Categories

اعلان

Loading…

د پښتون قومي سوال بقا/ حزب لله پښتونيار

  هره قومي مبارزه مهمه او مضبوطه رښته د قومي سوال څخه لري.  سوال چي څنګه هلي ځلي د سياسي او اقتصادي خودمختارى لپاره بايد وسي او څنګه رول د قومي برابرى لپاره مهم دى. دا سوال د قومي او ټولنيزي خپلواکى  مبارزه ده،  قومي شناخت، کلتور او د ژبي د ستونزو حل پېدا کوي. داهغه سوال دى چي د قومي وحدت او پر وطني وسايلو د اختيار په مبارزه  کي تودوالى راولي او د هر قسم قومي جبر په ضد ملت راپاروي.
      پښتون سوال د وطن د وجود پدې برخه کي هغه وخت و زيږېدى کله چي بر طانيې  د افغانستان سيمي په دويم افغان آنګريز جنګ کښي اشغال کړې، او کله چي ١٨٩٣ کي  ډيوړند لائن منځ ته رالى او افغانستان يې د شمال او مغربي اړخه تقسيم کړى.  پاکستان  د جوړېدو سره د بر طانيې لخو ا اشغال سوې مزکه  او هغه مزکه کم چي د ديوړنډ تر معايدې لاندي راغلې وه د پاکستان په برخه کښي راله.  په ١٩٤٧ کښي د پاکستان د جوړښت سره سم د دواړو ملکو په تعلقاتو کي مشکلات رالى. په اقوام متحده کي افغانستان د پاکستان د منلو څخه انکار وکړى. کابل دې ته نه وه تيارچي ډيورنډ لائن ومني او پښتنې سيمي د پاکستان برخه سي.  بدبختانه، د دواړو ملکو په منځ کښي تضادات زيات سول او د پښتون پر وجود د ډيوړند دواړو اړخو ته اور ولګېده.  پاکستان تر ننه پوري پښتون ته د شک په نظر ګوري چي هغه اوس هم د افغانستان وفاداره دى او په ملک کي اوس هم د اولي درجې ښاري په توګه نه ورته کتل کيږي.  د دې ګنا په جرم  کي يې په مختلفه وختو کښي پښتون ته پر قومي بنياد سزا وي ورکړي دي.  تر وسه پوري پښتون د بنيادي انساني حقوقو څخه محرومه دى.
    د ملک  د سياسي کلتور رويه د پښتون قومي سوال سره تر اوسه پوري پر استثماري بنيادو مضبوطه ده.  حاکم قوتونو په سياسي پروسه کي دننه د قومي ستونزو د حل لاري په پراخه پيمانه نيولي دي.  قانوني او ائيني اختيار پر خپلو دولتونو او وسايلو نه ورکوي.
      اوبه د پښتون قوم يو لوى دولت دى او دا ډير مهمه زريعه ده د پرمختګ لپاره. د اباسين  سيند اوبه د خېبر پښتونخو او افغانستان د يخو غرونو د سرونو نه راځي.  د پښتون د محکومي اندازه په ملک کي يوازي د اوبو د مثال څخه کېدلى سي.
که زه  دلته يوازي د اباسين او کابل  سيند د اوبو د مقدار ذکر وکړم چي د اټک او خيراباد د پلو لاندي بهيژي ٩٣ ملين ايکړ فټ دي او دپاکستان د ټولو ١٤٢ ملين ايکړ فټ اوبو ٦٥.٤٩٪ جوړيږي.  اباسين سيند په سونو ميله دواړو اړخو ته د  پښتون پر مزکه بهيږي.
 د پاکستان واکدارانو ١٩٦٠ کي په انډس بېسين ټريټي کي د پنجاب درې غټ سيندونه راوي، ستلج او بياس په انډيا خرص کړو،  او بيا يې څو نهرونه او  بيراجونه د ٣ خالي سيندونو دپاره و اباسين ته جوړ کړل چي د پښتون وطن اوبه نورو وطنو ته واړوي.  د اباسين د اوبو اصلي مالکان د پښتونخوا وطن خلګ دي لېکن نهري نظام او بيراجونه صرف ددې دپاره جوړ سول چي د اباسين اوبه پنجاب، سند او بلوچستان ته واړه وي.
اوس د خيبر پښتونخوا او د وزيرستان قابل کاشت مزکه  ٧٤٥٢١٠٠ ايکړه ده او غير اباده مزکه ٦٢٥٤٤٦٩ ايکړه ده. او بلي خوا ته، د پنجاب ټوله قابل کاشت مزکه ٢٣٠٣٥ ملين ايکړه ده او غير اباده مزکه ٢٠٠٧٩ملين ايکړه ده.  يوازي ٢٠٥٧ ملين ايکړه مزکه غير اباده ده، او د پنجاب ټوله غير اباده مزکه ١١٪ ده.
     همداسي خيبر پښتونخوا ٣٨٤٩ ميګاواټ بجلي جوړولو استعداد لري چي د ټوله ملک ٥٧٪ فيصده جوړيږي،  پنجاب ١٦٩٩ ميګاواټ بجلي جوړولو صلاحيىت لري او دملک ٢٥٪ جوړيږي . دا  HPRP لخوا په ٢٠١١ فروري په مياشته کي تيار سوى ريسرچ کي راغلي دى.  پنجاب يوازي ٢٥ فيصده  د ملک بجلي پېدا کوي او تر ٦٠ فيصدو زياته استعمالوي.
     د کرک ګېس پروجيکټ کمپنى ترجمان وايي چي ١٥ ملينه کيوبک فټ ګيس به د روزانه په بنياد راباسي. يو سينيره  جيالوجسټ وايي څومره ګيس چي کرک لري هغومره دوبى هم نه لري.  د افسوس خبره داده چي موږ د غه ګيس په خپله ګټه نسو استعماله ولي لکه څنګه چې يې بلوس نسي استعمالولى.  بلي خوا ته بلوس ملت پاله ليډر ثنا بلوچ په يو ړيډيو انټر وي کي وايي ” پنجاب ٢ فيصده د پاکستان ټوټل ګيس پېدا کوي، ٨٠ فيصده پنجاب ته  ګيس رسېدلى دى او استعماله وي يې.  په همدغه وخت بلوچستان د پاکستان ٤٦ فيصده ګيس پېدا کوي خو يوازي ٢٠ فيصده د بلوچستان خلګ ګېس استعمالولو ته رسېدل لري.
     قبايلي سيمو پرمختيا اداره خپل په  ويبپاڼې  کي ليکي چي  قبايلي سيمو کې ۲۱ ډوله معدنيات په لوی مقدار کې موجود ه دي. اداره ليکي  چي قبايلي سيمو کې شاوخوا اووه اربه ټنه سنګ مرمر، پينځه سوه اووه دېرش ۵۳۷ ميليونه ټنه کرومايټ، ۳۵ ميليونه ټنه کويله، ۲۰ ميليونه ټنه چونه او همدغه شان نور معدنيات په ډېر زيات مقدار کې په دغو سيمو کې موجود دي.  مګر حالت ددې قابله ندي چي دا راوه ايستل سي او په استعمال کي راسي.  د پښتون مزکه په معدنياتو کي شتمنه ده خو په پر مختګ کي غريبه ده.
       د فيډرېشن اصولونه چي د قومو د هر اړخيزو حقوقو پر بنيادو وي کله هم له دننه څخه د تضاد مخ نسي ليدلى.  لېکن نابرابره او تعصبي اصولونه هر وخت په ملک کي ستر انتشارونه پېدا  کوي.  د مثال په ټوګه، پښتو ژبه، کلتور او قومي شناخت د نورو تر تسلط لاندي دي او  جبر ورسره روان دى. پښتو تر وسه سرکاري، تعليمي او عدالتي ژبه نسوه جوړه.  پښتو يو محکومه ژبه ده هيسي برخه په په ميډيا او د زوند په نورو برخو کي نه لري.
 پښتانه قهارمانان، تاريخ دانان او اديبان په درسي کتابونو کي د پښتون په صوبه کي نسته.  زموږ ماشومان په سکولونو کي د اوردو ژبي اديبيات، شاعران او د مغولو اتلان د خپلو پر ځاى وايي.  په فيډريشن کي د قومونو د ستونزو مناسبه حل قومي خودمختاري ده.
    د پښتون په يوالي او په قومي وحدت کي لوى خنډ سامراجي قوتونه دي، هغو پښتانه په سياسي او جغراف يايي توګه تقسيم کړي دي چي د پښتون اوازد طاقت په مرکزونو کي کمزورى او دباو وساتي.
       د غه رنګه د ملک حکمرانه طبقه د پښتون وطن و تباهي ته د ملکي مفاد نوم ورکوي او د پښتون په تباهى کښي د ملک پر مختګ ويني.
      د ملک پاليسى جوړونکو کله هم د پښتون اقتصادي او ټولنيزو مفاداتو لاندي پاليسياني ندي جوړي کړي.  پښتون تر وسه د دېشتګردي په جنګ کښي د ژوند د بقا مبارزه کوي او  پيړى يې د جنګونو په تکليفو کي تيره کړه.  ٣ ملينه خلګ د سوات او وزيرستان اپرېشن کي بې کوره سول.  له ٢٠٠٥ بيا تر ٢٠١٥  پوري ٤٠ زره خلګ مړه سول.  د ډيوړند پر دواړو اړخو يې نسل کشي روانه ده.  حېرانونکي خبره دا ده،  چي تر ننه پوري علاقائي او عالمي قوتونه تر پرمختګ ٥٠ واري زيات رقم  په ورانولو کي لګوي.   د پښتون موجوده سياسي، اقتصادي او ټولنيزي ستونزي د ملکي پاليسيانو جوړونکو د ماضي او اوسنى بنيادپرسته پاليسيو نتېجه ده.  دا د رياست زمواري ده چي پښتون د دهشتګردى  د جنګه څخه را وه باسي او امن خور کړي.  که نه وي نو داسي ستونزي ملک د انتشار و ا ړو دوړ ته رسوي.
     پښتون ملتپاله ګوندونه تر اوسه پر دا يقين لري چي  د پراخي قومي خود مختاري عملي قدم د قومونو تر مينځ خپګان او ضد ختمولى سي.  فيډريشن دي بايد ټوله اختيار و قومونو ته حواله کړي ماسوا دفاع، ټرېډ او کرنسي.
    د قومو ترمينځ د ستونزو شه حل دادى چي سياسي، معاشي، ټولنيز او کلتوري برابري ورکړل سي.  د پښتون خپګان کمېدلى سي که هغه په سياسي طاقت کي د يو قوم په هېث برابر اختيار ولري،   خارجه او داخله پاليسي د قومونو د مفاداتو پر بنياد سي نه چي د استحصال پر بنياد وي.  پر قومي دولت او وسايلو مکمله اختيار ورکړل سي.
محکومي د قومي مرګ سبب جوړيږي.
 که په سياست کښي سترې خطاوې پېښېږي او په نتېجه کښي يې  قوم  په پراخه کچه د مرګ شمه کيږي، د ا عمل خطرناکه حالات د قومونو ترمنځ زېږوي.  ملک د بربادۍ او مشکلاتو څخه خوندي کولو لپاره مهمه ده چي قومو ته  خپل حق ورکړي او استحصال دې بند سي.

10 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *