Categories

اعلان

Loading…

جرایوي رئیس د پکتیکا له قومي مشرانو سره ولیدل

تاریخ: 12 اسد ۱۳۹۴

کابل افغانستان : د هېواد اجرایوي رئیس نن د خپل کارپه دفتر کې د پکتیکا له قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د پکتیکا قومي مشرانو د هغه ولایت امنیتي، اقتصادي، روغتیايي او تعلیمي ستونزې له اجرایوي رئیس سره شریکې کړې.

د پکتیکا قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته دې پام وشي او باید پرېنښودل شي چې وسله وال مخالفان په دې ولایت کې خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.

هغوی په پکتیکا کې د پوهنې بهیر په ټپه درېدلی وباله او د روغتیايي مرکزونو او پرسونل له نشتون یې سر ټکاوه. قومي مشرانو وویل، چې ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي او باید د حل لپاره یې کوټل ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به جدي نیسي او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه اخلي.

هغه وویل: تاسو سرښندنه کړې. زحمت مو ایستلی تل مو د خپل حکومت ملا تړلې او تر څنګ یې درېدلي یاست. حکومت هم ستاسو ستونزې او زحمات نه هېروي، ستاسو ستونزو ته به رسیدګي کېږي.

226 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸