Categories

اعلان

Loading…

افغان رسنۍ؛ کمزوری اغېز او د حل لارې چارې/ بشیر ساپی

۲ اګست ۲۰۱۵، میزوري ښار – د امریکا متحده ایالات

په افغانستان کې کورنۍ میډیا ولې د نورو هیوادونو د رسنیو په څیر ژور اغیز نلري دلته یې څو لاملونه په ګوته کوو؛

۱- د رسنیو ازادي؛

ولې مو د “رسنیو ازادي” د لومړي لامل په توګه یاده کړه؟ د ډیرو خلکو هدف به دا وي چې دولت یې په وړاندې ستونزې زیږوي؟ نه، دلته د رسنیو ازادي د هغوی د مالي سرچینو او تمویولوونکو اشخاصو او بنسټونو سره نیغ په نیغه اړیکه لري، په رسنیو کې خبریالان د یوې سوژې تر انتخاب مخکې په دې فکر کوي چې ایا دا سوژه خو د کوم تمویوونکي شریک یا بنسټ د خوابدۍ سبب نه ګرځي؟ همدارنګه د همدې سوژې ټول طرفونه څیړي د بنسټ له مشره نیولې د همدې خبریال شخصي دوستي او خصومتونه په نظر کې نیول کیږي، بیا د همدې سوژې سره داسې چلند کیږي چې اصلي اغیزمنتیا له لاسه ورکوي، بیا په دولت، ټولنه او نړۍ کې کوم ځای نه نیسي.

افغان خبریالان ډیری وختونه شکایت کوي او د خپلو کارونو ناهیلي شي، هغوی فکر کوي چې په یوه سوژه یې له نږدې کار کړی، ټول طرفونه یې څیړلي خو بیا هم اغیز یې نه درلود، که همدا سوژه بیا د امریکا د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ یا د لندن ګارډین ورځپاڼه راواخلي نو دولت، خلکو او نړۍ غوږ ورته نیولی وي، بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي.

ستاسو ځواب به دا وي چې دغه ورځپاڼې دلته ممکن د کومې ستونزې سره مخ نشي او بې لدې چې د تمویل او یا نورې خبرې په ذهن کې وساتي په ډیر ازاد لاس په سوژه کار کوي، خو نه داسې نده، ستاسې ځواب قانع کوونکی ندی، امریکايي رسنۍ چې د افغانستان، پاکستان لپاره په کوم معیار کار کوي بیا همدا معیار د سپینې ماڼۍ، مشرانو جرګې، کانګرس په ټاکنیزو موضوعاتو، د ډیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ټول لپاره یو شان کاروي.

هو که د پالیسۍ خبره وي هغه مو منم، ممکن د خبر جوړلو پالیسي یې د افغانستان او کورني خبرونو ترمنځ توپیر ولري، خو هغې ته مې په دویم لامل کې اشاره کړیده. هغوی چې هر کله په یوه سوژه کار کوي اصلي واقیعتونو ته ځان رسوي، اصلي هدف ته په لاره کې د شخصي خوښو او ناخوښو سره ورته چلند کوي، همدا لامل وي چې سوژه واقیعت ته ځان رسوي او ژور اغیز له ځانه سره پیدا کوي.

۲- د رسنییزو بنسټونو نشراتي پالیسي؛

افغان رسنیز بنسټونه دا فکر کوي چې د پوښښ سره سم باید خپل نشراتي پالیسي هم محدوده او متفاوته وساتي خو دا خبره سمه نده، زمونږ نشراتي پالیسي باید په لویه کچه ترتیب شي، تردې چې باید خلک په دې پوه نشي چې د بیلابیلو طبقو سره مختلف چلند شوی، که د بریطانیې خپرنیزې ادارې (بي بي سي) ته وګورو د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په محلي ژبو نشرات لري، خو تر اوسه چا دا شکایت ونکړ چې په ټیټه سطحه توپیري چلند کوي، د غربي رسنیو پالیسي آن د هیوادونو په سطحه هم ژور توپیرونه نلري، د هغوی د پالیسۍ دایره بیخي قطبي توپیر لري.

د مثال په ډول د طالبانو په اړه د غربي رسنیو پالیسي یا یې د پاکستان او افغانستان د سیاستونو په نظر کې نیولو سره کوم ښکاره توپیر نلري، د داعش په اړه هم همداسې، ځکه ممکن ددې ضرورت نه وي چې په دومره وړه سطحه دې په نشراتي پالیسیو کې تغیر راولي، خو که وګورو د یوکراین په کرکیچ کې دوی بیخي بل طرفته ځانونو نیسي، ځکه هلته د قطبونو او د نړۍ د دوه مخالفو سیاستونو لپاره دا اړتیا لیدل کیږي چې بیله پالیسي ورته ولري، همدارنګه په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم سره مخالفو جنګیالیو ته فعالین وايي، خو بیا روسي میډیا ورته د تروریستانو نوم اخلي.

ښه، ددې لپاره چې لیکنه اوږده نشي نو بیرته خپل مطلب ته راځو، د افغان رسنیو نشراتي پالیسي د حزبونو، بیلابیلو ډلو، په حکومت کې دننه د سیاسي برخوالو لپاره توپیري چلند کوي، د سمت او ولایتونو په کچه توپیرونه کوي، آن په ولایتونو کې د ریاستونو سره هم توپیري چلند شویدی، نو دا د همدې لامل کیږي چې میډیا خپل اعتباري شفافیت دلاسه ورکوي.

۳- مسلکیتوب؛

تاسې به دا فکر کوئ چې ولې مسلیکتوب په دریم ځای کې په نظر کې نیول شویدی؟

د مسلکيتوب څخه مخکې د رسنیزو بنسټونو مسؤلین باید په دې فکر وکړي چې څنګه یو سالم او پرمختللی سیستم رامنځته کولای شو، باید په لیکلي بڼه خپله نشراتي پالیسي ولري، سالم دریځ د یوې رسنۍ لپاره د هغوی اعتبار غښتلی کوي، چې باید په یوه چوکاټ کې یې تشکیل کړي.

اوس راځو مسلکیتوب ته، په افغانستان کې د ډیرو رسنیو کارکوونکي مسلکي روزل شوي ندي، د ملي رسنیو کارکوونکي او خبریالان په رسمي ژبو خبرې نشي کولای، لږ تر لږه د خپل زون د ولایتونو د مرکزي ښارونو نومونه ورته زده ندي. عامه معلومات او مطالعه نلري.

که په ننګرهار کې د لسو خبریالانو دا وپوښتۍ چې د نورستان مرکز څه نومیږي، بیا په اسانۍ سره موندلای شئ، همدا پوښتنه ما د لسو خبریالانو کړیده په لسو کې یواځې درې تنو صحیح ځواب راکړیدی.

همدارنګه که ووایو په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي د درې میاشتو لنډو روزنیزو زده کړو وروسته داسې فکر کوي چې د نړۍ په لسو مشهورو ټاپ ټین خبریالانو کې ځای لري.

دا رسنیو ته تاوان رسوي، د هغوی هر خبر، هره جمله، او هره لیکنه په هیواد کې لږ تر لږه زرګونه خلکو ته رسیږي، د هغې وړه تیروتنه د رسنۍ اعتبار ته زیان رسوي. او افغان رسنۍ له همدې رنځه کړیږي.

د مسلیکتوب سره سره په یوې موضوع کې طرف واقع کیدل هم ډیر ضررونه پیښوي. رسنۍ باید یواځې او یواځې د ولس سره په طرف کې واقع شي، د سیاستونو سره په طرف کې واقع کیدل د رسنیو تر ټولو لوی زیان دی، ځکه سیاستونو هر وخت بدلیږي خو رسنۍ چې خپل اعتبار د لاسه ورکوي بیا بیرته په جوړلو یې کلونو وخت ته اړتیا وي.

۴- د محتوا انتخاب:

زمونږ په ملي او سیمه ایزو رسنیو کې کارکوونکي او خبریالان هر وخت زړه خوري چې ولې د خپلو کارونو رضایت نلري، ولې د مخاطبینو له لورې قانع کوونکی ځواب نه ترلاسه کوي؟ یو ټکسي چلوونکی د حامد کرزي د هوايي ډګر څخه تر احمد شاه مسعود څلورلارې پورې د خپلې راډیو موجونه څلور یا پنځه واره ولې بدلوي؟

دا تول په خپریدونکو محتوا او موادو پورې اړه لري، ایا د رسنیو مسؤلینو کله په دې فکر کړی چې مخاطبین یې څه غواړي؟ د یوې خپرونې، خبرونو، ټاک شو، ګردي میزونو او حتی د تلویزیوني او راډیويي اعلانونو په جوړولو کې د کومو محتویاتو څخه کار واخلو چې هم خلک له ځانه سره وساتو او هم مو اعتبار غښتلی شوی وي. د ټولنې اوسیدونکو ته باید لمړیتوب ورکړل شي. د مثال په ډول که د یوې رسنۍ په فیسبوک پاڼه د کرکټ ملي لوبډلې د کوم لوبغاړي انځور ونښلوئ هغه به ډیر لږ وخت کې د زرګونه خلکو تر منځ شریک شي او په لږ وخت کې به ډیر مخاطبین له ځانه سره ولري، خو که د کورنیو چارو وزیر او ورسره اړوند خبر ونښلوئ نو څوک یې دومره نه ګوري، دواړه مهم دي مونږ نشو کولای دا وروستی یې پریږدو او لمړی یې تل نشر کړو، دلته مونږ ته یواځې دا معلوموي چې مخاطبین له کومې محتوا ستړي شويدي او کومه محتوا غواړي؟ له همدې لارې مونږ کولای شو هغه لارې چارې ولټوو چې په کومو توانیدلی شو چې د مخاطبینو مختلف قشرونه له ځانه سره ولرو.

نور بیا….

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. sohail ahmad Reply

    ډیر ښکلی مطلب دی لیکلی وروره خدای دی وکړی چه داسی نور مطالب هم ولیکی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *