Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ د بدلون لپاره د ګاندي لس اصول/ ژباړه: سلطان احمدزی

ګاندي وايي : “د هغه څه تر منځه چې موږ غواړو تر سره یې کړو او هغه څه چې د تر سره کولو وړتیا یې لرو، ډېر توپیر دی “

مهاتما ګاندي تعارف ته اړتیا نلري . ټول دا سړی د هندوستان د ستر ملت د رهبر په توګه پیژني، چې په ۱۹۴۷ م کال کې یې، د بریتانیا له امپراتوري څخه خپلواکي تر لاسه کړه .

لومړی اصل : ځان بدلول

” تاسو باید د هماغه بدلون نمونه واوسﺉ ، چې په نړۍ کې یې د راوستلو هوډ لرﺉ”

” د یو انسان په توګه، د نړۍ د رغونې لپاره زمونږ د ځواکنتیا عظمت پدې کې ندی، چې د اتوم د پېر اسطوره و اوسو؛ بلکه پدې کې دی، چې د ځان جوړولو ځواکمنتیا ولرو “

که تاسو ځان بدل کړﺉ، ستاسو نړۍ به هم بدلون ومومي. که تاسو د فکر کولو طرز بدل کړﺉ، ستاسو د کړنو او احساساتو څرنګوالی به هم بدلون ومومي او پدې ډول به نړۍ ستاسو په باره کې بل ډول فکر وکړي. دا چاره پدې دلیل شونې ده، چې تاسو د نویو او تازه افکارو په مټ خپل چاپیریال ته وګورﺉ؛ ځکه چې ستاسو دروني تغیرات، تاسو ته اجازه درکوي، چې داسې ګامونه پورته کړﺉ، چې تر اوسه مو پخپل لاشعور کې پټ ساتلي وو، د هغو په اړه مو حتی فکر هم نشو کولی .

ستاسو د بهرنۍ نړۍ بدلون ستاسو د دروني تغیر پرته ناشونی دی او که ستاسو درون هماغسې له خیرو، کینې، منفي افکارو او احساساتو څخه مالامال پاتې شي . پدې توګه به په نويو حالاتو کې هم تاسو هغه څه تر لاسه نکړﺉ، چې په لټه یې وﺉ؛ ځکه چې ستاسو ذهن لا هم په تېرو منفي انګیرنو کې بند پروت دی. له نفس څخه د لا زیات واټن د نیولو په منظور ، د ځانګړي لید پرته به تاسو په ځان کې د لا زیات تکبر او غرور د ودې لامل شﺉ.

دوهم – د ځان کنترول

” هیڅوک نشي کولی بې لدې، چې زه اجازه ورکړم ماته زیان واړوي “

ستاسو احساسات او غبرګونونه په هر حال کې په تاسو پورې اړه لري. شونې ده، چې د بیلابیلو مسایلو په اړه یوه معمولي لاره او یا یو ګډ رووش وجود ولري؛ ولې دا موضوع په بشپړ ډول په تاسو پورې اړه لري.

تاسو کولی شﺉ، چې خپل احساسات، غبرګونونه او افکار د هر څه په وړاندې پخپله وټاکﺉ. تاسو د فوري یا اوږدمهالي غبرګون لپاره،همیشه توند خويي، غوڅ غبرګون او یا حتی منفي رووش ته اړتیا نلر ﺉ. کله کله یو عادي غبرګون یا زوړ عادت بیساری اغېز ښیندلی شي.

کله مو چې تشخیص کړه، چې بې له تاسو څخه بل هیڅوک نشي کولی، ستاسو په احساساتو حاکمیت ولري، هغه مهال په خپل ورځني ژوند کې، ددې طرز فکر په وده فکر کوﺉ او هغه په یو عادت بدلوﺉ. یو داسې عادت، چې تاسو به د ژوندانه په اوږدو کې ځواکمنوي او ستاسو د روحي او معنوي رشد سبب ګرځي .

درېیم : عفوه او ګذشت

” پست انسانان هیڅکله بښنه نشي کولی. عفوه او بخشش د سترو انسانانو صفت دی “

” سترګه د سترګې په بدل کې ړندول. یعنې غچ اخیستنه، په پای کې د یوې ړندې نړۍ منځته راتګ ته زمینه برابروي “

د بدو او بدترو تر منځه مبارزه، هیچا سره مرسته نشي کولی او هماغه ډول چې پورته مو یاده کړه، دا په تاسو پورې اړه لري، چې څه ډول غبرګون ښکاره کوﺉ. کله چې تاسو وکولی شﺉ، دا ډول طرز تفکر په ژوند کې ولرﺉ، بیا به د ځان او نورو لپاره، په مناسبه لاره، د ګټور غبرګون ځواک هم ترلاسه کړﺉ.

عفوه او بښنه، ستاسو او د ټول بشر لپاره ستر خدمت کولی شي. وروسته لدې چې، درس او تجربه مو ترې اخیستې وي، د تېرو بدو خاطرو په یاد باندې خپل ژوند تېرول، تاسو سره هیڅ مرسته نشي کولی. د تېرو ترخو شیبو یاد به احتمالا، لا زیات ستاسو د درد او رنځ سبب وګرځي او ستاسو د حاضر وخت اغېزمنې کړنې به بې اغېزې کړي.

څلورم : کار او هڅه

” په یو کار کې د کوښښ کولو یوه ذره، له زرګونو موعظو څخه زیات ارزښت لري. “

بې له هڅو او عمل څخه، چې ښايي ستومانوونکی هم وي، هیڅ شی لاسته نه راځي. څنګه چې ګاندي وايي، کیدای شي، هڅه او عمل ستاسو په درون کې له مقاومت سره مخ شي او کیدی شي تاسو له موعظو سره مخ کړي. ښايي تاسو د پرلپسې مطالعې او لوست په وسیله احساس کړﺉ، چې مخ پر وړاندې ځﺉ؛ ولې په عملي ژوند کې به کمو موخو ته ورسیږﺉ.

پدې توګه په ژوند کې هغه ځای ته چې واقعا غواړﺉ ورسیږﺉ . ځان او نړۍ مو په سمه توګه درک کړﺉ؛ نوعمل کولو ته اړتیا لرﺉ. کتابونه کولی شي، ستاسو د پوهې کچه زیاته کړي؛ خو تاسو باید وکولی شﺉ د کار کولو په وسیله، دا پوهه د پایلو او درک درجې ته ورسوﺉ.

پنځم : د حاضر وخت مراقبت

” زه نه غواړم د راتلونکي وړاندوینې ته لاس ور وړم. زه ځان د حال زمانې په مراقبت باندې بوختوم. ماته خدای ج د راتلونکو شیبو د مدیریت ځواک ندی رابښلی ” تر ټولو ښه لاره چې، زما په درون باندې د مقاومت او لاسبري لپاره مې موندلې، داده چې په ډېرو مواقعو کې تر هغه چې شونې وي، په حال زمانه کې پاتې شم او هغه ومنم .

کله چې تاسو په حال زمانه کې اوسﺉ، د راتلونکو شیبو په اړه به ، چې هیڅ کنترول نه ورباندې لرﺉ، اندیښمن نه يﺉ او هغه کړنې به ، چې فکر کوﺉ، منفي پایلې لري او پایله یې ماتې ده، خپل ځواک له لاسه ورکړي. په پایله کې عمل کول او په حال زمانه باندې تمرکز درته اسانه کیږي او چارې مو ښې تر سره کیدای شي.

شپږم – مونږ ټول انسانان یو

” زه اعلان کووم، چې له هر چانه اشتباه کیږي. زه په عاجزۍ سره پخپلو اشتباهاتو اعتراف کووم؛ ولې سره لدې د خپلو اعمالو مسوول یم “

” هوښیارتوب ندی، چې پخپله پوهه مطمین و اوسو . ښه به دا وي، یادونه وکړو، چې کیدای شي، یو ځواکمن ضعیف شي او دا هم کیدی شي، چې یو ستر عالم ګمراه شي.”

کله چې غواړو له افرادو څخه اسطورې جوړې کړو، که څه هم هغه شخص فوق العاده پایلو ته رسیدلی وي، په اغلب ګمان له ټولنې څخه د هغه د پردي کیدو احتمال وجود لري.

تاسو کولی شﺉ، چې احساس کړﺉ، چې د هغه په څېر ستر کارونه به ونه شﺉ کړی؛ خو په یاد ولرﺉ، موږ او تاسو چې هر څه او هر څوک یو، فقط انسانان یو.

اووم –  مقاومت

” په پیل کې هغوی ستاسو پر شتون سترګې پټوي، بیا درپورې خاندي، بیا درسره جنګیږي او په پای کې همدا تاسو یﺉ، چې بریالي راوځﺉ. “

پایداره و اوسﺉ. کله چې مخالفین ستاسو پر وړاندې وي، غواړي تاسو په نشت حساب کړي او د سقوط تر پولې مو کش کوي. پر دې مهال هغه څه چې ستاسو د کمزورتیا سبب کیږي، هغه ستاسو دروني صعف او ځان تخریبونه ده. پداسې حال کې د موخې ټاکل ډېر اړین دي. تاسو باید خپلې لارې ته د ادامې لپاره، خپلې دروني انګېزې په سمه توګه په پام کې ونیسﺉ. د عدم خشونت په لاره کې، د شمیر د کموالي سره سره، د ګاندي او د هغه د پیروانو د بریا یو تر ټولو ستر لامل د هغوی پایداري او د خپلو غوښتنو تکرار وو.

ډېر کم پیښ شویدي چې بریا دې هغسې زر په لاس درغلې وي، چې تاسو یې هیله لرﺉ. یو تر ټولو ستر دلیل چې ډېر خلک د خپلو موخو په لاسته راوړنه کې له ماتې سره مخ کوي دا دی، چې ډېر ژر له خپلو موخو لاس اخلي. دا تېروتنه زموږ په نننۍ نړۍ کې زموږ د ژوند کولو له روش څخه سرچینه اخلي . زموږ نړۍ د جادويي تابلیټونو څخه ډکه ده، چې اعلانات یې موږ ته پرلپسې وعده راکوي، چې مثلا : که دا ګولۍ مو و کارولې، وزن به مو یوازې په څو ورځو کې له لاسه ورکړﺉ. یا په دیرشو ورځو کې شتمن کیدل.

اتم – یو بل کې د محسناتو لیدل او له یو بل سره مرسته

” زه په وګړو کې یوازې ښه ګورم. که څه هم زه خپله بې عیبه نه یم؛ خو نغواړم چې خپل وخت د نورو د عیبونو په ارزونه تېر کړم “

” انسان هغه وخت عظمت ته رسي، چې د نورو د ګټو لپاره زیار وباسي “

” فکر کووم، چې رهبري یو وخت د ځواک ښوودنې معنا درلوده؛ ولې نن د خلکو سره د مرستې او خواخوږۍ معنا لري. “

تقریبا ښه خویونه ښايي په هر چا کې موجود وي، هغه شیان چې ښايي ډېر ښه هم نه وي؛ ولې انسان کولی شي، چې خپله پر خپلو انتخابونو باندې تمرکز ولري. که تاسو په ځان کې د ښه والي لپاره تمایل ولرﺉ، په نورو کې د شته ښیګړو لټول ښايي ښه انتخاب وي . دا موضوع پخپله ددې باعث کیږي، چې ستاسو خپل ژوند هم اسانه شي؛ ځکه چې له نړۍ سره به ستاسو اړیکې لا په زړه پورې او خوندورې شي . په خلکو کې د هغوی د ښیګړو درک ددې لامل کیږي، چې په اسانه هغوی ته د خدمت انګیزې، په ځان کې پیدا کړﺉ.

نورو ته په خدمت او ارزښت ورکولو سره، نه یوازې دا چې د هغوی ژوند ښه کیږي؛ بلکه په لنډ وخت کې به تاسو هغه څه چې کرلي دي وریبۍ. د هغو خلکو په وجود کې، چې تاسو مرسته ورسره کړې، د همکارۍ او خواخوږۍ روحیه پیاوړې کیږي او دا ډول یو له بل سره د مرستې په کولو، په ټولنه کې یو مثبت بدلون ته لاره هواریږي او د هر خوځښت سره ټولنه پیاوړې کیږي.

نهم : دوستي، د اعتماد رامنځته کول او رښتینولي

” خوښی هغه وخت شته، چې وکولی شو، هغه څه چې فکر کوو، وایو او تر سره کوو یې، یو له بل سره متناسب او همغږي وي “

” بشپړه همغږي د افکارو ، نظریاتو او کړنو په همغږي کې ده. پرلپسې خپل افکار تصفیه کړﺉ، نورې چارې به پخپله ښې تر سره شي “

د ټولنیزو مهارتونو د ودې په اړه تر ټولو ښه لارښوود دادی، چې خپلې کړنې او رفتار د اعتماد وړ ثابتې کړو. ډاډه اوسﺉ، چې خلک واقعا د اعتماد وړ اړیکو سره مینه لري. کله مو چې کړنې، خبرې او سلوک تعادل لرونکي وي، د یو ډول دروني ځواکمنتیا او لذت احساس به وکړﺉ.

کله مو چې فکر او خبرې همغږې وي، دا همغږي به ستاسو په اړیکو کې هم ښکاره شي. همدارنګه که تاسو بې له همغږي او ریښتینولي له خلکو سره د اړیکو په ټینګولو پیل وکړﺉ، دا نو هم خپلو او هم د نورو باورونو ته زیان رسوﺉ.

لسم – د پرمختګ او تکامل ادامه

” همیشه پرمختګ د ژوند یو اصل دی او څوک چې د خپلې عقیدې د اثبات لپاره د خپلو تعصباتو د ساتنې هڅه کوي، ځان په ناپایه کړکیچونو ګرفتاروي “

په اغلب ګمان تاسو د مهارتونو او خویونو په بهبود یا د خپلو ارزښتونو په ارزونه بوخت یﺉ. ددې موضوع په دوام سره، تاسو کولی شﺉ، چې خپل ځان او نړۍ، په عمیق ډول درک کړﺉ.

البته احتمالا تاسو د ناقص نظر درلودونکي یﺉ او یا په اغلب ګمان د ( نه پوهیږم څه وکړم ) په لومه کې نښتي یاست. ښايي د اعتماد وړ ملګري په پیدا کولو کې تاسو د ستونزو سره مخ شﺉ. د ګاندي په خبره؛ کله چې ستاسو د درون پژواک غږ کوي، چې دا سم ندي، په یو نامطلوب موقعیت کې ولاړ یاست؛ یعنې هماغلته چې تاسو د خپلو زړو اندونو څخه ملاتړ کوﺉ او هڅه کوﺉ، چې ویې ساتﺉ. ښه شرایط ندي؛ خو د رشد او تکامل په موخه، یو خوشاله او ګټورژوند ته د رسېدو په موخه، تاسو لدې جادې څخه تېرېدو ته اړتیا لرﺉ.

23 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *