشه يې له چا سره نه لرله، نو دا فتواوې یې بیا چا ته ویلې دي؟ له دې معلومېږي چې دا خبرې د یوه او بل له خولې را اخیستل شوې دي او یا له ځانه جوړې شوې او اوس په ده ورتپل کېږي. زه چې قاري صيب تقریبا له شلو کالو راهیسې پيژنم، په پوره باور سره د دغو بې اساسه خبرو ترديد کوم ځکه دا يو حقيقت دی چې د قاري صیب شناخت او پېژندنه او له خلکو سره راشه درشه ډېره پراخه وه، یوازې د خپل ولايت په خلکو پورې هم منحصره نه وه. زما ښه په یاد دي، هغه وخت چې د عربي ژبي په پوهنځي (کلية اللغة) کې په زده کړو بوخت وو، هلته د مختلفو ولایتونو خلکو زده کړې کولې، ټول د یو فکر او یوې نظریې خلک هم نه و، خو قاري صیب نعيم ورسره ډېرې ښې اړيکې درلودلې په یو ټولګي او یوه کوټه کې یې ډېر په خوشالۍ او ورورولۍ سره وخت تېراوو، د بیلګې په ډول د ځينو ملګرو يادونه يې په لاندې ډول کوم: د عربي ژبې پوهنځي کې چې د لیسانس دوره وه، قاري صيب نعيم سره د هرات ولایت څو تنه ملګري یو ځای په زده کړو بوخت ول لکه قاري فضل احمد، صهیب ، عبد القدیر چې اوس له جمعیت اصلاح سره کار کوي، همدارنګه د پنجشير ولايت ګل آغا حبیبي، قاري عبد الحفيظ منصف، مولوي شمس الدین، او د پغمان د سیاف له کورنۍ سره د عبد الحميد په نامه تړاو لرونکی کس، او داسې نور، ځینې د تاجکستان اوسیدونکي هم په یوه کوټه کې ور سره وو، یو یې عبد الولي او بل یې خیر الدین نومېده، دوی نه یوازې د طالبانو سخت مخالفين و او فکري اختلاف يې ورسره درلود بلکې له مولوي شمس الدین پرته دې نورو به ږيرې هم لنډولې او ځينې ډېر د ازاد فکر خاوندان و، خو د څلورو کالو په اوږدو کې يې له قاري صيب سره، وړه ستونزه هم رانغله، او ډېر زیات احترام به يې کاوه. د هغه وخت ټول ملګري یې پيژني، سید تاجدار آغا چې تل یې ږیره کموله، خو د قاري نعیم له نېږدې ملګرو څخه وو، په دې سره د لیکوال هغه بهتان هم باطل ثابتېږي چې د ږيرې کموونکو ته به يې کافر ویل (العیاذ بالله).

قاري صيب نعيم یو هوښیار، ځيرک، با ادبه، بااخلاقه او متشرع ځوان و، او ملګرو سره یې ښه چلند او ناسته پاسته درلودله، نو محصلين ورته د يو استاذ په څېر په احترام قايل و. چې د ثبوت لپاره به يې د هغه وخت یو د سترګو ليدلی حال په لاندې ټکو کې وړاندې کړم: په ياد پوهنځي کې چې چا زده کړې کړې وي په یاد به یې وي چې هلته د محصلينو یوه شوخه او مسته ډله وه چې ځانونو ته به يې قلندريان ویل، د دوی به ځينو ږيرې لنډولې او ځینو به خریلې، ټوقې ټقالې به يې له هر چا سره درلودلې، نه يې د استاذانو خاص مراعات کاوه او نه يې د محصلینو، تر دې چې ځینې یې د ادارې لخوا له پوهنځي وایستل شول، او ځينو ته انذار ورکړل شو، نو بیا یو څه کنترول شول. یوه ورځ د دغې ډلې یو څو کسان د پخلنځي مخې ته په ټوکو او چيغو بوخت وو، ها هو يې جوړ کړی و، زه چې هلته نژدې وم، ورته کتل مې، په دې وخت کې ناڅاپه قاري صيب نعيم له پاس منزله په زینو کې راکوز شو ، دوی ټول یو ناڅاپي چپ شول او په ډېر احترام غلي ودرېدل، قاري صيب چې ورته راورسېد، د دوی په ها هو یې هيڅ ځان پوه نه کړ، او د خپل عادت له مخې يې په مسکا حالت کې سلام پرې وچاوه، او لاړ، کله چې لاړ، دوی په خپلو منځو کې ويل چې مونږ دلته په ټولو استاذانو کې یوازې له یو استاذ قاري صیب حفیظ الله چې ډېر تقوا داره استاذ و، او په محصلينو کې له قاري صيب نعيم څخه شرمېږو، نور له هیچا نه شرمېږو او نه مو پرې پروا شته. او بیا یې د قاري صيب صفتونه وکړل چې ګوره زمونږ قواروو ته نه مو ږيرې پريښي او نه نور په شرعه برابر یو، خو له مونږ سره څومره ښه چلند کوي. په دغو پورتنيو کرښو کې څو مهم ټکي د سړي ذهن ته ورځي، یو دا چې اجتماعي شخص و، بل دا چې د یو دعوتګر په حیث يې له هر ډول خلکو سره سلام، کلام او راشه درشه درلوده، همدا وجه وه چې د هر ډول شکل او قيافې درلودونکي محصل سره به څه پوښتنه او سوال و، نو په ډاډه زړه به د قاري صيب اطاق ته لاړ او له هغه به یې پوښتنه کوله، او دا ډار به ورسره نه و چې بده رويه به راسره وکړي او یا دا چې خبرې به راسره ونه کړي.

لیکوال په خپله ليکنه کې دا هم وايي: «په تېره بیا چې چا به پتلون اغوستی ؤ، یا به یې ږيره خرېېلې وه. له هغه سره د نوموړي د الله په خاطر کرکه کوله. خو بالمقابل همدغه خلک نوموړي ته په احترام قایل وو. ویل به یې چې لمونځګذاره سړی دی». سبحان الله! څومره ښکرور درواغ، هغه د چا خبره دروغ هم یو حد لري، لیکوال دومره هم فکر نه کوي چې نوموړي سره خو یوازې ده نه پيژندل، ډيرو پيژاند، او له ډيرو سره تراوسه اړيکي پالي، او غم او ښادۍ کې يې د تلفون په لیکه حال اخلي. که ته رښتیا قاري صيب پيژني او الله تعالی شاهد، ناظر او حاضر وګڼي ایا تا په اسلام اباد پوهنتون کې د ځينو داسې ملګرو ناسته پاسته او انډيوالي نه وه ليدلي چې ږیره به يې لنډوله، او کله به يې نيکټايي او پتلون څخه هم کار اخست. چې د بیلګې په ډول يې نومونه هم درته اخستلی شم خالد کاکړ چې هم یې پتلون کاوه او هم یې ږیره لنډوله اوس په کابل کې دی، په اسلام آباد پوهنتون کې یې له قاري صیب سره نېږدې اړیکې درلودې، همدا ډول سید خالد آغا چې خوشطبعه او اخلاقي ځوان و، حمید الله محمد شاه چې اوس فکر کوم په کابل کې له الجزیرې سره کار کوي، او ورور یې رفیع الله، همدا ډول ډاکتر اظهار الحق او…له دې ټولو سره قاري صیب ښې اړیکې درلودې او دوی ږیرې کمولې…

قاری نعیم د اسلام آباد په پوهنتون کې یوازې له افغانانو سره نه، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو له محصلینو سره هم اړیکې درلودې، د سومالیا هېواد د افریقې د ګانا هېواد، همدا رنګه د سعودي او کشمیر له ځینو محصلینو سره یې اړیکې درلودې. البته یوه خبره باید په یاد ولرو چې قاري … بې ځایه وخت نه تېراوه، زیات ترکیز یې په خپلو درسونو و، بې ځایه او بې ګټې مجلسونه یې نه کول. زه په ضمانت سره ویلی شم چې هېڅکله به داسې نه وي پېښ شوي چې چا دې ځان ور لنډ کړی وي او ده دې ځان ترې لیرې کړی وي. د اسلام اباد په پوهنتون کې د ادارې له خوا په هره پوهنځي کې یو محصل د نمونه یې محصل په نامه غوره کېدو، او دا به هغه محصل و چې خپل درسونه به یې په ښه توګه ویل، له استاذانو، ملګرو، ټولګيوالو، او اداري کارکوونکو سره به یې ښه چلن کاوه، په ۲۰۰۵ کال کې د پوهنتون د ادارې له خوا د عربي ژبې په پوهنځي کې قاري نعيم د غوره او نمونه محصل په توګه غوره شو، که یو څوک دومره سخت دریځی وي چې د ږیرې په خرییلو یا په یوه ګناه څوک کافر وګني، او له هېچا سره اړیکې ونه لري، آیا هغه ته به د یو نړیوال اسلامي پوهنتون اداره دا ډول سند ورکړي؟ لیکوال په خپله لیکنه کې زیاتوي: «ان د قاری نعیم ډېر همفکره خلک هم چې افغانستان ته راغلل او دلته یې په کومه اداره کې کار پیل کړ. هغوی که هر څو له حکومت او یا له بهرنیو ځواکونو سره کار نه کاوه او د کار خیر یې عامو خلکو ته رسېده. خو نوموړي ورسره خپل اړیکي پرې کول او هغوی یې د صلیبیانو د لښکر ملګري بلل. ملګري یې وايی چې موږ ته قاری نعیم د مسلمان په سترګه نه ګوري ځکه چې موږ په افغانستان کې دنده لرو». د دې خبرو په اړه باید ووایم چې ځینې داسې محصلين هم پيژنم، چې د کلیة اللغة له فراغت څخه وروسته يې د امریکایانو ترجماني پیل کړې، او داسې هم راته معلوم دي چې یرغلګرو ته یی کوردينات ورکول او داسې نور. که چېرې قاري صيب چا سره مقاطعه کړي وي نو حتمې به یی له دې ډول کسانو سره کړې وې، او له دې ډول کسانو سره پریکون د ولا او براء عقيدې پورې اړه لري، که قاري صیب داسې کړي وي ډیر سم کار به يي کړي وي. خو بیا هم زه په ډاډ سره ویلی شم، چې هېڅ داسې کس به څوک را ونه ښيي چې له قاري… سره یې اړیکه نیولې وي او ده منفي ځواب ور کړی وي! پاتې شوه دا خبره چې یوازې افغانستان ته په راتګ او دلته په عام کار کولو باندې یی هم څوک د صلیبيانو ملګری بللی وی، نو دا خبره هسې یو تهمت دی او یقین مې دی چې الله تعالی به داسې تهمت تړونکي ته له آخرت مخکې په دنیا کې سزا ور کړي. ځکه ماته معلوم دی چې له قطر څخه هم خپلو ډېرو داسې ملګرو سره اړيکې لري چې هغوی په عامو کارونو کې بوخت دي، نه يي پرې د کفر ټاپه لګولې او نه يې ورسره مقاطعه کړې.

لیکوال بله خبره دا کړې چې: «قاري محمد نعیم د طالبانو د مبارزې په جریان کې ټول وخت په پاکستان کې و. له میداني طالبانو سره یې هېڅ تړاو نه درلود ملا عمر، د کوټې شورا او دېته ورته خلک یې له دننه پيژندل. » دا خبره يې هم زما د معلوماتو په اساس سمه نه ده، ځکه قاري صيب یوازې د زده کړې او تدريس پرمهال په دغه هیواد کې پاتې شو، له دې پرته په رخصتیو کې به یې په مقدس جهاد کې هم عملا برخه اخیسته، سنګر ته به تلو، چې له دې هیڅوک سترګې نه شي پټولی. په دې اړه له ما سره ډېر معلومات دي چې دلته یی د لیکلو اړتیا نه وینم. که ستاسو دې ضد او نقیض خبرو ته ځیر شو چې «ملا عمر، د کوټې شورا او دېته ورته خلک یې له دننه پيژندل. مګر په اسلام آباد کې یې له ځینو بریلوي او صوفی ډوله ملایانو سره چې په اسلام آباد پوهنتون کې محصلین وو راشه درشه لرله. کله کله به له هغوی سره له پوهنتون بهر هم ووت». نو هم څرګندېږي چې نوموړي ډیر اجتماعي شخص و، او ستاسو هغه خبره پکې پخپله رد کيږی چی خلکو سره یی خبرې نه کولې او راشه درشه یی نه درلوده. ستاسو له دې خبرو چې «…. قاری نعیم یو دم د تلویزیون صحنې ته راغی…» هم جوتېږي چې ستاسو دا لیکنه د کينې، حسد او بدنيتۍ پرته بله وجه نه لري، زور دا درکوي چې دواړو یو پوهنتون کې درس ویلی او ولې نوموړي ته الله تعالی د داسې ستر خدمت ترسره کولو توفیق ورکړ چې نړۍ ته يې د افغانانو د مظلوميت اواز ورساوه، او هلې ځلې يې وکړې چې ترڅو د نيواکګرو له وحشتونو څخه افغان مظلوم ولس وژغوري او د خپلواکۍ له نعمته برخمن شي.

اسلم سلطاني زیاتوي : «دلته زموږ له لسګونو محصلینو سره سلګونه سواله را پیدا شول، چې دا شخص له کومه قطر ته ورسېد؟ موږ ته په ډاګه شوه، چې نوموړی همغه ځینو ملایانو چې اصلا آی اس آی کسان وو نوموړی په طالبانو او د قطر په دفتر تپلی دی». دا یو څرګند حقیقت دی چې هرڅوک د خپلو همفکرو خلکو تر څنګ رسېږي. او هر نظام او اداره په ټولنه کې داسې استعداد لرونکي او په کار پوه او مسلکي کسان لټوي او کار ترې اخلي چې عقيده، فکر او تګلارې يې سره سمون خوري. د بیلګې په ډول د همدې پوهنتون ځینې محصلین پيژنم چې د صلیبی یرغل ملاتړي وو، نو ځکه يي ورسره اوږه په اوږه مرستې وکړي، د ترجمانۍ او دې ته ورته بېلا بېلې دندې يې ترسره کړې، او ځینو بیا د کابل حکومت په دوائرو کې بېلا بېلې دندې ترسره کړي، ځکه هرڅوک چې ځان ته کار پیدا کوي نو داسې ځای کې یی پیدا کوی چې فکرا ورسره جوړ وي. نوقاري صيب چې د خپلواکۍ او ازادۍ پلوي دی، نو له هغه چا سره یې په دنده پيل وکړ چې دغه ارزو يې پوره کول غواړي، او هغه څوک چې غټه ارزو يې ډالر، منصب او دنیاوي ګټې او هوسايي وي نو هغوی ته بیا څه فرق نه کوي چې په امریکایی بېس کې یی دنده وي او که بل د اسلامي او ملي ګټو په ضد اداره کې. بيا وايي چې «هغه قاری نعیم چې مخکې یې د تشې کامرې عسکونه نه اخیستل اوس په تلویزون کې ناست دی؟ » د قطر دفتر عملا په قطر کې د امریکا د سترې پوځي هډې لخوا تمویلږي او نوموړی له هغو څخه د دفتر مصارف، د کور مصارف او معاش اخلی؟ »

«هغه قاری نعیم، چې موږ یې د ږیرې په کمولو کافر ګڼلو څنګه ځان ته دومره جواز ورکړ، چې اوس خپله عملا د امریکایانو په پیسو ژوند کوي.؟» دا ثابته خبره ده چې قاري… هغه وخت عکسونه نه اخیستل، او زما دمعلوماتو له مخې اوس هم چې عام مصلحت نه وي پکې نه یې اخلي، البته د عمومي مصلحت لپاره بیا لویې قربانۍ ته تیار دی، دا چې هغه وخت یې عکسونه نه اخیستل او یا یې اوس نه اخلي، دا د شخصي ژوند او شخصي مصلحت په صورت کې، خو کله چې خبره دعمومي مصلحت، د جهاد او مجاهدینو د مصلحت راشي، هلته به یې خامخا اخلي. چې دا یو ځل بیا د ده په سالمه پوهه او درک دلالت کوي. هر مسلمان باید خپل شخصي مصلحت تر عمومي مصلحت قربان کړي، په عام ډول زمونږ افغانانو لویه ستونزه دا ده چې شخصي مصحلت په عمومي مصلحت مخکې کوو، هر وخت مو که عمومي مصلحت په شخصي مصلحت مقدم کړ، هغه وخت بویه چې له جنجالونو او ستونزو څخه په وتو یو.

په دې لیکنه کې یې تر ټولو بدتره خبره دا ده چې وايي: «لنډه دا چې زما په اند د قاری نعیم ظاهري تقوی د اسلامیت له کبله نه بلکې جهالت له کبله وه» ستا دا خبره بېخي له شریعت سره په ټکر کې ده. تقوا هیڅکله د جهالت له کبله نه وي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د اسلاميت له کبله وي. د ريښتينې تقوا ګټي په قرآن کريم کې بیان شوي دي، څوک چې د چا په تقوا کې شک کوي هغه دې د قرآن کریم د ایاتونو رڼا کې وګوري چې هغه ګټي چې رښتينې تقوا پورې نغښتې دي په دغه سړي کې شته او که نه؟ الله تعالی فرمايي:(إنه من يتق ويصبر فإن الله لا يضيع أجر المحسنين) یعنې څوک چې تقوی اختیار کړي او صبر کوي نو الله جل جلاله د نیکوکارانو اجر نه ضایع کوي (یعنې الله جل جلاله د تقودار او صبر کوونکي مسلمان عمل قبلوي). تقوی نه یوازې دا چې د عمل د قبلیدو باعث ګرځي په دنیا کې هم ډیرې ګټې لري: تقوی د علم او پوهې د زیاتوالي باعث ګرځي: (واتقوا الله ویعلمکم الله) په تقوی سره خفګان، بې ځایه ډار او تشویش له منځه ځي: (فمن اتقى وأصلح فلا خوف عليهم ولا هم يحزنون)، (ومن یتق الله یجعل له مخرجا)، (ألا إن أولياء الله لا خوف عليهم ولا هم يحزنون الذين آمنوا وكانوا يتقون لهم البشرى في الحياة الدنيا وفي الآخرة) تقوی په رزق کې پراخي راولي: (ومن یتق الله یجعل له مخرجا ويرزقه من حیث لایحتسب) څوک چې تقوی اختیار کړي الله جل جلاله یې کارونه اسانوي: (ومن يتق الله يجعل له من أمره يسرا) له تقودار مسلمان سره الله جل جلاله مرستندوی، معین او ملګری وي: (إن الله مع الذين اتقوا والذين هم محسنون) نو په دې ایت کې چې د ريښتينې تقوا کومه نتيجه ښودل شوې، دا نتیجه جعلي او تصنعي کړنه نه ترلاسه کوي، او اصلا تقوا هم ورته نه ویل کېږي، او دا چې ته پخپله د قاري صيب په تقوا اعتراف کوي، نو د دغې تقوا کومه لاسته راوړنه چې الله تعالی د قاري صیب په برخه کړې، له هغه ولې سترګې پټوي چې هغه علم او پوهه ده. ځکه تقوي د زړه حالت دی او د ایمان خورا لوړ مقام ده، دې مقام ته رسېدل ډیرې هڅې او لویه مجاهده غواړي، متقي انسان په پټه او ښکاره دواړو یوشان له خپل خالق نه ویریږې، او د ژوند په هر پړاو کې د الله امرونو او د الله د دین غوښتنو ته متوجه او بیدار وي، د شریعت له لاري په کمه کږیدنه او د شیطان په وسوسو سره سمدستي متوجه کیږي او بیرته د حق لارې ته ځان برابروي، متقي انسان د شیطان د وسوسو او د هغه د ټولو حرکاتو په اړه پوره حساس او سخت بیدار وي که ډیره وړه شیطاني اندیښنه یې په سر کې راتاو شي سمدستي یې خپله تقوی ورته متوجه کوي. نو ایا د جهالت له کبله داسې څه رامنځه ته کېدلی شي چې تا یاد کړي؟ په پای کې زما د معلوماتو له مخې د طالبانو د قطر دفتر مصارف د قطر هېواد ورکوي، نه نور څوک، په دې اړه ځینې کسان هسې ځان په بدګومانۍ کې اچوي. الله دې ټولو ته د نیکو هدایت وکړي.

42 total views, 1 views today

5 comments

  1. اغ.ح Reply

    قطر خپله د یاغی او شهوتی آسانو د ګلې یوه قاطره ده، نو هغه به زموږ د دین او خلګو څه پروا ولری؟

  2. ابوحنیفه Reply

    محمد نعیم د بشیر احمد په نوم د ځان دفاع کړې ده
    ابوحنیفه

  3. ابراهیم خیل Reply

    بشیر احمده وروره الله پاک دې اجرونه درکړي چې حقیقت دې واضح کړی دی، خو کاش چې دغه د پردیو مزدوران پدې خبرو پوهیدای، د قاري صاحب په څیر د اسلامي امارت نورو مشرانو او کشرانو څلاندو شخصیتونو پسې چې کله ددغو خلکو درواغو، تهمتونو، او کاملا له حقیقت نه لرې خبرو او لیکنو ته چې ګورم نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاندینو مشرکینو هغه افواهات او افتراګانې را په زړه شي چې د الله پاک تر ټولو غوره پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې به یې کولې، چا به ویل چې ساحر، چا به لیونی شوی دی … نعوذ بالله من ذلک او دا ټول پداسې حال کې چې له نبوت نه مخکې به همدې کسانو د امین (امانت کار) په نامه یادولو، لکه لیکوال اسلم سلطاني چې د قاري صاحب په اړه اقرار کړی دی چې ټولو محصلینو به یې احترام کولو!!
    زه له دغه لیکوال ته وایم چې ته پخپله اقرار کوې چې قاري صاحب یو اتفاقي محترم او تقوا داره انسان وه، نو آیا اوس موږ ددې محترم او تقوا داره انسان خبره ومنو او که ستا خبره چې غالبا له هغو شړل شویو او یا انذار ورکړل شویو کسانو به وې، لکه چې بشیر احمد ورور ورته اشاره کړې ده؟

  4. محمد داود یتیم یار Reply

    مضمون می سرترپایه ولوست ټوله په مدحه کی لیکل شوی زه چی څومره فکرکوم اوتجربه لرم قاری صاحب په عربی ژبه کی ذده کړی کړی اوبیا داسلام اباد له پوهنتون څخه هم خلاص شوی دا چی څنګه یی خپه دقطر دفتر ته ورسید ه پدی هرسړی پوهیږی چی غوا توره شیدی یی سپین دی قاری صاحب سره بخت یاری کړی یا خو ای ایس ای له لیاری دقطر دفتر ته تللی اویا په ګمان غالب کوم عربی چینل لخوا چی په طالبانو کی نفوذ لری قطر ته معرفی شوی چی دا دوی خبری نه وی چی خوله کی دچا خبره اور هم باد کړی څوک یی په قیصه کی ندی او نه څوک داسی ځای ته رسیدای شی نوش جان یی چی هرمیاشت یی شل شل زره ډالره معاش اخستی او واه به جان دهغه طالب چی وږی خیټی ددوی خلکو به امر دافغان حکومت سره دجنت په طمعه جنګیږی او ځانو ته انفجار چی یو غیر شرعی عمل دی ورکوی

  5. Helal Reply

    بشیر احمده له ببولالو دې مننه
    خو زه له تا، محمد نعیم څخه پوښتنه کوم، چې تاسې ته په دې دیارلسو کلونو کې دومره پته ونه لګیده، چې دا جګړه د امریکا، پاکستان او نورو استخباراتو جګړه ده او له طالب څخه پکې د نناځکې په توګه کار اخلی؟
    تاسې ته په دې دیارلسو کلونو کې دومره درک ونه شو، چې طالبان مشران د امریکا په دویم کور (پاکستان( کې ښکاره ګرځي او له هغو ځایه په افغانستان حملې کوی نو تاسې فکر کوی، چې تاسې د افغانستان او اسلام دښمنان نه ویني؟
    بلکې وینو مو خو هسې د ابزار په توګه درنه کار اخلی! نو افلا تعقلون
    آیا دا په افغانستان کې مو دا بې رحمه جګړه، چې هره ورځ پکې په سلګونو او زرګونو کسان وژل کېږي یوه ورځ مو په زړه کې رحم را نغی، چې آخر تر کله؟
    ایا دومره پته درته ونه لګیده، چې دې جګړې ولې تر ډېره او ډېره یوازې پښتنو سیمو ته تمبه ده، چې زرګونه ځوانان یې خاورې کړل، نسلونه نسلونه ماشومان یې له پوهې بې برخې کړل، ، عام خلک یې هره ورځ د ویر په ټغر کېنولی
    دوه کاله کېږي چې خپل رهبر ملا عمر دې مړ دی او ته لا ترې خبر نه یې. نه پوښتنه نه درځی چې آخر ولې؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *