Categories

اعلان

Loading…

راشئ چې هوا وکوو!/ ډاکتر محب زغم

د ماشومانو لپاره د ښاغلي ارش ننګیال د ناول نقد – 

فکر کوم دا به د ماشومانو او زلمکیو لپاره لومړنی پښتو ناولګوټی وي. «راشئ چې هوا وکوو!» مومند خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۴ کې د ارواښاد اسحق ننګیال د اولسم تلین په مناسبت چاپ کړی دی، ۹۴ مخونه یې دي، زړه راښکونکې پښتي لري او په زېړ بخون کاغذ چاپ شوی دی. د ناول د هر څپرکي په سر کې له موضوع سره مناسب عکس وینو خو عکسونه یې تور سپین دي او کیفیت یې ښه نه دی. البته دا ستونزه د توجیه وړ ده، ځکه چې رنګه عسکونه او ښه کاغذ خپرندوی ته ګران پرېوځي او دلته چې څوک ارزانه کتاب هم نه اخلي، ګران خو به یې بیخي څوک وانه خلي.

ناول د یوه کلي کیسه کوي چې سیند، ځنګل، ونې، بوټي، ژوي او مرغان ځنې مرور شوي او تښتېدلي دي. دوی د کلیوالو د بد چلند په وجه خپه دي. کلی جنت غوندې ښایسته وي خو کلیوال په اوبو کې ډېران او ګند خوشي کوي، مرغانو ته په خوړو کې زهر ورکوي، د ځنګله تاندې څانګې ماتوي، ژوي حق نا حقه نیسي یا یې وژني، په اوبو کې بمونه اچوي او کبان قتلوي. کلی سپېره او شاړ شي، خلک ځنې کډه وکړي او یوازې یو څو کوره پاتې شي. امېل، وړانګه او لمر هغه زلمکي دي چې د کورنۍ مشران ورته د کلي د ابادۍ د وختونو کیسې کوي. دوی غواړي چې کلی بېرته هماغه سمسور او ښېرازه کړي. روانېږي. په لاره کې د زیارت سپین ږیری ملنګ په مخه ورځي. هغه ورته وايي چې دا خو ښه خبره ده خو اسانه نه. تاسې لومړی باید لیک لوست زده کړئ، کتابونه مطالعه کړئ او د سیند، ځنګل، ژوو او الوتونکو د پخلا کولو لارې چارې پیدا کړئ. ماشومان همداسې کوي، لیک لوست زده کوي. ملنګ په زیارت کې کتابتون لري. دوی ډېر کتابونه لولي او بیا روانېږي چې هرڅه بېرته کلي ته راستانه کړي. خو دا کار اسانه نه وي. د اوبو پاچاهۍ ته د یوې سمڅې له لارې ورځي خو سمڅه کنګل بنده کړې ده. وړانګې ته وریادېږي چې مالګه کنګل وېلي کوي. له خورجینه د مالګې بوتل راباسي او پر کنګل یې موښي، کنګل ورو ورو وېلي کېږي او لاره ورته خلاصېږي. وړاندې د اوبو ښار دی. کورونه، دېوالونه هر څه له کنګل او له اوبو جوړ دي. رنګارنګ رڼاګانې دي، ښکلا ده. دوی چې وړاندې ځي، اوبه پرې خبرېږي او د کنګلو قفس ته یې اچوي. له دې قفسه هم د مالګو په مرسته راووځي. بیا د اوبو په بند کې راګېرېږي. دا ځل امېل وایي زه به د اوبو چاره وکړم، ده په خورجین کې ایرې او ګند راوړي دي: «یوه لپه ایرې او ګند مې چې اوبو کې واچول، د اوبو زور به مالوم شي، ته به ګورې چې څنګه منډې وهي.» اوبه زارۍ کوي چې موږ مه ناولې کوه. خو امېل وايي دا ګند به تر هغې پوې بېرته په خورجین کې وانه چوم چې موږ د اوبو پاچا ته ورنه ولې. اوبه یې ورسره مني. خو د اوبو پاچا سخت ګیله من دی، له کلیوالو خپه دی او نه غواړي چې بېرته کلي ته ورشي. ملنګ او ماشومان د کلیوالو له خوا بخښنه غواړي، وايي چې دوی اوس په خپلو تېروتنو پوه شوي او پښېمانه دي او ژمنه کوي چې نور به هغه کارونه نه کوي. د اوبو پاچا له ډېرو خبرو اترو وروسته قانع کېږي چې اوبه به بېرته کلي ته پرېږدي خو په دې شرط چې دوی کبان او نور اوبژوي هم پخلا کړي.

ماشومان د کبانو پاچاهۍ ته ځي، په ډېرو خواریو د کبانو پاچا رضا کوي خو هغه بیا دوه نور شرطونه لري… همداې د ځنګله پاچا، د ژوو پاچا، د مرغانو پاچا هر یو خپل خپل شرطونه لري. خو ماشومان هوډمن، پوه او تکړه دي. دوی تر یوه ځایه د ملنګ په مرسته او بیا په یوازې سر ډېر سفرونه کوي، له ژوو او مرغانو سره مرسته کوي او بالاخره ټول پخلا کوي. په پای کې کلی بیا هماغه کلی شي.

د ښاغلي ارش ننګیال دا ناول له تلوسې ډک دی او زما په ګومان په کیسه او ناول کې دا تر ټولو مهم عنصر دی، ځکه چې که په ناول کې تلوسه نه وي، څوک یې تر پایه نه لولي او د لیکوال ټوله خواري په اوبو لاهو کېږي.

نثر یې روان، ساده او تر ډېره حده تصویري دی. د لیک بڼه او اندازه مناسبه ده او په اسانۍ سره لوستل کېږي.

ناول د علمي واقعیتونو او تخیلي صحنو ښکلی ترکیب دی. ماشومان د یخي غره ته د ختلو لپاره لاره نه مومي خو په کتابونو کې یې لوستي وي چې په هوايي بالون سړی پورته ختلی شي. د بالون د جوړولو چل یې له کتابه زده کړی وي. پراشوټي ټوکر اخلي او لوی بالون ورنه ګنډي. ښه نو بالون ته ګاز په کار وي، دا به څنګه شي؟ بیا هم له کتابه مرسته غواړي. په کلي کې لویه څاه کني، د کلي ډېران راټولوي په څاه کې یې اچوي، سر یې پټوي او د نلونو په وسیله له خوشایو څخه تولید شوي ګاز، په ډبو کې ډکوي. دا یې کاملاً علمي برخه. خو د اوبو، ژوو، مرغانو او ځنګله پاچاهۍ ته سفرونه بیا یو مخ تخیلي بڼه لري. مثلاً، د ځنګله پاچاهۍ ته د ونو د ریښو له لارې ورکوزېږي، هلته ریښې ورباندې برید کوي، لاسونه او پښې ورتړي، یا کله چې د مرغانو پاچاهۍ ته ورځي، اکثره مرغان ناروغان دي، ډېر یې مړه شوي دي. دوی ګومان کوي چې ستونزه به په اوبو کې وي، د اوبو سرچینې ته ورځي هلته مړ مار په چینه کې پروت وي. دوی اوبه پاکوي او له بوټو څخه دارو جوړوي. کله چې د مرغانو پاچا د دوی دا کارونه ویني، ورسره روغه کوي، بیا غټ غټ مارغان دوی په شا کېنوي او کلي ته یې رسوي …

په ناول کې ځای ځای د رحمان بابا بیتونه راغلي دي چې ځینې یې د زیارت ملنګ وايي او ځینې یې ماشومان. ماشومان وايي دا ملنګ پخپله رحمان بابا دی خو هغه وايي: «نه، زه یې مرید یم، مرید.» دغه د رحمان بابا سپین ږیری مرید که د ژوند د اخلاقي اړخ د ښه کولو لپاره د بابا له شعرونو کار اخلي خو د عملي هلو ځلو لپاره بیا د علم او پوهې توصیه کوي او ماشومانو ته د مطالعې سپارښتنه کوي.

همدارنګه یو څو ځایه لیکوال پخپله لنډ نظمونه لیکلي دي. زما په فکر دا کار یې ځکه ښه دی چې یو خو تنوع پیدا کوي او بله دا چې دا نظمونه په داسې ځایونو کې راغلي دي چې ماشومان په شور او ولولو کې دي. دوی چې بالون جوړوي او په کې سپرېږي او هوا ته پورته کېږي، دا شعر وايي:

راشئ چې هوا وکوو

ستورو ته خندا وکوو

ځار له علم پوهې شم

جهل ته ښېرا وکوو

راشې چې هوا وکوو

علم ته دعا وکوو

کتاب ښه پيغام لري. لوستونکو ته وايي چې که له خپل چاپېریال سره بد چلند وکړو، وطن به مو سپېره شي. بل پیغام یې دا دی چې د پوهې او کتاب په مرسته ډېرې ستونزې هوارولای شو. همدارنګه دا راته وايي چې هوډ او هڅه انسان بریا ته رسوي.

دا کتاب له دومره خوبیو سره سره، ځینې مهمې ستونزې هم لري.

لویه ستونزه یې د املايي تېروتنو ده. زموږ د ښوونځیو کتابونه خو هسې هم له ګرامري او املايي تېروتنو مالامال دي خو څوک چې ماشومانو ته کتابونه لیکي، باید ډېره هڅه وکړي چې داسې تېروتنې ونه کړي ځکه چې ماشوم به ګومان کوي چې همدا املا او همدغه جملې سمې دي او هماغسې به یې زده کوي. د دغو تېروتنو څو بېلګې:

  • ی ګانې په اکثرو ځایونو کې سمې نه دي: «بهیده، سېند، قېمتي، پوستکې، کلي، ګرځي …» د «بهېده، سیند، قیمتي، پوستکی، کلی، ګرځئ …» پر ځای.
  • په ځینو ځایونو کې اضافي توري راغلي یا خو یو توری پاتې دی او یا د توریو ځایونه بدل شوي: «اړیتا، سکېږي، تنګي، ډنډون، ګړاوونه، مورې مې، د وړانګه زیارت ویني، استئ، پرخې، ګنډ، ترې مشورې وروسته، چنداې، کب نیووکي، شپېلي، ټنګولی، دان، یوازې سره یې له اوبو راویستی وي، پانې، پړڅېږي، زیارست، ادره، لیګه، بوتو، ډګه خوله، پردۍ، پړۍ، …» د دغو کلمو پر ځای: «اړتیا، کېږي، تنکي، ډنډونه، کړاوونه، مور مې، وړانګه زیارت ویني، یاستئ، پرښې، ګند، تر مشورې وروسته، چندانې، کب نیوونکي، شپېلۍ، ټینګولی، ودان، یوازې سر یې…، پاڼې، پړسېږي، زیارت، اداره، لیکه، بوټو، ډکه خوله، پرېږدئ، پړی، …» املايي تېروتنې دومره ډېرې دي چې تقریباً د کتاب په هر مخ کې یې یوه – دوې پیدا کولای شو.

د لومړي څپرکي په سر کې یو عکس راغلی چې پخوانو اروپايي ښارونو ته ورته ځای ښيي، فکر کوم دلته باید زموږ د خپلو ښکلو کلیو مثلاً د کونړ، اریوب یا بل ځای عکس راغلی وای.

یو نیم ځای کې مبتدا او خبر سره نه دي جوړ. مثلاً: «ښځې ورپسې اوبه شیندي او روانېږي.» دلته ښځې نه بلکې ماشومان روانېږي. «د کلي الوتونکو هم د کلیوالو د لاسه ښه ورځ نه لرله، الوتونکو ته به یې دامونه اېښودل …» دلته په دویمه جمله کې مبتدا (کلیوال) نه دی لیکل شوی.

امېل په دې ناول کې د یوه هلک نوم دی خو دا نوم ما ته ښځینه ښکاري.

راوي د ناول په سر کې د کلي پخوانی حالت انځوروي او وروسته بیا وايي چې د کورنیو مشرانو به دغه کیسې خپلو ماشومانو ته کولې. زما په نظر که ناول داسې پیل شوی وای چې د وړانګې او امېل مور ورته د کلي د تېرو وختونو کیسه کوي او بیا دوی ته دا فکر پیدا کېږي چې خپل کلی څرنګه بېرته اباد کړي، ښه به و.

لیکوال کولای شول ځینې جملې لاتصویري کړي. مثلاً هلته چې سیند، ژوي، ځنګل او مرغان بېرته راپخلا شوي دي او سیند د کلي خوا ته روانېږي، لیکوال وايي: «دوی لا په همدې خبرو کې وي چې د روانو اوبو غږ اوري …» د «غږ» پر ځای «غړمبهار» جمله تصویري کوي.

خو له دې ستونزو سره سره «راشئ چې هوا وکوو!» ډېر کامیاب اثر دی چې د ماشومانو او زلمکو لپاره د  ښو ناولونو پیلامه یې ګڼلی شو. ښاغلی ارش ننګیال د همداسې ښو کیسو د لیکلو وړتیا لري، مه یې پرېږدئ چې ځان په نورو کارونو بوخت کړي. نورې کیسې ورنه وغواړئ خو کتابونه یې په بیه واخلئ چې خپرندویې ټولنې د کتابونو چاپولو ته زړه ښه کړي.

محب الله زغم

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *