Categories

اعلان

Loading…

فکر او عمل/ سید اصغر هاشمي

انسان اشرف المخلوقات دی او په ژوندیو او غېر ژوندیو توکو کې د ښه او پر ځای فکر کولو توان ورته الله تعالی ورکړی دی.

دی باید فکر وکړي او ټولنې ته د خیر کارونه وکړي. فکري قوت، فکري تمرین، او فکري تمرکز یې د ځان او ټولنې د خیر ښېګڼې لپاره وي.

ای انسانانو فکر او عقل لرئ، باید ځان او ټولنې ته خدمت وکړئ، خو بیا هم اکثره له تاسو د ډېرو هغو توکو بتر دي، چې نه عقل لري او نه پوهه لري، خو بیا هم خدمت کوي.

کاش چې ځینو انسانانو له دغو توکو عبرت اخیستی او د انسانیت حق یې ادا کولی.

پلونه په ډېر عاجرانه ډول ځای پر ځای مستقیم په یخني او ګرمي کې د انسانانو په خدمت کې دي او ستونزې یې هواروي. درانه درانه پیټي او بارونه پرخپلو اوږو باروي او هیڅ کله د انسانانو په مقابل کې سرکشي نه کوي، خو په انسانانو کې څومره انسانانو د نورو انسانانو بار له اوږو واخیست، کوم انسان له بل انسان سره بې مقصده او بې هدفه د بل انسان سره ښه وکړه، په څومره انسانانو کې د پول په اندازه کمیني او برده باري شته.

هو! د دې بافکره انسان نه هغه بې فکره پول ډېر ښه دی، د دې کبرجن نه هغه بې کبره پول ډېر ښه دی.

ځمکې باندې څومره زیات تعداد انسانان ګرځي، څومره پیدا شوي توکي یې پر سر پراته دي، څومره د نړۍ د توکو لپاره د خدمت مصدر ګرځیدلې ده. ایا انسان د ځمکې حق ادا کولای شي؟ ایا په خدمت کې ورسره سیالي کولای شي؟

ونې په ګرمي او یخني کې مستقیمې ولاړې وي، خاص د انسانانو د خدمت لپاره. ښکلې، خوندورې او رنګا رنګ میوې نیسي او انسان یې خوري، کله یې هم خپلې میوې پر انسان خرڅې نه کړې، کله یې هم له احسانه ډکه میوه انسان ته ورنه کړه. داسې څومره انسانان به په ټولنې کې ولرو، چې دمیوه لرونکیو ونو په شان دې په کلونو کلونو انسان ته بې هدفه او بې احسانه میوې او دانې ورکړي.

اسمانونه وګورۍ، شین شي، وریځ شي، بارانونه ورنه وشي، میوې دانې پخې کړي او هر وخت د انسانانو په خدمت کې وي، خو ډېر کم انسانان به د نورو انسانانو خدمت وکړي.

ای انسانه! ته څه ډول فکر او عقل لرې، چې کارونه دې د بې فکرو نه بتر دي . لږ عقل خو د پول، اسمان، ونې او ځمکې نه یاد کړه، چې څومره په مینه د انسانو خدمت کوي. ته خو تش په نوم انسان یې.تا خو په معنوي لحاظ د انسانیت حق نه دی ادا کړی.

تا کبرجن نه خو څو مرتبې کمینه ځمکه او پلونه بهتره دي. حال دا چې پلونه ستا په واسطه د خدمت لامل ګرځیدلي دي، خو ډېر وخت داسې کارونه وکړی، چې ټول ښه دې په سیند لاهو شي.

فکر وکړه او عمل وکړه، لکه بې فکره او بې پوهې ځينې توکي چې عمل کوي.

651 total views, 1 views today

1 comment

  1. mansoor Reply

    nice latters

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2