Categories

اعلان

Loading…

د ملا حسن پلوي ډله د نوي مشر د ټاکلو لپاره غونډه کوي

تاند – تمه ده چې د طالبانو یوه ډله د جمعې تر ورځې د یوې نوې شورا د جوړیدو لپاره غونډه وکړي. د طالبانو یوه مسوول ملا عبدالمنان رسنیو ته د سه شنبه په ورځ ناوخته وویل چې د دوی ملګري به په یو دوو ورځو کې د یوې شورا د جوړیدو لپاره راغونډ شي او د هغې په ترڅ کې به پریکړه وکړي چې نوی مشر وټاکي.

ملا عبدالمنان چې د ملا حسن نژدې ملاتړی دی، یو ځل بیا وویل چې ملا منصور ده او د ده ملګرو ته د طالبانو د مشر په توګه د منلو نه دی.

د افغان طالبانو تر منځ دا اختلاف تر دې بریده راسیدلی دی چې د همدې له امله په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا طیب اغا یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې لیکلي دي چې دی د قطر د دفتر مشري پریږدي.

بلې خوا ته د طالبانو په ویب پاڼه کې د یوې غونډې فلم خپور شوی دی چې په هغې کې د طالبانو په سلګونو پلویان راغونډ شوې دي او غونډې ته یو کس وایي چې ملا اختر محمد منصور مو د امیرالمومنین په حیث وټاکله، خو د غونډې اکثر برخه واخل له دې اعلان سره مخالفت کوي او د اعتراض په ډول غږ پورته کوي.

د دوشنبه په ورځ چې تاند کوم راپور خپور کړ او په هغه کې یې په کوټه کې د طالبانو خپل منځي نښتې ته اشاره وکړه، د هغې نښتې په اړه تازه راپورونه د دوو کسانو د ټپي کیدو پخلی کوي خو تر اوسه ازادو سرچینو دا نه دي ویلي چې دا کسان څوک دي او د طالبانو د کوم لورې کسان دي.

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *