Categories

اعلان

Loading…

په بریښنايي پېژندپاڼو کې موږ ګټه کوو که تاوان!؟

 قریب الرحمن شهاب –

د وزیرانو شورا پریکړه وکړه، چې د بریښنايي پيژندپاڼو ویش باید د زمري په اته ویشتمه پیل شي.

ډیر ملګري یوازې په پېژندپاڼو کې د ملت پر کلمه بحث کوي؛ فکر وکړئ دا کار هم وشو ( په داسې حال کې چې نه کیږي.) تر دې ور ها خوا  د تذکرو ویش څومره زموږ په ګټه دی؟

فکر کوئ! هغه خلک چې خپله میرمن، خور، مور یا لور له کوره تر کوڅې نه پریږدې، دې ته به چمتو شي، چې د کورنۍ ټول معلومات یې په انځوریزه بڼه له حکومت سره ثبت شي؟ ( په داسې حال کې چې تر نیمايي زیات نفوس مو ښځې دی.)

تذکرې د هر چا تر کوره نه ور وړل کیږي، هغه کورنۍ چې لسګونه کیلومتره له مرکزونو لرې دي، هغوی به په نا امنه شرایطو کې څنګه د تذکرو اخیستو ته راځي؟ طالبان یا نور وسله وال به څه نه ورته وايي؟

هغه خلک چې تر اوسه د سر شمېرنې، ټاکنو او نورو پروسو په ارزښت نه پوهیږي د کومې اړتیا له مخې دغه تذکره واخلي؟

په داسې حال کې چې د تذکرو تر نیمګړي ویش ورسته به سرشمېرنه، د تذکرو له مخې کیږي، انتخابات، په حکومت کې ونډه، بیارغونه او ګڼې نورې چارې به هم له همدې لارې ترسره کیږي.

مخابراتو وزارت تیر کال اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ کال انتخابات به بریښنايي بڼه ترسره شي ( د تذکرو یا موبایل له لارې)، څومره ولس به ترې محروم شي؟

د هغه ډیټابس د خوندیتوب او سمو معلوماتو د درج کېدو تظمین څوک کوي، چې د بریښنايي پېژندپانو لپاره جوړ شوی. ( یعنې د پښتون پر ځای به تاجک، یا د تاجک پر ځای به نور قومونه نه لیکل کیږي.)

د برېښنا تذکرو د ویش اداره ټوله د مشخصې کړې په واک کې ده، هغوی د دې ځای ارزښت درک کړی، چې دومره ورته کلک دي باید د هر قوم، ژبې او مذهب خلک په کې د کارکوونکو په توګه وګومارل شي.

لسګونه نور دلایل هم شته چې په اوس وخت کې د بریښنايي پیژندپاڼو ویش مناسب ندی، لومړی باید شرایط چمتو او تر هغه ورسته باید دغه کار پيل شي.

یادونه: د بریښنايي پېژندپاڼو په اړه د وزیرانو شورا پریکړه باید د کابینې غونډه هم تایید کړي او تر هغه ورسته د پلي کېدو وړ ده.

294 total views, no views today

2 comments

  1. shahab Reply

    ای کاش زموژ دا دنری دوهم مفکر سر پدی خلاص شی د خو بی لدی چه مسوده ولولی تاریخ یی متوجه شی چه دا له کومه داسی بی پری کری پاته ده او دلیل یی معلوم هله پته یی پری ورودانگل هسی چه بل سوک یی تری لاسلیک نکری نو هما غه وروسته له سوچه او فکر سخه پوه شو چه اشتباه وشوه نو بیا یی له لکی راتینگا وه بیا هم نورو لدی خلا سخه استفاده وکره چه هغه په سفر لاره نو مسوده یی د وزیرانو شورا ته وراندی کر ه او پاس شوه .
    ولسمشر خو هسی دوه تابعیته ده که دی نده نو اولادونه خویی هسی هم دلته تشته دده یی پری سه چه په دیتا بیس کی سرنگه لیکل کیژی او سوک لدی سخه گته پورته کوی .
    داده یوه خطا نده بلکی بله یی داوه چه د دفاع وزارت سخه یی بی شمیره نور با تجربه د اردو افسران هم دده بی بی فکر ی لامه په کورونو کشیناستل.با قی دی الله خیر پیش کری.

  2. Afghan Shaheen Reply

    ستاسو اندیښنی د بريښنایی پیژندپاڼو په باب کاملا پرځای دی. خو له « پيښی تيښته هم نشته.»
    زمونږ مشران یواځی د خپلو شخصی ، ګوندی ، تنظیمی ، سمتی ګټو لپاره فکر کوی.مونږ هیڅکله افغان شموله اوهر اړخیز فکر نه دی کړی، که فرضا د افغانستان نیمایی نفوس بریښنايي پېژندپاڼی ولری او نیمایی نوریی د جنګ ، جګړو ، نا آرامیو سیاسی نارضایتیو او نورو ستونزو له امله ترلاسه نشی کړی ، د ټولنی اقتصادی ، احصایوی او سیاسی مسایل به حل نشی کړای. بله ورځ به بیا پدی فکر کوی چی بله لار ولټوی.
    اما د بلی خوا د بریښنايي پېژندپاڼو درلودل سل په سلو کی ضروری او حتمی دی. اوس کورنی او نړیوال شرایط داسی عیار شوی دی چی هر انسان باید دا ضروری او اساسی سند تر لاسه کړی. د قانونی او حقوقی لحاظه له پیژندپاڼی پرته د ډیرو منقولو او غیر منقولو املاکو لکه موټر، کور مځکی ، دوکان او نورو شیانو اخیستل ، خرڅول ، په کرایه ورکول، میراث اخیستل ، په دولتی ارګانو نو کی کار کول، تعلیم او تحصیل کول ، نکاح خط ، مجرد خط ، طلاق خط ، وراثت خط ، وکالت خط ، د مسوولیت نه درلودلو خط ، له هیواده د باندی سفر کول ، په انتخاباتو کی ګډون کول او د خپلی خوښی وکیل یا استازی ټاکل او داسی نور ډیر نور ضروری کارونه ناممکنه ښکاری.
    همدا راز ستاسو اندیښنی د دی مهم او حساس ارګان په باب چی ټول کارکوونکی یی د یوی ډلی یا قوم غړیتوب ولری پرځای دی او مخکی له دی چی دا مهمه ملی پروسه پیل شی باید کارکوونکی یی هم د ملی ترکیب په اساس وګمارل شی. فرضا د پښتون میشتو سیمو ته د پيژندپاڼو د توزیع په وخت کی زیات پښتو ویونکی او دری میشتو سیمو ته باید دری ژبی کسان ولیږل شی او په کوم ځای کی چی دواړه ژبی ویونکی خلک اوس د دواړو ژبو ګډ هییت واستول شی.
    هیله ده پدی حساسو ملی او سرنوشت یا برخلیک ټاکونکو مسایلو کی زمونږ مشران او کشران بی تفاوته پاته نشی او هرڅه مستند او په حقایقو ولاړ وڅیړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2