Categories

اعلان

Loading…

سیاسي اصطلاحات / ل:عمران فضل/ راټولونکی:حبيب الله ذکي

اوومه برخه

(Apartheidاپارتید)

د اپارتید مانا جلا کېدل دي او یوه داسي کلیمه ده، چي د جنوبي افرېقا حکومت خپل تبعیضي نژاد ته ورکړی او د جنوبي افرېقا د جمهوریت د هغه تبعیضي سیاست ښکارندوی دی، چي (۱۹۸۴) ميلادي کال راپدېخوا یې په دغه هیواد رواج وموند.

ددغه سیاست له مخي سپین پوستي په تور پوستو لوړ بلل کېږي او هغه څه چي سپین پوستو یا نورو نژادونو ته ورکول کېږي، تور پوستو ته نه ورکول کېږي، لکه د ژوند ښه امکانات او نور…

(Orthodox) ارتوداکس

د مسیحي دین د درې ګونو څانګو څخه یوه څانګه ده، چي د مذهبي عقیدې په اساس یو واقعي دین بلل کېږي.

(Ideal)ایډیال

وروستی هدف او هیله.

(Ideology) ایډیالوژي

په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، هنري او حقوقي کارونو کي فکري منتطق ته ایډیالوژي وایي، همدارنګه د تاکتیک او ستراتېژۍ مجموعې ته ایډیالوژي وایي.

(Idealism ) ایډیالیزم

هغه ښوونځۍ چي روح، فکر او شعور په ماده مقدم بولي.

(Tribute ) باج

هغه پیسې، جنس، څاروي او نور شیان چي په جګړه او یا پرته له جګړې (د حاکمانو د زور په واسطه)، د مغلوبینو لخوا غالبینو ته ورکول کېږي، باج بلل کیږي.

(Barricade) باریکیډ

په لارو او کوڅو کې د جنګ په موخه مورچلې او سنګرو جوړولو ته وایي، چي ډېری د وسله والو پاڅونونو پر مهال تر سره کېږي.

نور بیا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

104 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *