Categories

ځانمرګی (ناول) لیکوال ډاکتر محب زغم

لومړى څپرکى

سترگې مې درنې وې، لکه سره گنډلې چې وي. يو څه  زور مې وکړ. سترګې مې نيم کښې سوې. له چپ لوري تته رڼا راښکاره سوه. سر ته مې يو شى لکه سيورى چورلېده. سترگې مې پټې کړې، سترغلو باندې مې زور وکړ. بېرته مې سترگې وغړولې. دا ځل مې په چت پورې ځړېدلې پکه سهي کړه، چې څرخېدله؛ خو لکه د پلاستيک له شا څخه چې ورته وگورې. د کوم شي ږغ مې اورېده، چې چونگ، چونگ يې کاوه.  ورسره مې د چا خرهار او د بل کرار زگيروي هم واورېدل. ځان رانه هېر و. زه څوک يم؟ دا کوم ځاى دى؟ لکه سړى چې له درانه خوبه راويښ سي، په هېڅ نه پوهېدم. ستړى وم. بدن مې شخ پخ و. ما وې يو څه كښښونه (غځونه) به وکړم. لاسونه مې درانه وو. زور مې وکړ. پر مړوندو مې درد سو. سر مې نوكى پورته کړ. د څنگل په رگ پورې مې يو نرى پيپ بند و. د سيروم له کڅوړې څخه يو يو څاڅکى پيپ ته راتېرېده. مړوندونه مې په سپينو ريتاړو باندې په چپرکټ پورې تړل سوي وو. يوه پښه مې تر بلې پورته پر يوه شي ايښوول سوې وه. ښۍ پونده مې نرۍ نرۍ خوږېده. په چپ ورانه پورې مې يو شى تړل سوى و. خوله مې ډېره وچه وه. ژبه مې تالو پورې نښتې وه. په سختۍ سره مې وويل: اوبه.

         بېرته مې سترگې سره ورغلې. چا مې په خوله كښې په کاشوغه باندې اوبه راواچولې. دوه درې غوړپه مې وکړل. بيا مې سترګې پرانيستلې. په سپينو جامو کښې، شنه خولۍ پر سر، يوه سپينه نجلۍ، ګيلاس په لاس سر ته مې ولاړه وه. د هغې له لاسه مې په سر باندې گيلاس پورې وواهه. په لوړ اواز مې وويل: ځغله! بې شرمې!

            کړنگ سو، گيلاس ولوېد. هغه په تلوار سره دوه گامه شاته سوه. په سختۍ سره مې پر ژبې باندې يو څه ناړې راټولې کړې، بيا مې د هغې خوا ته ورتو کړې.

            په رډو سترگو يې راوکتل. هېڅ يې ونه ويل. په منډه له کوټې څخه ووته.

دويم څپرکى

هر وخت چې به مې د مور په سترگو کښې اوښکې ولېدې؛ نو پلار به مې راياد سو. ما هغه نه و ليدلى. ما گومان کاوه، چې ټول کوچنيان به يوازې مور لري؛ خو يو وخت مې وليدل، چې د گاونډيو ماشومان پلار هم لري. له مور څخه مې پوښتنه وکړه، چې زما پلار چېرته دى؟

هغې په غېږ پورې ونيولم، لاسونه يې رانه تاو کړل. هېڅ يې ونه ويل.

سر مې پورته کړ. سترگې يې له اوښکو ډکې وې.

            بيا مې وپوښتل: ادې! زما پلار ولې کور ته نه راځي؟

            د ادې اوښکې روانې سوې. په ژړا يې وويل: نانىه! پلار دې جنت ته تللى.

            _ نو ته ولې ژاړې؟

            بيا يې په غېږ پورې ټينگ کړم: هېڅ .

            _ جنت چېرته دى؟

            _ په اسمان کښې.

         _ په اسمان کښې؟ نو پلار مې څنگه وروخوت؟

         _ پرښتو له ځان سره يووړ.

         _ کله به بېرته راسي؟

         پر تندي باندې يې ښکل کړم، ويې ويل: چوچيه! هغه بېرته نه راځي. موږ به ورسو.

            _ کله؟

             _ هر وخت چې د خداى خوښه وي.

            له هماغې ورځې مې جنت ته د تلو خوبونه ليدل. مور راته ويلي وو، چې جنت ډېر ښکلى ځاى دى. شنه باغونه پکښې كې دي. د شېدو رودونه او د شاتو ويالې لري. هلته نه گرمي سته نه يخني. هر قسم مېوه، چې وغواړې، درته رسېږي.

            مور راته د جنت هر څه ويلي وو؛ خو د حورو، غلمانو او شرابو يې څه راته نه وو ويلي. درې کاله وروسته مې بيا د جومات د ملا صاحب له خولې د جنت نورې خبرې هم واورېدې.

            يوه ورځ مې د گاونډي زوى وليد. پلار چې يې راغى، ده ورمنډه کړه. ځان يې هغه ته ورساوه، په پښو پورې يې ونښت. هغه ورته ټيټ سو، سر يې ورښکل کړ، يوه دانه کېله يې په لاس كښې ورکړه. هلك کېله سپينه کړه. يو شخوند به يې وکړ، بيا به يې ما ته راوکتل. کېله چې يې خلاصه سوه، راته ويې ويل: زما پلار خو راته هره ورځ  کېلې راوړي.

            ما ورته وويل: ځه بچيه!  زما پلار خو په جنت کښې دى. هلته هر قسم ميوه سته. ما ته به ډېرې مېوې وساتي.

            هغه وويل: وه ليونيه، ستا پلار خو شهيد سوى. هغه خو شورويانو وژلى دى.

            ما وويل: دروغ ولې وايې؟ پلار خو مې پرښتو اسمان ته بولى.

            هغه راته کمپ ته نژدې غونډۍ راوښووله، چې پر سر يې زرغونې او شنې جنډې رپېدلې. ويې ويل: پلار دې هلته ښخ دى.

            بله ورځ نيكه مې غونډۍ ته بوتلم، پر يوه قبر يې ودرولم. راته ويې ويل: هغه مو دلته ښخ کړى و؛ خو پرښتو د خداى په امر اسمان ته يووړ.

            يو څو مياشتې چې تېرې سوې، زموږ کمپ ته نوې کډه راغله. موږ په موټر پسې منډې وهلې. موټر زموږ د کور له درگاه سره ودرېد. له موټره يو ځوان له تورې لونگۍ سره راکښته سو. د پيک اپ شاته، د کاليو په منځ، په توره برقه کښې يوه ښځه هم ناسته وه. شيان يې له موټرڅخه کښته کړل، زموږ کور ته يې يوړل. مور راته وويل، چې دا دې اکا دى او دايې مينه ده. وروسته پوه سوم، چې اکا دا څو کاله په کلي کښې پاته سوى و، چې واده وکړي؛ خو زما پلار جهاد ته راغلى و.

            څو مياشتې مې ښه ساعت تېر و. هر وخت چې اکا به مې په کمپ کښې و؛ نو مازديگر به يې له ځان سره پر غونډيو گرځولم. د خوراک يو نيم شى به يې هم راته رانيوه. ما به  هغه نه خوړ، په کمپ کښې به مې نورو هلکانو ته ښکاره کاوه. په خوړلو کښې يې دومره خوند نه و، ټول خوند يې په همدې کښې و، چې هلکانو ته يې وښييم.

يوه شپه د مور د ژړا ږغ راويښ کړم. هغې د كوټې په خړ دېوال پورې تکيه کړې وه. د تور پوړني په پيڅکه يې اوښکې پاکولې. په ژړغوني ږغ يې ويل: زه سر سپينومه. زه هېڅ څوک نه کوم. زه به مې زوى رالوى کم. همدا مې هر څه دى.

            مخامخ دېوال ته نيکه ډډه لگولې وه. په گڼه سپينه ږيره کښې يې گوتې تېرولې. څو شېبې غلى و. سترگې يې د چت په تورو وسپنيزو ګاډرونو پورې گنډلې وې. سپينه لونگۍ يې له سره ايسته كړه، څنگ ته يې پر نيالۍ كښېښوه. د سر تار تار ويښته يې، چې په پوستکي پورې سرېښ وو، وګرول. بيا يې وويل: ما همدومره درته وويل چې ته ځوانه يې، چې بيا خلک راپورې خبرې ونه کي. نوره دې خوښه خپله.

            له هغې ورځې وروسته به اکا چندانې زما په کيسه کښې نه و. نه يې پر غونډيو ګرځولم، نه يې شيان راته رانيول. بيا په لوېينه کښې خبر سوم، چې اکا غوښتل مورمې ځان ته په نکاح کړي. څو مياشتې نورې چې ووتې، د اکا زوى پيدا سو. تک تور لکه د خپلې مور و. نوم يې هم تورکى سو. سترگې يې وړې وړې او خوله يې لويه وه. خوله يې ان په هغه اولو ورځو کښې دومره لويه وه، چې ما به دوې دانې چوشکې يوځايي په خوله کښې ورمنډلې. هغه چې په خاپوړو سو؛ نو نيکه هم د هغه ملگرى سو. بيا هېچا په ما پسې سر نه گرځاوه. يوازې به مور په غېږ کښې نېولم او کله کله به يې ښکلولم. نيکه به چې د اکا زوى په غېږ کښې ونيو، زه به کرار ورغلم، لاس به مې په كراره د تورکي کوناټي ته ورساوه، ټينگه نوکاره به مې ورولگوله. د هغه ژړا به پورته سوه. نيکه به د اکا ناوې ته ورنارې کړې: خديجې! راسه دا تيزن دې واخله. هر وخت زما په غېږ کښې ژاړي.

            زه به د هغه پر ځاى د نيکه غېږې ته ولوېدم او په زړه کښې به خوشاله وم. څومره چې لوېيدم هماغومره مې له تورکي څخه کرکه زياتېدله. د هغه درې خويندې او دوه ورونه هم پيدا سول؛ خو له نورو څخه مې کرکه نه کېدله، يوازې تورکى مې بد اېسېد. له اکا څخه مې خوا بده وه. همزولو به پيغور راکاوه، چې څنگه دې څو ورځې مزې کولې، که د نر زوى يې؛ نو اوس هم شيان رانيسه. اکا خو دې نور شى درته نه رانيسي.

کله چې د مور په باب د هغه پر نيت پوه سوم؛ نو په زړه کښې مې ورنه کرکه پيدا سوه. د هغه د لاس ښکلول راباندې ډېر غمېدل. يو دوه وارې مې د هغه لاس مچ نه کړ؛ خو مور راته په غوسه سوه، چې بې ادبي مه کوه، سړى د مشرانو لاسونه ښکلوي.

            تورکى چې يو څه غټ سو؛ نو ما به کله کله واهه. هغه ډېر شيطان و. زما په شيانو به يې کار لاره. ما به د ژاولو او بيسکوټو کاغذان، چې هلکانو به ايسته غورځول، راټولول او په کور کښې به مې تر ليمڅي لاندې پټول. پر دې کاغذانو به ښکلي عکسونه وو. تورکي زما کاغذان څيرل او ما به ورته څپېړې ورکولې. هر ځل به د هغه مور راغله او زه به يې ووهلم. مور يې د غوا په شان غټه وه. ما په زړه کښې توره بلا بلله. هغه زما د مور غوندې بې خولې نه وه، ډېره پليته ژبوره وه. يوه ورځ، چې زه يې په څپېړو ووهلم، پزه مې وينې سوه. مور چې مې پزه پرېوله، ورته ويې ويل: خديجې! له لاس سره دې لږ پام کوه. نانى دې ژوبل کړى.

            هغې ورباندې چيغه کړه: نو دى ولې زما گلالى زوى وهي. چې دومره درباندې گران دى؛ نو له ځان سره يې ساته.

            ادې وويل: دا خو مومنان (ماشومان) دي، يو سات خپه يو سات خوشاله.

            تورې بلا وويل: ستا زوى خوغټ سړى دى، کوچنى خو نه دى.

         ادې راته نصيحت وکړ، چې د اکا په اولادونو کار مه لره؛ خو ما به خپل کار کاوه.

         غاښ مې لا نه و لوېدلى، چې سبقان مې شروع کړل. بغدادي قاعده مې په مياشت کښې زده کړه. بيا ملا صاحب راته قران شريف شروع کړ. لا کال نه و پوره، چې غاښ مې ولوېد. بل کال ته مې قران شريف ختم کړ. مور مې ډېره خوشاله وه. ما به چې د هغې خوشالي وليده؛ نو لا زيات سبقان به مې ويل. وروسته امام صاحب راته قدوري، خلاصه، مونيه، او شروط الصلاة وويل. د تورکي هېڅ شى نه زده کېده. هغه چې لوى سو، ان دوه غاښونه يې لوېدلي وو، چې ما به سبقان ورته ښوول؛ خو د هغه سر په څه شي نه خلاصېده. چې رښتيا سي، زه د هغه پر ټمبلۍ خوشاله وم.

            دې وخت کښې مې نيکه مړ سو. يوه ورځ يې پر خپل ټټر باندې لاس کښېښوو، چې ځيگر مې خوږېږي. اکا هغه په موټر کښې واچاوه، چې هسپتال ته يې بوځي. يو دوه ساعته وروسته يې بېرته په هماغه موټر کښې مړى راوړ. د نيکه په ژوند دومره نه ځورېدم. د پلار مينه به مې په هغه ماتوله؛ خو د هغه په مرګ بيخي يوازې سوم. وروسته له موږ سره د اکا چلند لا پسې خراب سو. هغه خپلې تورې ښځې ته هېڅ نه ويل؛ خو زما مور به يې کله کله وهله. ښځې به يې هر وخت پيغور راکاوه، چې تر کله به زموږ خيرات ته ناست ياست، ورسئ ځان ته کوم کسب کار وگورئ. سبقان خو ښه ويلى سئ، کار ته مو بيا ملا ماته ده.

            مور مې غاړې رغولې. ما سبقان ويل او په کوڅو کښې مې خالي بوتلان او کاغذان راټولول او پر کباړي مې خرڅول. ما ګردې پيسې مور ته ورکولې او هغې اکا ته.

            يوه ورځ يو تور سړى، چې د مولويانو په شان يې سپين دستار تړلى و، له دوو نورو سره، چې سپين گرد لمني کميسونه يې تر ښنگرو پورې رسېدل او يوازې يې پر زنو باندې ږيرې لرلې، زموږ د کمپ جومات ته راغلل. د دوى پر سرونو يو بل ډول دستار و، چې ما پخوا نه و ليدلى. شمله يې نه لرله. د دستار درې څنډې يې پر اوږو او څټ ځړېدې. له هغوى سره دوه موټره فوجيان هم راغلي او د جومات شاوخواته درېدلي وو. هغوى په عربي ژبه زموږ ملا صاحب ته څه وويل. ملا صاحب زه او درې نور کسان ورته وښوولو. هغوى څو شېبې نورې هم سره خبرې وکړې. بيا ملا صاحب موږ ته وويل، چې شيخ صاحب په کوټه (كوېټه) کښې مدرسه لري. له جوماتو څخه تکړه طالب العلمان راټولوي او مدرسې ته يې بيايي.  شيخ بيا څه وويل. او ورپسې ملا صاحب د هغه خبرې موږ ته وکړې: شيخ صاحب په خپله مدرسه کښې درې وخته ډوډۍ وركوي، د شپې ځاى وركوي، جيب خرڅ هم ورکوي. تاسو په خپلو کورونو کښې دا خبره وکئ. شيخ صاحب بله جمعه راځي او د چا چې خوښه وي مدرسې ته يې بيايي.

            مور مې سودايي وه؛ خو ما تر بلې جمعې شېبې شمېرلې، چې کله به شيخ صاحب راځي او ما له ځان سره بيايي. دغه ورځ هم راورسېدله. زه له درېو نورو هلکانو سره دارالعلوم ته ولاړم. هلته يې له ټولوڅخه امتحان واخيست، بيا يې زه او عبدالهادي په يوه جماعت کښې کښېنولو؛ خو دوه نور انډيوالان يې رانه بېل کړل. دا مې اول ځل و، چې کوټه مې ليدله. غټ غټ مارکېټونه، پاخه سړکان، رنگ رنگ موټران او ډېر نور شيان پکښې وو. زموږ مدرسه هم لويه وه. له درگاه څخه يې نيولې تر اخر سره پورې د مرمرو سپينې ډبرې لگېدلې وې. د غولي په منځ کښې يې د اوبو لوى ډنډ و، چې موږ اتيا- نوي کسه طلباو به په يو وار اودسونه پکښې کول. د ډنډ په شنو كاشيو كښې اوبه د اسمان په شان شنې ښكارېدې. د درگاه په چپ لاس کښې د استنجا ځايونه او لېټرينونه(تشنابونه) وو. د غسل کوټې هم هماغلته وې. ما پخوا داسې څيزونه نه وو لېدلي. په اوله ورځ د مدرسې ناظم پر ټولو ځايونو وگرځولو او هرڅه يې راته راوښوول. شاور، بايلر، نل او کموډ مې اول ځل په همدې مدرسه کښې وليدل. د مدرسې په درېو ديوالونه پورې لويې کوټې لگېدلې وې، د ټولو كوټو درگاوې غولي ته خلاصېدې. موږ به سبقان پکښې ويل. د دغو کوټو پر سر په دويم چت کښې مو د خوب خونې وې. په هره خونه کښې لس لس کسان پرېوتل. د مدرسې د غولي په منځ کښې لوىه جامع وه. دوه چتونه يې لرل. ګردۍ گنبده يې دومره لوړه وه، چې كه شل كسان هم يو د بل پر اوږو سپاره سوي واى لا به يې هم ګنبدې ته لاس نه وررسېده. ګنبده همدومره پراخه هم وه. ښکلي رنگه گلان پرې رسم سوي وو. د امام صاحب د قرائت خوږ اواز په ګنبده كښې انګازې كولې. د ګنبدې په منځ كښې په لس دولس ګزه اوږده طلايي رنګه زنځير پورې د څراغونو ګېډۍ ځوړنده وه، چې دوى ورته قنديل ويل. د سرو غاليو مصلې پکښې هوارې وې او په چت پورې د هر صف له پاسه دو لس دانې پکې ځړېدلې وې. محراب او منبر له سپينو مرمرو جوړ وو، له پاسه يې د مرمرو پر بله ډبره کلمۀ طيبه په تور رنگ ليکل سوې وه. سمه ډوډۍ يې راکوله. هره غرمه مو په دريو كسانو يوه کاسه ښوروا خوړله. هر چا ته يوه ټوټه غوښه رسېدله. سهار يې ملايي راکوله، د شپې به يې کله پټاټې، کله سبزي او کله لوبيا يا دال پخول. د غرمې له خوا يې مېوه هم راکوله. ما به څو ورځې د خپلې برخې مېوه سره يوځاى کړه او چې کور ته به تلم، مور ته به مې وړله. په هره مياشت کښې به يو ځل کور ته تلم. د جيب خرڅ روپۍ، چې يې راکولې، د هغې نيمايي به مې هم مور ته ورکوله. په مور پسې ډېر خپه کېدم؛ خو مياشت وروسته به هم، چې کور ته تلم، بيا به هم د اکا او د تورې بلا چلند راسره نه و ښه. ما به چې مور ته د سبقانو کيسې کولې، د اکا مينې به تر سترگو لاندې راته بدبد کتل. كله كله به يې طاقت نه کېده او ويل به يې چې: دا هسې خوشې خبرې دي، نر هغه دى چې پيسې وگټي.

خو مور به شاباسي راکوله. يوه جمعه، چې کور ته ولاړم، د ادې تر چپې سترگې لاندې شنه ليکه تاوه وه. سترگه يې سره اوښتې او پړسېدلې وه. پوښتنه مې وکړه چې دا ولې؟

            هغه موسکۍ سوه، ويې ويل: هېڅ نانيه! همداسې مې سر راباندې وگرځېد. ولوېدمه.

            ما وويل: دا نو څنگه، چې بل ځاى دې نه دى ژوبل، يوازې دې سترگه خوږ سوې ده؟

            هغې وويل: نانيه، سترگه مې په درگاه پورې ولگېده.

            زه پوه سوم، چې خبره رانه پټوي. توره بلا همداسې ناسته وه، له کوټې څخه بيخي نه وتله.

            ما چې مور ته د جيب خرڅ پيسې ورکولې، هغې رانه وانه خيستې. ويې ويل: نور به چې راځې، پيسې به دې اکا ته ورکوې.

            ما وپوښتل: ولې؟

            ادې وويل: نانيه! زه به په پيسو باندې څه وکم؟ اکا دې د کور خرڅ راوړي، ما ته ډوډۍ راکوي؛ نو ته دې پيسې هغه ته ورکوه.

            اکا چې راغى ما ورسره د لاس روغبړ وکړ؛ خو لاس مې يې ښکل نه کړ. هغه څو شېبې تريو تندى کښېناست؛ خو څنگه چې پيسې مې په لاس کښې ورکړې، د تندي گونځې يې ړنګې سوې.

         په مدرسه کښې خوشاله وم. زه او عبدالهادي په سبقانو کښې تکړه وو. استادان رانه خوښ وو. عربي ژبه مو زده کړه. ورسره مو د صرف و نحو، بلاغت، منطق، ترجمه، تفسير، فقه او حديث کتابونه هم وکتل. هره جمعه به د مجاهدينو څو کسان زموږ مدرسې ته راتلل. دوى به په افغانستان کښې د مجاهدينو د مېړانې کيسې راته کولې. د جهاد فضيلت به يې بياناوه. د شورويانو او خلقيانو ظلمونه به يې هم يادول، چې څنگه جوماتونه په بمانو الوزوي، عالمان وژني، پر کليو بمبارۍ کوي، نه انسان پرېږدي، نه حيوان، ټول له يوې مخې قتلوي، قران شريفونه سوځوي، ان په لېټرينونو کښې يې اچوي.

زما وينه به په جوش راغله. زړه مې غوښت، چې زه هم جهاد ته ولاړ سم؛ خو دوى يوازې هغه طالبان جهاد ته بيول، چې ږيرې به يې راغلې وې. ما به هره ورځ دعا کوله، چې خداى دې ژر زما پر مخ ږيره راولي. په کال کښې به يې دوه ځله يوه يوه هفته د وسلو درسونه هم راکول. د کلاشينکوف خلاصول او بېرته تړل مې زده کړي وو. د هفتې په پاى کښې يې د ډزو ميدان ته بېولو. دغه ځاى ډېر لرې د غرونو په ډډه کښې و. له لرې به مو ولاړې تختې، چې د انسان عکسونه ورباندې لگېدلي وو، ويشتلې. وسله چې به مې په لاس کښې ونېوله، ډېر به خوشاله سوم. ځان راته د زمري غوندي مېړنى ښکارېده. اکا مې په دې هم بد اېسېد، چې غټ سړى و؛ خو جهاد ته نه ته، کرار يې په کور کښې اړولي وو. په کمپ کښې يې يو دوکانگى جوړ و. تورکى يې هم له ځان سره په دوکان کښې کښېناوه. هغه ما ته لکه ښځه ښكارېده.

 په مدرسه کښې مې څلورم کال و، چې افغانستان ازاد سو. اکا کډه بار کړه او کلي ته روان سو. زه هم ورسره ولاړم؛ خو کلي خوند رانه کړ. هره خوا ړنگ کورونه، کند وکپرې لارې او شاړې ځمکې وې. زموږ د کور بامونه نړېدلي وو، دېوالونه يې نيم روغ او نيم ړنگ وو. يوه مياشت مې په کلي کښې تېره کړه. له اکا سره مې د کور په جوړولو کښې يو څه مرسته وکړه؛ خو ډېر کار مې نسو کولاى. په همدې موده کښې زموږ د کلي او د شاوخوا کليو شپږ کسان پر ماينونو وختل. دوه يې شهيدان سول او د څلورو  پښې غوڅې سوې. مالونه خو به هره ورځ پرې ختل. يو ځايګى هم امن نه و. سړي ته بيخي نه معلومېدل، چې په کوم ځاى کښې خطره سته او چېرته نسته. مياشت چې پوره سوه، نور مې گوزاره  نه کېده. بېرته له يوه کليوال سره کوټې ته ولاړم، مدرسې ته مې ځان ورساوه. د عبدالهادي دوى کور لا په کمپ کښې و. هغه به چې کور ته ته، کله کله به يې زه هم له ځان سره بېولم. دوى د کندهار وو. پلار يې ويل، چې په کليو کښې لا گوزاره کېږي؛ خو په ښار کښې نه. د وطن حالات سم نه رامالومېږي.

عبدالهادى مې نو د راز ملگرى او پوخ انډيوال و. هغه خورا غيرتي ځوان و. په تقوا کښې يې هم جوړه نه وه. اکثره وخت به يې د تهجد لمونځونه کول، په دوو روژو کښې يې اعتکاف هم وکړ. همدا يې ارمان و، چې فلسطين او مقبوضه کشمير دې ازاد سي.

            درې کاله نور مې هم سبقان وويل. په وطن کښې حالات خراب وو. د تنظيمونو تر منځ جنگ روان و. ما په دې درېو کلونو د کور کلي احوال نه درلود؛ خو يوه ورځ چا خبر راوړ، چې مور دې ناجوړه ده، ته يې غوښتى يې.

            پر سبا يې د کلي خوا ته وخوځېدم. همدا چې له بولدکه واوښتم، د ټوپكيانو ظلم شروع سو. چې ګورم هر يو_ دوه ميله لرې، يو يو پاټك جوړ دى. پر هر پاټک د بېلو بېلو ليډرانو عکسونه مښتي دي؛ خو نور شيان يې سره ورته دي. په هر پاټک کښې لس دولس کسه ببر سري او يو دوه لغړ زني هلکان ناست دي. څوک مسخرې کوي، څوک غېږه باسي. د چا په لاس کښې تر لستوڼي لاندې کرک پټ دى، چا د کوڅه ډبه سپي په غاړه کښې پــــــــړى تــــړلى، دې خوا ها خوا ته يې څکوي او سات پرې تېروي. په هر پاټک کښې يې له موټروان څخه پيسې غوښتې. بيا به دعوې دنگلې وې. موټروان به زارۍ کولې:

_کومندان صايب! ولله که يې لرم. موټر مې خراب سوى و. ټولې پيسې په موټر باندې ولاړې.

            _اوله پېره مې ده. ولله که مې اوغانۍ لا گټلې وي. د سپرليو کرايې مې په تيلو ورکړې.

            _ صايبه له هغې خوا تش روان سوى يم.

            خو دغو پلمو به په يو نيم ځاى کښې کار وکړ. په نورو ځايو کښې به چې څو پورې پيسې يې نه وې ورکړې، قدم يې هم نسو اخيستى. يو څو ځايه خو موټروان غريب څپېړې هم وخوړې. د کندهار ښار ته نژدې د بولدک دوراهي ته چې ورسېدو، د حکومت پاټکونه شروع سول. په اول پاټک کښې يې سخت تلاشي كړو. زما په جيب کښې د مدرسې کارت و. بس په همدې يې ونيولم، چې ته د پاکستان جاسوس يې. ما چې هرڅه ورته وويل، چې زه خو په مدرسه کښې سبقان وايم، د هغه خبره يوه وه. اخر موټروان څنگ ته کړم، چې وه ليونيه دا څه لانجه دې راخيستې ده. ورکه، يو څو روپۍ ورکه، چې خوشې دې کي.

پاټک والا مې جيب ورسره سم نيم کړ. په دويم پاټک کښې يې بيا زموږ موټر ودراوه. يوه ببر سري خپل سر د موټر په کړکۍ ننه ايست، په لوړ اواز يې وويل: هغه مدرسې والا كوم يو دى؟

            ما وويل: زه يم وروه! خدمت ښييه.

له موټره يې کښته کړم. هماغه د اول پاټک کانې دلته هم راباندې وسوې. خو دا ځل يې جيبونه راته بيخي تش كړل. شپه مې په ښار کښې د يوه خپلوان کره وه. يو څه پيسې مې ځنې پور کړې. پر سبا يې د کلي په لور روان سوم. له کندهاره هاخوا هم خبره هماغه وه. هرځاى پاټکونه او د لارويانو شکول. غرمه د کجکي بازار ته ورسېدم. د هلمند سيند مې وليد، چې لکه دروند سړى کرار روان و. پر سيند باندى د لرګيو زوړ پول د موټرانو د تېرېدو پر وخت، لكه د بوډا سړي اواز لړزېده او ګړبېده. باري موټر پرې نه سو تېرېداى. بار به يې كوزاوه او بيا به يې لږ لږ په لاسي ګاډيو كښې ورتېراوه. هلته تر پخوا کورونه ډېر سوي وو. بازار هم لوى سوى و. دوه دېرش دوكانونه خو ما وګڼل. د بازار په منځ کښې د زمينداورو اډې خوا ته روان وم، چې چا راباندې ږغ وکړ: عبدالستاره!

             شا ته مې وکتل. اکا و. هغه په کجکي بازار کښې د پرچون دوکان جوړ کړى و. تر مازديگره ورسره په دوکان کښې کښېناستم.

نژدې ماښام کلي ته ورسېدو. کور مو بدل سوى و. د مېلمنو يوه لويه کوټه پکښې زياته سوې وه. د سراى په منځ کښې يوه دوکانچه جوړه وه، چې شين چمن پکښې ولاړ و. مخې ته يې د شبۍ د گلانو پټى و. د شبيو بوى ان د سراى په درگاه کښې د سړي په سپږمو لگېده. يوه هفته مې په کلي کښې تېره کړه. هلته هم وضع چندانې ښه نه وه. د حزب او حرکت د قومندانانو تر منځ اخ و ډب روان و. زموږ د کلي قومندان په حرکت کښې و. هغه د اکا انډيوال و. زما له راتگه چې خبر سو، يوه شپه يې له اکا سره ميلمه کړم. د مېلمنو لويه کوټه يې په ټوپکوالو ډکه وه. د کوټې په بر سر كښې قومندان پښې غځولې وې. په څنگ کښې يې د پنځه لس- شپاړس کالو يو تک سپين لغړ زنى هلک ناست و. هغوى به يو د بل په غوږ کښې سره پسېدل او بيا به يې خندل. قومندان به له خندا سره د هلک پر ورنونو گوتې ټينگولې.

ډوډۍ چې خلاصه سوه، د ماخستن لمونځونه مو په جمع سره وکړل. وروسته هغه سپين هلک له څو نورو کسانو سره ووت. څو شېبې وروسته په سره کميس کښې يوه نجلۍ کوټې ته را ننوته. اوږده ويښته يې تر ملا پورې خوشې کړي وو، شونډې او غومبري يې سره کړي وو، سترگې يې تورې كړې او پر تندي باندې يې شين خال وهلى و. ورسره يو سړى دوتار په لاس او بل ډول پر غاړه هم راننوتل. اکا په غوږ کښې راته وويل: وه هلکه گوره، چې څه ونه وايې. قومندان صايب دغه بنډار ستا لپاره جوړ کړى.

زما بيخي باور نه کېده، چې زموږ په کلي کښې دې داسې بې شرمه نجلۍ پيدا سي. چې ښه مې په ځير ورته وکتل، هماغه لغړ زنى هلک و. ساز شروع او هلک ميدان ته سو. عجيبه چمونه يې کول. تاو راتاو به سو. تيونه به يې وښورول. ساز به تېز سو او دى به هم ورسره تېز وڅرخېد، بيا د ساز له درېدو سره د يوه ټوپکوال مخې ته کښېناست. هغه به له جيبه شنه لوټونه راوکښل، د هلک پر سر به يې تاو کړل او هوا ته به يې وشيندل. ما اول ورته په حيرانۍ سره کتل؛ خو وروسته مې ورنه کرکه وسوه. اکا ته مې وويل: زه ستړى يم، ځم بيدېږم.

سبا ماښام له تورکي سره د کلي جومات ته تلم. هغه پر لاره راته وويل، چې دلته هر قومندان همداسې هلکان لري.

            لمونځ چې مو وکړ، ملا امام موعظه شروع کړه. د جهاد په باب يې څو ايتونه تلاوت کړل. بيا يې څو حديثونه هم بيان کړل، ويې ويل، چې د حزب اسلامي د يوه کس وژل، د شورويانو د درېو تنو د وژلو اجر لري. حزبيان کافران دي.

هغه ډېرې خبرې وکړې. ټول غلي ناست وو.

 ما وويل ملا صاحب حزبيان خو زموږ ستاسې مجاهد ورونه دي. ته څنگه پر هغوى د کفر فتوا کوې؟

            هغه راته نېغ وکتل. تورکي مې لاس ټينگ کړ. ملا وويل: هغوى باغيان دي. د اسلامي حکومت امر نه مني. هغوى بغاوت کړى. د باغيانو وژل روا دي.

            ما نور څه ونه ويل.

تورکي راته کيسه وکړه، چې د حزب ملايان هم حرکت والا کافران بولي. دواړه د يو بل پر ضد جهاد كوي.

عجيبه خبرې مې اورېدلې. پلانکي قومندان د پلاني لور په زوره وکړه. بل قومندان د شپې د يوه سړي کور ته ورولوېد، د هغه ښايسته زوى يې په زوره بوت. اکثرو خلکو به خپل تنکي زامن، چې يو څه ښکلي به وو، د نجونو په شان په پرده کښې ساتل. ځينو خو خپل زامن، تر هغو چې ږيرې يې راتلې، د خپلو هغو خپلوانو کره استول، چې کورونه به يې د دوى تر کورونو يو څه امن وو. په دې يوه هفته کښې مې داسې شيان وليدل او واورېدل، چې کلى کور راباندې وغمېدل. ادې هم لکه چې په ما پسې مريضه سوې وه، زما په ورتگ رکه روغه سوه. چې هر څه مې ورته وويل، چې دکوټې ډاکترانو ته به دې بوزم. ويې ويل چې يه اوس ښه يمه.

            بېرته کوټې ته لاړم. يو څو مياشتې چې تېرې سوې، د طالبانو تحريک جوړ سو. زموږ د مدرسې ځينې طالبان هم په تحريک کښې وو. هغوى راته کيسې کولې، چې څنگه يې د لارو د غلو پاټکان لرې کړې دي. له قومندانانو څخه يې وسلې راټولې کړي او په کندهار کښې يې شريعت جاري کړى. د هلکانو گډول، سروذ، د کرکانو او سپيو جنگول، قمار، ټول غير شرعي کارونه يې بند کړي دي. زه څو وارې ورغلم، چې ما هم جهاد ته ولېږي؛ خو مشرانو ويل، چې ستا ږيره سمه نه ده راغلې. ما به تر هر اوداسه وروسته په هېنداره کښې د خپلې ږيرې نوي راوتلي نري تارونه په خوند سره کتل. زړه مې غوښت، چې ږيره مې ژر گڼه سي او مخ مې پټ کړي، چې زه هم جهاد ته ولاړ سم، هغه بې شرمۍ ختمې کړم، چې په خپل کلي کښې مې ليدلې وې.

            دوه کاله مې بې غمه خپل سبقان وويل. زموږ يوه استاد مولوي سميع الحق نعماني صاحب پر ما او عبدالهادي ډېر مهربان و. هغه پر ګردو مهربان و. زبردست عالم و. په تقرير کښې يې بيخي جوړه نه وه. موږ به اکثره وخت د مازديگر او ماښام د لمونځونو تر منځ په هغه راټولېدو، د هغه خبرو ته به مو غوږ نيوه. نعماني صاحب پخوا د پنجاب په يوه لويه مدرسه كښې مدرس پاتې سوى و؛ خو اوس راغلى و، چې افغان طالب العلمانو ته تدريس وكړي.

هغه ويل: افغانان ډېر غيرتي خلق دي؛ د همدې د پاره خو ما د پنجاب لويه مدرسه پرېخوده، دلته كوټې ته رالم، چې د افغان بچو له خدمت اوكم.

هم د هغه خبرو راته خوند راکاوه او هم يې لهجه. مولوي صاحب د سوات و. د ((نسته)) پر ځاى به يې ((نيشتې)) ويل. دا يې عادت و چې د خبرو پر مهال په خپله گڼه مۍ وريجې ږيره کښې يو ځل ښۍ او بيا چپه خوا گوتې تېرې کړي. ما نېغ ورته نسو کتلى. شنې سترگې يې خورا اثرناکې وې. سپين پراخ تندي او سره او سپين غومبرو ته به يې چې هر چا وکتل، ويل به يې چې مولوي صاحب نوراني سړى دى. نورو استادانو بحث ورسره نه سو کولاى. دى په دليل او خبرو کښې بې سارى و. د هغه کالي او دستار مې هېڅ کله خيرن نه وو ليدلي. غير له سپين رنگه يې بل رنگ کالي نه اغوستل. يو خوږ عطر به يې هر وخت استعمالاوه، چې بوى يې د سنځلو د ګلو په څېر نرم و. ځينو نورو استادانو به هم عطرونه استعمالول؛ خو د هغوى عطرونو تېز بوى درلود او د سړي نفس يې ورتنګاوه. پر ما او عبدالهادي د نعماني صاحب خاص نظر و. کله کله به يې موږ ته اوراد او وظيفې راکولې. موږ دواړو به هم د هغه درسونه په دقت زده كول.

په دې دوو کلونو کښې افغانستان ته تگ راتگ زيات سوى و. په مياشت کښې به خامخا يو چا د کلي حال رارساوه. د طالبانو درېيم کال لا نه و شروع، چې يوه کليوال خبر راکړ، چې د مور ناروغي زياته سوې ده. بيا کلي ته ولاړم. دا ځل چې له سرحده واوښتم د پخواني پاټک پر سر د طالبانو سپين بيرغ رپېده. د پخوانو پاټكيانو غلا او شکول مې راياد سول؛ خو دا ځل، چې تلاشۍ ته يې ودرولو، يو تورې لنگوټې والا ځوان موټر ته راوخوت . د سنت په طريقه يې ښه پوره سلام واچاوه. بيا يې وويل: ستړي مه سئ، پر لاره خو به مو څه تکليف نه وي ليدلى؟تر تلاشۍ وروسته يې ښه په عزت رخصت کړو.

دې کار نو داسې خوند راکړى و، چې بېواكه مې په لوړ ږغ وويل، دوا دې سه ملا عمر صاحب له دې امارت سره. له بولدكه تر کجکي پورې مې بل پاټك ونه ليد.

ادې خورا ډنگره او بې سېکه سوې وه. ما ته يې همدومره وويل چې زنانه تکليف لري. د سيمې پر ډاکترانو او اخوندزاده گانو گرځېدلې وه؛ خو علاج يې نه و سوى. چا ورته ويلي وو، چې اپرېشن غواړي. اکا ته مې وويل، چې ادې به کوټې ته بوځم.

هغه وويل: دومره پيسې به له کومه کې، پر اپرېشن خو ډېرې پيسې لگېږي.

ما وويل: يو څه به ته راکې، څه به زه په کوټه کښې پورکم.

             هغه وويل:  زه خو اوغانۍ لا ولله که لرم.

             چورت مې خراب و. بله ورځ مې د پلار د اکا زوى ته کيسه وكړه. هغه وويل، چې وروره له اکا څخه دې خپل حق وغواړه. دا دومره کلونه، چې دې ځمکه ورته پريښې وه، لږه گټه خو يې نه ده کړې. هر کال څومره ترياک کيي؟ ياره لس منه خو يې دا سږ کال ټول کړي.

            د هغه خبره راته لکه د اختر زېرى و. بيگاه مې اکا ته د حق خبره وکړه.

            هغه راته وموسېد، ويې ويل: وراره گله دومره سبقان دې وويل؛ خو لکه چې ملا نه سوې.

             تورکي كټ كټ وخندل. د هغه د مور تور غومبري هم سره وخوځېدل، خوله يې جينګه سوه، ژېړ مردار غاښونه يې راښکاره سول.

            ما تندى ورته تريو کړ. تورکي او تورې بلا ته مې وکتل. اکا ته مې وويل: په دې کښې نو د سبقانو څه کار. خپل حق مې دى.

هغه ولاړ سو. څادر يې واچاوه. ويې ويل: ته لا کوچنى يې، پر دې خبرو دې سر نه خلاصيږي. ما سره ستا حق نسته. كه نې منې ورسه له حاجي مولوي څخه پوښتنه وکه.

بې له دې چې زما ځواب واوري، ژر يې لمانځه ته نيت وكړ.

             ما وويل: که لوى يم، که کوچنى، خپل حق درنه غواړم.

              سبا سهار د حاجي مولوي صاحب کور ته ولاړم. هغه زموږ د کلي ملا امام و. کيسه چې مې ورته وکړه، هغه راڅخه پوښتنه وکړه: ستا پلار څه مهال شهيد سو؟

            ما وويل : زما نه يادېږي، ما بيخي ليدلى نه دى.

            هغه بيا وپوښتل: نيکه دې څه وخت مړ سو؟

            ومې ويل: د اتو نهو کالو به وم، چې نيکه مړ سو.

            مولوي صاحب وويل: مطلب دا چې پلار دې تر خپل پلار د مخه مړ سوى؟

            ما سر وښوراوه: هوکې.

            هغه په پسته ژبه وويل: ملا صاحب! اکا دې ريښتيا وايي. ستا حق نه کيږي.

            ما وپوښتل: ولې؟

            هغه وويل: بس همدا د ميراث حکم دى. که زوى تر خپل پلار مخکې ومري، مېراث نه ورته رسېږي.

توكل مې پر خداى وكړ. بله ورځ مې مور کوټې ته بوتله. کمپ ته ورغلو د عبدالهادي دوى په کور کښې مو واړول. د هغه مور زما له ادې سره ډاکتر ته ولاړه. دوه زره کلدارې خو پر هغه ورځ په ټسټونو ولگېدې. ډاکټر وويل، چې پنځلس زره روپۍ يې د اپرېشن خرچه کيږي. دنيا راباندې غمېدلې وه. نه پوهېدم چې څه وکړم. مدرسې ته ولاړم. ماښام نژدې و. اودس مې وکړ. د مولوي نعماني صاحب ږغ مې واورېد: عبدالستاره په خيرونه. کله رالې؟

زه ولاړ سوم. د هغه لاس مې په غبرگو لاسو ونيو او ښکل مې کړ.

هغه تر مټ ونيوم ويې ويل: رازه! مانزه ته وخت شتې سو منټه به گپ شپ سره ولگوو.

            ورسره رهي سوم. مولوي صاحب وويل: هلکه سه چل دې؟ ولې خفه يې؟

            ما وويل: نه يم خپه.

            هغه وويل: بچيه ما درته کتل، خۍ خپه دې پينزه وارې ووينزه. که خفه نه وې؛ نو ولې به دې داسې کول هه؟ وايه سه چل دې؟

            ما ورته د مور د مريضۍ کيسه وکړه. هغه راته څو اوراد راوښوول، چې دا تر هغې پورې تکراروه، چې زړه دې مطمين سي. خداى مهربان دى هر څه به اسانه سي.

            سبا سهارتر لمانځه وروسته زه په ذکر لگيا وم، چې نعماني صاحب راغى. بيا يې تر مټ ونيوم او له ځان سره يې رهي کړم. په يوه گوښه ځاى کښې يې شل زره کلدارې په لاس راکړې، ويې ويل: شابه دا واله، د مور بي بي علاج دې پې وکه.

            ما وويل: دومره پيسې به بيا زه له کومه پيدا کم، چې بېرته يې درکم؟

هغه وويل: خداى لوى ذات دې. يو سبب به درله وکي. او که وم نه شو؛ نو ما دربخلي. بس په مانزه کې راله دعا گانې کوه، همدا مې بس دي.

            د مور اپريشن وسو. هغه جوړه سوه. تر اپريشن وروسته يوه هفته نوره هم د عبدالهادي دوى په کور کښې پاته سوو. د ادې د اپرېشن ټکونه چې يې واخيستل، کلي ته ولاړو. دا ځل مې يوه شپه وکړه. پر سبا يې بېرته رهي سوم. زړه مې غوښتل، چې ژر مولوي صاحب وگورم. د هغه احسان غوټ مات کړى وم.

            څه موده پس ته مې له نعماني صاحب څخه پوښتنه وکړه، چې دومره ډېرې پيسې يې څنگه راکړې او له کومه يې کړې؟

            هغه وويل: د الله تعالى دربار ډېر لوى دې. چې سه ورنه وغواړې درکوي يې؛ خو چې په اخلاص سره يې وغواړې. هماغه اوراد چې مې تا ته خودلي وو، پخپله مې هم ورد کول. بس الله راسره مدد وکو. که نه تا له خو پته شتې، چې زما دومره تنخواه نيشتې.

            د هغه خبرو راته شک پيدا کړ، چې دى ولي نه وي. يومازديگر ډېر خپه وم، له يوه انډيوال څخه مې نسوار واخيست. ماښام نعماني صاحب په غوږ کښې راته وويل: بچيه په نسوارو غم نه غلطيګي. د خداى ذکر وکه، چې زړه له دې سکون رايشي.

            زه هېچا نه وم ليدلى، چې نسوار مې واچاوه؛ نو مولوي صاحب څنگه خبر سو؟ دا خبره مې له عبدالهادي سره شريکه کړه.

هغه هم راته خپله همداسې يوه کيسه وکړه، ويې ويل: يوه شپه احتلام سوى وم. نيمه شپه پاڅېدم. حمام ته ولاړم. بايلر نه و لگېدلى. ما وې که اوس بايلر ولگوم، څو چې اوبه تودېږي، نور طالبان به راويښ سي، بيا به راباندې پوه سي؛ نو په يخو اوبو باندې مې غسل وکړ. زه هم هېچا نه وم ليدلى؛ خو سهار مولوي صاحب راته وويل: بچيه په شرع کې څه شرم. يخو اوبو سره مه لامبه، چې بيمار نه شې.

            له ځينو نورو هلکانو مو هم ورته کيسې اورېدلې وې. په زړه کښې مې د هغه مينه ورځ تر بلې زياتېدله. زه او عبدالهادي به چې يوازې سو؛ نو د ده پر صفاتو به مو خبرې کولې. عبدالهادي هم هغه ته ډېر احترام درلود.

            يوه ورځ زموږ د مدرسې يو طالب العلم، چې په افغانستان کښې يې جهاد کاوه، شهيد سو. د هغه جنازه چې يې راوړه، موږ ورته ژړل. د نيکه تر مرگ وروسته دا اول ځل و، چې جنازه مې لېده. د هغه مخ مې وليد. تک سپين، ان شونډې يې هم سپينې وې. ما گومان کاوه، چې هغه بيده دى. زړه ته مې نه لوېده، چې مړ به وي. کفن يې د ټټر په حصه كښې په وينو سور و. ما اورېدلي و، چې د شهيد وينه نه درېږي. سخته مې خوا بده وه. د ګردو انډيوالانو له سترگو اوښکې روانې وې.

            نعماني صاحب راغى. د جنازې لمونځ مو په ده پسې وکړ. شهيد مو دفن کړ. مولوي صاحب موعظه وکړه. د هغه خبرې مې هېڅ نه هېرېږي. ويل يې: ما اوليدل چې بعضي طلبا جاړي. ما هم وجړل؛ خو د شهيد دپاره مې نه دي جړلي. ما د زان د پاره وجړل، چې الله پاک ولې زه شهيد نه کړم. د شهادت دغه غټه درجه يې ولې ما له رانه کړه.

            هغه د دستار په شف باندې خپلې اوښکې پاکې کړې. ږغ يې ژړغونى و. ويې ويل: د اعلاى کلمة الله په لاره، چې سوک شهيد کيګي، هغه مړ نه دې، هغه جوندى دې. که تاسو وپويېګئ، چې هغه اوس سومره خوشاله دې؛ نو ټول به د خداى نه شهادت وغواړئ. اوس به ملايکو د هغه په قبر کې جنت له کړکۍ جوړ کړې وي. هغه به د جنت تماشه کوي او د الله شکرانه به ادا کوي، چې دغه مقام يې ورله ورکړې.

            د صحابه وو د جهاد کيسې يې وکړې، چې څنگه به يې په اسلامي جذبه پر کفارو حملې کولې، په هره غزوه کښې به څومره ملايک د مجاهدينو مرستې ته راتلل. په دعا کښې يې په وار وار ويل: يا الله ما له شهادت راکه. يا الله چې په بستر کې د بې غيرتۍ مرگ راله رانه کې.

            ما او عبدالهادي به هروخت مولوى صاحب ته زارۍ کولې، چې جهاد ته مو ولېږي؛ خو ده به ويل چې وخت به يې راسي.

د امريکې جنگ چې شروع سو، موږ ته يې اجازه راکړه. موږ ورغلو؛ خو طالبانو د کندهار په قول اردو کښې تم کړو. مشرانو راته وويل، چې تاسې نابلده ياست، همدلته پاتې سئ. درې هفتې په کندهار کښې وو؛ خو دوې شپې مو هم په يوه ځايگي کښې تېرې نه کړې. هره شپه به مو ځاى بدلاوه، چې د امريکايانو له بمبارۍ بچ سو. هماغه کور چې برايي به مو په کښې تېره کړې وه، پر سبا يې ويشتل کېده. زموږ ډېر انډيوالان همداسې په بمباريو شهيدان سول. موږ نو ارمان کاوه، چې يو ځل دې امريکايان پر ځمکه په لاس راسي، بيا به ورسره گورو. اخر ټول وتښتېدل. هر څوک په خپله مخه ولاړل. زه هم کلي ته ولاړم.

            په کلي کښې خورا گډوډي جوړه وه. د طالبانو مشران تښتېدلي وو. بيا هماغه حرکتيان  په ولسوالۍ کښې دېره وو؛ خو دا ځل د حزب اسلامي قومندانان نه وو، چې ورسره ډغرې ووهي. د حزب قومندانان ټول له طالبانو سره ولاړ وو، چې اوس فراره سوي وو. د حرکت قومندانانو نوې کانې پيل کړې وې. د خلکو موټران به يې په زوره بيول، چې دا موټر طالبانو درکړى. ان د خلکو ټېکټران او موټرگاټان (موټرسيكلونه) يې هم ولجه كړل. زموږ د کلي له يوه سړي يې غويان هم بيولي وو. هر قومندان ځان ته بنديخانه درلوده، هر څوک چې يې بد اېسېدل، پکښې وابه يې چول. زيات کسان يې په ډبولو معيوبان کړل. ډېر خلک يې بې پوښتنې، بې محکمې شهيدان کړل. په هېڅ شي يې صرفه نه كوله. څوک نه وو، چې پوښتنه وکړي. په دې څو کلونو، چې زه کلي ته نه وم تللى، ډېر شيان بدل سوي وو. کاريزونه اکثره وچ سوي وو. ډېرو کسانو خپل د انارو او انگورو باغونه نړولي وو، چې  ترياک پکښې وکري. د اوبو لپاره يې برمې وهلې وې. دوى ورته بوړۍ ويله. څو ورځې چې تېرې سوې، بيا د هلکانو گډول او د کرکانو ساتل او جنگول پيل سول.

            په کلي کښې يوازې په دې باندې خوښ وم، چې له مور سره وم. که نه خو هره ورځ يې راباندې کال تېرېده. د خلکو نارواوې او بدعتونه د زغملو نه وو. نور خو لا پرېږده، چې د تورې بلا پيغورونو بيخي په تنگ کړى وم. يوه ورځ چې کور ته ورغلم، زما له ادې سره يې هسې کيسه پيل کړه: ها د شيرينو په زوى خبره سوې؟

مور مې وويل: نه څه پې سوي دي؟

            په ملنډو يې وويل: نور نو څه وسي؟ مدرسې ته تللى و، چې مولوى ځنې جوړ سي؛ خو اوس لنډغر گرځي. د يوې اوغانۍ پيدام نه لري.

            مور مې غلې وه.

هغې بيا وويل: د طالبانو هغه امربالمعروف والا نه و، چې دکرکانو په سر يې د تورکي وريښتان خرييلي وو، هغه چارواکو نيولى. تورکى وايي مام زړه ورباندې يخ کړ. ښه مې وډباوه.

بيا يې کټ کټ وخندل.

هغه پوهېدله، چې دغه کيسې پر ما بدې لگېږي؛ خو له کسته به يې هر وخت همداسې کيسې کولې. ته وا دا به د بي بي سي راډيو وه. له هرځايه، له هرڅه خبره وه. په کور کښې د هغې له لاسه وخت راباندې نه تېرېده او د باندې د خلکو چلند راباندې غمېده.

            د ژمي دوې مياشتې چې تېرې سوې، د پوجيو وخت راورسېد. ترياک دې ورک سي له دومره خوارۍ سره. پوجي نو داسې کېږي، چې د ترياکو د بوټو له منځه نور واښه للون کېږي. چېرته چې د ترياکو بوټي گڼ وي، كوچني او كمزوري دا يې کښل کېږي او غټان يې پرېښوول کېږي. له هغه وخته چې د ترياکو بوټي د گوتې د يوه بند په برابر سي، تر څو چې له لوېشته اوړي، پنځه- شپږ وارې پوجي کېږي. پوجيگر د سهار تر لمانځه وروسته پر دوو پښو ورته کښېني، ان تر غرمې پورې همداسې اخته وي. بيا چې د غرمې ډوډۍ يې وخوړه بېدېږي، پر دريو بجو راکښېني. تر چايو او د ماسپښين تر لمانځه وروسته بيا تر ماښامه کار کوي. ياره خلک خپل اولاد دومره نه نازوي، څومره چې ترياک نازوي. په يو حساب خو دوى هم نه دي ملامت. که نور هر څه وکري، د واټرپمپ د تېلو پيسې نه باسي. يوازې ترياک دي، چې د دوى گوزاره پرې جوړه ده. د پوجيو په موسم كښې ګرده خلك خپل زامن له مكتبو څخه اوباسي او پوجي ورباندي كوي. استادان هم ورته خوشاله وي، دوى هم بېغمه پر خپلو ځمكو كار كوي.

اکا مې هم خپله ځمکه کرلې وه او هم يې د بل سړي ځمکه په نيمايي نيولې وه. هغه سړي بوړۍ نه درلوده. اکا به له خپلې بوړۍ د هغه ځمکه اوبوله. د تېلو او موبلينو پيسې، تخم، کود هرڅه يې په نيمايي سره پرې کول. اکا پخپله په کجکي بازار کښې خپل دوکان ته ته، تورکى يې هم بېوه؛ نو ماته يې وويل، چې پر پوجيگرو وگرځم او د چايو او ډوډۍ غم يې وکړم. د پوجيو له غمه چې خلاص سو، د نېش وهلو وار راورسېد. دا نو د ثور د منځ شپې وې. گرمۍ بيخي بلا کړې وه. د نېش وهلو کار تر پوجيو هم سخت و. اته، نه کسه نېشګر به سره خوا په خوا ودرېدل او د پټي له يوه سره به يې تر بل سره په تلو تلو کښې د ترياکو پر غوزو نېشونه وهل. پر سبا يې بيا د همدې ترياکو شېدې په ترياكيو كښې راټولولې. د ترياكو ترخه وږم له لاندې او سوځنده لمر له پاسه، د سړي سر داسې ګنګساوه، لكه نېشه چې يې كړې وي. ځوانان له نورو ولايتونو، ان له کابل او لغمانه هم د کار لپاره زموږ سيمو ته راتلل. دوې ته مو په مزدورۍ کښې پيسې نه ورکولې. هغوې به هم په حاصل کښې پينځمه يا شپږمه برخه شريکان وو. عجيبه خلک وو، ټوله ورځ ستومانه کار او د شپي تر يوولس – دولسو بجو پورې ورقې. دوى هم زموږ د کليوالو چمونه زده کړي وو. حسابي توره د هر يوه زده وه. دا نو خورا سخته لوبه ده. د ګردو دوه پينځوس ورقو حساب به نيسې، چې د کوم رنگ کومه ورقه تللې ده او کومه يې له چا سره پاته ده، كه دې حساب غلط كړ؛ نو تاوان درځي. د پتاسو غابونه وو، چې خالي كېدل به، د شنو چايو ترموزونه به يو په بل پسې تشېدل. زه حيران وم، چې دوى ولې خپل وخت پر دې عبثو کارونو تېروي. د دوى حافظه دومره ښه وه، چې د ګردو ورقو حساب يې په ذهن كښې ساتلى سو؛ نو که سبقان يې ويلي واى، هرڅه به يې څومره ښه زده سوي وو.

ترياکو يو بل غم هم جوړ کړى و. مقتديانو به خپلو امامانو ته په زکات او سرسايه کښې ترياک ورکول؛ نو ځکه امامتې خورا ډېرې سوې وې. پخوا به که په يوه کلي کښې يو يا دوه جوماته وو، اوس پينځو شپږو ته رسېدلي وو. ورسره نشه يان هم زيات سوي وو. د چرسو څکول خو نوره معمولي کيسه وه. هر مازيگر د دوکانو مخې ته چرسيان راټولېدل او سگرټيان به يې لگول. په هر کور کښې د ترياکو کڅوړې هر ځاى پرتې وې. کله خو به ځينو هلکانو، چې له مور او پلار سره به يې لانجه کړې وه، د ځان وژلو په نيت به يې دومره ترياک وخوړل، چې بېسده به کلينيکو ته وړل کېدل.

            له چارواکو سره هم اکثره همدا چرسيان، پوډريان او جوارگر ولاړ وو. د دوى گزمې به چې پر هر چا پېښې سوې؛ نو تاوان به يې خامخا وراړاوه. کله به چې امريکايان ورسره  راتلل؛ نو سم د سړي زامن به ځنې جوړ سو؛ خو دلته بيا بل غم و. يو نه يو کس به يې خامخا امريکايانو ته په لاس ورکاوه، چې دا القاعده دى. ځينې کسان خو يې ان گوانټانامو ته استولي وو. د امريکايانو په ليدو ډېر ځورېدم. ځان راته بد اېسېد، چې زه د سرکوزو په شان ورته گورم او دوى بې غمه  گرځي.

            په كلي كښې مې دويم كال هم همداسې تېر سو. د ترياکو راټولول، چې خلاص سول، بيا وزگار سوم. نور نو بيخي وخت نه راباندې تېرېده. له خلکو سره مې هم نه وه جوړه. هر مازديگر به د زاړه ښار غونډۍ ته تلم او د ماښام تر اذانه پورې به هورې کښېناستم. زوړ ښار زموږ د کلي په څنگ کښې و. دا د يوې لويې کلا پاتې شونې وې، چې په منځ کښې يې يوه نيغه غونډۍ ولاړه وه او چارچاپېره يې نړېدلي دېوالونه. هر دېوال يې پنځه شپږ سوه ګزه به اوږد و. په هر گوټ کښې يې د نړېدلو برجونو نخښې ښكارېدې. سپين ږيرو ويل، چې دا د امير کروړ ښار و؛ ځکه خو يې زوړ ښار باله. دوى ويل، چې ډېر كلونه پخوا امير كروړ يو پاچا تېر سوى. داسې ښکارېدل، چې پخوا به د دې غونډۍ پر ځاى کومه کلا ولاړه وه؛ ځکه چې ځاى ځاى پکښې ګچ او اومې خښتې ښکارېدلې. ځينو کسانو پکښې کيندنې هم کړې وې. خلکو ويل، چې يو نيم کس ته سره زر او زاړه لوښي په لاس ورغلي دي. يو مازديگر پر غونډۍ ناست وم، چې د کاريز موغري د کلي يو ځوان راغى، زما خوا ته کښېناست. هغه ولي محمد نومېده. پلار يې امريکايانو په گوانټانامو کښې بندي کړى و. کله کله به مې له هغه سره د زړه خواله کوله. هغه هم هرچا ته حال نسو ويلاى؛ نو ځکه به ما ته راته. ولي محمد راته وويل:

         _ شريکه دې شين سترگو ته دې پام دى؟

            ما وويل: هوکې، ښه يې وينم؛ خو څه وکړو؟ څه مو له لاسه نه دي پوره.

   _ په دهراوت کښې طالبان سره راغونډ سوي دي.

   _ نو ته څه وايي، چې هورې ولاړ سو؟

            _ شريکه زما خو ورته سودا ده، چې ولاړ سم.

            _ کليوالو ته به څه وايو؟

            _ په کلي کښې به ووايو، چې موږ د بلې ناوې دايرې ته ځو، چې سبقان ووايو.

            بله هفته دواړه د دهراوت خوا ته وخوځېدو.

            مور ته مې په پټه وويل، چې زه بېرته کوټې ته خپلې مدرسې ته ځم؛ خو چې نورو ته حال ونه وايي.

            د دهراوت په غرونوکښې له طالبانو سره يوځاى سو. هغوى به له ولي محمد سره له پخوا پېژندل، ځكه خو ښه ټينګ روغبړ يې ورسره وكړ. څو ورځې يې راته د راکټ او ثقيل د استعمال ټرېننگ راکړ. د لاسي بمونو او د ټانک ضد ماينونو په چم يې هم بلد کړو. ما د وسلو استعمال ژر زده کړ. ولي محمد هم بد نه و؛ خو هغه يوڅه ډارن و. پر دويمه هفته خبر راغى، چې د امريکايانو قواوې پر دې لاره تېريږي. موږ ورته ځانونه تيار کړل. په يوه دره کښې په کمين ورته کښېناستو. دا نو يوه تنگه دره وه، چې د هسكو تورو غرونو په منځ کښې لكه لوى ښامار اوږده غځېدلې وه. درې په بر سر كښې څو لارې لرلې؛ خو دا بل سر يې يوه لاره درلوده، چې دښتې ته وتله. لاندې نرۍ لاره او په خوا کښې يې سيند و. موږ د درې په همدې سر په يوه پېچومي کښې دوه ځايه د ټانک ضد ريموټ والا ماينونه ښخ کړل. د ماين په فيوز پورې مو دوه مزي وتړل. مزي بيا په يوه ټيكلي پورې تړل سوي وو. له ټيكلي څخه دوه نور مزي يوې اويا امپيرې بټرۍ ته ورغلي وو. بټرۍ مو هم د ماين تر څنګ ښخه كړه. د ماين پر برابر د غره يوه ډبره مو په رنگ باندې سره کړه. مخامخ د درې په بله ډډه کښې يو عرب مجاهد زموږ له څو انډيوالانو سره پټ سوى و. ريموټ د عرب مجاهد  په لاس کښې و. زموږ انډيوالانو ته يې د ريموټ  استعمال ورزده کاوه. موږ ته يې په ټريننگ کښې راښوولي وو، چې څنگه د كفارو اول موټر، سرې ډبرې ته ورسېد، بايد د ريموټ تڼۍ کښېکاږو.

د درې په دواړو خواوو کښې زموږ  يو- يونيم سل مېړونه پټ وو. له ما سره راکټ و. د سهار لمونځونه، چې مو وکړل، په مورچو کښې کښېناستو. لمر ختلى و، چې د امريکايانو د موټرو غرهار مو واورېد. زړه مې ټوپونه وهل. خورا خوشاله وم، چې نن مې د جهاد ارمان پوره کېده. شېبه وروسته د هغوى اول ټانك زما له مخې تېر سو. زه د غره پر سر د يوې ډبرې شاته پټ وم. موږ ته مشرانو ويلي وو، چې څنگه د امريکانو پر اول موټر ماين پټاو سو، تاسې به ډزې پيلوئ. د کتار په سر کښې دوه خړ امريکايي ټانگان روان وو. ورپسې پنځه – شپږ برگ رېنجر موټران تېر سول، چې ماين پټاو سو.

د الله اکبر نارې پورته سوې. ما د راکټ  ډز وکړ. د يوه رېنجر منځ مې په نخښه کړى و. گړز سو، سرې لمبې ترې پورته سوې. ژر مې بل راکټ ورته برابر کړ. ورپسې موټر مې هم وويشت. زموږ انډيوالانو د ثقيل ضربې کولې. له لاندې د امريکايانو بوغارې پورته وې. د هغوې مرمۍ زموږ شاوخوا ته پر ډبرو مښتې. پوه نسوم، چې څونه وخت مو سره وډزول؛ خو يو وخت مو پام سو، چې د هغوى له خوا مرمۍ نه راځي. د تکبير په نارو ورشېوه سوو. له هغو موټرانو، چې ما ويشتلي وو، د خړو لوگيو په منځ کښې لا د اور کوچنۍ لمبې ولاړېدې. ښه ورنژدې سوم. د اول موټر په منځ کښې پينځه کسه وطني امريکايان سوځېدلي وو. د دويم رېنجر د مخ بانټ او انجن لادرکه و. په سيټ کښې يې يوازې د يوه کس دواړه لينگي پر سوځيدلې چوکۍ سکاره سوي وو، نور بدن يې د موټر له خلاصې دروازې د باندې ځوړند و. د موټرانو په دوړاو خواو او د سيند په څنډه کښې بلا ډېر مړي پراته وو. نور انډيولان مې پر مړيو گرځېدل او وسلې يې راټولولې؛ خو ما سيل کاوه. يو چا ږغ وکړ:

            هلئ دلته راسئ. دا خو ژوندى دى.

            په منډه د کتار پاى سر ته ولاړو. يوه امريکايي پر اړخ پروت و. خپله پښه يې ټينگه نيولې وه، بوغارې يې وهلې. يوه پايڅه يې له ورانه تر پوندې پورې په وينو سره وه. زموږ يو مشر راورسېد. امريکايى يې پړ مخې پرې ايست. د خپل واسکټ له جيبه يې چاړه راوايسته. د هغه د وسپنيزې خولۍ تسمه يې غوڅه کړه. خولۍ يې ايسته سيند ته گوزار کړه. د هغه پر شا باندې يې خپله چپه پښه کښېښووه. د چپ لاس دوې گوتې يې د امريکايي په سترگو کښې ورومنډې. نورې گوتې يې د هغه په تندي او سر کښې ټينگې کړې او سر يې پورته خوا راقات کړ.

امريكايي ژړل. چيغې يې وهلې. په خپله ژبه يې څه ويل؛ خو موږ پرې نه پوهيدلو.

مشر الله اکبر وويل، د هغه پر ستوني يې چاړه تېره کړه. وينې دارې وهلې. مشر د هغه سر بيخي غوڅ کړ. بيا يې پرې شوى سر تر ويښتو ونيو. پورته يې كړ. پر مخ باندې يې ناړې ورتو کړې. ما نور ورته نسو كتلاى. بوږنېدلى وم. مخ مې بلې خوا ته واړاوه.

يوه انډيوال مو پاس له غره څخه چيغه کړه: هلئ چې طيارې راغلې. ځانونه پټ کړئ.

            مخ په بره مې منډه کړه. يوې سوړې ته ورسېدم. پکښې ورننوتم. شېبه نه وه تېره، چې گړزهار سو. داسې درنې چاودنې وسوې، چې غر يې له غره سره وښوراوه. د سوړې له چته څو ډبرې راخطا سوې. سوړه له دوړو ډکه سوه. ما ويل اوس به غر راباندې چپه سي. چې گړزهار چوپ سو راووتم. امريکايانوخپل موټران په بمونو ويشتلي وو. له ګردو موټرانوڅخه تور دودونه پورته وو. زموږ ځينې انډيولان هم په بمانو لگېدلي وو. څوک شهيدان او څوک ټپيان سوي وو. د امريکايانو مړي تري تم سوي وو؛ خو د وطني امريكايانو جسدونه هماغسې پراته وو.

            په کليو کښې د امريکايانو جاسوسان زيات وو. مشرانو راته وويل، چې اوس به خامخا ډېره قوا را پسې راسي او تلاشي به وکړي؛ نو ټول به سره خواره سو. چې بل عمليات مو کاوه، بيا به خبر درکړو.

            يوه پنجابي ډاکټر زموږ د ټپيانو علاج وکړ؛ خو د پېنځو کسانو ټپونه سخت وو. مشرانو ما ته وويل، چې ته خو په کوټه کښې بلد يې؛ نو ته به له څو نورو انډيوالانو سره  دغه ټپيان کوټې ته ورسوې. ټپيان مو په دوو ډاټسنو كښې واچول، روان سو. يو څه مزل مو كړى و، چې د تور سرو ژړا و فريادونه مو واورېدل. لږ وړاندې مې پر لاره د يوه ماشوم تور پلاستيكي بوټ ولېد. موټر مو ودراوه، زه وركښته سوم. يوه ډنګره توره پښه په بوټ كښې وه. پښه تر زنګانه لاندې غوڅه وه. د دوو هډوكو سپين سرونه د پلو په منځ كښې ښكارېدل. ټوله پښه او د بوټ يوه څنډه په توربخونو سرو وينو لړلې وه. نوكي بره د غره په لمن كښې څو مېږو او وزو بوغارې كولې، ها خوا دې خوا يې ترهېدلې منډې وهلې. زه وروختم. هورې د لس دولسو كالو ماشوم ټوك ټوك پروت و. كالي يې داسې پرې پرې وو، چې ته وا چا به په چړې پرې كړي وي. سر او مخ يې ګرده سوځېدلي وو. ګرد سره د پېژندلو نه و. سترګې يې راوتلې وې. د سترګو ژورغالي يې داسې ښكارېدې لكه په تناره كښې، چې سرې سكروټې پرتې وي. ګرده بدن يې زخمي زخمي وو. د غوڅې پښې له  ټپه يې ټينګه تور بخونه وينه د ژېړو وښو پر سر نرۍ لاره جوړه كړې وه. ښايي له ماشوم سره به د خپلو مېږو د لوږې غم و؛ ځكه خو يې تږي واښه په خپلو وينو اوبه كړي وو؛ خو واښه خونخواره نه وو، وينه يې نه وه ځبېښلې. څو ګامه بره ډبرې داسې سوځېدلې وې، چې لا هم تاو ځنې لټېده.

شا و خوا ته د څو مېږو او وزو مړي هم پراته وو. د هلك مړى مو په موټر كښې واچاوه. د درې په سر كښې د لس پينځه لسو كورونو يو كوچنى كلى و. امريكايانو پر دې كلي هم بمان غورځولي وو. شپږ اوه كوره يې خچ پچ كړي وو. تور سرې، كوچنيان او سپين ږيري يې ګرد سره تر خارور لاندې كړي وو. د كوچنيانو او تور سرو بوغارو كلى په سر اخيستى و. د نړېدلو كورونو له منځه خړ دودونه لټېدل. كليوالو د خاورو په كوټو كښې خپل عزيزان لټول. د لوښو ټوټې او د نياليو نيم روغ  نيم سوځېدلي ټوكران يې له خاورو راايستل. د كليوالو اروا هم په موږ نه وه خبره، چې امريكايانو ته مو لاره نيولې ده؛ خو دې بې غيرتانو داسې ظلم ورباندې كړى و. سخت درد راغلى و، چې ډغرې موږ ورسره وهو؛ خو كسات يې له تور سرو اخلي. پر ځمكه ولله كه رانه خلاص سي؛ خو څه وكړو اسمان ته مو لاس نه رسي.

زما خوا هغه امريكايي ته بده وه، چې زموږ مشر يې سر غوڅاوه؛ خو د كليوالو حال چې مې ولېد، پوه سوم، چې پر كفارو رحمېدل غلط دي. ما په سټلايټ ټېلفون كښې مشر ته خبر وركړ، چې د كليوالو مرستې ته دې څوك راولېږي. د هلك مړى مو راكښته كړ. څو تنه كليوال زموږ خوا ته راغلل. هر يوه له بل څخه پوښتنه كوله: څوك دى؟ ودې پېژانده؟

            چا وويل: دا كالي خو يې د ګلالي دي.

            بل يې هغه ټونګه كړ: غلى سه، چې مور يې راغله.

شېبه نه وه تېره، چې يوه په عمر پخه ښځه راورسېده. چې ښه رانژدې سوه، ويې پوښتل: دا څوك دى؟

ټول غلي وو.

هغې د خلكو په منځ كښې ځان ته لاره جوړه كړه، د مړي خوا ته كښېناسته، د هلك د څيرې لستوڼي له منځه يې د هغه مټ ته لاس يووړ. د تاويز بند يې په ګوتو راكښ كړ، تاويز يې راوايست، يو دم يې چيغه كړه: وه خدايه!

            په خپل مخ باندې يې د څپېړو باران جوړ كړ، نارې سورې يې پيل كړې: وه د ګلالي پلاره! څه سوې؟ بوره يې كړم. چېرته يې ځان راورسوه.

            درګرده يې چيغې وهلې، په غبرګو لاسونو يې پر سر خاورې بادولې، ويښته يې شكول، د مړي پر ټټر يې سر لګاوه، بيا پورته كېده. د ليونيانو په شان يې څو ګامه بره منډې وهلې، بېرته راګرځېده، بيا بلې خوا ته ځغسته، بېرته د مړي څنګ ته راتله. څو نورې تور سرې راورسېدې، هغه يې ټينګه كړه. ما نور ځان نسو ټينګولاى. اوښكې مې بې اختياره وبهېدې. مخ مې موټر خوا ته كړ. د لونګۍ په شف باندې مې اوښكې پاكې كړي. موټر ته وختم. د لاس په اشاره مې موټروان پوه كړ، چې حركت وكړي. تر ډېره ځنډه ټول غلي وو. په موټر كښې داسې چوپتيا وه، لكه په هديره كښې چې وي.

 له انډيوالانو سره مې د غرو پر لارو دوه ورځې مزل وکړ، ايله چې کوټې ته ورسېدو. په كوټه كښې زموږ نور انډيوالان دېره وو. هغوى ټپيان يوه هسپتال ته يوړل. زه د مدرسې پر لور رهي سوم. چې څنګه مدرسې ته ورسېدم پر عبدالهادي مې سترګې خوږې سوې.

            د مولوي صاحب پوښتنه مې ځنې وكړه. هغه وويل، چې مولوي صاحب ډېر يادولې. دواړه ورغلو. ما ورته د خپلې تورې كيسه وكړه.

مولوي صاحب پر اوږه وټپولوم، ويې ويل: زه پوهېدم چې ته به د ما ارمان پوره كيې. خداى دې اجرونه دركي.

            بيا مې پر كليوالو د امريكايانو د بمبارۍ كيسه ورته وكړه. د هغوى له سترګو اوښكې روانې سوې.

تر څو ورځو پورې د عبدالهادي د پوښتنو له لاسه په عذاب وم: امريكايان څه ډول دي؟

د خنزير غوښه يې خوړله؟

بربنډې مېرمنې ورسره وې؟

وايي چې دوى په ولاړو بولې كيې؟

په رښتيا امريكايان د قران په پاڼو كونه پاكيي؟

            داسې پوښتنې يې كولې، چې زه يې بيخي حيران كړى وم. ما وويل، چې زه خو د هغوى په منځ كښې نه وم، چې په هرڅه يې خبر اوسم.

            بله ورځ يې وويل: اورېدلي مې دي، چې چارواكي عيسويان سوي دي، دا رښتيا ده؟

            ما وويل: نور خو مې نه دي ليدلي؛ خو زموږ د كلي قومندان لا لمونځ كاوه.

            _ وايي ټول شراب چښي؟

            _ نېخه (نه يم خبر). له شرابو يې خداى خبر؛ خو ټول چرسيان او پوډريان ورسره ولاړ دي.

            څو ورځې وروسته ما غوښتل، چې بېرته له انډيوالانو سره دهراوت ته ولاړ سم. د دهراوت په غزا كښې زموږ مشر يو څو اوغانۍ په لاس راكړې وې. بيا چې كوټې ته راتلم شل زره كلدارې يې د جېب خرڅ لپاره راكړې. د مولوي صاحب هغه پور مې نه و پرې كړى، چې د ادې د علاج لپاره يې راكړى و؛ نو ورغلم، چې حسنه يې وركړم او د خداى پاماني ورسره وكړم. د مدرسې په انګړ كښې څو كسه طلبا تر مولوي صاحب راچاپېر وو. هغوى پوښتنې كولې او مولوي صاحب يې ځوابونه ويل. زه چې يې ولېدلم، راولاړ سو. طلباو ته يې وويل: شابه تاسې اودسونه وكئ، ماخام نيګدې دې.

پخپله له عبدالهادي سره زما خوا ته راروان سو. ما ورته پيسې ونيولې. هغه راته حيران وكتل. موسكى سو. ويې ويل: دا چي شې دي؟

ما وويل: استاده! دا هغه پيسې دي، چې تاسو زما د مور اپرېشن ته راكړې وې.

پر اوږه يې لاس راكښېښوو. په خندا يې وويل: خه، خه. نو ته د همدې د پاره راغلې وې؟

_ نه استاده، سبا له خيره زما انډيوالان بېرته ځي.  زما نيت و، چې ورسره ولاړ سم. راغلم چې رخصت واخلم.

هغه د تسبو اړول بس كړل، ويې ويل: دغه راكټ او ټوپكې خو هرسوك چلوې شي. ته او عبدالهادي بل كار له جوړ يې.

           ما وويل: پوهېږم، استاده تاسې غواړاست، چې په مدرسه كښې پاته سم. سبقان مې شروع كم.

_ نه بچيه. نن سبا د تعليم نه جهاد ډېر اهم دې.

_ زه هم جهاد ته ځم كنه.

سترګې يې زما له سترګو لرې كړې. د مدرسې د مينارې سر ته يې، چې د مازديګر لمر روښانه كړى و، وكتل. لويه ساه يې واخيسته، ويې ويل: تاسې بايد د بمونو جوړول زده كئ. زه به مو وزيرستان له بوزم. هلته به نور مجاهدين ټرېننګ دركي. دا كار هر سوك نشي كواى. ما له پته شتې، چې تاسې دواړه دا كار يادولې شې.

ما ورته كړه: استاده! عبدالهادي به درسره ولاړ سي؛ خو زه بېرته ځم. موږ به نورې غزاګانې وكو.

زما خبرې يې راپرې كړې: بچيه! جنګ له مازغه پكار دي. هر سوك بيا مازغه نلري. په ګولۍ باندې به يو كس ولې؛ خو ستا په يو بم باندې به شل پينزه ويشت كسه كفار ختميګي؛ نو ته پخپله ووايه كوم كار فايده مند دې؟

د ماخستن تر لمانځه وروسته مو هم تر ډېر ناوخته پورې خبرې وكړې. مولوي صاحب د اصحابو د جهاد ډېرې كيسې وكړې. د حضرت سلمان فارس كيسه يې وكړه، چې د خندق په غزوه كښې يې رسول الله (ص) ته د خندق د كيندلو مشوره وركړې وه او د عقل په مرسته يې قوي دښمن مات كړى و.

زه يې قانع كړم، چې د هغه خبره ومنم. زه او عبدالهادي چې د خوب لپاره د هغه له كوټې څخه وتلو، ما بيا ورته پيسې مخې ته كښېښووې. مولوي صاحب وويل: سبا د تا انډيوالان افغانستان له زي؟

            ما وويل: هو استاده!

_ نو دغه پيسې وركه، چې د تا مور بي بي ته يې وركي.

_ استاده! هغه به په پيسو څه وكي. دا تاسې واخلئ خپلو بچو ته يې ولېږئ.

هغه زما سر ښكل كړ. سترګې يې داسې وځلېدې، لكه تر  ژړا د مخه چې د سړي په سترګو كښې اوښكې ځلېږي.

ويې ويل: ګوره عبدالستار جانه! ته زما د زوى په شانتې يې. قسم دې، چې د زوى نه راله مخكې يې. واله دا پيسې دې مور بي بي له ولېګه. ما له د هغې دعا هر سه دي.

د بابا تر مرګ وروسته دا اول ځل و، چې پلرنۍ مينه مې محسوسه كړه. پر هغه باندې رښتيا لكه اولاد ګران وم. د هغه لاسونه مې ښكل كړل. هېڅ كله مې د چا په لاسونو كښې داسې ګرمي نه وه ليدلې. ګومان مې كاوه، چې زړه مې ويلېږي. زړه مې غوښتل، چې چيغه وكړم، ټوپونه ووهم، والوزم. لكه يو دروند بار مې چې له اوږو څخه لرې سوى وي، همداسې ځان راته سپك ښكارېده. زړه مې ويل، چې دى انسان دى كه ملايك؟ له خدايه مې داسې موقع غوښته، چې د استاد احسان ورادا كړم.

سبا د سهار تر لمانځه وروسته د دهراوت انډيوالانو ته ورغلم. پيسې مې وركړې. د كلي نوم او د اكا نوم مې هم وروښود، چې پيسې ورورسوي. په نخښه كښې مې د جيب دسمال، چې ادې پكښې ګلان ګنډلي وو،  وركړ چې زما مور ته يې وركړي.

درېيم څپركى

ورځ راباندې كال تېرېده. عبدالهادي كور ته تللى و. هغه چې راسره و، ګومان مې كاوه، چې ټول خپلوان راسره دي؛ خو په دې ورځو كښې پوهېدم، چې يوازې يم. ادې مې ډېره يادېده. دلته له نورو مجاهدينو سره بلد سوى وم؛ خو هغسې مې له هېچا سره نه لګېده لكه له عبدالهادي سره چې لګېده.

كله كله خپل وطن ته حيرانېږم. زموږ ښارونه پاخه سړكان نه لري؛ خو په ميرانشاه كښې ان وړو كليو ته هم سړكان تېر سوي وو. زموږ كلى د كجكي بند ته ډېر نژدې پروت دى؛ خو برق مو نه درلود. ميرانشاه ته خداىزده له كوم ځايه راته؛ خو ان لرو درو ته هم د بجلي تارونه غځېدلي وو.

ميرانشاه سخت غيرتي خلك لري؛ خو يو كار يې پر ما ښه نه لګېږي. چې كليو ته ولاړ سې، ښځې او نارينه په ګډه په خپلو پټيو كښې كار كوي. پر ښځو باندې واښه شكوي، مال پيايي، ځينې خلك خو په ښځو باندې لو هم كوي. خو دوى بيا لكه د كوټې خلك نه دي، چې خپلې ښځې بازار ته پرېږدي. په ستر كښې ښه ټينګ دي. هر څوك د ځان پاچا دى.  ټوپك او برېت دوى ته د فرض و سنت حيثيت لري. هېڅوك بازار ته تش لاس نه ورځي. لكه د پخوانو خلكو كيسې، چې بابا مې راته كولې، دوى هم هماغسې پر ټټر باندې د مرميو كتار تړي. كلاشينكوف ته دوى ماشين وايي او دومره يې ښكلي جوړوي، لكه ناوې چې سينګار كړې. دوه درې دانې ججورې په شنه او سره رابرټېپ باندې سره خوا په خوا تړي. په ټوپكو پورې ځونډۍ، غمي او كوچنۍ هيندارې لګوي، لكه زموږ خلك چې رخچينې (خولۍ) سينګاروي، دوى هماغسې شوقي ټوپكې جوړوي. ته وا چې مېړانه به په برېت پورې وي. څومره چې د چا برېتونه غټ وي، هماغومره د خلكو ښه اېسېږي. برېتور مېړونه خپل برېتونه د شړشمو په تېل غوړوي؛ خو درېغه چې دا خلك ږيرې خريي. له ملا صاحبانو او سپين ږيرو پرته نور څوك ږيره نه پرېږدي. كه د ځوان پر مخ دې ږيره وليده؛ نو پوه سه چې هغه د مدرسې طالب العلم دى.

دلته د پاكستان حكومت نه چلېږي. يو پوليټيكل چې يې بولي سته، هغه هم خداى خبر، چې څه كوي او څه نه كوي. قانون د خلكو خپل قانون دى. هماغه جرګې دي، نرخ دى او رواج دى. دوى دښمني ته بدي وايي. داسې كس به پيدا نه كړې، چې له چا سره يې بدي نه وي. بس هرڅوك چې پر خپل دښمن ورپېښ سو، ولي يې. داسې ورځ به نه وي، چې د ميرانشاه په بازار كښې مړي ونه سي. خلك وايي، چې دلته د ((كيپات)) په نوم يو خوستوال و، ۹۹ مړي يې كړي وو. خلكو له هغه څخه د مېړانې اتل جوړ كړى و. اوس هم چېرته چې د غيرت خبره كېږي؛ نو د كيپات نوم ضرور ورسره يادېږي.

            په بازار كښې د وسلو ډېر دوكانونه سته. له تمانچې څخه رانيولې تر راكټ او ثقيله پورې، ان توپ او هاوان هم پكښې خرڅېږي.

            زموږ مركز د بازار په څنډه كښې حقانيه دارالعلوم دى. دغه مدرسه زموږ د كوټې د مدرسې په څېر د مرمرو په ډبرو نه ده پوښل سوې. دېوالونه يې له سميټي خښتو جوړ دي. پر غولي باندې يې پخې خښتې لګېدلي دي. د مدرسې ناظم پنجابى دى؛ خو پښتو يې زده ده، هغه هم داسې چې (ږ) او (ژ) يو شان تلفظ كوي او (ښ) لكه (ش) ادا كوي.  په دې درېو مياشتو كښې، چې زه او عبدالهادي دلته يو، مولوي نعماني صاحب دوه ځله زموږ پوښتنې ته راغلى دى. دا ځل چې له خيره راسي همدلته به پاته سي.

دلته هم ښه تكړه علما سته. موږ سبقان وايو او بمان جوړوو. د مدرسې شا ته بل لوى سراى دى، چې د ناظم له كوټې څخه لاره ورته تللې ده. د ناظم د كوټې له درګاه سره پيره دار ناست وي، يوازې هغه كسان بل سراى ته ورپرېږدي، چې مخصوص كارتونه لري. دغه سراى يوه لويه درګاه د سړك خوا ته هم لري. درګاه له خورا درنې او ډبلې وسپنې جوړه ده. كمزورى سړى يې په يوازې سر نه سي پورې كولاى. دغه درګاه هم پيره دار لري او يوازې زموږ خپلو موټرانو ته د ننوتو اجازه وركوي. په سراى كښې څو لوى لوى ګودامونه سته. په هر ګودام كښې درې څلور مازدا لارۍ ځايېږي. د ټولو كوټو كونجيانې له ناظم سره وي. له مدرسې سره په لګېدلي دېوال پورې زموږ وركشاپ پروت دى. د وركشاپ په اوږدو كښې يو اوږد مېز ولاړ دى. شاوخوا ته په دېوالونو پورې وسپنيزې المارۍ لګېدلي دي. ټروټيل،سي فور (C4)، ټي ان ټي، پټن PTN، د بېرنګانو مردكي، د ټټارۍ مېخونه، رابر ټېپ، او څو ډوله نري او ډبل مزي په الماريو كښې جلا جلا ايښوول سوي دي.

موږ څو رقم بمان جوړوو. يو ټايمر والا بم دى. د دې بم فيوز په مزو باندې يوې ګړۍ پورې تړل كېږي. ګړۍ چې پر هر وخت برابر كړې، هماغه وخت د مزو دواړه سرونه سره لګېږي او فيوز چوي. د فيوز په چولو سره ټول بم پټاوېږي. ټايمر بمان معمولاً د غوړو په ټيمانو يا په بخار دېګونو كښې لګوو، بيا يې د بايسېكل شاته او يا په رېړيو كښې  ږدو. دغه بم والا بايسېكل يا رېړۍ پر داسې لارو دروو، چې د كفارو موټران پر تېرېږي.

ټي ان ټي داسې باروت دي، چې پټاو سي په ثانيه كښې ۹۵۰۰ مټره واټن وهي. هر شى چې مخې ته يې ورسي، ټوټې ټوټې كوي يې. نورو باروتو ته كه اوبه ورورسي، بيا سم كار نه كوي؛ خو پر دې باندې اوبه تاثير نه لري.

پټن بيا تر ټي ان ټي لا نامي دي. دا په ثانيه كښې ۱۲۵۰۰ مټره مزل كوي. د خپل خواوشا ټول شيان په چرو بدلوي. بيخي لكه ګرنېټ (لاسي بم)، چې هره ټوټه يې د ګولۍ كار كوي، دا هم له هر شي څخه ګولۍ جوړوي. تك سپين لكه واورې دي. چې په لاس كښې يې ټينګ كړې، لكه واوره سره غونجېږي. داسې ښه بلېږي، چې شنې لمبې ځنې خېژي؛ خو دود نه لري.

موږ د فدايانو په واسكټونو او موټرانو كښې له همدې موادو كار اخلو. شپږ كيلو پټن د هر واسكټ په لاندېني وت كښې ګرد چاپېره هواروو. شاوخوا ته يې د واسكټ په بل وت كښې د بېرينګ چرې او د ټټارۍ مېخونه اچوو. يو كوچنى فيوز د پټن په منځ كښې لګوو، چې له دوو سرونو يې نري تارونه راوتلي دي. دغه تارونه په يوه بټن پورې نښلوو. هر وخت چې فدايي كفارو ته ورنژدې سو، بټن كښېكاږي، سم له وارې فيوز پټاو كېږي او ورسره پټن چوي. په واسكټ كښې هر مېخ لكه مرمۍ الوزي او چې پر هر چا ولګېږي؛ نو كار يې ورسموي.

په موټرانو كښې هم له PTN څخه كار اخلو. موټران يا له افغانستانه راځي يا يې همدلته رانيسو. د افغانستان نقلي پلېټونه راسره ډېر دي. ځينې غله له افغانستانه د غلا موټران دلته راولي او له دې ځايه غلا كړي موټران هلته بيايي. زموږ كسان له هغوى څخه موټر رانيسي، پلېټونه يې الېشوي او موږ يې د فدايانو د حملو لپاره برابرو. غله هم د پاكستان له مليشو سره لاره لري او هم د افغانستان له پوليسو سره، دواړه د پيسو سپي دي. غله چې يو څو روپۍ ورته ونيسي، هر څه تېروى سي. غله دغه فدايي موټران هر ځاى ته، چې موږ وروښيو، بيايي؛ خو زموږ يو دوه كسه انډيوالان هم ورسره ځي، چې بيا غداري ونه كړي.

موټر چې موږ ته راسي؛ نو زموږ مستري انډيوالان ورباندې لګېږي. سيټونه، سوېچبورډ، د دروازو پوښونه او ټولبكس يې خلاصوي. بيا موږ په درېو  ځايونو كښې پټن ږدو. د موټروان تر سيټ لاندې، په ټولبكس كښې او تر سوېچبورډ لاندې. درې واړه ځايونه په نريو مزو له يو بل سره نښلوو. شاوخوا ته يې ټروټيل، ګرنېټ، د ((بي ام يو)) ګولۍ، د ((هاوان)) او ((ار پي جي)) مرمۍ او نور شيان ږدو. د موټر د دروازو منځ هم په مېخونو ډكوو. فيوز د موټروان تر سيټ لاندې لګوو، چې پخپله فدايي ټوټې ټوټې سي او پس له حملې د پېژندلو نه وي. پخوا به مو د فيوز مزي په يوه بل شي پورې نښلول، چې په ريموټ باندې كار كوي؛ خو اوس امريكايان له خپلو موټرانو داسې يو شى خپروي، چې ګردچاپېره په پېنځوس مټرو كښې ريموټ كار نه كوي؛ نو اوس د فيوز مزي د سوېچبورډ له يوه سوېچ سره هم نښلوو. كه ريموټ كار ونه كړي، فدايي به دغه سوېچ كښېكاږي.

            درې مياشتې نورې هم تېرې سوې. په مېرانشاه كښې مې شپږمه مياشت پوره سوه. درې مياشتې مخكې چې عبدالهادي كور ته ولاړ بېرته رانغى. مولوي نعماني صاحب وويل، چې هغه اوس مدرسې ته هم نه ورځي. پلار يې د كندهار په ښار كښې خپل كور جوړ كړى او كډه يې وړې وه.

عبدالهادي پخپله ښه غيرتي ځوان و؛ خو پلار يې زما د تره په شان ټول عمر پر كور تېر كړى و.

ما ويل مولوى صاحب به له هغه خپه وي؛ خو داسې نه و.

نعماني صاحب وويل: ((د مور و پلار خدمت هم د جهاد اجر لري))

مولوى صاحب خورا لوى زړه لري؛ خو زه له عبدالهادي پر دې خپه وم، چې يو رخصت يې هم رانه وانه خيست. ان يو ټېلفون يې هم راته ونه كړ. ما څو وارې ورته زنګ وواهه؛ خو  ټېلفون به يې هر ځل بند و. ګومان كوم هغه وېرېده، چې زه ورته ټينګ نه سم، چې بېرته راسه؛ ځكه خو ټيلفون به يې هر وخت بند و.

په دې درېو مياشتو كښې، چې عبدالهادي را څخه تللى و، دومره ښه و چې مولوي صاحب دلې و. هغه هره جمعه كور ته ته. دوې شپې يې تېرولې او بيا بېرته راته. كله كله كوټې ته هم ته. هورې  يې ډېرې شپې كولې. تېر ځل چې كوټې ته تللى و، زموږ يو كليوال يې په مدرسه كښې ليدلى و. هغه ورته ويلي و، چې زموږ د سيمې ګردې ناوې طالبانو فتح كړي دي، يوازې د كجكي بازار د چارواكو په لاس كښې دى.

د نعماني صاحب په راتګ سره د طلباوو شمېر زيات سوى و. طلبا به دلته هم هماغسې پرې راټولېدل، لكه په كوټه كښې چې به راټولېدل. زما وخت اكثره په سبقانو تېرېده. په دې ورځو كښې مو فدايان بيخي لږ سوي وو؛ ځكه خو د بمانو او فدايي واسكټونو جوړولو ته دومره ضرورت نه وو.

يوه ورځ نعماني صاحب واڼې ته بوتلم. دا د جنوبي وزيرستان مركز دى. هلته يوه لويه مدرسه وه. د فدايانو ټرېننګ هم هورې كېده. موږ اكثره وخت واسكټونه دوى ته استول او يا فدايان تر ټرېننګ وروسته  مېرانشاه ته راتلل او موږ به واسكټونه وركول. د ټرېننګ خونې ته ننوتو. پنځه شپږ تنه فدايان ناست وو، ټي وي ته يې كتل. په ټي وي كښې يو سورمخى بيزو وزمه سړى، چې توربخونه دريشي او سره نيكټايي يې اغوستې وه، د يوه قره قلي خولۍ والا تر څنګ ناست و. سورمخي ږيره او برېتونه خرييلي وو، سرتور سر ناست و. د هغه بل پر تن بيا سپين كالي او شنه چپنه وه، مۍ وريجې ږيره او برېتونه يې همدومره وو، لكه لس شپې د مخه چې يې  خرييلي وي. دوى د يوې لويې كوټې په بر سر كښې ناست وو. په دا بل سر كښې يې نور رنګ رنګ دريشۍ والا پر چوكيوناست وو. په منځ كښې يوه دنګه غنم رنګه لغړه ښځه، چې يوازې شرمګاه او تيونه يې پټ وو، نڅېدله. نورو ورته چكچكې وهلې. د ښځې ژېړ بخوني اوږده ويښتان پر اوږو يې پراته وو او د هغې له تاوېدو سره په هوا كښې چورلېدل. هماغه هلك مې راياد سو، چې زموږ د كلي د قومندان په كور كښې نڅېده. په ټي وي كښې، چې سورمخى ښكاره سو، ټرېننګ والا په كوم بټن كښې ګوته ووهله. تصوير همداسې ولاړ پاته سو. ټرېننګ والا له رنګه پنجابيانو غوندې و؛ خو پښتو يې ويله. له فدايانو څخه يې وپوښتل: دا سوك دې؟

ټولو په يوه ږغ وويل: شيطان بوش.

هغه بيا وپوښتل: دا بل يې سوك دې؟

بيا ټولو د تجويد د شاګردانو په شان يو ځاىي وويل: مرتد كرزى.

هغه بيا پر بټنو ګوتې ووهلې. بل تصوير راغى. ويې ويل: دا چې ګډېګي دا سوك دې؟

_ د كرزي رنډۍ لور ده.

نعماني صاحب تر لاس ونيولم، له كوټې څخه ووتو.

 ما ورته كړه: استاده! دا خلك څه ناروا كارونه كيي؟ ولې په فدايانو داسې شيان ګوري؟

_ د دې دپاره چې پوې شي، چې كافران سه سه كارونه كيي.

_ تاسو خو ويل، چې ټي وي او سي ډي ناروا دي.

_ ناروا دي؛ خو ګوره بچى! دلته مطلوب اهم دې. زمونګه مطلوب ګډا نه دې. زمونګه مطلوب د ټي وي كتل نه دې. زمونګه مطلوب هغه كسان دي، چې دقسې كارونه كيي. فدايان چې د دوى كارونه په خپلو سترګو وويني، بيا به يې باور رايشي، چې مونګه رختيا ويل.

زما زړه ته نه لوېدل، چې يو پښتون دې دومره بې غيرته سي، چې لور يې د نورو په مخ كښې لغړه ونڅېږي؛ خو د خپل كلي قومندان راياد سو، چې هلكانو سره يې څه څه كارونه كول. په زړه كښې مې وويل: قومندان چې يې هغسې وي، پخپله به خود همداسې وي.

بيا مې هم باور نه كېده. نعماني صاحب ته مې وويل: دا په رښتيا د كرزي لور وه؟

هغه وويل: ته لا اوس هم شك كيې؟ تا خو په خپلو سترګو اوليدل كنه.

 شپه مو په واڼه كښې وه. نيمه شپه راويښ سوم. غسل راباندې اوښتى و. حمام ته ولاړم. كه ګورم چې له دوو نورو حمامونو هم د اوبو شړپا راځي. زما په ګومان په هغه شپه فدايان هم احتلام سوي وو.

يوه ورځ د مدرسې د ناظم كوټې ته ولاړم. نعماني صاحب په كوټه كښې چابك چابك دې خوا ها خوا ګرځېده. غومبري يې سره اوښتي وو، پر تندي يې ګونځې راغلې وې. خوله پرې راماته وه. د خولې په كونجونو كښې يې سپين ځګ ښكارېده. ناظم ته يې په پنجابي باندې څه ويل. ناظم چوپه خوله ولاړ و.

ما تر دې وخته نعماني صاحب داسې په غوسه نه و ليدلى. وېرېدلى وم؛ خو بيا مې زړه غټ كړ. پوښتنه مې وكړه: استاده خير خو به وي؟

له جيبه يې دسمال راوايست، د خولې ځګ يې پاك كړ، د تندي خوله يې وچه كړه. موسكى سو، ويې ويل: سه نيشتې. هسې دې بې غيرتانو له په غوسه وم.

_ استاده څوك يادوې؟

_ هغه په واڼه كې چې مو ليدلي وو، هغه فدايانو بې غيرتي اوكړه.

_  څنګه بې غيرتي؟

_ ډارېدلي دي. مجاهدينو ان كابل ته بيولي وو. د كفارو ګاډو ته يېم رسولي وو، ټول ګاډي تېر شوي دي؛ خو دا دله ګان  بېرته تې راغلي دي.

وينه مې په جوش راغلې وه، چې دا څه ناځوانه خلك دي. د دين لپاره دونه كار هم نه سي كولاى. هغوى ته مې غاښونه چيچل؛ خو د نعماني صاحب د تسل لپاره مې وويل: استاده! خير دى، نور فدايان به راپيدا سي. زموږ خلك خورا غيرتي خلك دي.

_ هو بچى! فدايان به خود پيدا شي؛ خو د دوى بې غيرتي اوګوره. ګټلې جنت يې بايلودو.

_ استاده! كه واياست زه به ورسم.

_ نه، نه. ته به نه ورزې.

_ ولې استاده! جنت دې پر ما نه لورېږي؟

_ دا سه وايې؟ جنتونه مې درپېرزو دي.

_ نو بيا؟

_ بس، اوس يې وخت نه دې.

دې سره نعماني صاحب په چورت كښې ډوب سو.

پر سبا يې هغه خپل كور ته ولاړ. دا ځل يې پوره دوې هفتې تېرې كړې. زړه مې ډېر تنګ سوى و. هېڅ شي خوند نه راكاوه. لمونځونه مې هم د زړه په حضور نه وو. يو وخت به مې كتل، چې لمونځ مې خلاص كړى، دعا كوم. چې هرڅه به مې فكر كاوه، نه مې رايادېدل، چې كوم سورتونه او كوم ايتونه مې ويلي دي. په ذكرونو مې هم د زړه كرار نه راته. ادې مې ډېره يادېدله. په توركي او ان په اكا پسې خپه سوى وم. ما ډېر كلونه له هغوى لرې تېر كړي وو؛ خو هېڅكله دومره نه وم خپه سوى. دا نور كلونه يو خو به عبدالهادي راسره و، د زړه حال به مو يو بل ته سره ويل او بل به اكثره وخت پر سبقانو لګيا وو؛ ځكه خو په مسافرۍ چندانې نه پوهېدم. اوس نو نه مې د راز ملګرى درلود او نه مې سبقانو ته زړه كېده. چې راولاړېدم، سر راباندې ګرځېده. پر سترګو مې توره شپه راتله. تر نيمو شپو خوب نه راته. سهار بيا په وچ زور راكښېناستم، خوب مې نه سر كېده. ټول ژوند راباندې غمېدلى و.

نعماني صاحب چې راغى، لكه زما پر حال چې خبر وي، مازديګر يې تر لاس ونيولم. د مدرسې يوې څنډې ته يې بوتلم.  له دېواله سره پر سميټي خښتو كښېناستو. مسواك يې له جيبه راوكيښ، د غاښونو په صفا كولو لګيا سو. ويې ويل: سنګه چل دې، ولې خفه يې؟

            _ استاده! ادې مې ډېره رايادېږي. زړه مې تنګ دى.

            نعماني صاحب غلى و.

ما وويل: كه ستاسو اجازه وي، يو څو شپې به كلي ته يوسم.

هغه ولاړ سو. ورو ورو په ګرځېدا سو. سر يې كښته نيولى و. مسواك يې تر غاښ لاندې ټينګ كړى و.

بيا مې وويل: هسې هم زموږ سيمې ازادې سوي دي. څه خطره به راته نه وي.

هغه بيا هم غلى و. اوږده شېبه په چوپتيا كښې تېره سوه. ګومان مې وكړ، چې مولوي صاحب راڅخه خپه سو. ما ځمكې ته كتل. غوښتل مې، چې څه ورته ووايم. د هغه سونګېدا مې واورېده. پورته مې وكتل. له جيبه يې دسمال راوايست. پزه يې پاكه كړه. په سترګو كښې يې اوښكې ډنډ وې.

ودرېدم. د هغه لاس مې ونيو. ومې پوښتل: استاده خيريت خو به وي؟

په غريو نيولي ږغ يې وويل: بچيه نه مې درته ويل؛ خو مجبور دې كم. مور بي بي به دې اوس په جنت كې وي. هغې خپل عمر تا له دروبخل.

_ دا څه وايې؟

_ هو بچيه. هغه يې شهيده كړه.

_ چا؟

_ اميريكنز.

باور مې نه كېده. دا مې څه اورېدل. نور مې د ژړا مخه نه سوه نيولى. نعماني صاحب په غېږ كښې ټينګ كړم. په ژړغوني ږغ يې وويل: انا لله و انا اليه راجعون.

خبره داسې وه، چې چا امريكايانو ته زما خبر وركړى و، چې عبدالستار بم جوړوي. هغوى زموږ پر كور بم غورځولى و. زما ادې، اكا او د هغه ګرده كورنۍ يې ګرد سره شهيدان كړي وو.

دا خبرې په كوټه كښې زموږ يوه كليوال نعماني صاحب ته كړې وې.

د ماښام تر جماعت وروسته نعماني صاحب پر ټولو ږغ وكړ، چې زما د شهيدانو لپاره دې دعا وكړي. هغه راته د شهادت فضيلتونه بيان كړل. ډېر تسل يې راكړ. د صبر د اجرونو په باب يې ډېر څه راته وويل. خو زما زړه چېرته صبرېده.

وروسته نعماني صاحب د امريكايانو كيسې وكړې، چې دوى اصلاً د اسلام د ختمولو لپاره راغلي دي. دوى غواړي چې ټوله دونيا يهودان شي.

            بېګاه مې په خوب كښې وليدل، چې ادې ناسته ده، ما يې پر زنګانه باندې سر ايښى دى. هغه زما ويښته په ګوتو ږمنځوي او د جنت د باغونو، د شېدو رودونو، د ميوو او ماڼيوكيسې راته كوي. د شهادت د فضيلت په باب هماغه خبرې، چې مولوي صاحب راته كړې وې، ادې هم هماغه خبرې راته كوي. بيا مې وليدل، چې ادې له ما سره په مدرسه كښې ده. په لمانځه كښې هغه مخته كېږي او موږ ټول ورپسې درېږو. زه له ځان سره وايم: دا څه كوي؟ د ښځې امامت كله روا دى.

بيا وايم: يه زه غلط سوى يم. د نارينو امامت نه دى روا. لمونځ چې خلاصېږي، د امريكايانو هليكاپټر راځي، د مدرسې په سراى كښې كښېني. ادې ورځي، هليكاپټر ته ورخېژي. زه پوښتنه كوم: ادې چېرته ځي؟

هغه وايي: نانيه زه ځمه. زه له دې مجاهدينو سره جنت ته ځم.

هليكاپټر پورته كېږي. زه حيرانېږم، چې دا څه كيسه ده.

            سهار مې نعماني صاحب ته د خوب كيسه وكړه. هغه وويل، چې د دې خوب اوله نيمه رحماني ده؛ خو دويمه نيمه يې شيطاني ده.

            سبا تر ماسپښينه پورې يوازې سر ناست وم. زړه مې نه غوښتل، چې له چا سره خبرې وكړم. د ادې يادونه مې په ذهن كښې لر بر كېدل. څومره سختۍ يې وګاللې. اول خو كونډه سوه، بيا د اكا ظلمونه، بيا چې زه رالوى سوم، زما مسافرۍ. هغه دوه كاله، چې زه په كلي كښې ورسره وم، ايله چې يو څه ساه يې سمه وه.

دنيا څومره بې وفا ده؟ اكا مې وګوره. خواركى په دنيا پسې يې څومره منډې ووهلې؛ خو دى ولاړ او هر څه ځنې پاتې سول. دوكان، بوړۍ، ځمكې، هر څه.

توركى مې رايادېده. په كوچنيوالي كښې چې به مې واهه. د هغه په مور مې هم خوا بده وه. ګومان مې كاوه، هغه ډېره ګرمه نه وه، هسې يې د شيطان منله، كه نه هغه خو هم انسان وه. كوم بني ادم غواړي چې بد واوسي؟

            د ماسپښين تر لمانځه وروسته وركشاپ ته ولاړم. يو واسكټ مې جوړ كړ. د شپږو پر ځاى مې اته كيلو پټن پكښې كښېښوول. مېخونه او چرې مې هم ښه پرېمانه پكښې واچول. فيوز مې پكښې ولګاوه؛ خو مزي مې ورپورې ونه تړل. كار مې نژدې تمام و، چې نعماني صاحب راغى. پر اوږه يې لاس راكښېښوو. ويې پوښتل: بهادره! سه كې؟

            بې له دې چې له كاره لاس واخلم، ومې ويل: واسكټ جوړوم.

            _ چا له؟

            _ ځان ته.

            _ زان له؟ دا سه وايې؟

_ هو استاده، ځان ته.

_ نو ولې؟

_ ولې؟ دا نور فدايان چې يې اغوندي، ولې يې اغوندي؟

            _ يعنې ته …

            څو شېبې غلى و. بيا يې غېږ رانه چاپېره كړه. پر اوږه يې وټپولم. ويې ويل: زه پوهېدم، چې زما شېر به همدقه كار كيي.

            لږه موده دې خوا ها خوا وګرځېد.

 بيا يې وويل: ګوره بچى! زه دې منع كومه نه؛ خو هر كار يو پلان غواړي. ته به پلان له انتظار كيې.

            ما وويل: استاده! زه ډېر صبر نه سم كولاى. زه بايد له امريكايانو بدل واخلم.

            _ نه، پام چې دا خبره ونه كې. جهاد د انتقام دپاره نه، د خداى د رضا دپاره كېګي. بچيه! په دې خبرو دې جهاد مه خرابوه. كفار ستا دخمنان نه دي، دا د خداى دخمنان دي، د نبي كريم دخمنان دي، د قران دخمنان دي.

            سبا واڼې ته ولاړو. پر لاره د پاكستاني فوجيانو تلاشي وه. زما په بېګ كښې فدايي واسكټ پروت و. زړه مې ټكان كاوه، چې اوس ومو نه نيسي؛ خو څنګه چې زموږ پېكپ يې ودراوه، مولوي صاحب ورته كوم كارت ورښكاره كړ، ويې ويل: دا د مدرسې ګاډى دې.

فوجي سلام وكړ. لاره يې خوشې كړه.

نعماني صاحب ما ته وكتل، ويې ويل: زمونګه فوجيان د علماوو ډېر قدر كوي.

            په واڼه كښې د مدرسې ناظم ويل، چې ده ته بايد ټرېننګ وركړو؛ خو نعماني صاحب وويل، چې ټرېننګ ته ضرورت نسته. دى پخپله په هر څه پوهېږي.

            پر سبا يې د كابل پر لور روان سو. د خداى پاماني پر وخت نعماني صاحب راته وويل: ګوره بچى! شهادت عجيبه خوند لري. چې سنګه د استشهاديه عملياتو زاى له ورغلې، د جنت هوا به درباندې ولګېګي. خوشالۍ به درله رايشي. ټول غمونه به دې هېر شي.

 هغه راته يوه خاصه دعايه هم راوښووله، چې د حملې پر وخت يې ووايم.

زما واسكټ يې له نورو شيانو سره په باري موټر كښې ځاى پر ځاى كړل. موږ په فلاينګ كوچ موټر كښې سپاره سو. له ما سره دوه نور بلدي انډيوالان راسره سول. يو يې عبدالله نومېده، بل يې اسلام. دوى په لاره كښې ځايونه راښوول، چې دا پلانكى ځاى دى، دا پلانكى بازار دى؛ خو ما په دې خبرو پسې سر نه ګرځاوه. زه په خپلو چورتونو كښې ډوب وم. په انګور اډه كښې په سراچه موټر كښې كښېناستو، تر ښرنې پورې پكښې ولاړو. بيا له ښرنې تر كابله په بله سراچه كښې ولاړو. له غزني ها خوا تر كابله سړك نوى ډمبر سوى و. په ارغندې چوك كښې يې تلاشي كړو. پوليس راته په ځير وكتل؛ خو څه يې ونه ويل.

كابل ته چې ننوتو، داسې بيروبار مې وليد، چې په ژوند كښې مې نه و ليدلى. په هر چوك او هر بازار كښې نر او ښځې سره شا په شا او څنګ په څنګ روان وو. يوې نيمې ښځې به برقه لرله، د نورو مازې يو كوچنى ټيكرى پر سر و. سخته بې شرمي روانه وه. پيغلو نجونو پتلونونه اغوستي وو. تيونه يې د تنګو كميسونو له لاندې نېغ نېغ راوتلي وو. پتلونونه يې هم همداسې تنګ وو. كوناټي يې بوك بوك راوتلي وو. تيار لكه د كرزي لور، چې په فلم كښې مې ليدلې وه، هماغسې سينګارونه يې كړي وو. سرې شونډې، تورې سترګې، په سترغلو باندې چا شين، چا سور، چا نور رنګونه وهلي وو. له هر دوكان څخه د سروذ اواز پورته و. مازديګر پېنځه بجې وې، چې كمپنۍ ته ورسېدو.

له هغه ځايه تر كوره په دوو ساعتو كښې ورسېدو. دغه كور په هود خيلو كښې و. څښتن يې د مجاهيدنو سړى و. اكثره وخت به فدايان همدلته اوسېدل. سړى ګلاب نومېده. دوه خوا په خوا سرايونه يې لرل. په يوه كښې د ده كور و، دا بل يې د مېلمنو سراى و. ګلاب ږيره خرييلې وه؛ خو برېتونه يې وو. د پېنځوسو كالو به و. زلمي زامن يې لرل. هغوى هم د ده په شان ږيرې خرييلې وې. لا مو دمه نه وه جوړه، چې ګلاب راته وويل: انډيواله ته به داسې وكې، چې زما د زوى سره به د نايي دوكان ته ورشې. دا ږيره به دې يو څه لنډه كې.

            ما وويل: وروره زما ږيره سوچه ده، لا مې لاس پكښې نه دى وهلى.

            _ كه په ښار كې همداسې وګرځې، پوليس به درباندې شك وكي.

            زما د لارې انډيوال، عبدالله وويل: ګوره ملا صاحب! خپه كېږې به نه. دا دى زما ږيره وګوره. ته وايې ما به په شوق داسې لنډه كړې وي؟ قسم دى چې ږيره راته ډېره ګرانه ده؛ خو د فرض د پوره كولو د پاره كه ترك سنت هم وكو؛ نو باك نه لري.

            اسلام وويل: پام دې و، چې په ارغندې كې پوليس والا څنګه درته ځير و؟

ګلاب پر مخ لاس تېر كړ، ويې ويل: ما وګوره. ځان راته لكه ښځه ايسي. كه زه د سنت په طريقه ږيره پرېږدم؛ نو بيا خو فدايان په خپل كور كې نه شم پټولاى. وايي ګر ضرورت بود روا باشد.

            ناچاره سوم ږيره مې لنډه كړه. زما واسكټ درې ورځې وروسته راورسېد. په دې درېو ورځو كښې عبدالله په ښار كښې وګرځولم. يو ځاى يې راوښود، چې ښارنو نومېده. لوړ ماركېټونه او لوكس دوكانونه پكښې وو. په منځ كښې يې يو باغ و. دوى ورته پارك وايه. په چمن كښې تر ونو لاندې نجونې او هلكان لاس په لاس سره ګرځېدل. يو نيم ځاى كښې بيا تر سايه وان لاندې هلكان او نجونې جوړه جوړه سره ناست وو. ځينو پيركي خوړل، ځينو ايس كريم.

عبدالله په ګلفروشۍ كوڅه كښې څو دوكانونه راوښوول، چې په الماريو كښې يې رنګ رنګ بوتلان او ډبكې پكښې ايښي وو. عبدالله وويل، چې په دې دوكانو كښې شراب خرڅېږي. چارواكي په بنډارونو كښې شراب چښي او بيا خور و مور سره نه پېژني، چې له هر چا سره يې هر څه وكړل؛ نو ويې كړل. په يو بل دوكان كښې لوى لوى مېزونه ايښي وو، چې څلور سوري يې په څلورو كونجونو كـښې او دوه سوري يې د اوږدو څنډو په منځ كښې لرل. پر سر يې رنګ رنګ واړه ګېنونه پراته وو. دوه كسه ورته ولاړ وو. لكه لښتې په اوږدو لرګيو باندې يې ګېنونه د سوريو خوا ته ټېل وهل.

عبدالله وويل: دا قمار بازان دي. دې ته  بيليارډ وايي، جواري ورباندې كېږي.

ټول ښار په فساد او نارواوو كښې ډوب و. هلته په جومات كښې به اذان كېده او څنګ ته په دوكانونو كښې به سروذ چالان و. لوى لوى جوماتونه وو؛ خو پر لمونځ كوونكو به دوه صفونه هم نه ډكېدل. پر لمانځه به هم څوك سرتور سر ولاړ وو، د چا پر سر به سپينه خولۍ وه، دستار خو غير له ملا امامه د بل چا پر سر نه ليدل كېده.

بله ورځ عبدالله په وزير اكبر خان كښې راته ځينې كورونه راوښوول، چې د پيتو پوزو ښايستوكو نجونو پكښې تګ راتګ كاوه. هغه وويل، چې دا د چينايانو ګسټ هوزونه دي. دا ګردې چينايي رنډيانې دي. د دې كورو په خوا كښې يو نيم تورې ښيښې والا لنډكروزر او كروزين موټر ولاړ وو. عبدالله وويل، چې دا د چارواكو موټرې دي، دلته د فحاشۍ لپاره راځي.

د ايسكريم په دوكانونو كښې ټي وي ګانې چالانې وې. بربنډې نجونې پكښې نڅېدلې. په كابليانو كښې مې داسې شيان وليدل، چې د امريكايانو بلا دې پر وګرځي. هغوى خو كافران دي، چې هرڅه وكړي باك نه لري؛ خو دا زموږ والا، چې ځانونه مسلمانان ګڼي، دوى نو ولې داسې كوي؟ اوس پوه سوم، چې نعماني صاحب به ولې دا خبره كوله، چې د كابليانو او امريكايانو مرګ يو شان روا دى.

            پر درېيمه ورځ د ګلاب زوى د امو څو كرېټونه كور ته راوړل.

 كرېټونه چې مو خلاص كړل، په اول كتار كښې يې ام و، لاندې زموږ شيان . ما خپل واسكټ راوايست. غوښتل مې چې فيوز يې ولګوم؛ خو ګلاب وويل، چې بايد تر هغې پورې صبر وكړم، چې د دوى پلان مالوم سي.

مازديګر د ګلاب ټيلفون ته زنګ راغى. ګلاب له چا سره خبرې وكړې. سړى سليم نومېده. هغه له امريكايانو سره ترجمان و. زموږ انډيوالانو هغه ته د هر راپور په بدل كښې پيسې وركولې. سليم ګلاب ته ويلي وو، چې سبا پر اتو بجو د امريكايانو موټران له څرخي پله څخه روانېږي، پر اتو بجو له هودخېلو تېرېږي.

موږ ټول پلان جوړ كړى و، چې پر شل كمې اتو بجو به وځو، تر سړكه پېنځه دقيقې لګېږي. عبدالله به تر سړكه راسره ځي. زه به هلته د هوټل پر تخت كښېنم، چاى به راغواړم. پېنځه دقيقې، چې اتو ته پاتې سوې، زه به د سړك غاړې ته راسم، ځان به هسي په ټيلفون بوختوم. همدا چې د امريكايانو موټران راورسېدل، زه به واسكټ پټاووم.

لا له كوره نه وو وتلي، چې ګلاب ته بيا زنګ راغى. چا ورته ويلي و، چې نن مازديګر د كرزي موټر هوايي ميدان ته ځي.

زموږ مخكينى پلان پاته سو. زه يې بيا د نايي دوكان ته واستولم. د ګلاب زوى هم راسره و. ږيره او برېتونه يې راباندې وخرييل. سر يې راته داسې جوړ كړ، چې د څټ او ټېكونو ويښته يې راته په ماشين باندې بيخي لنډ كړل، پاتې ويښته يې د ګوتې د يوه بند په برابر پرېښوول. تيار د پاكستان فوجي يې را څخه جوړ كړ. توره دريشي او تورې عينكې يې راباندې واغوستلې. د سپين كميس له پاسه يې سره نيكټايي هم راوتړله. ډېر شرمېدم ځان راته بيخي لغړ بريښېده. دا كار يې په وچ زور راباندې وكړ. د كورتۍ لمن مې كښته خوا راكښوله، چې سم مې پټ كړي. كورتۍ په ما كښې يو څه ارته وه. ګلاب وويل، چې په دې توګه به څوك درباندې شك نه كوي او واسكټ به دې هم نه ښكارېږي. نوي تور بوټونه يې، چې څوكې يې لكه موچڼې پورته خوا كږې وې، راباندې په پښو كړل. تر غرمې پورې يې په سراى كښې دې خوا ها خوا ګرځولم، چې له دريشۍ سره روږدى سم. د ګلاب زوى هم ځان زما په رنګ جوړ كړى و. يوه مخابره يې په لاس راكړه. عبدالله وويل، چې د امنيت كسان همداسې ګرځي. ته چې هلته ورسېږي، ټول به د امنيت والا ګومان درباندې وكړي.

غرمه ميكرويانو ته ولاړو. دا نو شپږ پوړيز بلاكونه وو، چې د هوايي ميدان د سړك پر غاړه جوړ سوي وو. هلته د ګلاب د يوه انډيوال كور و. تر مازديګره هملته پاته سو. مازيګر مې اودس تازه كړ. اول مې دوه ركعته نفل وكړ. له ټولو ګناهونو مې توبه وكړه. هره ګناه چې مې كړې وه، سترګو ته مې ودرېدله. وروسته مې د مازديګر فرض ادا كړ. ګلاب راته په مټ كښې يوه ستن راولګوله. ويل يې چې دا به دې وېره لري كړي.

د ګلاب له زوى سره راووتم. د بېمارو زيارت سره ودرېدلو. پر سړك موټران نه تېرېدل. د سړك دواړو خواوو ته پوليس او فوجيان ولاړ وو. زيارت ته مخامخ د سړك په پورې غاړه په يوه لوړ كانكريټي برج كښې امريكايي پېره دار ولاړ و، سړك يې څاره.

زړه مې ډېر ټكان كاوه، چې راباندې پوه نسي؛ خو د ګلاب زوى راته ډاډ راكړ، چې څوك به مې ونه پېژني. زما په رنګ نور كسان هم مخابرې په لاسو كښې لر بر كېدل.

            ورو ورو مې سر سپكېده. له ماسپښينه مې پر سر باندې درد و، خو اوس يې درد كرار سوى و. يو ډول خوند مې محسوساوه. د هېڅ شي سودا راسره نه وه. په زړه كښې مې د دونيا ګرده خوشالي راټوله وه. د نعماني صاحب خبره مې راياده سوه چې ويلي يې وو، د شهادت پر وخت به د جنت هوا درباندې ولګېږي.

سبحان الله دا څومره لوى نعمت دى. جنت به څومره بې غمه ځاى وي. دا د جنت هوا چې داسې بې غمه كړى وم، خدايزده چې پخپله جنت به څومره له خوشاليو ډك وي. رښتيا چې په جنت كښې درد نسته، غم نسته، اندېښنې او چورتونه نسته. داسې كيف مې په ټول ژوند كې نه و محسوس كړى. داسې راته اېسېده لكه په هوا كښې چې روان اوسم. ساه چې مې اخيستله، په سپږمو كښې مې د هوا په تېرېدو خوند اخيست. بدن مې تود و. زړه مې غوښت، چې دا كيف ابدي واوسي. تل تر تله همداسې په خوندونو كښې ډوب واوسم.

نيم ساعت به هلته ولاړ وو، چې له لرې د ټرافيكو د موټر پرله پسې هارنونه مو واورېدل. د ګلاب زوى راسره خداى پاماني وكړه او ولاړ. ډېر ژر د ټرافيكو موټر راورسېد. شېبه وروسته د موترګاټو يوه ډله، چې ټولو سپرو يې سپينې دريشۍ او سپينې خولۍ اغوستې وې، راښكاره سوه. ورپسې د تورو موټرو كتار په ډېرې چټكۍ سره روان و. زه په خولو كښې لوند خيشت وم. هماغه دعا مې تكراروله، چې نعماني صاحب رازده كړې وه: ((اللهم ربنا تقبل منا شهادتنا ….))

كتار لا سل يونيم سل ګامه لرې و. د پتلانه جيب ته مې لاس كړ، چې د فيوز بټن راپيدا كړم. كه ګورم بټن نسته. اوه خدايه بټن څه سو؟ ژر مې بل جيب ولټاوه، هلته هم نه و. اوف دا دريشي څومره ډېر جيبونه لري. ملا ته مې لاس يووړ، چې د فيوز مزي راپيدا كړم، چې ډز سو. زه په هوا سوم او بيا پر ځان پوه نه سوم.

څلورم څپركى

            نه پوهېدم، چې څو شپې بې سده وم. چا، كله او څنګه دلته راوستى وم؟ هېڅ نه پوهېدم. په كوټه كښې څلور نور چپركټونه هم پراته وو. پر هر يوه يو يو مريض پروت و. څوك بې سده، څوك په سد، د چا په پوزه كښې پيپ تېر سوى و، د چا پر خوله د اكسيجن ماسك ايښوول سوى و. د يوه مريض له هرې ساه سره خرهار راپورته كېده. يوه بل يې كرار كرار زګيروي كول. د ټولو پر تن د شنه رنګ جامې وې.

            بيا مې ستونى وچ سو. ږغ مې وكړ: اوبه.

بيا هماغه نجلۍ د درګاه په خوله كښې راښكاره سوه. ورسره يو ډاكتر هم كوټې ته راننوت. د ډاكتر پر سر هم زرغونه خولۍ او پر تن يې زرغونې جامې وې. سپينه چپنه يې اغوستې وه. له خولې څخه يې زرغون ماسك لرې كړ. توره ګڼه ږيره يې وګروله. په غټو تورو سترګو يې نجلۍ ته اشاره وكړه، چې اوبه وركړه.

نجلۍ د اوبو ګېلاس هغه ته ونيو، ويې ويل: اوبه غواړي؛ خو زما له لاسه يې نه چښي.

            ډاكتر ګېلاس ورواخيست. څو كاشوغه اوبه يې په خوله كښې راواچولې. لكه د څو ورځو روژه چې مې ماته كړې وي، اوبو همداسې خوند راكړ. ډاكتر نجلۍ ته وويل: كارګران راوغواړه، چې مريض سرويس ته يوسي.

            نجلۍ ووته. ډاكتر راڅخه وپوښتل: نوم دې څه دىه؟

            ما يې سترګو ته وكتل. په رانجو تورې وې. لكه پخوا چې مې هم ليدلى وي، اشنا غوندې راښكاره سو. تر اشنا هم يو څه زيات لكه نژدې انډيوال. په كرار ږغ مې وويل: عبدالستار.

            _ ډېر ښه. زما نوم محمد بلال ديه. ته ما عمليات كړى يې. اوس څنګې يې؟

            _ سر مې دروند دى.

            _ دا د انستيزي، د بېهوشي د دوا اثر ديه. ښه به شې.

            ډاكتر بلې خوا ته مخ واړاوه، د مېز له سره يې كاغذان ورواخيستل. ما له شا څخه وروكتل. څڼې يې د سنت په طريقه برابرې وې. بيخي تبليغيانو ته ورته و.

دوه تنه كارګران راغلل. د چپركټ لر او بر سر ته ودرېدل. چپركټ يې روان كړ. له يوه اوږد دهليزه تېر سو، ښي لاس ته وګرځېدو، بل دهليز راغى، دواړو خواو ته يې لويې كړكۍ وې. دغه نرى دهلېز لكه په هوا كښې چې ولاړ وي، له ښيښو څخه يې لاندې سړك ښكارېده.

سترګې مې پټې سوې.

شرنګا مې واورېده. چپركټ يې له يوې خړې وسپنيزې دروازې سره درولى و. د درګاه زنګ يې وواهه. شېبه وروسته درګاه خلاصه سوه. د لرګيو كوټنۍ غوندې ځاى و. چپركټ يې دننه كړ. كارګران زما په خوا كښې ودرېدل. كوټنۍ حركت وكړ. نه پوهېدم چې كښته تله كه پورته؛ خو نېغه روانه وه. زه بيا په نورو پوه نسوم. يو وخت مې سترګې خلاصې كړې، چې په يوه كوټه كښې وم. زما چپركټ يې كړكۍ ته نژدې درولى و. كړكۍ د باندې له خوا وسپنيزه پنجره لرله.

كارګران ووتل، يوه وسله وال د كوټې درګاه پورې كړه. دلته زه يوازې وم. نور مريضان نه وو. په كوټه كښې دوې دانې چوكۍ وې. يو كوچنى ميز زما د چپركټ په خوا كښې ايښوول سوى و.

            څو شېبې وروسته درګاه خلاصه سوه. په توره دريشي كښې يو سړى راننوت. د هغه په لاس كښې خړه پلاستيكي دوسيه او توره مخابره وه. شيان يې پر مېز كښېښوول. له جيبه يې كوچنى ټېپ راوايست. د اورلګيت د دبي په اندازه يوه فيته يې په كښې واچوله.

            د كوټې درګاه بيا خلاصه سوه. ډاكتر بلال و. سړي ته يې وويل: امر صايب خيريت خو به وي؟

            هغه د ټېپ مزي ورسمول. په سترګو باندې يې زما خوا ته اشاره وكړه، ويې ويل: له دغه سړي تحقيق كوم.

            ډاكتر وويل: دى خو همدا شېبه له انستيزي وتلى.

            سړي ورته خوله جينګه كړه: نو څه؟

            _ زه اجازه نه دركوم، چې اوس يې وځورې.

            _ دا يو ټروريست دى.

            _ دا يو انسان ديه.

            _ ته خبر يې چې څه يې كول؟ دا مو د وطن دښمن دى.

            _ زما مسلك دوست او دښمن نه پېژني. زه د يوه ډاكتر په صفت اجازه نه دركوم، چې اوس ورنه تحقيق وكې.

            سړي خپل شيان ټول كړل. له كوټې ووت. درگاه يې په ځان پسې سخته ووهله.

            نجلۍ راغله. ډاكتر ورته وويل: حياتي علايم يې وګوره.

نجلۍ زما پر مټ د فشار اله وتړله. په خوله كښې يې لكه قلم يو ښيښه يي شى راكښېښوو. بيا يې زما پر نبض ګوته ټينګه كړه.

ما خپل لاس تاو كړ. زور مې وكړ؛ خو لاس مې په چپركټ پورې تړلى و. بد بد مې ورته وكتل. رنګ يې والوت. يوګام شاته سوه.

ډاكتر پوه سو. ويې ويل: خير دى نبض به يې زه وګورم.

څو شېبې يې خپل ساعت ته وكتل بيا يې وويل: څلور نوي.

وروسته نجلۍ څو شېبې زما په ټټر پورې سترګې وګنډلې. لكه زما ساه چې يې شمېرله. بيا يې په دوسيه كښې څه وليكل.

            درګاه خلاصه سوه. يو مشر سړى مخكې او هماغه تورې دريشۍ والا ورپسې راننوتل. ډاكتر ته يې وويل: متخصص صايب! دغه سړى له تا شكايت كوي.

            ډاكتر وويل: سرطبيب صايب! ما ورته وويل، چې مريض همدا شېبه له انستيزۍ راوتلى، دى د تا پوښتنو ته كله ځواب ويلاى شي؛ خو دى شله ديه چې نه، زه همدا اوس ورنه تحقيق كوم.

            سرطبيب سړي ته مخ واړاوه، ويې ويل: تا خو ما ته داسې ونه ويل. ډاكتر رښتيا وايي. مريض خو درنه تښتي نه. ستا كسان ورباندې پيره كوي. هر وخت چې ډاكتر اجازه دركړه، بيا خپل كار وكه.

            سړي وويل: سمه ده؛ خو د دې مريض، ډاكتر او نرس حتى د دې كوټې كارګر بايد مالوم وي او موږ سره ثبت شي. نور ډاكتران به حق نه لري، چې دې كوټې ته راشي.

            ډاكتر وويل: ويې ليكه. ډاكتر يې زه يم، بلال عرفان، نرسه،  مينه.

            مينې ته يې وكتل: كوم كارګر دې تكړه دى.

            _ سالم.

            _ وليكه كارګر، محمد سالم.

            سړي وويل: زه به تاسو درې واړو ته مخصوص كارتونه جوړ كم.

          دا نظامي روغتون و. چارصد بستر يې باله. هماغه ګړۍ، چې ما غوښتل ځان پټاو كړم او د فيوز په بټن پسې مې جېبونه لټول، امريكايي پيره دار راباندې پوه سوى و، زه يې ويشتلى وم. مرمۍ زما د چپ ورانه په هډوكي مښتې وه. ګومان كوم، چې په مرمۍ كښې به كومه دوا وه، چې زه يې سم له وارې بېسده كړى وم. زه د لوكس سرويس په دويم پوړ كښې بستر وم. د امنيت شعبه هم په همدې ځاى كښې زما كوټې ته مخامخ وه. په پاكستان كښې چې ورته ((آى اس آى)) وايي، دوى يې امنيت بولي.

            نور كسان چې ولاړل، ډاكتر راسره يوازې پاته سو. راته ويې ويل: ګوره عبدالستاره اشنا! لږه ګوزاره وكه. ته مريض يې. مينه نرسه ده. دا مې ځكه ستا دپاره ټاكلې ده، چې ډېره تجربه لري.

            ما وويل: تجربه دې يې وركه سي، دا دې وركه سي. دا څه دوسي ده، چې نامحرمه نجلۍ دې پر سړي لاس ولګوي؟

            _ نر ډاكتر ښځو ته محرم ديه كه نه؟

            _ محرم دى؛ خو چې حاذق طبيب او مسلمان وي.

              _ خلاص نو، د نر لپاره هم ښځينه نرسه همداسې ده. ما درته وويل، چې دا ښه تجربه لري. بيا زموږ په مسلك كې انسان مهم ديه. موږ د نر او ښځې، مومن او كافر د دواړو علاج كړو. ما په سلګونو ښځې عمليات كړې دي؛ خو د معاينې يا د عمليات په وخت په ولله قسم دىه كه زه په ځان باندې پوهېږم، چې زه نر يمه كه ښځه. په خندا يې وويل: رحمان بابا فرمايي:

كه په زړه كې دې څه عيب نه وي رحمانه

                                    ښكلي مخ ته په كتو كې ګناه نشته

            سخت درد راغلى و، علم ما كړى او مسالې ده كولې. ومې ويل: ته څوك يې چې ما ته نصيحت كوې؟

لنډكي برېتونه يې وګرول، په موسكا يې وويل: ستا ډاكتر.

ما وويل: يو خو دې له شهادته بې برخې كړم او بل راته مسالې هم كوې.

هغه غلى و.

بيا مې وويل: كه زه دې هماغسې پريښى واى، اوس به شهيد وم؟

            هغه په ارام ږغ وويل: زموږ د روغتون د وره د پاسه يو ايت ليكل شوى دىه. زه چې هر سهار روغتون ته رڅم، سترګې مې په هغه باندې لګېږي. الله تعالى فرمايي: ومن احياها فكانما احيا ناس جميعا

         مانا يې داسې ده چې: چا چې ژوندى كړ يو نفس …

         ما وويل: بس بس. زه په هر څه پوهېږم. ما مدرسه ويلې ده.

         ډاكتر وويل: څومره ښه. نو ته پخپله تر ما ښه پوهېږي. ژوند د الله تر ټولو لوى نعمت دىه؛ ځكه خو هېڅوك حق نه لري، چې خپل ژوند ختم كي.

ما غوښتل چې ځواب يې وركړم؛ خو هغه وويل: ته اوس ارام ته ضرورت لري. بيا به له خيره ډېرې خبرې سره وكو.

             پر سبا يې د تحقيق لپاره بل سړى راغى. ذره بيني عينكې يې له سترګو لرې كړې. ټېپ يې چالان كړ، پر مېز يې كښېښود. نيم لستوڼى كميس يې د پتلانه له سره لږ پورته كړ، تمانچه يې له پوښه راوكيښ، د تېپ خوا ته يې پر ميز كښېښود. پخپله راته مخامخ پر چوكۍ كښېناست.

يوه شېبه يې د ګوتو په سر د چوكۍ پر مټو طبله ووهله. بيا يې وويل: ګوره ملګريه! زما نوم محسن دى. زه ډېر ښه سړى يم. زه به د ورور په شان چلند درسره وكم؛ خو تر هغې پورې، چې ته رښتيا راته وايې؛ خو كه كومه خبره دې رانه پټه كړه نو …

رډ يې راته وكتل، ويې ويل: خير. دا راته ووايه، چې له غلام جان سره څه پېژنې؟

            ما وويل: غلام جان؟

            يوه شېبه يې په ځير راته وكتل، بيا موسكى سو: اوه، رښتيا ته خو هغه د ګلاب په نامه پېژنې. تا ته يې دروغ ويلي وو. اصلي نوم يې غلام جان دى.

            _ زه نه ګلاب پېژنم، نه غلام جان.

            _ عبدالله څنګه؟

            ما غوښتل چې انكار وكړم؛ خو هغه وويل: اسلام څنګه؟ او مولوي نعماني صاحب به هم نه پېژنې؟

            زه هك پك سوم. دى څنګه پر هر څه خبر سوى و؟

            خپل شيان يې ټول كړل. ويې ويل: د نن دپاره همدومره بس دى. ستا د مالوماتو دپاره بايد ووايم، چې نذير هغه د ګلاب زوى، چې د تا سره د بريد تر ځايه راغلى و، د تېښتې په وخت زموږ ملګرو پېژندلى و. هغه يې تر كوره تعقيب كړى. د هغه پلار، د هغه ورور، عبدالله، اسلام دا ټول مو د يوه سره نيولي. دا درېيمه ورځ ده، چې هغوى راسره بنديان دي. سليم، هغه خاين ترجمان چې و، هغه امريكايانو بندي كړى. زه اوس ځم. ته د پټولو دپاره ډېر څه نه لرې؛ خو بيا هم كوښښ وكه، چې رښتيا راته ووايې.

هغه چې ولاړ، ډاكتر بلال راغى. پښه مې سخته خوږېدله. ډاكتر ته مې وويل.

هغه مينې ته ورږغ كړه. ويې پوښتله: د درد دوا دې ورلګولې ده؟

مينې وويل: هو. سهار مې يو ډيكلوفينك امپول وركړى و، دغه يو ساعت مخكې مې بل ورولګاوه.

ډاكتر ما ته كړه: له څه وخت راهيسي خوږېږي؟

ما وويل: سهار يې چې په درد شروع كړى، تر اوسه هماغسې خوږېږي.

ډاكتر مينې ته وويل: ګومان كوم، چې د نورو زور نه پې رسي، يو پنټازوسين ورولګوه.

مينې په مټ كښې راته بله ستن راولګوله. لس پينځلس دقيقې به تېرې وې، چې درد مې ورك سو. ورو ورو مې سر سپك سو. زړه مې خوشاله سو. غمونه مې هېر سول. ساه چې مې اخيستله، خوند يې راكاوه. حال مې بيخي هماغه شى و، چې د حملې پر وخت و. هماغه د جنت هوا چې راباندې لګېدله. حيران وم، چې دا څه كيسه ده؟

 كاكا سالم ته مې وويل: اكا دغه اخري ستن چې يې راولګوله، هغه ښيښه يې څه سوه.

هغه د پټۍ د شيانو پتنوس وكوت. د پيچكارۍ خالي ښيښه پكښې پرته وه. چې ومې كتل، ښيښه سپينه وه، په سره رنګ انګريزي ليكل يې درلودل. هغه پيچكارۍ، چې ګلاب رالګولې وه، بيخي همدا شى وه.

ډاكتر مې راوغوښت. و مې ويل:  ډاكتر صاحب دغه ستن د درد ده؟

هغه وويل: هو. ولې؟

_ هېڅ، دا سر مې داسې سپك سوى، يو رقم خوند يې راكړى.

_ سمه ده. دا پيچكارۍ شديد دردونه ختموي؛ خو نېشه هم لري.

په چورتونو كښې ډوب سوم. نو هغه چې ما د جنت هوا ګڼله، هغه خوند او كيف، چې ما ويل د جنت به وي، هغه هر څه د نيشې اثر و؟ څنګه يې ومنم؟ نعماني صاحب پخپله راته ويلي وو، چې د جنت هوا به درباندې ولګېږي. كه دا نېشه وه، د جنت هوا بيا كومه وه؟

 ډاكتر بلال هره ورځ سهار راته. زما سترګې، خوله، ځيګر او پښه يې كتل، زما د ورانه د ټپ پټۍ يې بدلوله. مينه په ورځ كښې دوه ځله راتله، سهار او مازديګر. هغې راته سيروم او پيچكارۍ لګولې، زما حياتي علايم يې كتل. سالم به ټوله ورځ راسره ناست و. كوټه يې صفا كوله، زما د چپركټ روجايانې يې بدلولې، زما سيروم به چې خلاص سو، مينه به يې راوبلله، لاس ته يې اوبه رااچولې، د ضرورت پر وخت به يې بولدانۍ راكوله.

            اولې ورځې ډېرې سختې وې. څومره شرم دى، چې پر ځاى پروت اوسې، بولې دې په بولدانۍ كښې وكړې او بل سړي ته يې په لاس كښې وركړې، چې ايسته يې واچوي. بولې خو خير ان د چكر (غايطو) مساله هم همداسې وه. ما څو ورځې هېڅ شى تر ستوني تېر نه كړل. ما غوښتل كولمې مې تشي وي. په سيروم باندې ژوندى وم؛ خو ډاكتر بلال ډېر راته ټينګ سو. هغه راته وويل، چې بدن پر موږ حق لري. په محشر كې د نفس د حق پوښتنه هم درنه كېږي. همغه خداى چې دغه حالت يې درباندې راوستى، همغه به يې لرې هم كا.

            ما غوښتل چې ځواب وركړم؛ خو چې لږ فكر مې وكړ، خبره يې پر ځاى وه. يو خو ده پر اوله ورځ زما پر سر له هغه بل سره لانجه وكړه؛ لكه احسان چې يې راسره كړى وي او بل نه پوهېږم ولې ډاكتر راته اشنا غوندې اېسېده. لكه د څو كلونو يار چې مې وي. عجب سړى و. و ډاكتر؛ خو ديني مسالې يې تر ما ښې زده وې. هم مې ورته رخه راتله او هم كرار كرار راباندې ښه لګېده.

لمونځونه مې په اشارې كول. هغه هم بې اوداسه. د تيمم لپاره هم نسوم پورته كېداى. چپه پښه مې په ورانه كښې ماته وه. ډاكتر په ورانه كښې راته څو ځايه د پولادو سيخان تير كړي وو. دغه سيخان په څو وسپنيزو كړيو پورې تړل سوي وو. دوى دغه شى اپرات باله. ويل يې، چې دغه اله هډوكي پر خپل ځاى ساتي ترڅو چې جوښ وكړي. بله پښه مې د ښنګر په حصه كښې ماته وه؛ ځكه خو زه مجبور وم، چې تر درېو هفتو پورې له ځايه پورته نه سم.

څو ورځې پس ته محسن بيا راغى. يو تور بېګ هم ورسره و. راته ويې ويل: ښه نو ګومان كوم، چې ماغزه به دې سم شوي وي. اوس نو وايه، چې د مولوي نعماني په باب څه مالومات لرې؟

            ما فكر وكړ، چې نور نو انكار مانا نه لري. ومې ويل: هغه زما استاد و. زبردست عالم دى. مجاهد دى.

            هغه په خبرو كښې راولويد: او د ((آى اس آى)) جاسوس.

_ دا دروغ دي. هغه يو سوچه مجاهد دى.

_ د څه شي مجاهد؟ نو ولې په پاكستان كې جهاد نه كيي؟

            _ هورې خو ګرده مسلمانان دي. د چا پر ضد دې جهاد وكي؟

            _ نو افغانان كافران دي؟ موږ كافران يو؟

            _ تاسو له كفارو سره دوستي كړې ده. ما ستاسو ښار وليد، چې څومره فحشا او فساد پكښې كېږي.

            _ ته په پاكستان كې ګرځېدلى يې؟ په لاهور كې د هيرا منډيي نوم دې اورېدلى؟ ته خبر يې چې د كراچۍ په سينما ګانو كې لوڅ فلمونه چلېږي؟

            يوه شېبه غلى سو. له چوكۍ پورته سو. كړكۍ خوا ته ورغى. بيا يې وويل: همدغه ((آى اس آى)) په ايډز اخته ښځې راټولوي، هندوستان ته يې د فحشا دپاره لېږي.

            ما وويل: او د كرزي لور چې د بوش مخې ته لغړه نڅېږي څنګه؟

            هغه راته نېغ وكتل، ويې ويل: څه شى؟

            ما سترګې كښته كړې.

            يو دم په خندا سو. داسې په كټ كټ يې وخندل، چې ته وا كومه ټوكه يې اورېدلې ده. هغه خندل او ما ورته حيران كتل. بېرته پر چوكۍ كښېناست، وروسته يې وويل: مړ دې كړم. ناځوانه! دا درته چا ويلي دي؟

            _ ما پخپلو سترګو ليدلي دي. په سي ډي كښې.

            بيا يې لږه شېبه وخندل. ويې ويل: سخت كم عقله سړى يې ګير كړى يې.

            ما وويل: كم عقله خو تاسې ياست، چې خپل دين مو پرې ايښى.

            سړي يو زورور سوك پر مېز وواهه. له ځايه پاڅېد. رامنډه يې كړه. دواړه لاسونه يې زما پر ستوني كښېښوول. غاښونه يې راته وچيچل؛ خو پر ستوني يې زور راونه كړ. بېرته وګرځېد. ويې ويل: ارمان چې ته ټپي يې. كه ټپي نه واى؛ نو بيا به زه درسره جوړېدم. كه هغه نور خاين انډيوالان دې وګورې، بيخي به يې ونه پېژنې.

خپل لاسونه يې موټي كړل، ويې ويل: په ټول بدن كې يې زما د سوكانو نخښې پاتې دي. ته وايې هغوى به همداسې وچ په وچه اقرار كړى وي؟ نه، كه ويې وګورې بيا به پوى شې. هغه نذير نومي ځان راته ډېر ټينګ ښوده، ويل يې چې مړ مې كه؛ خو اقرار به ونه كم. پوهېږې چې څه مې ورسره وكړل.

ږغ يې ټيټ كړ، ويې ويل: بوتل مې پكې ومنډه، بوتل.

يوه شېبه غلى و، سترګې يې رډې راختلې وې، په ځير يې راكتل.

بيا يې وويل: ګوره! زه ټوكې درسره نه كوم. كرزى اصلاً لور نه لري. دا څو كاله د مخه يې واده كړى، تر اوسه خو بيخي اولاد لا نه لري.

            د هغه خبرې مې زړه ته نه لوېدې. نعماني صاحب پخپله د كرزي د لور خبره راته كړې وه. هغه خو راته دروغ نه ويل.

            سړي خپل بېګ خلاص كړ، ويې ويل: زه به په كمپيوټر كې يو شى دروښييم.

څو شېبې يې ګوتې پكښې ووهلې. بيا يې كمپيوټر زما مخې ته پر مېز كښېښوو. ويې ويل: كمپيوټر ته وګوره. دغه سړى پېژنې؟

            سر مې لږ پورته كړ. لاس مې تر سر لاندې تكيه كړه. د كمپيوټر ټوله ښيښه په يوه لوى كارت ډكه سوې وه. خطونه يې انګريزي وو. په عكس كښې يو شين سترګى پاكستاني فوجي ښكارېده. سرتور سر و. ږيره يې خرييلې وه. برېتونه يې هم نه وو.

            سړي وپوښتل: په انګريزي پوهېږې؟

            _ يه.

            _ نو زه به يې درته ولولم. د آى اس آى كرنيل الطاف حسين.

            ما وويل: زه يې نه پېژنم.

            _ ته به يې خود نه پېژنې. تا هغه په بل نامه او بله څېره پېژانده.

            بيا يې د كمپيوټر پر بټنو ګوتې ووهلې. د كمپيوټر پر نيمه خوا د نعماني صاحب تصوير راغى، پر بله نيمه يې د هماغه كرنيل عكس پاته سو. ويې ويل: اوس نو دا مه وايه، چې نعماني صاحب نه پېژنم.

            ما فكر وكړ، چې هغه خو په پاكستان كښې دى، د دوى لاس نه ورته رسېږي؛ نو ومې ويل: پېژنم يې. همدا نعماني صاحب دى.

            سړي بيا كوم بټن وواهه. د نعماني صاحب ږيره او پګړۍ كرار كرار لرې سوې. تصوير نوكى غټ سو. دواړه تصويرونه د يوه سړي وو. هغه پخپله و. هماغه فوجي. پر خپلو سترګو مې باور نه راته.

            محسن وويل: ها بله ورځ، چې مې درته وويل، چې دا د ((آى اس آى)) سړى دى، پر تا بده ولګېده؛ خو دا خبره رښتيا ده.

            ما فكر وكړ، چې په دې كښې به خامخا كوم چل وي. دوى غواړي، چې ما تېر باسي. نا څاپه مې هغه صحنه راياده سوه، چې د واڼې پر لاره پاكستاني فوجيانو زموږ موټر ودراوه او نعماني صاحب خپل كارت ورښكاره كړ. فوجي چې كارت ته وكوت عسكري سلام يې وكړ. دغه كارت هم هماغسې و. بيا مې ځان سره وويل: ته نو په انګريزۍ څه پوهېږې؟ كېداى سي هغه بل شى وي. زه لا په دې فكر كښې وم، چې محسن د لا حيرانتيا خبره وكړه. ويې پوښتل: ښه نو دا راته ووايه، چې الطاف حسين، هماغه ستا نعماني صاحب د كوم ځاى دى؟

_ د سوات.

محسن سر وښوراوه: هغه پنجابى و. درې كاله يې په سوات كې خاص د همدې دپاره تېر كړي، چې سواتي لهجه زده كي. ته خو به دام نه منې.

 هغه د تلو پر وخت راته وويل: هغه نجلۍ چې تا ته يې د كرزي د لور په نامه ښييلې وه، هغه څه رنګه وه؟

            ما د نجلۍ او د هغه ځاى نخښې، چې كرزى په كښې ناست و، ورته وويلې. هغه ولاړ؛ خو زه يې په سوچونو كښې ډوب كړم.

بله ورځ سالم راته وويل: چې دغه ډاكتر عرفان څو كافران مسلمانان كړي دي.

ما وويل: ډاكتر عرفان يې بيا څوك دى؟

_ همدا زموږ ډاكتر صاحب، ډاكتر بلال يادوم، تخلص يې عرفان دى.

_ ښه نو، تا ويل څنګه؟

هغه وويل: نور نه پوهېږم؛ خو بلا سړى دى. كافرانو ته يې يو څو خبرې كړي دي، بس هغوى كلمه ويلې ده.

هره ورځ مې د حيرانتيا يوه نوې خبره اورېدله. د نعماني صاحب او الطاف حسين خبرې تر اوسه ګنګس ساتلى وم او دا يې لا بله چې ډاكتر پر كافرانو باندې اسلام منلى. بله ورځ مې ورڅخه پوښتنه وكړه، چې دا خبره رښتيا ده؟

            هغه موسكى سو. ويې ويل: چا ته چې الله تعالى هدايت وكا، يوه عادي خبره ورته سبب جوړېږي. يو امريكايي پروفيسور دېلې رغلى و. هغه له خدايه منكر و. زه يې په لمانځه وليدم.

راته ويې ويل: ته ډاكتر هم يې او لمونځ هم كوي دا څه كيسه ده؟

            ما ورته وويل: ايمان له شغل سره نه، له زړه سره تړلى وي.

لكه چې زما دليل يې خوښ شوى و. څو ورځې يې بحث راسره وكو. ما ورسره په بحث كې هماغه خبرې كړلې، چې دوى پخپله د طب په كتابونو كې ليكلي. مثلاً ما د هډوكو مثال وركو. هډوكى چې ماتېږي، لكه ستا پښه چې ماته ده، د هډوكي په منځ كې يوه خلا جوړه ده، تقريباً پېنځه سانتۍ هډوكى دې نشته. نو د مات شوي ځاى له دواړو سرونو د هډوكي وده شروع كېږي؛ تر څو چې يوبل ته سره رسېږي. دغه وده منظمه نه وي. د انسان هډوكى منظم وي؛ خو دا لكه غونډارې هرې خوا ته وتلي وي. كله چې كمى پوره شو او د هډوكي سرونه يو بل ته سره ورسېدل، همدغه هډوكى بېرته خپلې راوتلې څنډې خوري او لكه اصلي هډوكي يې هماغسې ښوى او صاف جوړوي. داسې صاف چې ملي مټر فرق هم پكې نه رڅي. لكه نجار چې په رنده باندى لرګى ښويوي. نو ما ورته وويل، چې ته څه فكر كوې، يوه حجره څنګه پخپل سر دا ټول كارونه په دومره نظم ترسره كولى شي؟

            بل مثال مې وركو. دا د مني حجرې چې دي، سپرم نومېږي. په يو څاڅكي مني كې بلا ډېر سپرمونه وي، ان درې څلور ميليونه. ساينسپوهانو په دو باندې تحقيق كړى. كه سپرم په يوه لوښي كې واچوې، حجرې به يې حركت كا؛ خو هرې خوا ته سرګردانه څي رڅي؛ تر څو چې د منځه لاړ شي؛ خو كه په همدې لوښي كې د رحم يوه ټوټه هم واچوې، د سپرم ټولې حجرې د هغې خوا ته حركت كا. ما ورته وويل، چې سپرم ته دا شعور چا وركړى؟ سپرم د رحم ټوټه څنګه پېژني؟ ته په دې كې د خداى قدرت نه وينې؟ دغسې نور بحثونه مو هم سره وكړل. بس هماغه و، چې سړى مسلمان شو.

            بيا يې وويل: خبره دا ده، چې هغه په دو هرڅه تر ما ښه پوهېدو؛ خو دو اړخ ته يې فكر نه و كړى. ګوره دا خو دعقل خبرې دي؛ خو د خداى سره بايد د مينې رابطه ولرو. حمزه بابا څه ښه وايي:

                                    عقله ته به سيال د محبت نه شې
دنګه مناره څه وي په غره پورې

            د ډاكتر خبرو هېښ كړى وم. په زړه كښې مې له هغه سره مينه پيدا سوه. چې رښتيا ووايم، ما هېڅ وخت د خداى د قدرتونو په باب فكر نه و كړى. د ((فصلت)) د سورې هغه ايت مې راياد سو، چې فرمايلي يې دي:

            ((ډېر ژر به د نړۍ چاپېر او د هغوى په ځان كښې خپلې نخښې نښانې وروښايو؛ تر څو ورته څرګنده شي، چې هغه حق دى، ايا دا بس نه ده، چې الله پر هر څه باندې شاهد او ګواه دى؟))

            سبحان الله. په رښتيا چې زموږ په بدن كښې د الله د قدرتونو ډېرې نخښې سته؛ خو دا زموږ كار دى، چې ورباندې فكر وكړو. ډاكتر ته مې په زړه كښې افرين ووايه.

محسن بله ورځ بيا خپل كمپيوټر راوړ. چالان يې كړ. هماغه لغړه نجلۍ پكښې نڅېدله، چې ما په واڼه كښې په سي ډي كښې كتلې وه. هماغه لويه كوټه وه. په بر سر كښې د كرزي او بوش پر ځاى، زه او نعماني صاحب سره خوا په خوا ناست وو. په بل سر كښې نور پګړۍ والا كسان پر چوكيو ناست وو. سخت يې حيران كړى وم. زه په خوب كښې هم داسې ځاى ته نه وم تللى.

            محسن وويل: څنګه دې خوله وازه پاتې شوه؟ ته خو جهاد ته راغلى وې. جهاد همدا دى؟

            ما وويل: ايسته كه، بې شرمه! همدلته پر همدې چوكۍ كرزى ناست و. دا چلونه مو پر ما نه چلېږي.

            هغه مېز وډباوه. تندى يې تريو كړ. ويې ويل: له خولې سره به دې پام كوې. ها د بوتل خبره دې لكه چې هېره شوه.

ما ورته غاښونه وچيچل. په زړه كښې مې وويل: بل ځاى به په لاس را نه سې؟

وروسته هغه بېرته په ارام ږغ وويل: ګوره ملګريه! سم د سړي زوى شه. ته پخوا غولېدلى وي. زه دې نه غولوم. اوس به د آى اس آى ټول چلونه مخې ته درشي. دې ته وګوره.

            د كمپيوټر په نيمه خوا كښې بل تصوير راغى. په دې كښې پر هماغه چوكۍ دوه نور كسان ناست وو. نجلۍ هماغه وه.

سړي وويل: اصلي تصوير همدا دى. دا د لبنان خلك دي. څنګه چې ما د تا او د الطاف حسين عكسونه د دوى په ځاى راوستل، هماغسې آى اس آى والا د كرزي او بوش تصويرونه راوستي دي.

            چورت مې ډېر خراب و. نه مې باور كولاى سو، نه انكار. نه پوهېدم، چې پخوا تېر ايستل سوى وم، كه اوس؟ زه نعماني صاحب ته د ولايت په درجه قايل وم. اوس مې هم ګومان نه كېده، چې دا خبرې دې رښتيا وي.

            پر سبا يې له ډاكتر بلال څخه مې وپوښتل: دا د كرزي لور څه كار كوي؟

هغه وويل: كرزى اولاد نه لري.

ما له ځان سره فكر كاوه، چې محسن رښتيا وايي كه نعماني صاحب؟ او د ډاكتر بلال خبره څنګه؟ دى خو هم راته صادق ښكارېده. بدن مې تود و. ډاكتر چې معاينه كړم، ويې ويل: اوهو ته خو تبه لرې.

سترګې او ستونى يې راوكتل. مينې ته يې وويل: ته يې د وينې سېمپل واخله. زه به داخله سرويس ته وليكم، چې د كانسولټېشن د پاره دې څوك ارولېږي.

            په دوسيه كښې يې څه وليكل او مينې ته يې وركړه. څو شېبې وروسته يو ښايستوكى ځوان ډاكتر له مينې سره راغى. ډاكتر عرفان وويل: اوهو ښه شو چې ته راغلې.

            ما ته يې كړه: دا دى په خپل وطندار ورپېښ شوې.

            ډاكتر رانه وپوښتل: شريكه د كوم ځاى يې؟

            زه يې له لهجې پوه سوم، چې هلمندى دى. ومې ويل: د زمينداورو.

_ ښه د كومې ناوې؟

_ د زاړه ښار.

_ شريكه ته خو بيخي كليوال راوختې. د كوم كلي يې؟

            _ د كارېز ښار.

            _ په ((ده بابا)) كښې ذبيح الله پېژنې؟

            _ هغه كلينيك والا؟

            _ بس ودې پېژاند، هغه زما تره دى. زما نوم رفيع الله دى.

            خورا خوشاله سوم. لكه خپل نژدې قريب، چې مې ليدلى وي.

            رفيع الله وويل: د چا زوى يې؟ زه به مې اكا ته په ټېلفون كښې ورته ووايم.

            ما وويل: زه هېڅ څوك نه لرم.

            _ څنګه؟ پلار، مور، اكا، ورور يو څوك خو به لرې؟

دروازې ته يې اشاره وكړه. منظور به يې د امنيت شعبه وه. په خندا يې ويې ويل: بېرېږه مه. دوى نه خبروم، بې غمه اوسه.

ستونى مې ډك سو. په سختۍ سره مې وويل: ټول يې شهيدان كړل.

د ډاكتر شونډې سره ټولې شوې. زما لاس يې ټينګ كړ. ويې ويل: بخښه كوه.

په ژړغوني ږغ مې وويل: امريكايانو زموږ پر كور بمان غورځولي. ګرد سره يې شهيدان كړي دي.

څو شېبې په كوټه كښې چوپتيا وه. وروسته ډاكتر معاينه كړم. په دوسيه كښې يې څه وليكل. ډاكتر عرفان ته يې وويل: برانشيت لري. زما له نظره دغه دوا ورته مناسبه ده. هغه په تلو تلو كښې راته وويل: خوا مه بدوه. هرڅه د خداى له طرفه دي.

سبا سهار بيا ډاكتر رفيع الله راغى. خوله يې له خندا ډكه وه. راته ويې ويل: ته د عبدالجبار وراره يې كه يه؟

ما وويل: هوكې.

_ ظالمه تا خو پرون زما نفس راوايست. ستاسو پر كلي ګرد سره بمبارد لا نه دى سوى. اكا دى روغ رمټ دى. هغوى ته چا ستا د شهادت ويلي. د وخته يې خيراتم درپسې كړى. هغوى پر ناحقه ستا وير كوي او ته د هغوى.

زه بيخي هېښ سوى وم. دا څه لوبه راسره كېده؟ ومې ويل: دا څه وايې؟

_ قسم دى، ولله كه بله خبره پكښې كې وي. پرون مې اكا ته ټېلفون وكړ. ستا خبره مې ورته وكړه، چې دغسې د عبدالستار په نوم د كارېز ښار يو ځوان راسره بستر دى. هغه وويل، چې دلته خو داسې كيسه ده.

_ ډاكتر صاحب څنګه يې ومنم؟

_ ګوره شريكه. ستاسو په كلي كښې ټيلفون كار نه كيي. اكا ته مې ويلي دي، چې نن مازديګر دې عبدالجبار ده بابا ته وروغواړي. هلته د غونډۍ پر سر ټېلفون كار كيي.

ږغ يې ټيټ كړ: ګوره چې امنيت والا خبر نسي. زه مازديګر بېرته راځم.

تر مازديګره مې شېبې شمېرلې. زړه مې ټوپونه وهل. لا مې هم باور نه كېده، چې دا به رښتيا وي. زه به بيا په ژوندوني خپله ادې ووينم؟ اكا، د اكا مينه، توركى، كلى، كور هرڅه مې رايادېدل.

مازديګر ډاكتر رفيع الله راغى. څو شېبې راسره ناست و. ټېلفون ته يې زنګ راغى. ويې ويل پخپله دى. يو څو خبرې يې وكړې، بيا يې وويل: ښه نو ټېلفون عبدالجبار ته وركه.

ده ټېلفون ما ته راكړ. ويې ويل: لږ به په كراره خبرې كيې.

د امنيت شعبې ته يې اشاره وكړه: چې دوى يې وانه وري.

                        په ټيلفون كښې رښتيا هم اكا و. هغوى په رښتيا ژوندي وو.

د هغه كيسې لا پسې حيران كړم. اكا تېره مياشت ښار (كندهار) ته د دوكان په سودا پسې تللى و. هورې يې د عبدالهادي پلار ليدلى و. هغه ورته ويلي و، چې عبدالهادي په كوټه كښې بندي دى. عبدالهادي چې له ميرانشاه څخه كور ته تللى و، پلار يې ورته ويلي و، چې نور دې ميرانشاه نه ځي. هغه نعماني ته ورغلى و، ورته ويلي يې و، چې زه نور ميرانشاه ته نه ځم. پر هماغه ورځ عبدالهادي ((سي آى ډي)) والاو نيولى او د القاعده په نوم يې په جېل كښې اچولى و.

زما د مرګ خبر هم د عبدالهادي پلار وركړى و. هغه په عبدالهادي پسې مدرسې ته تللى و. هورې چا ورته د نعماني له خولې ويلي و، چې پر عبدالستار باندې بم پټاو سوى. د عبدالهادي دوى كورنۍ له وېرې كندهار ته تښتېدلې وه.

         كاشكې دا هرڅه درواغ واى. ما پر نعماني صاحب تر ځان ډېر باور درلود؛ خو هغه دروغجن راوخوت. ګرد سره ژوند راته دروغ ښكارېده. دا دومره تلاښ، دا دومره منډې، دا ستړيا، هرڅه په اوبو لاهو سول. لكه له ګډوډ خوبه چې راويښ سې او پوه نه سې، چې اوس خوب وينم، كه دا مخكې چې مې ليدل، دا خوب و؟ زه بيخي همداسې وم. د شپې تر ناوخته خوب نه راته. چورتونو په مخه كړى وم. دا مې نه سو منلاى، چې دومره لويه دوكه دې راسره سوې وي. نعماني زما له عقيدې سره لوبه كړې وه. څنګه يې خوله  نه ماتېدله، چې ما ته يې د نشې اثر، د جنت هوا راپېژندله. زه يې د ادې د مرګ په درواغ خبر څومره وژړولوم. خدايزده چې ادې به زما د شهادت په اورېدو، څه خاورې پر سر شيندلې وي. د دهروات د كلي هغه ښځه مې راياده سوه، چې زوى يې د امريكايانو په بم شهيد سوى و. هغې څنګه خپل ويښته شكول، څنګه يې مخ په څپېړو واهه، څنګه يې پر سر خاورې بادولې. زما خواركۍ ادې به څومره ژړلي وي.

په زړه كښې مې وګرځېدل، چې ښه نو دا زه تېر ايستلى. پر نعماني، چې مې د ملايكو ګومان كړى و، هغه هم شيطان، بيا مې هم تاوان نه دى كړى. زړه مې راته دروغ ويلي و، سترګې او غوږونه مې دوكه سوي وو. زما باور غلط راوخوت. خير بيا به باور ورباندې نه كوم؛ خو زه هغو كسانو ته چورت وړى وم، چې باطلې عقيدې لري، چې بوتانو ته سجدې كوي، چې دغه نور اسماني اديان مني، چې اوس باطل سوي دي. كه دوى ته يو وار حقيقت ورښكاره سي او خپلې عقيدې، چې يو عمر يې په زړونو كښې ساتلې دي، باطلې وبريښي؛ نو دوى به څه وكړي؟

دا خپل تېر ژوند به څنګه وګڼي؟

لكه د چا كور چې له بيخه ونړوې او ورته ووايې، چې دا كور سم نه و، اوس يې له سره جوړوه. لكه د دهقان رسېدلى فصل، چې په بل مخ يې واړوې او ورته ووايې، چې همدغه شى بيا له سره وكره. دا به څومره سخت وي.

دا مې په ژوند كښې اول ځل و، چې پر كفارو مې خوا بده سوه. ځان سره مې فكر وكړ، چې كه خداى زه په مسلمانه كورنۍ كښې نه واى پيدا كړى، د يوه هندو، د يوه يهود يا د نصارا په كور كښې يې پيدا كړى واى، نو زه به هم يا هندو وم، يا يهود او يا به عيسوى وم. خداى پاك څومره لوى احسان راباندې كړى، چې زه يې مسلمان پيدا كړى يم. په همدې خاطر مې دوه ركعته شكرانه نفل وكړ، چې خداى مسلمان پيدا كړى يم. دوه ركعته مې هم د مور لپاره وكړل، چې شكر ادې مې ژوندۍ ده.

سبا سهار زه لا په همدې فكرونو كښې ډوب وم، چې ډاكتر عرفان كوټې ته راننوت.

            ويې پوښتل: څنګه داسې اوتر غوندې يې؟

            سوړ اسويلى مې وكيښ. ومې ويل: كه پر يو چا خورا زيات باور ولرې، هغه غلط راوخېژي؛ نو ته به څه وكې؟

            هغه وويل: زه پر داسې ذات باور لرم، چې هېڅ كله نه شي غلطېداى.

            _ نه په بنيادامانو كښې؟

            _ كه رښتيا درته ووايم، زه پر هېچا له حده زيات باور نه كوم. ځكه چې انسان جايزالخطا دىه. زموږ باورونه زموږ د حواسو له لارې رامنځته كېږي او حواس غولونكي دي. ګوره د كوهي اوبه په ژمي كې راته تودې ښكارېږي او په اوړي كې سړې؛ خو اوبه هماغه اوبه دي. دا زموږ حواس دي، چې كله يې تودې ښيي او كله سړې.

            ما ورته د خپل ژوند ټوله كيسه وكړه. په اخر كښې مې وويل، چې كه لاس مې پر بر سو، هغه الطاف حسين به ژوندى پرې نه ږدم.

            عرفان وويل: كركې ته په زړه كې ځاى مه وركوه. خداى به پخپله د هر شي حساب ورسره وكا. رحمان بابا وايي:

    دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى

                        د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا

            زړه د مينې ځاى دى، نه د كركې.

            ما وويل: كه پر تا همداسې لوبې وشي؛ نو ته به څه وكې؟

            _ يوازې خداى بې عيبه ذات دىه. زه به هرڅه خداى ته پرېږدم. اوس نو ته بايد په دې شكر وكې، چې ادې دې ژوندۍ ده.

             يوه شېبه غلى و. بيا يې وويل: ګوره! تا خو پخوا هم غوښتل، چې له امريكايانو غچ واخلې. تا ګومان كړى و، چې په رښتيا يې ستا كورنۍ تباه كړې ده؛ خو ودې ليدل، چې خبره داسې نه وه. تا ته هغه وخت خپل نظر بالكل سم ښكارېده او اوس دغه نوى نظر هم درته سم بريښي. بيړه مه كوه. په عمل كې يوازې نيت نه، بلكې نتيجه يې هم مهمه ده.

 ګوره! تاسې په دې نيت چې دين ته مو خدمت كړى وي، ځانمرګي بريدونه كړئ، د انسانانو سرونه غوڅوئ، بمونه ښخوئ؛ خو په دو كارونو مو دين ته كوم خير رسېدلى؟

ما وويل: ګوره ډاكتر صاحب! دا دكفارو خبرې به نه راته كيې. دا ځانمرګي نه دي، دا فدايان دي.

هغه وويل: په اسلام كې ځانوژنه حرامه ده.

_ دا ځانوژنه نه ده. دا استشهاديه عمليات دي، دا شهادت غوښتنه ده. شهادت ډېر اجرونه لري.

_ يو روايت ديه. وايي يو صحابي و، په غزا كې يې ډېر كفار ووژل. اخر پخپله كاري ولګېد، سړى پوى شو، چې له دې ټپه رغېدن يې نه شته؛ نو د دې د پاره چې، د كفارو لاس ته ونه لوېږي، توره يې لكه ودروله، ځان يې ورباندې واچاوه، توره يې په سينه كې ښخه شوه. سړى شهيد شو. وايي رسول اكرم (ص) يې جنازه ونه كړه، ويې فرمايل، چې ده ځان وژلى، ځانوژنه حرامه ده.

            ما وويل: نو ته څه وايې چې موږ دغسې كښينو، بيخي جهاد ونه كو؟

            ډاكتر وويل: ګوره سمه ده، چې جهاد فرض دىه؛ خو دا اخري وسيله ده. لكه په طب كې چې جراحي عمليات له ناچارۍ كېږي. كه يوه ناروغي په دارو درمل نه شي ښه او د علاج بله هېڅ لاره پاتې نه شي؛ نو ډاكتر هغه عمليات كا. په دين كې هم اول دعوت ديه. اول تبشير دىه، كفارو ته بشارت وركه، زيرى ورباندې وكه، چې په اسلام كې دغه دغه ښېګڼې دي. بيا تنذير دىه، هغوى د دوزخ له عذابه ووېروه. د جهاد خبره بيا په اخر كې رڅي.

ډاكتر ولاړ سو. يوه شېبه يې له كړكۍ څخه لاندې سړك ته وكتل. بيا يې وويل: دا موږ ولې انسانانو ته بني ادمان وايو؟

            _ ځكه چې د ادم عليه سلام اولاده دي.

            _ يانې چې ټول انسانان سره وروڼه دي؟

            _ يه، كافر هېڅكله د مسلمان ورور نه سي كېداى.

            _ چې د يوه بابا زامن يو؛ نو سره وروڼه يو كنه. نو كافر د ورور په صفت دا حق راباندې لري، چې په خوږه ژبه يې سمې لارې ته راوبولو. اوس كه ما هغه امريكايي پروفيسر وژلى واى؛ نو د خلكو په ګومان به غازي وم؛ خو كه په محشر كې هغه رانه پوښتلي واى، چې ((ولې دې په خبرو نه پوهولوم چې ودې وژلم؟ زه و ته خو سره د يوه بابا زامن وو كنه؛ نو ولې دې بې ايمانه پرېښودم؟  پر ما دې ايمان نه لورېده؟ كه زه نه پوهېدم ته خو په هر څه پوهېدې))

نو ما به څه ځواب وركړى و؟ ځكه خو مې څو ورځې ورسره بحث وكو. اول سر كې يې زما عقيدې ته په سپكه كتل، ملنډې يې راباندې وهلې؛ خو اخر چې مې قناعت وركو، تر ما هم كلك مسلمان ځنې جوړ شو. اوس نو ته ووايه، چې دغه حق يې راباندې و كه نه و؟

            زه غلى وم. يوه شېبه يې دمه وكړه، بيا يې وويل: خپه كېږې به نه؛ خو رښتيا به سره وايو. څومره كافران د رسول الله (ص) د ښه سلوك په وجه مسلمانان شوي؟ تا ته خو به ښه مالوم وي. ابو سفيان د مسلمانانو ډېر لوى دښمن نه و؟ خو رسول اكرم د مكې د فتحې په مهال د هغه كور د امن ځاى اعلان كو.

اوس په دې خپل وخت كې وګوره. ډاكتر ذاكر نايك په هندوستان كې د طب ډاكتر دىه. هغه لويې مناظرې جوړوي، له خلكو سره په سړه سينه بحثونه كا، په استدلال او منطق باندې خلك د اسلام دين ته رابولي. او كامياب هم ديه. هر ځل چې دى وينا كا، يو څو كسه هندوان او عيسويان ضرور مسلمانېږي.

ډاكتر ولاړ؛ خو د هغه خبرې مې په ذهن كښې پاتې وې. دغه شعر مې په ذهن كښې ګرځېده راګرځېده:

دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى

                        د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا

د مور مينه، د نيكه مينه مې رايادېده. اكا مې راياد سو. زما په پام هغه څومره بد سړى و؛ خو همدا چې ذبيح الله ورته زما حال ويلى و، چې دى ژوندى دى، په منډه يې ځان ده بابا ته رسولى و، چې راسره خبرې وكړي.

ما تل د خداى د غضب او قهر په باب فكر كړى و. تل د هغه له ذاته وېرېدم. ما چې په دعا كښې د جنت غوښتنه كوله، هغه هم د دوزخ له وېرې و. خو عرفان چې د خداى په باب خبرې كوي، لكه د مينې رابطه چې ورسره ولري، همداسې په خوند او په شوق خبرې كوي.

پر سبا يې مينه راغله، چې زما حياتي علايم وګوري. د نورو ورځو په څېر وېرېدله. خو زما په زړه كښې پخوانۍ كركه نه وه پاتې. پر همدې ورځ ما ته په كوټه كښې د ګرځېدو اجازه راكړل سوه. ښۍ پښه مې روغه سوې وه. لكه ماشوم چې نوى تګ زده كوي، همداسې مې په كراره يوه پښه مخته كوله او بيا بله. د اپراتو كړيو مجبورولم، چې پښې مې يو څه سره لرې ونيسم. زه تر هرڅه پر دې خوښ وم، چې نور پخپله تشناب ته تلاى سوم. زه له شرمه خلاص سوم او سالم خواركى زما له عذابه. د لامبېدلو اجازه يې هم راكړه. زما د كوټې په خوا كښې ښه لوى تشناب او حمام و. حمام ته ولاړم. قريب يو ساعت مې پكښې تېر كړ. ځان مې ښه پاك پرېوه. ايله چې د لمانځه پر خوند پوه سوم. دا دونه وخت چې مې لمونځ كاوه، خورا ځورېدم، چې په ناولي بدن د الله عبادت كوم.

بله ورځ ډاكتر عرفان راته ټي وي او سي ډي راوړه. ما ورته وويل: زه دغه ناروا كارونه نه كوم.

هغه وپوښتل: ګوره! دا قلم ښه شى دىه كه بد؟

ما وويل: ښه شى.

هغه په موسكا وويل: ګوره چې بيا غلط شوې. زه به په قلم باندې سپكې سپورې وليكم يا به كفري خبرې پرې وليكم؛ نو بيا قلم ښه شى شو كه بد؟

ما وويل: دلته ستا استفاده بده ده. تا قلم غلط استعمال كړى دى، بدي ستا ده.

_ بس دا هم د قلم په شان يوه وسيله ده. كه ښه استفاده دې ځنې وكړه، ښه شى ديه او كه بده استفاده دې وكړه، بد ديه. ما درته د ذاكر نايك سي ډي راوړې ده. يو ځل يې وګوره پښېمانېږې به نه. سي ډي يې چالانه كړه. دى ولاړ.

 په سي ډي كښې خورا لوى جماعت و. تر زر يونيم زرو به زيات كسان ناست وو. ډاكتر نايك راغى. دنګ نرى غنمرنګى سړى و. نرۍ ږيره يې تر قبضه اوږده وه. خړه دريشي يې اغوستې وه، نيكټايي يې هم تړلې وه. سپينه خولۍ يې پر سر وه. خبرې يې په انګريزي كولې؛ خو په پښتو هم ترجمه سوې وې. خلكو پوښتنې كولې، ده يې ځوابونه ويل. په اكثرو خبرو كښې به يې د قران د ايتونو او سورتونو نمبر او نوم يادول، چې دا خبره د قران په دغه سورت او په دغه ايت كښې راغلې ده. بيا به يې په هماغه بحث كښې د انجيل او تورات د ايتونو ذكر وكړ، چې په دې باره كښې د انجيل پلانكى ايت داسې ويلي دي او په تورات كښې داسې راغلي دي. عجب فصاحت او بلاغت يې درلود. او حافظه خو يې نو ماشاالله.

خبرې يې ډېرې د كار خبرې وې؛ خو يوه يې بيخي نادره وه. په قران كښې دا خبره راغلې ده، چې په انجيل او په تورات كښې د نبي كريم (ص) د راتګ بشارت وركړل سوى دى. په انجيل كښې د ((احمد)) ذكر سوى، چې منظور يې ستايل سوى يانې ((محمد)) دى. خو نايك وويل، چې د هندوانو په كتاب كښې هم د محمد(ص) د راتلو زيرى سوى. هغه يې هندي نوم واخيست، چې مانا يې ((محمد)) و او د مور نوم يې په هندي كښې نه پوهېږم څه شى و؛ خو مانا يې صلح يانې امن ((آمنه)) وه. دا نو بيخي نادره خبره وه. موږ خو د هندوانو كتاب په اسماني كتابونو كښې نه شمېرو؛ خو دا معجزه وګوره، چې په دې كتاب كښې هم زموږ د رسول اكرم ذكر سوى. د ډاكتر عرفان خبره رښتيا وه. د دې مناظرې په پاى كښې د خلكو له منځه پېنځه كسان راولاړ سول، چې موږ ته كلمه راوښييه. دومره خوشالي مې په ګرد عمر كښې نه وه ليدلې. نايك مې ډېر خوښ سو. له ځان سره مې وويل، چې دغه سړي خو په رښتيا د دين حق يې ادا كړى.

پرسبا يې ما ډاكتر عرفان ته د سي ډي په باب خپل تاثر بيان كړ. ورته ومې ويل، چې باور مې نه كېده، چې داسې به وسي. موږ هندوانو سره په څنګ كښې هم نه تېرېږو؛ خو نايك وګوره، چې هندوان او عيسويان يې خپل مجلس ته وربللي وو. زه چې ورته ګورم ګټه يې هم كړې ده؛ ځكه چې هغوى يې مسلمانان كړل.

ډاكتر وويل: رحمان بابا فرمايي:

            واړو ته د ځـــان په نظـر ګــــوره كـه دانا يې

                        اې عبدالرحمنه جهان ټول عبدالرحمن دى

ما ته خندا راغله. د ډاكتر بابا ګانو ته حيران وم. د رحمان بابا نوم خو مې لا اورېدلى و؛ خو ده حمزه بابا هم درلود.

ډاكتر وويل: كه څوك له خداى سره مينه ولري؛ نو د خداى له مخلوقاتو سره به هم مينه كا. هغه روايت خو به دې اورېدلى وي. وايي كومه بدكاره ښځه وه. ټول عمر يې په فحشاوو كې تېر شوى و. كومه ورځ يو سپى ويني، چې له تندې ځل وهلى او په مرګي حال دىه. ښځه په خپله موزه كې ورته اوبه راوړي، سپى له مرګه  ژغوري. وايي الله پاك د همدې كار په بدل كې د هغې ګناهونه ورته معاف كړل. دا خو حيوان و؛ نو فكر وكه، چې د انسان سره مينه به څومره اجر ولري.

يو بل روايت ديه چې كوم هندو په غزني كې اوسېده. مسلمانانو هغه ځوراوه. هغه بهلول ته شكايت وكړ. وايي بهلول د سلطان محمود غزنوي ورور و. هغه يو فقير ملنګ و. بهلول ورغى د سلطان محمود دربار ته. د ماښام جماعت تيار و. ټولو په ده پسې اقتدا وكړه. ده د الحمد په قرائت كې د ((رب العلمين)) پر ځاى ((رب المسلمين)) وويل، چا ورته فتحه وركړه، چې ((رب العلمين)). هغه له سره شروع كړ. بيا يې ((رب المسلمين)) وويل، مقتديانو بيا فتحه وركړه. دا كار څو وارې تكرار شو. بهلول سلام وګرځاوه. سلطان محمود ځنې وپوښتل، چې ولې داسې كا؟ بهلول وويل: كه خداى پاك ((رب العلمين)) دىه او د ټولو عالميانو رب ديه؛ نو تاسې ولي هندوان ځوروئ؟ دوى هم د خداى مخلوق دي. بيا سلطان محمود امر وكړ، چې نور دې څوك هندوان نه ازاروي. حمزه بابا وايي:

            حمزه ډېر مسلمانان شته هم كافر شته په دنيا كې

            زه اشنا د هغه كس يم چې روش يې د انســــان وي

ما ورته وويل: د ذاكر نايك كار سم خو دى؛ خو ما ته د ميړانې كار نه بريښي. ته اوس كښېنه خلكو ته دليلونه ووايه، چې دا دي و ها دي. دا ډېرې خبرې د ښځو زده وي.

ډاكتر وويل: نو مېړانه په څه كې ده؟

_ په توره كښې. نر  په توره باندې ږغېږي.

_ كوم شاعر ويلي دي چې:

حباب چې لوي شي؛ نو لاهو شي په سيند

څومره نرۍ ده د مېړانې پوله

            عبدالستاره اشنا! د مېړانې پوله ډېره نرۍ ده، لكه د اوبو په سر حباب. كه حباب د خپلې اندازې نه لږ غټ شي؛ نو په سيند كې ډوبېږي، چوي، د منځه ځي. حباب د غټېدو تاب نه لري. مېړانه كه تر حد زيات شي؛ نو د حماقت په سيند كې ډوبېږي. اوس نو د دې فرق، چې يو څوك مېړنى دى كه احمق، ګران ديه. ډېر خلك پخپله ګومان كا، چې مېړني دي، حال دا چې د دوى په مېړانه كې نور خلك خپل  مقصدونه لري. زما په ګومان مېړانه په كار كې ده. مېړانه په فكر كې ده. موږ، چې د كار او د فكر مېړانه نه لرو، ډېر ژر تورې ته لاس اچوو. دا خپلو خلكو ته وګوره، چې په يوه لوېشت ځمكه باندې يو بل سره وژني. د خبرو زغم نه لري، دوى په فكر باندې خپل مشكل نه حلوى، بس په نه خبره ورور او ورور سره ولي. زموږ خلك خو دې ته هم مېړانه وايي، چې خپل ورور ووژني.

غرمې مهال محسن راغى. پر تندي يې لاس راكښېښوو. ويې ويل: نور به له تا څخه تحقيق نه كوم. ستا د ژوند ټوله كيسه مې واورېدله.

ما ګومان وكړ، چې ډاكتر عرفان به ورته ويلي وي؛ خو هغه زما د چپركټ له پښې څخه يو كوچنى ګردى شى راوايست، ويې ويل: دغه ميكروفون مې دلته لګولى و. تا چې ډاكتر رفيع او خپل اكا سره خبرې كولې موږ اورېدلې. بيا چې دې ډاكتر عرفان ته خپله كيسه كوله، موږ ټوله واورېده. ستا خبرې مو په ټېپ هم كې ثبت كړې دي. البته دا به په محكمه كې تا ته هم ګټه درورسوي. جزا به دې يو څه سپكه شي؛ ځكه چې ته نورو تېرايستلى وې.

هغه د درګاه خوا ته روان سو. بېرته يې مخ راواړاوه. ويې ويل: يو ښه خبرم درته لرم. دې نه وروسته ته اجازه لري، چې د فاميل سره دې په ټېلفون كې خبرې وكې.

            له اكا سره مې هره جمعه خبرې كولې. كله كله توركى هم راسره ږغېده. تر دې وروسته مينه په ورځ كښې يو ځل راتله. هغه هم لكه زما پر حال چې پوهه سوې وي، راڅخه نه وېرېدله. روغبړ يې راسره كاوه. د درد پوښتنه يې كوله چې پښه خو به دې نه خوږيږي؟

            ما هم په ورين تندي ورسره خبرې كولې. د هغې يو كار راباندې خورا ښه لګېده، هغې هېڅ كله سينګار نه كاوه. همداسې به ساده ګرځېده؛ خو خداى ذاتي ښايست وركړى و. سترګې يې نه شنې وې، نه زرغونې. د سترګو رنګ يې د دې دواړو تر منځ و. ما په دې رنګ د هېچا سترګې نه وې ليدلې. اوږده باڼه يې داسې ګڼ او نېغ وو، لكه د طاووس بڼكې، چې چجه سوې وي. مخ يې نرى و. پزه يې هم د مخ په څېر نرۍ وه. د شونډو او زنې تناسب يې هم له مخ سره برابر و. ما ويل چې دا دې په المارۍ كښې لكه نانځكه ايښې واى او ما يوازې ورته كتلاى.

كاكا سالم ښه د طبعې سړى و. هغه اكثره وخت راته كيسې كولې. د خپلو زامنو كيسې يې كولې، چې مازديګر، چې دى كور ته ځي، څنګه زامن يې د ده له لاسه كڅوړه تښتوي او كومه ميوه دانه چې پكښې وي، څنګه پرې حملې كوي. دغه كيسه يې داسې په خوند كوله، چې هماغه صحنه زما سترګو ته درېدله، لكه په ټي وي كښې چې يې وګورې. ما خو د اولاد مينه نه وه ليدلې؛ خو د ده په كيسو مې دغه مينه محسوسوله. كله كله مې په زړه كښې ګرځيده، چې خداى به په ما باندې هم د اولاد مينه وګوري كه يه؟  كاكا سالم زه ډېر نازولم. د ماشومانو پوډر به يې زما پر ملا او ولو موښل، چې د بستر زخم پكښې پيدا نه سي. د ډوډۍ پر وخت يې زما غاب او كاشوغه په پوډرو باندې پاك پرېولل. د چايو ترموز مې بيخي نه تشېده. وايم څوك به د خپل سكه ورور داسې خدمت ونه كي، لكه هغه چې زما خدمت كاوه.

ډاكتر رفيع الله دې هم خداى ژوندى لري، هر وخت به يې پوښتنه راباندې كوله. ټېلفون خو به يې هره جمعه ما ته پرېښووه، چې له اكا سره خبرې وكم.

څو ورځې چې تېرې سوې ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه زما اجازه واخيسته، چې كله كله د روغتون په باغ كښې وګرځم. ده وويل، چې لمر زما د پښې لپاره ګټه لري. زه په هفته كښې دوه وارې د مازديګر له خوا له سالم سره باغ ته كوزېدم. زه پوهېدم، چې امنيت والا مې څاري؛ خو پروا مې نه كوله. ما هسې هم د تېښتې تابيا نه لرله. د روغتون مخې ته لوى باغ و. تر سل جريبه لوى و. د ناجو، سپېدارو او عكاسۍ درختې پكښې دومره ګڼې وې، چې دېرش ګامه ها خوا سړى پكښې نه ښكارېده. دا باغ د روغتون له تعمير څخه يو څه لرې و. روغتون پر لوړه ځمكه اباد و. بيا تر باغ د مخه د ځمكې دوه پوړونه وو. په اول پوړ كښې د كانكرېټي لارې په اوږدو كښې نرى چمن ولاړ و. په بل پوړ كښې يو ارت او پراخ حوض و. يونيم ګز به ژور و. د حوض په ګردو دېوالونو پورې د اوبو شرشرې لګېدلې وې او په منځ كښې يې لويې ګردې ډبرې ايښوول سوې وې. د ډبرو سرونه توربخوني وو؛ خو هغه ځايونه يې، چې تر اوبو لاندې پټ وو، سپينچكي وو. لكه بزګر چې اورمېږ او مخ يې لمر تور كړي او ټټر يې سپين پاته وي.

موږ د حوض په شاوخوا كښې ګرځېدلو. چې ستړي به سو د ګلابو او د سرو او ژېړو مرسلو په منځ كښې پر چوكيو كښېناستلو. د مازديګر نرى شمال د شرشرو په منځ كښې تېرېده او د اوبو خوږ بوى يې تر موږ رارساوه. ساه چې مې اخيستله، ګومان مې كاوه، چې دا خوندوره لنده هوا مې د سږو تل ته ننوځي. د نسترن سپين ګلان د درختې د زرغونو پاڼو په منځ كښې لكه ستوري په اسمان كښې ځلېدل. د اوبو شرهار او د ګلابو وږم سخت خوند راكاوه.

            ډاكتر بلال د ذاكر نايك د سي ډي ګانو په كتلو روږدى كړى وم. هغه راته ځينې كتابونه هم راوړي وو. يو پكښې د ساينس او قران كتاب و. په دې كتاب كښې خورا په زړه پورې خبرې وې. هغه څه چې ساينس اوس كشف كړي، د الله په كلام كښې څوارلس سوه كاله پخوا ذكر سوي وو. د دې كتاب په لوستو مې فكر وكړ، چې هغه استفاده، چې بايد موږ له قرانه كړې واى، نورو كړې ده.

يو څو ورځې وروسته يو ډول اوتر غوندې وم. لكه يو شى چې مې ورك كړى وي. چې ښه پسې وګرځېدم، پوه سوم، چې دا دوه ورځې مينه نه ده راغلې. زه دومره بدل سوى وم او پخپله هېڅ نه وم پوه سوى. ولې هغه نجلۍ، چې ما پخوا ورڅخه كركه كوله، دومره نژدې راته ښكارېده، چې زه ورپسې خپه وم؟ پخوا مې هېڅكله د ونو او ګلانو پر ليدو خوند نه و اخيستى. اكا په سراى كښې د شبۍ ګلان كرلي وو. ما يې وږم محسوساوه؛ خو پر خوند يې نه پوهېدم. خو اوس مې په دې ټولو كښې خوند ليده. ان د مازديګر د لمر زېړو وړانګو خوند راكاوه. چې ډېر فكر مې وكړ، ما يوازې په ماشومتوب كښې د خوند تجربه كړې وه، هغه هم خورا لنډه موده. زه چې كوچنى وم، د بيسكوټو او ژاولو رنګه كاغذان مې راټولول، له هغو څخه مې خوند اخيست. هغه چې توركي راڅخه پټول او يا يې څيرل او ما به هغه واهه. زه په همدې چورت كښې وم، چې ډاكتر عرفان راغى. ما د مينې پوښتنه ځنې وكړه، چې ولې نه راځي؟ هغه وويل:

            ناڅاپه چې په ياد شې چې راياد شې نو راياد شې

            پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري

هك پك سوم چې دا څه وايي؟ دى څنګه زما په مينې خبر سوى دى؟

 په خندا يې وويل: دا هم دحمزه بابا شعر دىه. ښه رښتيا تا د مينې پوښتنه وكړه. هغې يوه هفته رخصت اخيستى. ګومان كوم، چې واده په مخ كې لري.

يو دم مې زړه وغورځېد. خداى خبر، چې رنګ به مې څنګه الوتى و؛ خو ښه و، چې عرفان راونه كتل. زوركي خندا مې وكړه، ومې ويل: ښه نو د چا كور يې وران كړى؟

ډاكتر وويل: واده يې د ورور دىه.

بېرته مې زړه كرار سو. ډاكتر ووت؛ خو زه له ځان سره په جنګ اخته سوم. زه په څه لګيا وم؟ ولې د هغې د واده  په خبر ولړزېدم؟

په هغې پسې ولې خپه يم؟

له هغې سره مې څه دي؟

د حمزه بابا شعر مې په غوږو كښې انګازې كولې:

     ناڅاپه چې په ياد سې چې راياد سې نو راياد سې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري

ځان مې ملامت كړ. ما وګوره دا وګوره. هغه ښاري نجلۍ ده، مكتبۍ ده، نرسه ده او زه يو كليوال هلك. زما او د دې كله سره جوړېږي. دا به زما په شان نوكران ولري. بيا كه واده هم راسره وكړي؛ نو زمينداورو ته به چېرې راسره ولاړه سي.

            بيا مې فكر وكړ، چې دا ګردې خبرې يوې خوا ته؛ خو دا به څنګه كړې، چې ته د حكومت په نظر مجرم يې. تا به له دې ځايه جېل ته بيايي. د فكر واګي رانه تللي وو. چې هرڅه مې كول، پام مې بلې خوا ته نه سو اړولى. هر شي ته چې مې كتل، د مينې سترګې پكښې ښكارېدې. ډوډۍ ته مې خوا نه كېده. ټي وي مې چالاناوه؛ خو ژر يې نفس راتنګاوه. كه مې كتاب رااخيست، دوه درې كرښې به مې ولوستلې، نور بيا ورباندې نه پوهېدم. يو وخت به مې پام سو، چې د كتاب څو مخه مې اړولي دي؛ خو چې تېرو مخونو ته مې كتل، هېڅ مې نه و په ياد. په باغ كښې مې هم زړه تنګېده. دا يوه هفته داسې وه لكه څو كلونه.

        د جمعې پر ورځ مې له اكا سره خبرې وكړې. هغه وويل، چې ادې دې ډېره پوښتنه كوي. هره ورځ ستا هغه دسمال، چې له كوټې څخه دې رالېږلى و، پر سترګو موښي او ژاړي. موږ سبا درروانېږو.

زه نه پوهېدم، چې امنيت والا به اجازه وركړي كه يه؟  اوس نو په زړه كښې مې دوې تندې وې، يوه د مينې او بله د ادې د ليدو.

ما يې ښه حساب نيولى و، چې مينه به پر شنبه راځي. هغه چې راغله، نه پوهېږم پر ما څه سوي وو؟ تر روغبړ وروسته يې وويل: دا رنګ دې ولې داسې الوتى؟

            ما وويل: نه، نه پوهېږم.

ژبه مې بنديدله. په ټټر كښې مې د تشې احساس كاوه. ګومان مې كاوه، چې په سينه كښې مې يو شى كم دى. سر راباندې ګرځېده. مينې د فشار اله راواخيسته. نبض او فشار يې راوكتل. ويې ويل:

            اوهو دا نبض دې څنګه تېز دى؟ تبه خو به دې نه وه؟

 ما وويل: يه، تبه خو مې نه وه.

 _ فشار دې كښته دى. ته ودرې چې ډاكتر راوبولم.

هغه په ډاكتر پسې ولاړه؛ خو خبره نه وه، چې د دې رنځ دوا پخپله دا ده.

لس دقيقې وروسته ډاكتر عرفان راغى. په خندا يې وويل: انډيواله څه خبره ده. وايي فشار دې كښته شوى؟

هغه مې هم نبض او فشار وكتل. ويې ويل: هېڅ خبره نشته بابا. زه يې وارخطا كړم. زه پوهېږم، چې ټوله ګناه د مينې ده.

حيران وم، چې ډاكتر زما په مينې څه پوه سوى دى؟

وارخطا مې وويل: د مينې؟

            هغه وويل: خود. دا يوه هفته چې رخصت وه، هرڅه  يې هېر كړي دي. ستا فشار بيخي سم ديه.  نبض دې برابر ديه، هغه وايي چې فشار يې كښته ديه.

ايله چې زړه مې خپل ځاى ته راغى.

ډاكتر وويل: نن به دې د پښې اكسرې واخلو. كه هرڅه سم وو؛ نو د اپراتو وخت پوره ديه وبه يې باسو.

د هغه خبرې داسې مړاوى كړم، لكه پر سكروټو چې اوبه وشيندې. زړه مې غوښتل، چې نور هم په روغتون كښې پاته سم. په زړه كښې مې دعا كوله، چې د هډوكي ترميم نه وي پوره سوى. عجبه دنيا ده، سړى پر مريضۍ خوشاله وي.

وروسته مينه راغله. دوسيه يې راواخيسته، ويې ويل: درځه چې اكسرې ته ولاړ شو.

دا مخته سوه زه ورپسې. په موږ پسې د امنيت والاو عسكر روان و. يوه خبره مو هم سره ونه كړه؛ خو بس پر همدې خوشاله وم، چې دا راسره ده.

            اكسرې سمه وخته. ډاكتر وويل، چې سبا به اپرات لرې كوي. ما ورته د مور او د اكا د راتلو خبره وكړه. ورته مې وويل، چې د هغوى تر راتګه دې صبر وكړي. خداى دې يې اباد لري. دغه ځواني يې هم راسره وكړه.

بله ورځ مې اكا دوى راورسېدل. ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه د ملاقات اجازه واخيسته. دا اول ځل و، چې د اكا د لاسونو مچول خوند راكړ. ادې خو په ژړاوو سترګې سرې كړې.

مينه راننوته.

سر مې كښته اچولى و. ادې ته مې وويل: دا مينه ده. زما يې ډېر خدمت كړى.

     ادې ولاړه سوه. د مينې مخ يې په دواړو لاسو ونيو. شونډې يې د هغې پر تندي ولګولې. داسې يې ښكلوله، چې ته وا څو كاله بعد يې خپله سكه لور ليدلې ده. درګرده يې ويل: بلا دې وګرځم لورې. جار دې سم. كوربان دې سم.

هم راته خندا راغلې وه، هم وېرېدم، چې پر مينې بده ونه لګي. ږغ مې وكړ: ادې مه يې ځوروه.

هغه يې خوشې كړه.

مينې ته مې وويل: بخښه كوه. ادې مې كليوالي چمونه كوي.

مينې وويل: پروا نه لري. خپله مور به هم همداسې نازولم.

ږغ يې غريو نيولى و. چې پورته مې وكتل، د مينې پر سترګو اوښكې رغړېدې. ادې هغه په غېږ كښې ټينګه كړه. ويې پوښتل: ولې لورې؟ وارۍ دې سم ولې ژاړې؟

           هغې وويل: هېڅ. همداسې، مور مې راياده شوه.

ادې وپوښتل: مساپره ده؟

_ نه مورې. هغې سرطان درلود. پېنځه كاله مخكې

ژړا يې نورو خبرو ته پرې نه ښوده.

ادې هغه په غېږ پورې ونيوه، بيا يې پر سر لاس تېر كړ. د كوټې په بل سر كښې يې چوكۍ ورته كښېښووه. دواړه هورې كښېناستې. زه يې بيخي هېر سوى وم. له هغې سره يې جلا مجلس جوړ سو. ما هم د هغوى خبرو ته غوږ نيولى و، هم مې له اكا سره دا غر ها غر ويشته.

نيم ساعت د سترګو په رپ كښې تېر سو. امنيت والا درګاه وټكوله، چې دوى بايد رخصت واخلي. ډاكتر رفيع الله راورسېد. ادې او اكا يې خپل كور ته بوتلل.

ادې د مخه ښې پر وخت په غوږ كښې راته وويل: ډېره ښه نجلۍ ده، چې خپه يې نه كړې.

بله ورځ ډاكتر بلال اپرات خلاص كړ. پر سبا يې زما دوسيه امنيت والاو ته سپارله. په زړه باندې مې غمونه امبار وو. نه پوهېدم چې حكومت به راسره څه وكړي؛ خو د مينې يادونو لكه د خواږه خوب اثر خوشالولم.

            هغه شېبه راورسېده، چې زه يې له روغتون څخه بيولم. اكا او ادې راغلي وو. له ډاكتر رفيع الله او كاكا سالم سره تر غاړې ووتم. ډاكتر رفيع الله وويل، چې په چارواكو كښې كوم څوك پېژني او زما سپارښتنه به ورته وكړي.

ادې په يوه كونج كښې د مينې لاس په لاس كښې نيولى او بنډار يې ورسره جوړ و. د اكا او بيا د ډاكتر عرفان لاسونه مې ښكل كړل. ډاكتر خپل لاسونه شاته كښ كړل. ويې ويل: دا څه كوې؟ ما په ګناه مه اخته كوه.

ورسره تر غاړې ووتم. ومې ويل: تا د ژوند پر مانا پوه كړم.

             ادې ښه ډېره شېبه په سينې پورې لګولى وم. ما يې لاسونه ښكل كړل.

            مينې ته مې وكتل د خداى پاماني د ويلو وس راكښې نه و. د هغې په لاس كښې زما هماغه دسمال و، چې ادې پكښې ګلان ګنډلي وو. په زړه كښې مې ورته وويل: زما انتظار به وكړې؟

هغې سترګې ټيټې كړې.

او ما د هو مطلب ځنې واخيست.

پاى

كابل ۱۳۸۸د زمري لسمه

29 comments

  1. عزت الله Reply

    حقایق یی روښانه کړی زما خو خوښ شو

  2. د . ا . عثمان . ر Reply

    په زړه پورې او ارزښتناک ناول

  3. سید عبدالمطلب آغا Reply

    د مکتب د دوری څخه بیا در پوهنتون خلاصیدو پوری خومی په سوو ناولونه لوستی دی اردو، انګریزی اوداسی نور خو د ډاکترصاحب ناول راباندی سم ځانمرګی وکی پرګوتو دی برکت وی. یوخواهش کوم ددوستانو څخه چی دډاکټر صاحب دنوروکتابو درک راکی

  4. Idris Noor Reply

    Dr. sahib pa qalam de barakat sha za saba ta dwa emtehanoona laram magar nan me sta nawal tole wa lwast deer sha ow pa zra pore haqayeq pa kshe nghashtee dee…
    de nooro baryawoo pa heela de
    Idris Noor

  5. Najibullah Payman Reply

    د تاند قدرمنو چلوونکو!
    سلامونه او نیکې هیلې ستاسو په خوندوره ویب پاڼه کې می د ځانمرګی ناول ولوست او خوند مې ترې واخیست ناول ډیر په زړه پورې وه او په رښتینې توګه یې د هغه افغان ځوانانو حال بیان کړی وه چې چې یاخو د سواد له زده کړې محروم دي او یا د خپلې مجبوری او بیوسې له امله داسې کارونو ته اړ ایستل کېږي .
    د ناول وروستۍ برخې مې په سترګو کې غټې غټې اوښکې هم راوستي او د خپل خوار او مظلوم ولس په یاد مې له سترګو تویې کړي د خدای دربار ته لاسونه پورته کوم چې زموږ خوار ولس نور د پردیو دښمنانو د توطیو ښکار نشي .
    د تاند له چلوونکو هم هیله کوم چې د پښتو ادب د لا پیاوړ تیا د پاره دا ډول نور ناولونه هم په لیکه کړي .
    په درنښت
    نجیب الله پیمان
    کابل نوی ښار

  6. shakir Reply

    زغم صاحب ستاسو پورتنی ناول می تر پایه پوری ولوست، هغه د کندهاریانو خبره چی ډیر خوند می پری واخیست او ټول داستان یی حقایق ښه انعکاس کړی دی. خو که د مینی مور د سرطان پر ځای په ځانمرګی برید کی مړه کړی وای ، احساسات به لا ډیر کار کړی وای.
    خو په هر هر صورت له تاسو ډیره مننه هیله ده چی د ټولنی نوری ناخوالی هم په ورته ډول زموږ سره شریکی کړی. ستاسو د لا کامیابیو په هیله

  7. shakir Reply

    زغم صاحب ستاسو پورتنی ناول می تر پایه پوری ولوست، هغه د کندهاریانو خبره چی ډیر خوند می پری واخیست او ټول داستان یی حقایق ښه انعکاس کړی دی. خو که د مینی مور د سرطان پر ځای په ځانمرګی برید کی مړه کړی وای ، احساساتو به لا ډیر کار کړی وای.
    خو په هر هر صورت له تاسو ډیره مننه هیله ده چی د ټولنی نوری ناخوالی هم په ورته ډول زموږ سره شریکی کړی. ستاسو د لا کامیابیو په هیله

  8. معراج Reply

    ډیره ښکلي کیسه وه. زه د افغان سینماګرانو څخه غواړم چی له دغي په زړه پوري کیسي څخه یو فلم جوړ کړي

  9. زاهد Reply

    داکترصاحب زغم ستاسوناول می ترپایه ولوست واقعا په زړه پوری وو اوډیرخوندیی راکړخوکله یی چه پای ته ورسیدم نو ومی ویل کاشکی نورهم وای ډیره مننه او دبل ناول په هیله

  10. ګنډېری Reply

    ډېر ښکلی فلم ترې جوړېږي. هغه میلیونونه ډالر چې په سیمنټي بلاکونو او نورو موانع لګول کیږي د دغه ناول په فلم کولو دې ولګول شي او د ښوونځيو په ماشومانو دې یې لوست جبري کړای شي.

  11. Najeebullah sayedi Reply

    مننه ستاسو د شکلو شکلو مطلبونو نه که هیله وکم دینی کتابونه خباره کری. مننه

  12. ن ا م Reply

    ډیر په زړه پورې ناول له پند نه ډک او ډیرو ښکلو مطالب یې واضح کړي دي خو په پای کې مې ځآن پورې ښه وخندل دا چې ولې وي دی.

  13. Dr.H.Zlrraver Sapfi t. Reply

    salamoonah;
    D` Dr.saheb Zgham da novel ham dder wadharrawilim aw ham yi d` pakistany etc..j etc.. la perde lande esraar pa haqiqi togah rabarsera kirry. D` wronno pa wrrandiez d`panjsheryano d Usama mosama filmek per zay baed ddasy dastan na film jorr shi . Laka d `Kundde zoy(Shadgul) seryal ghonde d`Afghany ghamezo terjumany kawily si.
    La luy Allah j.j. sakha DR.saib Zgham ta la zyat beryavi ghwarrou. pa dranisht.

  14. حنيف Reply

    داكتر صيب محب زغم, دير خكلي ناول دي ليكلي, دير خكلي تصوير دي راخكلي, دڅلورم څپركى بوري لوستونكي فكر كوي جي دا يو حقيقت دي خيال ندي, خو به څلورم څپركى كي درنه لك وار خطا شوي او كيسه درنه كدوده شوي, او حتى زيني خبري يي هم خوندوري ندي, لكه دنرسي سره مينه بيدا كيدل او هغه هم به دري سلور ورزو كي, او زينو زاينو كي جملي هم غلطي استعمال شوي, لكه دداكتر دلايل جي ويلي دي: ” اول تبشير دىه، كفارو ته بشارت وركه، زيرى ورباندې وكه، چې په اسلام كې دغه دغه ښېګڼې دي. بيا تنذير دىه، هغوى د دوزخ له عذابه ووېروه. د جهاد خبره بيا په اخر كې رڅي”, اوله كلمه د “تبشير” ده, دلته دا كلمه غلطه استعمال شوي, تبشير دميسحيانو اصطلاح ده جي هغوي يي دانجيل او دخبل ددين دنشرولو لباره استعمالوي, او كه ووايو جي زيري تري مطلب دي نو زيري مؤمنانو ته وركول كيكي نه كافرو ته, او بله تاسو ليكلي دداكتر دخولي نه او دهغه دلايل جي جهادبه اخر كي رازي, جهاد او جنك كول هغه وخت اخر كي رازي جي مسلمانان سم قوي وي او به توله دنيا برلاسي وي او كافر لك وي او هغوي ته اول دين ته دعوت وركري كه قبول يي كر نو خه تر خه او كه نه نو بيا به جزيه وركوي او كه دجزيي دوركولو نه يي هم انكار وكر بيا به ورسره جنك او جهاد كيكي, او دلته به أفغانستان كي كافرو ستا به وطن ستا به حريم تجاوز او تيري كري, دلته خو به تا باندي دخبل وطن دفاع لازمه او واجب ده, دلته دهرسه نه مخكي جهاد دي, او دزاكر نايك خبري او دلايل هغو كفارو لباره دي جي مسلمانان يي اسلام ته دعوتوي يعني حربي كافر نه وي جي مسلمانانو سره جنك كوي…. اميد دي جي به څلورم څپركى كي يو تجديد نظر وكري او بيرته دسره وليكل شي او تول يو ناول يو شانته شيء…

  15. Abdullah Ahmadzai Reply

    زغم صاحب، پرعمراوقلم دي خداي(ج) برکتونه کښيږده ،تاسي به باور ونکړي چي ما دکار اوروژي مبارکي سره سره ستاسو دغه ليکل شوي ناول په دووورځوکي داسي اخيرکړچي که هرڅوک ئي دهري جملي پوښتنه راڅخه وکړي زه به يي بيله ځنډه اوټکي په ټکي ځواب ووايم،ځکه دومره خوندور ووچي مايي ساري ډيرکم لوستلي دي هره ټکي يي داسي جوړ وو لکه نقاش اورسام چي ښکلي رسمونه کاږي،جملي دي په داسي مهارت سره ايښي دي لکه يو ماهر انځورگر چي درنگونونو انتخاب کوي اوخوندپکي دومره سلطنت لري لکه زموږ دشاعرانو په شعرونوکي،ديومکتب په شاني پوهه پکي موجوده ده،دتنکي ځواني دميني په شان دميني حقيقت پکي سرگنددي که ډيرغلوونکړم سړي پکي داسلام په حقايقو باندي پوهوي اودشيطانانو په اصلي چهره.

  16. Khayal Muhammad Reply

    Very nice. Excellent. Fantastic and wonderful novel has made by mr doctor believe me I haven’t seen this kind of novel

  17. نويدالله اتل Reply

    ډير خوندور او په زړه پورى ناول تل هاند څپاند او بريالى اوسى

  18. Mirkheil Reply

    ډیر ښکلی ناول

  19. ghulam nasar Reply

    Deer sha deer khwndwar nawe da

  20. شکوری ظاهر Reply

    اسلام علیکم .دتاند د صفحه وټولو کارکونکو ته او بیا بیا ګران ډاکتر صاحب ته نړی نړی احترامات وړاندی کوم . الله دی وکړی چه راسره همغږی و اوسی. ډاکتر صاحب ډیر دقدر وړیاست الله مو همیش سر لوړی اوپه عزت لره . دی ته به زما په خام اند ناول نه وایو بلکه د ټولنی اوسنی یا ژوندی تاریخ ووایو الله مو پر قلم برکت که ډیر می ورته وژړل الله پاک دی زموږ پر ټولنه او خوار ولس ورحمیږی .وسلام

  21. ډاکټر زاهدالله کفایت Reply

    په ویلو ویلو یی نه مړیدم واقیعت دی چه ډیر په یو.زړه پوریناول وه.

  22. خان محمد :فاریابی Reply

    ماشاء الله ډېر ښکلی ناول دی پرقلم دي برکت سه ډاکټر صېب

  23. محب الله زغم Reply

    له ټولو محترمو لوستونکو مننه کوم چې ناول یې په غور لوستی او په پېزوینو یې نازولی یم.

  24. احمدولی خاکسار Reply

    دیر په زره پوری ناول و زغم صاحب
    دیر می خوش شو
    د نورو داسی شکلو ناولونو په هیله

  25. عرفان الله خان افغان Reply

    ليکوال ښاغلي ډاکټر محب زغم صېب په ډېره هنرمندۍ په هېواد کښې د پردو دلاسه د روان اړي ګړي او د هغه درواغو نه پرده پورته کړې ده چې په نتیجه کښې يې زمونږ د هېواد د غريبو او بې وزله کورنو ځوانان بې لارې کېږي زمونږ یو متل دې چې رېښتیا راځي نو درواغو به کلي وران کړي وي زما دا مشوره ده چې ددې ناول په کيسه باندېې څوک ملګري کار وکړي ډرامه یا فلم پرې جوړ کړي او د ټولو افغان ټي وي چېنلونو نه یې د خلقو د پوهولو د پاره خپور کړي که داسې نه وي په ښونځو او پوهنتونو نو کښې دې يې په سټېج وړاندې کړي

  26. بشیر الله صابر Reply

    ڈیرخکلی

  27. احمد ضیا حلیم Reply

    داکتر صاحب سلامونه
    داسی ددردونو او خوندونو نه ډکه کیسه وه
    کیدای شی چی پر ریښتا هم بنا وی
    دا کیسه باید دهر کلیوال افغان پوری ورسیږی
    مونږخو د دی دردونوپه منڅ کی وایشیدلو
    ددی ناول په لوستلو سره می ددی وطن پر دردیدلو خلکو تیر شوی دردونه او ناخوالی سترګوته بیا را تیرشول د ا باید ټولوته یو دیر لوی درس وی

    په درناوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *