Categories

اعلان

Loading…

د ناټو پر یوه مرکز په حمله کې ۸ افغان قراردادیان ووژل شول

تاند-  تېره شپه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ناټو پر یوه مرکز د حملې په نتیجه کې د ناټو یو پوځي او ۸ افغان قراردادیان ووژل شول.

دا په ۲۴ ساعتونو کې په پلازمېنه کابل کې څلورمه حمله وه.

تر دې مخکې پرون ماښام د پولیسو پر اکاډیمۍ برید وشو.

د ناټو په اډه کې د وژل شوي بهرني پوځي د ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ناټو ویندوی ډګروال براین پریبس نن /شنبه/ وویل چې په دې برید کې د ناټو یو شمېر بهرني پوځیان او افغان قراردادیان ژوبل شوي دي.

ده وویل چې وژل شوي افغان قراردادیان ملکیان ول خو د غوڅ ماموریت لپاره یې کار کاوه.

د کابل په وروستیو څلورو حملو کې ټولټال لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې پرون وسله والو سختدریځو غوښتل چې د کابل په لمنو کې د امنیتي ځواکونو یوې اډې ته ننوځي خو له مقاومت سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنه امنیتي ساتونکي ټپیان شول.

طالبانو د پولیسو د اکاډیمۍ او د ناټو د مرکز د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی خو د شاه شهید د حملې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د شاه شهید په حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

طالبان عموماً د خپلو هغو حملو په اړه څه نه وايي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوړي.

263 total views, 1 views today

1 comment

  1. څارنوال علیزی Reply

    له امریکی نه پوښتنه وکړی چی ترڅه وخته به لا دا جنګ پر افغانانو تپی ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸