Categories

اعلان

Loading…

وسله وال طالبان وايي، د ملا عمر زوی وژل شوی نه دی

تاند- وسله والو طالبانو د ملا عمر اخوند د زوی ملا یعقوب د وژل کېدو په باب د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ادعا رد کړه.

د ولسي جرګې نایب ريیس حاجي ظاهر قدیر د دوشنبې په ورځ /اګست ۳مه/ ویلي و چې د ملا محمد عمر زوی د تېرې پنجشنبې په ورځ په کوټه کې په یوه غونډه کې ووژل شو.

د طالبانو یوه مشر معتصم ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل:«دا ادعا حقیقت نه لري. یعقوب ژوندی دی او زه ورسره تماس لرم.»

څرګنده نه ده چې معتصم څوک دی او د طالبانو په منځ کې څه مقام لري.

یوه بل طالب مشر ډاکتر امین الحق وویل چې په خپله يې په تېرو دوو ورځو کې له یعقوب سره تماس نیولی دی. د ده په وینا افغان چارواکي بې اساسه څرګندونې کوي. د امین الحق نوم هم تر دې پخوا کله نه و اورېدل شوی.

د ملا یعقوب د وژل کېدو ثابتول یا ردول اسانه کار نه دی. ځکه له یوې خوا له هیواده بهر اوسي او له بلې خوا نه چا د هغه عکس لیدلی او نه یې ږغ تراوسه پوري په کومه رسنۍ کې خپور شوی دی.

د چارو د کتونکو په باور، په داسي حال کې چې د ملا عمر مړینه دوه کاله پټه ساتل کېدای شي، د هغه د زوی مړینه تقریباً ناممکنه ده چې څوک ثابته کړای شي.

په همدې حال کې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي د بلوچستان ایالت په چمن او کوچلاغ ښارګیو کې د مولوي کبیر په شمول د مهمو طالبانو د موټرو پر کاروان د نامعلومو وسله والو حمله او په ترڅ کې یې د ۶ طالب مشرانو وژل کېدا رد کړه.

قاري یوسف احمدي دا هم وویل چې له پاکستاني چارواکو او هغه افسرانو سره یې هم تماس ونیوه چې د مهاجرو له چارو سره سروکار لري خو دا ادعا یې تایید نه کړه.

47 total views, 2 views today

1 comment

  1. احمد طاهر وحدت Reply

    بس حتمي خبره داده چې موږ افغانان که سره یو نه شو دا
    کنډ کپر هېواد او دا تاریخ او زموږ ویاړمن ولس به په څو جغرافیایي برخو وېشل کیږو، مسوءلیت به یې بیا ددغو ناهلو تش په نوم پر غاړه وي.وحدت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *