Categories

اعلان

Loading…

بې وخته تدابیر/ غزانور غزا

د شنبې ورځې د نړیوالو او افغان رسنیو یو خبر دا هم و، چې له څو پرلپسې بریدونو وروسته په کابل کې امنیتي تدابیر ډېر شول، په دې خبر سره ماته هغه کیسه را یاد شوه چې وايي، یو وخت کوم سړی له غلو سره مخ شوی و، پیسې میسې یې ترې لوټلې وې، وروسته لوټل شوي منډې وهلې، بل کس په لار کې ور مخه ته شوی و، ورته ویلي يې و( خیرت دی، ولې بوټان په لاس منډې وهي) سړي ځواب ور کړی وو( غلو ولوټلم)، پوښتونکي ورته ویلي و، هغه وخت به دې منډې وهلې چې لوټل شوی نه وې اوس به دې دا منډه څه ګټه وکړي.

افغان ځواکونه هم د ورته سړي مثال لري، دوی د بې غمۍ په خوب ویده وي، کله چې بریدونه، چاودنې او توغندي د افغانانو په وینو ځمکه سره کړي، پاڅیږي، وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي، خو په دغه وخت کې چې دښمن هدف ته رسېدلی، نو ګټه به یې څه وي او دا ډول تدابیرو کومه نتیجه هم نه ده ور کړې، ځکه همدا تدابیر د څو ورځو لپاره وي.

که افغان ځواکونه، له پېښو مخکې هغسې بیدار وي چې له پېښو وروسته وي، دا ډول پېښې کمېدلی شي، دا د افغان ځواکونو درون مسوولیت دی چې همېش تیارسي وي، ځکه افغانستان شپه ورځ د بهرنیو له ګواښ سره مخ دی، په دغسې شرایطو کې د افغان ځواکونو مسوولیت دی، چې باید بیدار اوسي.

د غلو شکولي سړي کیسه مې د پنجشنبې په ورځ هغو کسانو ته هم وکړه چې په موټر کې سره د څو ساعتونو د لارې ملګري وو، په خبرو خبرو کې یې افغان ملي ځواکونه وستایل، ویل یې له پخوا ښه شوي دي، تلاشي ښه کوي، ما یې خبره ونه منله، ومې ویل، زه د کابل جلال اباد ترمنځ دوو اونیو کې یو  ځل تګ راتګ کووم، ځینو ولایتونو ته هم وخت ناوخت سر ور ښکاره کووم، دغو ځواکونو چې څلور کاله مخکې کومې ستونزې درلودې اوس هم ترې خلاص نه دي.

دوی نه منله ما د یوې خبرې د استدلال لپاره د تېر کال له ټاکنو وروسته هغه بریدونه ورته یاد کړل، چې هره ورځ به په کابل کې یو دوه ځایه کېدل او څو ځانمرګو به پکې ګډون درلود، ورته ومې ویل، اوس هم که وسلوال وغواړي همغه بریدونه به کوي او دا چې اوس نه کیږي، په دې معنا نه دي چې امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې، بلکې بریکوونکي پلان نه لري، ما له هغوی سره د مازیګر پنځو بجو شاوخوا خبرې کولې چې څو ساعته وروسته او په همغه شپه په کابل کې د شاشهید سلګونه اوسېدونکي شهیدان او ټپیان شول، په سبا یې قصبه کې برید وشو او هم د پولیسو اکېډمي په نښه شوه، ممکن دغه سړي که اوس زه نه وینم، خو زما همغه استدلال به قانع کړي وي، چې زموږ امنیتي ځواکونه یعني څه؟ وړیتا یې څه ده او څه ډول یې اوسنۍ ستونزې اوارېدلی شي، له هغوی سره په بخث کې مې د افغان ملي ځواکونو څو ستونزې یادې کړې.

۱ د سرتېرو څرنګوالی

د افغان امنیتي ځواکونو خورا ډېره برخه، د طالب او دعش وسلوالو په څېر هغه بې موره بې پلاره، له بل کار پاتې خلک دي چې د ژوند په نورو برخو کې له امتحان ور کولو وروسته دغو لیکو ته ځي، هغه هم د خدمت په ځای د پیسو ګټولو لپاره، دوی ته یواځې ورځې شپې اړول او یا څو افغانۍ بچتول او وروسته پرې یو کار پیلول مهم نه دي، نه د خلکو ساتنه او دفاع.

دا چې د روزنې وخت یې کم دی، که د ملي امنیت ځواکونه دي، پولیس یا پوځیان دي، سم نه روزل کیږي. بل دا چې په ځواکونو کې مرګ ژوبله ډېره ده، همدا کم روزل شوي کسان هم تر ډېره مړه او ټپیان وي، ځکه یې د ځای ډګولو لپاره د نورو نویو کسانو د ګمارلو په وخت هم چارواکي ډېر پسې نه ګرځي چې یو کس په ځواکونو کې د ګمارېدلو وړتیا لري که نه، ځکه یې ښېګڼې کمې او بدګڼې ډېرې دي.

۲ د مجازات او مکافات نشتوالی

د باجه ورور مې درې کاله په یوه وار د هلمند نادعلي کې وجنګېد، د سیمې ټول ملګري یې هورې ووژل شول او ان یوه هدیره هم د همدسې سرتېرو په نوم جوړه شوې ده، بالاخره یې پلار مجبور کړ چې دنده پرېږدي، دغه ځوان هم فکر کاوه، چې د مرګ زړه پرې نه خوږیږي، نور ملګري یې چې ترې واخیستل دا ځل به ده ته هم کمین نیولی ناست وي، ځکه یې له یو عالم تجربو سره ملي اردو پرېښوده او اوس بې کاره ګرځي، دا ډول سرتېري نور هم شته چې واسطه نه لري، خطرناک ځای ته استول کیږي، دوی زړه ماتي کیږي یا په ژوند وېریږي دندې پرېږدي.

که کوم سرتېري واسطه لري، په امن سیمو یا هم ښارونو کې وي، دوی خپله دنده هم په خطر کې نه ویني، ځکه مسوولیت نه پېژني او فکر کوي چې په مخ کې یې کوم خونکار او سړی وژونکی شته له دندې د لرې کېدلو مخه یې نیسي، ځکه بې پروا وي، له همدې بې پروايي څخه یې همداسې وسلوال بې غمه امن سیمو او ښارونو ته ننوځي او بریدونه کوي.

خو که همدغه د امن سیمو سرتېري نورو سیمو ته لېږدول کېدلی او د ناامنه سمو کسان ښاري او امن سیمو ته راوړل کېدلی، د مېړانې په وخت ستایل کېدلی او بې پروايي کې ترټل کېدلی، هرو مرو بیدارېدل او دنده یې سمه پرمخ بېوله، له امنیتي ځواکونو د تېښتې شمېر هم کمېده.

۳ سمه تلاشي نه کول

څو میاشتې مخکې له جلال اباد ښار کابل ته راتلم، موټروان ته بل موټروان وویل، چې کرولا مې په کابل کې پاتې ده، زه به ډګۍ(ډاله) کې درسره لاړ شم، همداسې وشول، ډګۍ یې پسې پورې کړه، له جلال اباد ښار چې راووځې له دوسرکې څو متره لرې ملي امنیت ولاړ و، ټول موټر یې وکوت، خو ډګۍ ته یې مخ هم ور وانه ړاوه، د لغمان خیرو خېل سیمې ته چې را ورسېدو، د لویې تلې او یو شنډ هوټل یا پم سره بیا هم ملي امنیت ولاړ و، زموږ موټر یې هم د نورو په څېر له سړک وغړاوه، تلاشي یې وکړه، خو ډګۍ یې خلاصه نه کړه، ان تر کابل پورې چې راغلو، همداسې وشول.

زموږ له موټر مخکې یوه کرولا وه، یو موټروان او څلور ښځې ور سره وې، په ټوله لار کې را سره ملګري و، خو یو ځای یې هم تلاشي ونه شوه.

څرخي پل ته چې را ورسېدو، یو پولیس له تلاشي مخکې ولاړ وي، که په زړه یې سم راغلې، وایې، د نر په شان نېغ ځه، که خوښ یې نه شوې یا لږ چټک پرې ورغلې، نو هغه لین ته دې برابروي چې له موټر یو یو کس کوزوي او تلاشي یې اخلي، بیا څو ګامه مخکې موټر ته خیږي. خو د همدغه پولیس سره زموږ موټروان هم له مهارت کار واخیست، ورو ورو یې موټر تر ځایه ور ورساوه، د عاجزۍ غاړه یې ورته وکړه، ځکه له لین څه چې ان دغه پولیس هم نه موږ تلاشي کړو او نه یې ډګۍ وکتله، زموږ نه مخکې کرولا یې هم په همدغه ډول پرېښودله.

۴ د تلاشي لپاره د ځواکونو کمښت

زما چې څومره تجربه ده، افغان ځواکونه که د شپې وي یا د ورځې، د بیرو بار ورځ وي یا بې بیروباره، په دواړو حالتونو کې په یوه اندازه کسان لري، یعني د حالاتو له غوښتنې سره مناسب کسان نه لري، مثلاً که د یو لین موټرو لپاره دوه سرتېري پکار وي، که دا موټر درې لینه هم شي همدغه دوه سرتیري باید تلاشي وکړي، ځکه له دوی سره نور سرتېري نه وي، یا که ور سره هم وي، یا به سیګرټ څکوي یا به چای څښي، همدا وجه وي چې سرتېري د بیروبار د مخنیوي په پلمه ځان له مسوولیت خلاصوي او یو لین موټر پرېږدي، یا هم یواځې د کلینډر لاس موټر تلاشي کوي او نور په خپله مخه ځي.

د کابل ښار له عبدالحق څلور لارې مخکې تلاشي کیږي، دا سړک په  نږدې نیم متر دېوال سره وېشلی، کوم موټر چې کابل ښار ته راننوځي، همدغه لین هم په منځ کې په سیمټي دېوال سره وېشلی اودوه لینه موټر پکې را روان وي، خو پولیس یواځې هغه موټر تلاشي ته تاووي چې د غاړې په لین روان وي. ځکه دغه موټر اسانه له عمومي سړک اېستل کېدلی او د تېل پمپ ترڅنګ تلاشي کېدلی شي.

بلد موټروانان چې نه غواړي موټر یې تلاشي شي، د سړک په هغه لین ځي چې د سړک منځ او له ښار د وتونکو موټرو له لین سره په څنګ دی،  ان ما هم درې ځلې موټروان ته ویلي چې استاده د سړک په منځ لین کې لاړ شه له تلاشي به بچ شې، خو که په دغه تلاشي کې پولیس ډېر وی، موټر یې ژر ژر کتلی، ممکن د دواړو لینونو تلاشي شوې وی.

۴ په بڼه تېروتل

وړمه ورځ چې جلال اباد ته تلم، له قومندانۍ سره نږدې پولیسو نور موټر تلاشي کول، خو هغه ګرانبیه تور جیپ یې پرېښود چې سپرلۍ یې ماته پاخه سړي وژونکي ښکارېدل، خو ممکن د ننګرهار د کوم زورور خپلوان به وي، اما دا هم له چا پټه نه ده چې د مشرانو جرګې مشر هم د ننګرهار دی او د ولسي جرګې غړي او مرستیال یې په کور کې د ځانمرګو د واسکټونو خبره وکړه او هغه یې هم په مقابل کې ډېر څه وویل.

افغان سرتېري نه دا چې د موټر بڼې ته په کتلو ځینې هغه بې تلاشي پرېږدي ان ځینې کسان هم د جامو له بڼې تلاشي کوي یا یې هم پرېږدي.

یو نیم کال مخکې د یو ولایت لپاره نوې وداني جوړه وه، خو لا هم پرانیستل شوې نه وه او ملي امنیت ریاست پکې و، زه د ودانۍ د رپوټ لپاره هلته لاړم، بې تلاشي تر چارواکو ورغلم، شکایت مې وکړ چې ولې زه تلاشي نه شوم، کله یې چې د دروازې سره سرتېري را وغوښتل، هغوی ویل( موږ یې له جامو داسې فکر وکړ چې د ملي امنیت غړی به وي.) ما ډېر وته وخندل، وروسته مې ورته وویل، چې ستاسو دنده تلاشي ده، که هر څوک راځي باید تلاشي یې کړئ، رنګ، بڼې او ډول ته یې مه ګورئ.

۵ د امنیتي ځواکونو نه څارل

یو نیم کال به کیږي، په ننګرهار کې د یوه ریاست مخته پولس ویده و، غلو ترې توپک غلا کړ، خبره همداسې چوپه پاتې شوه، دوه وجې دي، یا دا پولیس بې واسطې او له نورو لاس لاندې و، هغوی هم خپله دنده پر ده ور اړولې وه، کار ور باندې ډېر شوی او خوب وړی و، چې دا ظلم او زیاتی په امنیتي ځواکونو کې ډېر دی، خو که دا ځواکونه څار کېدلی، په ټولو یو شان مسوولیت اجرا کېدلی او وخت ناوخت د امتحان په ډول ترې خپلو پوځیانو ټوپک د دې لپاره غلا کولی چې ویده نه شي، نو له ورته پېښې سره به نه مخ کېده.

274 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2