Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو د وفات شوي مشر ورور د ملا منصور له مشرتابه سره مخالفت وکړ/ ږغ

تاند- د طالبانو د وفات شوي مشر ملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان وايي چې د دوی کورنۍ د ملا اختر محمد منصور مشري نه ده منلې.

دی په یوه غږیز پیغام کې، چې تاند ته یې هم رالېږلی دی، وايي چې کورنۍ یې د چا بیعت نه دی کړی او له علماوو څخه غواړي چې د چا د بیعت کولو پر ځای دې د اختلافاتو د حل کولو کوښښ وکړي.

د طالبانو د مشرتابه شورا ځینو نورو غړیو هم د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی خو څرګنده نه ده چې ایا د طالبانو د مشرتابه شورا اکثره غړي د ده مخالف دی او که مخالفان په اقلیت کې دي.

د طالبانو ترمنځ اختلافاتو د افغانستان د سولې په اړه اندېښنې زیاتې کړي او د طالبانو لپاره یې هم دا خطر پېښ کړی چې که په دوو یا څو ډلو ووېشل شي نو نه یوازې دا چې کمزوري به شي بلکې د هر ډول معاملې په مهال به په ټیټ او کمزوري دریځ کې وي.

taliba

200 total views, 1 views today

enclosure:
http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/08/Mula-Abdul-Manan-bro-of-Mula-Omar.wav 6031382 audio/wav

4 comments

  1. محمد داود یتیم یار Reply

    تبصره !
    د ملاعمر ورور ( کوئته شورا) او فدایی محاذ چی دواړه له باکستان سره ژوری اړیکی لری ممکن دپاکستان به اشاره یوه غونډه راوبولی او ددی غونډی له لیاری یو څوک دملاعمر ځای ناستی تعین او ملااخترمحمد منصور پری جلنج کړی
    داچی دوی به مالی امکانات له کومی ځای برابروی زما په فکر ای ایس ای چی یو جهانی تروریستی شبکه ده ددوی اړیکی به له دولت اسلامی ( داعش )سره جوړی کړی او له هغی ځایه به پاکستان هم ځان او هم دوی اکمال کړی دانو معلومه نده چی دغه ډله به پخپل نوم امارت اسلامی فعالیت کوی او که ددولت اسلامی ترنوم لاندی خو زه چی فکرکوم تریو څه وخته به دوی په خپل نوم چلیږی ترڅو دسولی دمذاکراتو په جریان کی پاکستان هم یو څه له افغان حکومت لاسته راوړی او دکوئته شورا هم چی هغه دبندیانو اوپه تورلست کی دهغوی دغړو دنومونو مسله ده

  2. څارنوال علیزی Reply

    دوستانو :
    اتفاق او اتحاد دحق دپاره دخدای تعالی ج رضا اوامر دی اوهم هدف اوموخوته درسیدولپاره دکارښه تنظیم اودکامیابی وسیله ده . اوهم دوست اودښمن ته ګته رسوی نوځکه ترځان غوښتنی ډیرښه اوغوره لارده . ځنګه ښه یی ویلی دی چی: ((که ماویل زه یم تاویل زه یم نه به زه یم نه به ته یی- که ماویل ته یی تاویل ته یی هم به زه یم هم به ته یی )) .نو اتفاق په ښه وی اودافغانستا ن دسولی لپاره هم ددوی اتفاق به انشالله ګټمن وی .

  3. Aziz ahmad Reply

    السلام عليكم ورحمة الله وبركاته لاتجعل الدنيا اكبرهمك ومبلغ علمك ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸