د دولت وسلوال مخالفان د ٧٠ % ملکي تلفاتو مسوول وبلل شول

د ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې د ٢٠١٥م کال په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د تېر ميلادي کال د همدې مودې په پرتله زيات وو.
د راپور له مخې په دې موده کې ٤٩٢١ تنه ملکيان وژل شول، ١٥٩٢ تنه ټپيان شوي دي، چې د تېر ميلادي کال د همدې مودې په پرتله يوفيصد زياتوالى ښيي.
راپور وايي چې د شخړو زيات زيان ښځو او ماشومانو ته اوښتى، چې د ښځو تلفات ٢٣ فيصده او د ماشومانو تلفات ١٣ زيات شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما وايي چې وسلوال طالبان او نور دولت ضد ځواکونه د ٧٠ فيصده ملکي تلفاتو مسوول دي.
وسلوالو طالبانو له دې ډلې يوازې د يو په درېيمه برخه ملکي تلفاتو مسووليت منلى دى.
په همدې حال کې دولت پلوه ځواکونه، ملي اردو او سيمه ييزې ملېشې د ١٥ فيصده ملکي تلفاتو مسوول بلل شوي دي، يوازې د يو فيصد ملکي تلفاتو مسووليت د ملي اردو پر غاړه اچول شوى دى.
125 total views, 1 views today