Categories

د بریالۍ مبارزې نهه ګامونه/ ډاکټر ځلاند

کابل پوهنتون

 

مبارزه د انساني ژوند سره تړلی کوښښ، جد و جهد دی چې د سوکالۍ او پرمختګ په لورې د یون په مانا هم یادیږي. په نړۍ کې پرته له مبارزې خوشالي، سوکالي او بریالیتوب ناشونی دی.  مبارزه دوامداره حرکت مخ په پورته، خوځښت مخ په وړاندې او کوښښ د خنډونو د لري کولو ته وایې. مبارزه د خنډونو، دیوالونو او ګړنګونو له مخې لري کول دي.

د بشري ژوند ټول پرمختګونه، سوکالي او رڼایې د انساني مبارزې او کوښښ سره نښتي تکلونه دي. دا چې څنګه کولی شو پر خای او سمه مبارزه وکړو، په لنډه توګه یې په لاندې نهو ګامونو کې را نغاړو:

 لومړی ګام: پرمختګ او بدلون

د پرمختګ او بدلون د پاره لومړی ګام له اوسنې خراب، ناوړه او بد حالت څخه د خفګان او ناخوښې اظهار دی، تاسو باید له بیکاره، ناوړه او بې ګټې ژوند څخه نا خوښي ښکاره کړي، د خپل ژوند چې بې کیفیته او بې ګټه دی د بدلون هوډ وکړئ، تاسو باید د نوې لار د ټاکلو په لټه کې شئ، پرته له دې امکان نلري چې روښانه او سوکاله منزل ته ورسي. تاسو باید مخ په وړاندې بدلونونه تعریف کړئ او ددې بدلونونو د منلو د پاره ځان چمتو کړئ.

 هله پرمختګ کولی شي، چې کله پرمختګ د ځان دپاره تعریف کړي، خوشالې هدف نه دی، بریالی ژوند خپله د خوشالۍ د رامنځته کیدو سبب ګرځي. پوښتنه دا ده چې تاسو څنګه غواړې ژوند وکړئ؟ ددې سوال د ځوابولو د پاره ځانته هدف وټاکئ، د هدف د ترلاسه کولو دپاره ولوله، انګېزه او شوق وروزئ، د بدلونونو هیله او انرژې ځان کې را وټوکوي.

دویم ګام: ستونزې او فرصتونه

د فرصت او ستونزې ترمنځ توپیر زموږ د سلوک او رفتار دی، هره ستونزه یو فرصت دی او هر فرصت له ځانه سره ستونزې لري.  تاسو باید فرصتونه ځانته ایجاد کړي، دا کار باید پخپله وینه، مینه، اوښکو او خولو ترسره کړئ.  کله چې تاسو د غرونو هومره ستونزې تر سترګو کوي، دا په اصل کې د غرونو هومره لوړ او ډیر فرصتونه دي، هر غر په سر لار لري، بس لږ همت او هوډ ته اړتیا لري، چې د لوړ غره څوکې ته وخیژئ، او بیرته ترې هوارۍ ته را کوز شي. کله چې ستونزې  په مخ کې وینې، هغو ته د فرصتونو په سترګه وګورئ، په دې توګه خپل خفګان په خوښۍ بدلولی شي.

دریم ګام: سخت کار او لاسته راوړنې

کله چې مو ستونزې لوېې په نظر درځي، تاسو اړ یاست چې خپله حوصله او هوډ له ستونزو لوړ کړي، خپل هوډ کلک کړي او د مخ په وړاندې ستونزو د حل په لورې په ځغرده او قوت سره حرکت وکړي. د سترو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو د پاره کله هم لنډه لار موجوده نه وي، له سختو ګړنګونو، لوړو ژورو باید تیر شي، تر څو لوړو ته ورسي.

د کار په ترسره کولو کې کوښښ وکړئ ګټورې او معقولي لارې د کار د ترسره کیدا را پیدا کړي، تاسو باید په دې پوه شي چې د ښه شي د جوړولو دپاره ظریف او له مینې ډک کار ته اړتیا ده. هر سهار باید خپل کارونه پلان کړئ، او پلان شوي کارونه باید په منظمه توګه ترسره کړئ.

څلورم ګام: تمرکز

کله هم چې غواړئ کوم کار ترسره کړي، خپلې سترګې باید پرانیستي وساتي، فکري تمرکز باید ولري، ځان ډاډمن کړئ چې پوه یاست په هغه څه چې تاسو یې غواړئ تر لاسه کړي، خپل هدف په سمه توګه وپیژني. هیڅوک په پټو سترګو نښه نشي ویشتلی.

د ګڼو خلکو ستونزه د توانایېو یا وړتیاو له کمبود یا کمزورۍ څخه نه را پیدا کیږي، بلکې د فکري تمرکز له نه شتون څخه ستونزې را ولاړیږي، موږ ټول څلوریشت ساعته ورځ او وه ورځې اونې لرو، که تاسو د کارونو په ترسره کولو کې پاتې راځي، باید د خپل فکري تمرکز د سمولو په اړه فکر وکړي، ستاسو فکري تمرکز ستاسو د کارونو په سمه ترسره کولو کې لویه مرسته کولی شي. د سم فکري تمرکز له لارې تاسو له خپلو هلو ځلو او مبارزې هغه څه تر لاسه کولی شي، د کومو په اړه چې تاسو خوبونه ویني، د کومو چې تاسو غوښتنه او هیله لري، پرته له دې په غلطه روان یاست.

پنځم ګام: مثبت فکر

زموږ فکري قوه زموږ د شتون په اړه پریکړه کوي، خپل فکر د ځان په اړه سم کړي، تر څو د سمو کارونو په ترسره کولو کې بریالي شي. تاسو هغه ډول ژوند کوي، څنګه چې فکر کوي، کوم څه چې تاسو نن تجربه کوي، هغه ستاسو د فکر او سوچ پایله ده، کوم چې تاسو پرون د نن په اړه کړي دي. که غواړي دې تریخ حقیقت ته بدلون ورکړي، یواځینې لار یې د خپل فکر د بدلون لار ده. کوم وخت چې تاسو په اندیښنه، ویره او اظطراب کې تیروي، که د هغه نیمایې هم د مثبت فکر په ترسره کولو تیر کړي، کله به هم په ژوند کې اندیښنه ونلرئ.

شپږم ګام: غلطې

 ګاندي وایې چې خپلواکې خپله مانا هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې تاسو د غلطیو د کولو خپلواکي ونلري.  کله هم چې تاسو کار ترسره کوي، له غلطې سره به مخ کیږي. خو ښه خبره دا ده چې کله هم تاسو له فکر او زړه نه د کار په ترسره کولو کې کار اخلي، ستاسو کړې غلطیانې به هم تاسو سمې لارې او هدف ته د رسیدو په لورې سموي. ژوند هغه دی، کوم چې تاسو غواړئ ولري. د پرون غلطیاني هیرې کړي، د هغو د نه تکرار هوډ وکړي، نن ژوند وکړي او د سبا دپاره روښانه او ښکلي هیلې له ځان سره خوندې وساتي. همدا ښکلی ژوند دی.

وم ګام: منل

 د باران د وریدو په وخت کې یواځینې کار چې تاسو یې کولی شي، هغه دا چې باران پریږدي چې ووریږي، تاسو د ژوند د ښکلي کولو او ښه کولو د پاره نور وخت ته اړتیا نلري، ژوند همدا یو ځل دی، په همدې ځل یې باید ښکلي کړي، ژوند وکړې او له ژونده خوند واخلي. تاسو که هغه څه چې غواړي نلري، دا په دې مانا نه ده چې تاسو هیڅ هم نلري، څه چې تاسو لري، هغه ځښت ډیر ډي، یواځي د هغو پیژندل او له هغو د خوند اخیستلو پام ته اړتیا ده.  په څه چې پوهیږي هغه ارزښتناک دي، په څه چې نه پوهیږې هغه لا ډیر ارزښتناک دي، ځکه هغه ستاسو د پرمختګ او ودې زیری له ځان سره لري. ژوند به مو تل نمګړی وي، له ژورو او لوړو به جوړ وي، په دې باید له زړه ځان پوه کړي، په همدې پوهه کې خوند دی. په یو وخت کې هم خوښ او خفه واوسئ، لوږه تیره کړي او مننه وکړي، وارخطا، اندیښمن او هیله لرونکی اووسئ، په دې ټولو رواني حالاتو ځان پوه کړي، او خوند ترې واخلي.

اتم ګام: باور او ډاډ

کله، کله خوشالي له داسې لورې راشي چې تاسو یې هیڅ فکر نشي کولی، موږ د خوښیو په ډول او سرچینو تل نه پوهیږو، خو موږ باید په دې باور ولرو چې خوښي به راځي. دا سمه خبره ده چې د هرڅه په اړه پوښتنه وکړو، خو کله، کله په ځینو شیانو باور په کار دی، نه پوښتنه. په دې باور وکړئ چې ډیر کم خلک قصدا نورو ته د زیان رسولو په تکل کې وي. په دې باور وکړئ چې هدف ته درسیدو ډیرې لارې دي، پخپله پریکړه باور وکړې کله چې تاسو د دوه انتخابونو په اړه ترسره کوي. د ځوابونو او حل لارو په اړه باور ولرئ،  په دې باور ولري چې ژوند کې به تاسو ته ډیرې حیرانوونکې خوښۍ  بار، بار ولرئ. باور ولرئ چې سفر خپله ستاسو موخه ده، دا باور هم ولرئ چې دا هر څه په ژوند کولو ارزئ. له همدې باورونو سره ژوند بریالی دی.

نهم ګام: اوسنې شېبه

پرون ورځ تیره شوه. سبا ورځ لا هم نه ده را رسیدلي، موږ یواځې نن ورځ لرو، راخي چې همدا نن، همدا شېبه خپل کار ‎، ژوند پیل کړو. له دې پرته چې اندیښنه وکړو چې پرون څه وشول، سبا څه کیږي، موږ باید هر نوی پیل همدا شېبه وکړو، موږ د پرون په اړه فکر کولی شو، زده کړه ترې کولی شو، خو پرون سموولی نشو، موږ د سبا په اړه فکر کولی شو، اندیښنه کولی شو، خو دا چې سبا به کله راځي، نه پوهیږو.

همدا شېبه، همدا شېبه چې تاسو دا مضمون لولئ، ستاسو ژوند دی، همدا شېبه مو ژوند ارزښتمن دی، همدې لحظې ته هو! ووایې. خپل ټول پام همدې شېبې ته متمرکز کړي.

پورته ذکر شوي نهه ګامونه د بریالۍ مبارزې، جد او جهد په لورې حرکت دی. مبارزه په دا ورستیو کې له غوسې، کرکې، زور او تاوتریخوالي څخه ډکه شوي ده، زموږ هیواد او ګڼ نور هیوادونه په داسې حالت کې د پردیو د موخو، دسیسو او اهدافو ښکار کیږي، چې د افغان انسان په واک کې ډير کم څه پاتې دي، له دې امله، افغان انسان ته په کار ده چې د مبارزې واګې په لاس کې واخلي، د خپلو ارزښتونو، اړتیاو او راتلونکې د پاره لاس په کار شي، ځکه مبارزه باید په انساني ارزښتونو، ویاړنو او میعارونو ولاړه وي. مبارزه باید دژوند دپایښت د پاره وي، نه د ژوند د اخیستو په موخه. مبارزه باید له تاوتریخوالي خالي وي، لکه د فخر افغان باچا خان رح مبارزه. زموږ د ستونزو په وړاندې بریالي مبارزه د فخر افغان د لارې مزل دی، د همدې لارې پالل دي، په همدې لارې کلک او هوډمن ګامونه اخیستل دي.

یا ربه توفیق !

 

 

5 comments

  1. خان وزیر Reply

    مهرباني وکړه صرف یو قوي دلیل راته ووایه چې ولې باور پرې وکړم؟ که دې کومه سروې یا کوم بل ځانګړي تحقیق په پای کې دې نتیجې ته رسیدلی وې، ښه به دا وي چې د هغې جزیات زمونږ سره هم شریک کړې. که د را ژباړلي وي، نو بیا صرف ولیکه چې ژباړه یا ریفرینس ورکړه. .

  2. ع.شريف زاد Reply

    داکتر ځلاند سلام
    ډيرى افغانان په برياليتوب باور نه لري ډير افغانان له وېشې په تا لان خوښ دى او ډير زيات په سياسي مبارزه کې دومره اخته دي.چې سياست صلا افغانستان پوزې ته راوستلي دي او هر شي نن سبا په سياست پورې کلل نښتئ او په سياست مو داهيواد د خپلو او پردو په مشورو ډير ستړي کړي د سياست په ګېډه کې بيا نور واړه او غټ ګامونه هم شته چې ځينې ېې د بن له معاهدې وروسته ر اوټوکيدل ځينې په کې د مدنې ټولنې فعالان شول، ځينې نخبګان، او ځيتې خو لا د القابو له کچې وځي هغه لاين او دغه لاين خولا پر ځاى پريږده
    موږ کوو يو شي خو وايو بل څه دا کار په هر ډول حکومت کې ليدل شوى له سرو کمونستانو نيولې بيا تر شنو پورې خو هېچا ونه ويل چې نه دا لاره د ملي مصالحو، عدالت او انصاف، مساوات او برابري، سوله او سوکالي سره تړاو نه لري راځي چې دغه ډول سياست او تګلارى غوره کړو ټول من دى او چارک په کې نه شته .
    ستا ليکنه علمي او انتقادي بڼه لري کاشکې زموږ ولس د کره کتنې محا سب واى او لږ ترلږه ېې د خلکو ګټو ته په عالمانه سترګو کتلاى دومره لاف او ګزاف چې په کلتوري بڼه زموږ ټولنې سر ملګري دى فکر نه کوم چې په بل هېواد کې به دومره خلک په پوچ سياست باندې مين وى زموږ په سياست مينه ټولنه کې خو نن سبا درهبرانو شميره دومره زياته شوي چې ګوګل ېې هم رسنې نه شې ريفرنس کولاى
    په دې اريانا تلويژن کې نه پوهيږم چې د خيرات په نوم دچا اعلان دى خو تاسې وګوري له يوې خوا د خيرات اعلان کوي (ګداېې) خو له بلې خوا بياد دغه اعلان په يوه سندره کې کمپوز شوى په هر حال موږ په يوويشتمې پېړي کې ډير شاته پاتې يو او زموږ د فرهنګ د نړولو لپاره يوتيوب،فسبوک، انترنټ، راديوګانو او بې شميره ولسونه راپسې دى چې څه ډول مو له مينځه يوسي اويا مو دومره سره وټکوي چې نور د پرمختګ ځاى راپا تې نه شي دايو حقيقت دي

  3. څارنوال علیزی Reply

    عزتمنده : تاسو موخو او هدف ته درسیدو ښه لاری اوعملی طریقی ښودلی خو یو څه باید ووایو چی مسلمانان باید خپل هدف داسلام دمقس دین داصولو او احکامو په رڼا کی وټاکی اودوهم هدفت ه ته درسیدو پدپاره عملی لاری ا وامکانات وګوری اود انجام دپاره رښتنی اومصمم واوسی ، مایوسی ته لار ورنکړی او بیا ستاسو په ۹ ښو ولشو ګامونو پل پر پل ولاړشی انشا الله بریالی به شی .

  4. نصرت الله مظلومیار Reply

    .اسلام علیکم ډاکټر ځلاند صاحب
    .ډیره مننه داکټر صاحب ستا ده پیغام وه انسانی بشریت ته
    داکټر صاحب په دهغه موضوع کښی ماته سوالونه پیداکیژی . انسان ده خوایشاتو مجموعه ګرځیدلیدی او همیشه ده خوایشاتو ده لاس ته راوړول په سوچ او فکر کښی مشغولوی نو بیا به ده خایشاتو سره سنګه مبارزه کوی چی دهغه انسان خپله خوشحالی او سوکالی لاس ته راوړی او دوهم سوال : ده هر انسان ځان ته جلا سوچ او فکر او خوایشات لري او ده هر انسان ستونزه ده بل چاه ده ستونزو سره فرق لري . ستا نظر ټولو ته یوو. ستا ده جواب په انتظار

  5. aminulla bahar Reply

    زلاند صیب سلامونہ !
    د انسانی نڑی اوسیدونکی تل ھدف تہ د رسیدو پہ ھیلہ کی وی خو ڈیر کم پیدا شی چی خپل ھدف تہ پہ
    رسیدو کی برلاسی شی
    ایا د شی مبارزی اصول دا نہ دی چی مبارزہ کونکی سومرہ لہ خپلو وڑتیاوو خبر دی او سنگہ کولای شی لہ خپلو وڑتیاوو کار واخلی کہ امکانات مادیات وی بری زیان بالہ شی کہ امکانات معنویات وی بری بہ یی سہ وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *