Categories

اعلان

Loading…

د پولیسو په اکاډیمۍ کې انتحاري برید ۱۵ تنه وژلي او ۱۰۰ ژوبل دي

تاند- یوه انتحاري، چې د ملي پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، نن شپه /جمعه/ د افغانستان د پولیسو د اکاډیمۍ مخته ځان والوزاوه  چې په نتیجه کې یې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

شاهدان وايي چې د پېښې په ځای کې یې د ګڼ شمېر ځوانانو مړي او وینې لیدلي دي.

ویل کېږي چې انتحاري د اکاډیمۍ دروازې ته ننوتی و او له نورو پولیسو سره ولاړ و چې ځان یې وچاوداوه.

راپورونه وايي، انتحاري داسي مهال ځان والوزاوه چې د اکاډیمۍ زده کوونکي اکاډیمۍ ته بېرته تلل.

تېره شپه هم په کابل ښار کې یوې موټر بمي او انتحاري حملې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل او ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل. د تېرې شپې په برید کې یوازې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

11 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *