د « داعش تاریخ، وحشت او راتلونکی» کتاب شو

د « داعش تاریخ، وحشت او راتلونکي» په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. دغه کتاب چې د عبدالباري عطوان په نوم عرب لیکوال لیکلی پښتو ته حکمت جلیل را ژباړلی دی. په کتاب کې چې ۲۷۲ پاڼې او ۱۱ څپرکي لري د داعش ډلې پر رامنځته کېدو، فعالیتونو او تشکیلاتو په تفصیل بحث شوی دی. لیکوال د کتاب په سریزه کې داعش پر عراق د امریکا د برید او هلته د مذهبي تاوتریخوالي د رامنځته کولو طبیعي پایله بللې ده. دغه کتاب اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی .مینوال کولای شي دغه کتاب د نوموړي کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.
314 total views, 4 views today
6 comments
سلام ګرانه وروره،
هیله ده چی د ښه صحت برخمن اوسی. که چیری د کتاب سافټ کاپی درسره وی کیدای شی جی ماته یی راواستوی، زیات لطف به مووی، زه د هیواد څخه بهر اوسیږم او د کتاب هارډ کاپی ته لاسرسی نشم کولای.
په درنښت،
انجینر احمد خسرو علیزی
اسلام عليکم وروره
زه هم په لندن کی یم او نشم کولای چه دغه کتاب تر لاس کړم هیله ده چه ما سره یی هم سافټ کاپی شريکه کړی
په درنښت
نجيب جبارخيل
سلام ګرانه وروره
دکتاب په اړه دمعلوماتو څخه مو نړی مننه کوم لکه څرنګه چې زمونږ نور ملګری له هیواد څخه بهر اوسیږی او نشی کولای چې دکتاب هارډ کاپی ترلاسه کړی همدا مشکل زه هم لرم د ترکې په استانبول کې د ژوند شپې سبا کوم که مو سفاټ کاپی راسره شریکه کړه لوی احسان به مو وی. ستاسو ورور صدیق
زما بریښنا لیکsadiqullah.sidiq@gmail.com
I am also living out of country please send the soft copy via eamil
Thanks
السلام علیکم محترمه وروره ستاسو نه ډیره مننه چی دی کتاب په اړه مو خبر راکړ لکه څنګه چی نورو ملګرو یاداوری کړی زه هم دی هغو له جملی څخه یم نه شم کولی چی کتاب ته لاس رسی پیدا کړم نو ډیره مهربانی به مو وی که مو سافټ کافی موژ سره شریک کړ
مننه ستاسو ورور نعمت الله صمیم
دی لا بریا په هیله
السلام علیکم محترمه وروره ستاسو نه ډیره مننه چی دی کتاب په اړه مو له موژ سره معلومات شریک کړو
لکه څنګه چی نورو ملګرو یاداوری کړی زه هم دی هغو له جملی څخه یم نه شم کولی چی کتاب ته لاس رسی پیدا کړم نو ډیره مهربانی به مو وی که مو سافټ کافی موژ سره شریک کړ
مننه ستاسو ورور نعمت الله صمیم
دی لا بریا په هیله