Categories

اعلان

Loading…

طنز ادبي ژانر، که ادبي سبک؟/ ليکوال: عبدالنافع همت

ځينې ليکوال په دې اند دي چې طنز ځان ته ادبي فورم، صنف يا ژانر (Genre) دی او نور يې بيا سبک (Style) بولي. همدا ګروهه او باور د دې لامل شوی چې اوس ډېری ادبپوهان د ادبي اثارو په ډلبندۍ او وېش کې د طنز ځای سم نه شي په ګوته کولای. لومړۍ عقيده ډېره مشهوره ده ، ځکه نو ډېر پلويان هم لري. موږ په دې بحث کې لومړی ادبي ژانر او بيا سبک په لنډ ډول څېړو، تر دې وروسته به وګورو چې طنز له کومې ادعا سره سم لګېږي؟

د ادبي ژانرونو د ډلبندۍ هدف د شکل او محتوا بېلول دي. که غواړو چې يو ادبي اثر وڅېړو، نو بايد لومړی مشابه ادبي اثار په يوه ډله او کورنۍ پورې وتړو. د هر ادبي ژانر په اړه ځينې قراردادونه او معيارونه موجود دي. که ادبي اثار ډلبندي نه کړو، نو په هغه تله او کاڼي يې نه شو تللای چې په ادبي تيورۍ کې د هغه لپاره وضع شوي وي. له بلې خوا د علم يوه مهمه ځانګړنه دا هم ده چې ډلبندي شي او دا وېش په ټولو علومو کې دود دی. (۱)

نوميالي فيلسوف ارستو د لومړي ځل لپاره ادبي اثار پر دريو عمده برخو ووېشل لکه حماسي يا داستاني، تغزلي يا سندريز او ډراماټيک يا تمثيلي ادبيات. د وخت په تېرېدو سره ادب وده وکړه، ادبپوهانو د ارستو پر وېش بحثونه وکړل او په نتيجه کې نوي ډلبندۍ هم جوړې شوې. دا وېش په لوېديځه او ختيځه نړۍ کې سره جلا دی. په ختيځ او لوېديځ کې هم هره ژبه داسې ولسي ژانرونه لري چې دا وېش له نورو ژبو سره نه لګېږي او هر ژانر جلا قراردادونه او معيارونه لري او د هغه له مخې ښه او کمزورې ګڼل کېږي. د نوي وېش له مخې د ارستو ژانرونه لوی ګروپونه بلل کېږي چې هر ګروپ يې پر څو ژانرونو وېشل شوی او هر ژانر بيا په خپل ځان کې کوچنۍ څانګې لري چې کوچنی ژانر يا (Sub Genre) يې بولي. د بېلګې په ډول چاربيته د پښتو ولسي ادبي ژانر دی چې په غنايي يا سندريز ګروپ پورې اړه لري، خو د چاربيتو په لړ کې ځنځيري چاربيته هم لرو چې کوچنۍ څانګه ورته ويلای شو.

له ارستو رانيولې بيا تر اوسه پورې نه يوازې دا چې پر پخوانيو ډولونو نوي ژانرونه ورزيات شوي، بلکې له پخوانۍ زړې تنې څخه نوي څانګې هم راټوکېدلي او يا دوې څانګې سره يو ځای او نوی ژانر ځنې جوړ شوی دی، مثلا له قصيدې څخه غزل جوړه شوه، له پخوانيو جنايي رومانونو څخه د داستايوفسکي رومانونه وزېږېدل، روسي شاعر اليکسانډر بلوک له لرغونو کليوالي ترانو څخه الهام واخيست او په خپلو شعرونو کې يې پخوانۍ محتوا په نوې بڼه وړاندې کړه.

پخوا په لويديځ کې کوميډي او تراژيدي جلا محتوا بلل کېده، خو اوس په يوه قالب کې هم راتلای شي او کوميډي – تراژيدي يې بولي. (۲) دغه ډول په پښتو کې ځوان فورم ټپيزه درواخله چې د پښتو تر ټولو قوي او مشهور شعري فورم (لنډۍ يا ټپې) پر بنسټ ورغول شوه.

که څه هم د ارستو وېش او د هغه وخت له زړې تنې څخه رازرغونې شوي څانګې اوس هم ګڼ شمېر لارويان او پلويان لري، خو ځيني ادبپوهان په تېره بيا ښکلا پېژندونکي وايي چې دا ډلبندي زړه شوې او تر وخت تېره ده. دوی وايي چي دې طبقه بندۍ د ادبياتو د نوي تاريخ فضا مسمومه کړې او د ښکلا پېژندنې په برخه کې يې له موږ څخه ګڼ شمېر حقايق پټ کړي دي. دوی استدلال کوي چې ډېر ځله يو نابغه هنرمند له دې امله د کره کتونکو له نيوکو سره مخ او شاهکار اثر يې له پامه غورځول کېږي چې ولي يې د ادبي ډولونو زوړ وېش نه دی مراعت کړی. (۳)

د ادبي ډولونو تر وېش وروسته د ادبي ژانر د شکل او محتوا موضوع ته راځو. د هر ادبي اثر شکل او محتوا تر خپل منځ نه بېلېدونکي اړيکي لري. يو ادبي ژانر چې شکل يې له محتوا سره سمون و نه لري يا يو شکل خپله محتوا تشريح نه کړاي شي، ګردسره هنري ارزښت نه لري. د بنګله دېش نابغه ليکوال او شاعر رابند ناټ ټاګور په خپله مقاله (د ادب مضمون) کې داسې وايي: بهرنۍ نړۍ زموږ په احساساتو او خيالاتو کې بله نړۍ جوړوي. دغه نړۍ نه یوازې له هغو رنګونو، کرکټرونو، غږونو او هغو شيانو څخه ډکه ده چې له دباندې نړۍ څخه ورته راځي، بلکې د ښو او بدو په اړه زموږ ډار، زړه ورتوب، تعجب، خوښۍ او خواشينۍ سره هم ژورې اړيکې لري.

د هرې موضوع د بيان لپاره ځانګړی قالب موجود دی، مثلا د تغزلي يا سندريز ادب لپاره قصيده، غزل، څلوريزه، لنډۍ، چاربيته او داسي نور شعري قالبونه مناسب دي. دغه ډول د داستاني موضوعاتو لپاره مثنوي، لنډه کيسه، ناول او رومان مناسب قالبونه دي. دلته ګورو چې محتوا او شکل تر خپل منځ يو تناسب لري، يوه اوږده کيسه د لنډۍ يا غزل په فورم کې نه شو وړاندې کولای، خو مثنوي بيا د اوږدو کيسو لپاره ډېر ښه قالب دی. که غواړو چې همدا اوږده کيسه په نثر کې وليکو، نو لنډه کيسه، ناول او رومان غوره قالبونه دي.

کله کله خو مضمون او شکل داسي سره غوټه شوي وي چې ګردسره نه سره بېلېږي. د تخليقي اثر قالب بايد داسي و نه ګڼل شي لکه لوښی او اوبه. اوبه د لوښي له جنس څخه نه دي، ځکه نو کولای شو چې د يوه لوښي اوبه په بل لوښي کې واچوو، خو که له يوه مضمون څخه د هغه د افادې شکل ليري کړو امکان لري چې بل شي ځنې جوړ شي. مثلا غواړو يوه محتوا د رومان په قالب کې وړاندې کړو. که وغواړو همدا محتوا د ژورناليستکي مقالې يا ډرامې په بڼه وړاندې کړو، نو نه يوازې دا چې د تخليقي مضمون د افادې فورم مو بدل کړ، بلکې يو نوی مضمون مو په نوي شکل کې ځای کړی دی.

(۴)

زموږ فرهنګي دود داسې دی چې ټول ادبي اثار په لومړي سر کې د بڼې له مخې پر دوو برخو وېشل کېږي چې يو يې نظم او شعر او بل يې نثر دی. په دې وېش کې هم شعر او هم نثر خپل تخنيکي جوړښت او قراردادونه لري، مثلا د پښتو ژبې لنډۍ بايد دوې مسرې وي، د څپو شمېر يې بايد دوه ويشت وي چې لومړۍ څپه يې نهه او دوهمه يې ديارلس څپې وي. بايد قافيه و نه لري او دوهمه مسره يې په ( نه) يا ( مه) پای ته رسېدلې وي. که دا خصوصيات و نه لري، نو لنډۍ نه شو ورته ويلای. (۵)

ګورو چې طنز نه د ارستو په دريو لويو ګروپونو کې ياد شوی او نه هم په هغه لړ کې د خپلواک ادبي ژانر په توګه راتلای شي چې دې لويو ډلو ته منسوی شوی دی، خو که ورته ځير شو، نو له هر ګروپ سره اړه لري او په ټولو هغو ادبي ژانرونو کې راتلای شي چې له دې لويو ګروپونو سره اړه لري. لنډه دا چې طنز په هره بڼه راتلای شي لکه د وينا، ليکنې، رسم، تياتر، راډيويي او ټلويزيوني ډرامو په بڼه.

ځينې ادبپوهان ادبي ژانرونه د موضوع او محتوا په نوم هم يادوي، لکه انتقادي ادبيات، عرفاني ادبيات، تعليمي ادبيات او داسي نور. موږ مخکې وويل چې د ادبي ژانرونو هدف د شکل او محتوا بېلول دي، خو په موضوعي وېش کې نه يوازې دا چې د شکلونو او قالبونو وېش له پامه غورځول کېږي، بلکې محتوا هم په روښانه ډول نه سرا جلا کوي. د بېلګې په توګه انتقادي ادبيات به راواخلو چې له طنز سره نژدې خپلوي لري. د انتقاد ساحه تر ادبي ژانر لويه ده، انتقاد هم په ادبي او هم ژورنالستيکو ژانرونو کې راتلای شي، آن دا چې د ادبياتو تر پولو هم اوړي، انتقاد کېدای شي چې د کارټون په بڼه وي چې کارټون ته بيا ادبيات نه شو ويلای.

ځينې ليکوال بيا طنز له انتقادي ادبياتو سره تړي. که دا فرضيه ومنو، نو په ډېرو ادبي او ژورنالستيکو ليکنو کې د ټولنې ناخوالو ته د انتقاد ګوته نيول شوې وي، خو هر انتقاد ته طنز نه شو ويلای. طنز د انتقاد او ظرافت هغه مخلوط شوې تومنه يا ګډوله ده چې هنري ځلا او ښکلا لري، دا ځلا او رڼا په هر ادبي قالب کې لوېدای شي او قالب ته د هيندارې بڼه ورکوي، په دې هېنداره کې د ټولنې نيمګړتياوي خورا واضح ښکاري. په پورتنۍ فرضيه کې وينو چې په انتقادي ادبياتو کې د طنز له دوو اساسي ارکانو څخه يوازې يو رکن ياني انتقاد ليدل کېږي، خو د طنز بل رکن چې ظرافت دی له پامه غورځول شوی دی، نو په دې اساس ويلای شو چې د ادبي اثارو موضوعي وېش يوازې ادبي موضوعات اوډلای شي، خو د ادبي ژانرونو د شکل او محتوا په وېش کې مرسته نه شي راسره کولای.

ادبيات د بڼې له مخې پر دوو عمده برخو وېشل کېږي چې يو شعر او بل يې نثر دی. ګورو چې طنز هم په شعر او هم نثري بڼه ليکل کېدای شي. دغه ډول مو د هر ادبي ژانر لپاره د بهرني موجوديت ياني قالب خبره وکړه. څرنګه چې طنز د هر ژانر په قالب کې راتلای شي، نو ويلای شو چې طنز بهرنی موجوديت او قالب نه لري او يوازې محتوا ده.

د طنزساحه تر ادبي ژانر لويه ده، ځکه چې ادبي اثار يوازې د خپل قالب په بڼه وړاندې کېږي، خو طنزي اثار پر شفاهي او ليکلې بڼه سربېره په تصويري او تمثيلي بڼه هم وړاندې کېدای شي. مثلا کارټون طنز دی، خو ادبيات نه شو ورته ويلای. طنزي رومان ادبي اثر دی، خو د ټلويزيوني سريال بڼه يې ادبيات نه شو ګڼلای. دلته وينو چې رومان تمثيل شوی او د الفاظو پر ځای يې د تصوير بڼه غوره کړې او ادب له دايرې وتلی، خو په نوې بڼه کې بيا هم طنز بلل کېږي، که همدا طنزي رومان کارټوني بڼې ته واړوو، نو له ادبياتو څخه وزي، خو له طنز سره خپلوي نه پرې کوي او په نوې بڼه بيا هم طنز ورته ويلای شو.

د ادبي ژانر يوه ځانګړنه دا ده چې کله يې يو ملت له بل څخه په پور اخلي او تقليد يې کوي، نو په شکل يا محتوا کې يې خامخا څه ناڅه بدلون راځي. د بيلګې په ډول جاپانۍ هايکو به راواخلو چې نوې پښتو شاعرۍ ته راغلې ده. هايکو په جاپانۍ شاعرۍ کې درې مسرې لري چې لومړۍ او دوهمه مسره يې پنځه او دوهمه يې اووه څپې لري، خو په پښتو شاعرۍ کې يې د مسريو تر منځ د څپو شمېر مهم نه دی، بس يوازې يې بايد د مسريو شمېر درې وي . هايکو د تخنيکي اړخ تر څنګ د محتوا له مخې هم خوراډېرې باريکۍ او نزاکتونه لري. په جاپانۍ شاعرۍ کې تر ډېره بريده د طبيعت ښکلا انځوروي، خو په پښتو کې چې تر دې مهاله څومره هايکوګاني ليکل شوي، نو هر ډول محتوا پکې ليدل کېږي. (۶)

د هايکو غوندې طنز هم له نورو ژبو څخه پښتو ته راغلی دی، نو که چېري طنز ادبي ژانر وای او يا يې بهرنی وجود درلودای، خامخا يې څه ناڅه بدلون کاوه، خو ګورو چې د طنز دوه اساسي رکنونه ياني انتقاد او خندا پر ځای پاته او په هره ټولنه کې يې همدا رنګ ساتلی دی. که څه هم په ځينو بهرنيو طنزونو کې داسې خبرې راغلي وي چې زموږ له فرهنګ سره سمون نه لري، خو د هغه اصلي علت د طنز جوړښت نه، بلکې اجتماعي ارزښتونه دي، طبعا چې د يوې ټولنې ارزښتونه له بلې سره توپير لري. په ژانر کې شکل اساسي عنصر دی، آن دا چې ادبي ژانر له شکل پرته بيخي زېږېدلای نه شي، خو په طنز کې قالب د طنز برخه نه ګڼل کېږي.

په ادبي ژانر کې وينو چې قالب د موضوع او محتوا د کميت دواړو له مخې مهم دی، خو طنز په هر ژانر کې راتلای شي، آن دا چې پر ادب سربېره په ژورناليستيکو ژانرونو کې هم وړاندې کېدای شي او قالب يې يوازې د محتوا د کميت له مخې غوره کېږي. مثلا د شپاړسمې مېلادي پېړۍ د نوميالي اسپانوي طنز ليکوال سروانتيس ( دون کيشوت) رومان به ياد کړو. دا اثر هم رومان او هم طنز دی. سروانتيس غوښتل چې د شپاړسمې پېړۍ پر رومانتيکو ادبياتو، نکلونو، افسانوي پهلوانانو، درواغجنو کيسو او خرافاتي عقايدو باندې په ادبي بڼه انتقاد وکړي. څرنګه چې هدف يې د ادبياتو او تاريخ يوه لويه برخه نقد کول او محتوا يې ډېره لويه وه، نو سروانتيس لازمه وګڼله چې د تشريح لپاره يې د رومان ژانر غوره کړي. دون کيشوت رومان په دوه ټوکه کې ليکل شوی چې هر ټوک يې تقريبا شپږ سوه مخه لري. د دې لپاره چې د کتاب ژبه وچه او ستړې کوونکې نه شي ليکوال غوره ګڼلې چې خپل فکر په طنزي ډول بيان کړي. دلته ګورو چې اثر د ادبي ژانر له مخې رومان دی، خو سبک يې طنزي دی. دغه ډول د چارلس ډيکنز اثار د ژانر له مخې رومانونه، خو په طنزي سبک ليکل شوي دي. (۷)

سبک په لغت کې سره يا سپين زر ويلي کول او په قالب کې اچول دي او په ادبي اصطلاح د بيان خاص طرز ته وايي. (۸) سبک د ادبي نقد او ادبي تيورۍ لپاره بنسټونه ګڼل کېږي، ځکه چې يو خو د ادبياتو د ماهيت په پېژندلو کې مرسته راسره کوي او بل يې د يوه شاعر يا ليکوال کمزورۍ راښيي. په سبک کې د لغتونو د انتخاب طرز، د جملو د جوړښت ډول، خيال انځورول، وزن، د بديعي صنايعو راوړلو طریقه او نورو ژبني خصوصیاتو تکرار او يا يوه اړخ ته ډېر ارزښت ورکول يې عمده ځانګړتياوي دي.

څرنګه چې په سبک کې د ژبنيو توکو تکرار د ملاتير ګڼل کېږي، نو په طنز کې هم تل انتقاد او خندا په خپل ځانګړي تناسب او هنرمندانه انداز غاړه په غاړه او بېلابېلو بڼو تکرارېږي. (۹) هر ليکوال د خپلې عقيدې له مخې يو شی رد او یا تائيدوي. د يوې ستونزې د حل لپاره يوه ځانګړې لاره غوره کوي او بياهمدا مفکوره د ليکوال په اثارو کې په يوه او بله بڼه تکرارېږي، نو د هغو خصوصياتو مجموعه چې له يوې خوا د يوه ليکوال اثار له نورو څخه جلا او له بلې خوا د ده په اثارو کې تکرارېږي، سبک بلل کېږي. که څه هم ټول سبکي خصوصيات په طنز پورې اړه نه لري، خو ځينې سبکي ځانګړنې او تخنيکونه شته چې ادبي ليکنه طنزي کولای شي.

سبک اووه ډولونه لري چې يو ډول يې د هدف او مقصد په نوم يادېږي. په احساساتي سبک کې ليکوال غواړي چې د لوستونکو احساسات او هيجانات راوپاروي چې طنز هم په دې ډول سبک پورې اړه لري. (۱۰) طنز ليکوال غواړي چې د لوستونکي احساسات راوپاروي، هغوی وخندوي، خو په دې خندا کې هغوی ته دټولنې ځينې ناخوالي او نيمګړتياوي هم وروښيي. سبک د کمي او کيفي اړخونو له پلوه هم د بحث وړ دی چې طنز يې په کيفي ځانګړتياوو کې راځي. (۱۱)

ځينې ادبي سبکونه د لويو ليکوالو او شاعرانو په نوم هم يادېږي او نور يې تقليد کوي لکه د خوشال بابا سبک، د روښانيانو سبک او داسې نور. دغسي په طنز کې هم طنز دوه مشهور سبکونه شته چې يو (هوراسي) او بل (جووينالي) سبک نومېږي. هوراس او جووينال د لرغوني روم دوه مشهور شاعران ول چې هر يوه يې ځان ته طنزي سبک درلود. جووينالي سبک ته تور يا تريخ سبک هم وايي. په دې سبک کې ظرافت يا خندا لږ او انتقاد ډېر وي، برعکس په هوراسي طنزونو کې بيا خندا ډېره او انتقاد لږ وي، ځکه يې سپين يا خواږه طنزونه هم بولي.

د طنز ليکوالو تر منځ هم د سبک موضوع د بحث وړ ده چې انفرادي سبک بلل کېږي. د بېلګې په توګه يو شاعر يا ليکوال د طنز لپاره سياسي او بل يو فرهنګي موضوع غوره کوي. يو ليکوال د ټولنې لوړپوړې چارواکې په نښه کوي او بل بيا ټیټ رتبه مامورينو ته ګوته نيسي. يو ليکوال د خپلي ليکنې لپاره د لنډې کيسې او بل بيا د راپور فورم غوره کوي. يو ليکوال د الفاظو په مرسته طنز جوړوي، خو بل بيا معنوي صنعتونو ته ترجيح ورکوي. يو ليکوال اوږدې او بل لنډې جملې ليکي. يو ليکوال يو ډول قضاوت کوي او د بل ليکوال قضاوت بيا بېل وي. دا ټول هغه خصوصيات دي چې د يوه طنز ليکوال سبک له بل څخه بېلوي، نو په دې اساس ويلای شو چې سبک فردي ځانګړنه ده. لکه څنګه چې په ټولنه کې دوه انسانان په يوه بڼه او يوه فکر نه دي، دغسي د دوو ليکوالو سبکونه هم يو ډول نه وي.

ماخذونه:

۱:  هاشمي، څېړنپوه محی الدين،۱۳۹۳ ش کال، د ادبپوهنې څانګې د افغانستان د علومو اکاډمي،   ۱۸۳ مخ

۲: طهور آنلاين دائرة المعارف، http://tahoor.com/fa/Article/View/114078

۳: شميسا، ډاکټر سيروس، ۱۳۸۶ څلورم چاپ انواع ادبی، د ايران ملي کتابتون، تهران، ۲۹- ۳۰ مخونه)

۴: شينواری، سرمحقق دوست، ۱۳۶۵ش کال، د ادب تيورۍ اساسونه، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۸۳ – ۸۵ مخونه

۵: بېنوا، عبدالروف، ۱۳۹۰ش کال، دريم چاپ، ادبي فنون، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۱۰۷ مخ

۶: يون، پوهندوی محمد اسمعيل، ۲۰۱۲م کال، پښتو کې درې نوي شعري فورمونه، بېنوا ويبپاڼه، http://www.benawa.com/details.php?id=51370

۷: اديب، عبدالکافي،۱۹۹۰م کال، دوهم چاپ   خورې پاڼې، ملت پبليکېشنز، چارسده، ۴۰ مخ

۸: الفت، ګل پاچا،۱۳۳۹ش کال ليکوالي، املا او انشا، پښتو ټولنه

۹: غضنفر، اسدالله، ۱۳۹۲ش کال، دوهم چاپ د نثر ليکلو هنر، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار ، ۲۲- ۵۴ مخونه.

۱۰: روهي، څېړندوی محمدصديق، ۱۳۸۶ش کال ادبي څېړنې، دانش خپرندويه ټولنه، ۹۹ مخ

۱۱: ښکلی، اجمل،۱۳۹۰ش کال سبکپوهه، دانش خپرندويه ټولنه، ۵۱ مخ

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *