Categories

اعلان

Loading…

د سولې مخ مه نیسی !!!! د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز/ هلمند

په هلمند کي قومي مشرانو ،دیني عالمانو ،مدني فعالینواوځوانانو دیوې لویې غونډي پرمهال دسولي دپروسې ملاتړ وکړ اوددولت پروسله والو مخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي په اړه راپیل سوخبرو ته ادامه ورکړي . دروان کال د زمري میاشتي په ۱۲ نېټه دمدني ټولنو دهمږغۍ مرکز په تالارکي دهلمند ولایت سلګونو دیني عالمانو ،مدني فعالینو اوځوانانو دیوې لویې جوړي سوي غونډي پرمهال دسولي درواني پروسې ملاتړ وکړ،پردولت ، اوددولت پروسله والومخالفینو یې ږغ وکړ چي دسولي راپیل سوي خبري ونه دروي اوورته ادامه ورکړي . نوموړو دخپلو څرګندونو پرمهال په هیواد کي دنوي رامنځته سوي ادارې په نوښت دسولي پیل سوي خبري دوسله والو طالبانو سره اغیزمني اوهیله درلودونکي وبللې اوزیاته یې کړه چي افغانان کلونه کلونه دجګړې داور په لمبو کي سوځي ،له جنګه ستړي سوي اونور سوله غواړي . ددوی په وینا کله چي دوسله والو طالبانو دمشر ملامحمد عمر د مرګ راپور خپورسواودسولي په خبرو کي ځنډ راغی نوپه همدې اساس دوسله والوطالبانو نوي مشرملااختر محمد منصور څخه غوښتنه کوي چي دسولي خبروته دوام اونور په دې هیواد کي پرافغانانو تحمیل سوی جګړې ته دپای ټکی کښیږدي .

د غونډي د پیل وینا د مدني ټولنو د همږغی د مرکز د مشر فرهاد داوري لخوا وړاندي سوه . د نورو ویناوال تر څنګ

مدني فعال او د پوهنتون استاد بریالي هلمند په خپلو خبرو کي وویل چي د ډاکټر نجیب الله په وخت کي او بیا د مجاهدینو په دوره کي د سولي ۵ تړونونه او پروسې ځکه بریالی نه وي چي ټولي غاړي پکي ښکیل نه وي ، نو اوس مو له دولت او نورو ښکیلو غاړو څخه هیله داده چي ټول اړخونه باید پدي پروسه کي ونډه واخلي تر څو د تیر غلطۍ بیا تکرار نکړو . په غونډه کي لاندي ویناوالو پخپل وار سره خبري وکړي او د سولي د پروسې پر پیل او اهمیت باندي یې خپر نظرونه وړاندي کړي :

د ولایتی شورا غړي الحاج مجید اخندزاده

د اطلاعاتو او فرهنک مرستیال  فرید احمد فرهنک

د سولي د دارالانشا ریس انجنیر محمد داود فرهنک

دیني عالم شیخ تقدسي

مولي مهردل

د افغان ملت ګوند ولایتي مشر رشید ناصري

قومي مشر علیشاه خان

قومي مشر سنګینوال

دغه دیني عالمانو ،قومي مشرانو اوځوانانو په یوه خوله په هیواد کي پرسیاسینو، دیني عالمانو اومخورو ږغ وکړ چي نور جګړه دحل لاره نه ده اوباید ټول هیوادوال په ګډه سولي ته لبیک اوهرکلی ووایې

201 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2