Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو په غزني کې د ملاعمر لپاره پر جوړو شویو مراسمو برید وکړ

تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په غزني کې د طالبانو پر یوې غونډې، چې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د فاتحې لپاره یې جوړه کړې وه، حمله کړې ده.

د غزني د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې برید کې چې نن /دوشنبه/ غزني ښار ته نژدې وشوه، د طالبانو غونډه ګډه وډه شوه.

طالبانو د غزني د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وویل چې په برید کې لږترلږه ۵ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

احمدي وايي چې طالبانو د ملا عمر د فاتحې لپاره د لویې غونډې د جوړولو تابیا کړې وه او غوښتل یې چې په زرګونو کسان راټول کړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي وايي چې طالبان په بېلابېلو سیمو کې خلک مجبوروي چې د ملا عمر فاتحه واخلي، د جنازې په غایبانه لمونځ کې یې ګډون وکړي او یا د ده د فاتحې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبانو تېره اوونۍ د ملا عمر د مړینې د اعلان په ترڅ کې وویل چې تر درو ورځو پوري به د ده د فاتحې مراسم جوړېږي، د قرآن ختمونه به کېږي او دعاوې به ورته کېږي.

6 total views, 1 views today

4 comments

  1. suliman zahid Reply

    دارنګی حملی د هیواد والو د یوالی په ضد کار دی ،مونږ اخر دیو بل منلو ته مجبوریږو خو داسی کړنی به مو فاصله نوره هم زیاتوی او سوله به نوره هم لری کړی ، مونږ باید د یو او بل د منلو ظرفیت او اراده ولرو او پیاوړی یی کړو، په داسی کړنو سره چاته هیڅ زیان نه رسیږی او نه هم کوم جناح ګټه کولای شی

  2. Shams Reply

    د دنیا په تاریخ کی اول ځل د پاره یو مړي څه د پاسه دوه کاله حکمرانی وکړه افسوس په داسی حال

  3. nasrat Reply

    امیرالموءمنین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله دٹولی دونیادمسلمانانوامیرووپه ٹولہ دونیاکی مسلمانانوغائبانه جنازی وکڑی په ڈیروخت کی به داسی امیر نه وی تیرشوی چه دده نه مکان پاتی شونه دولت نه موٹرنه تجارت بلکی خپل بادشاهی یی هم دالله ددین دپاره قربان کڑه دالله قانون یی دالله پرزمکه نافظ کڑی وو بلآخردکفارودسترگوازغی شواومنافقین یی هم
    دکفاروپہ نقش قدم دموءمنانوپه امیربدردوای ورزدحشرشته امیرالموءمنین به دلمرپه شان زلیژی انشآالله رحمه الله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *