Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د افغان طالبانو پر ضد د جګړې په خاطر امریکا ۳۳۶م ډالره ورکړل

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان حکومت ته په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ ملیون ډالره ورکړي دي.

د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک) وايي چې د امریکا د مرستو له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۱۹ ملیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه (Coalition Support Fund) په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.

د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس پاکستان لا هم امریکا ته د مالي مرستو په بدل کې خپلې هوايي اډې او نور امکانات ورکوي.

د پاکستان مرکزي بانک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې د ايتلاف د ملاتړ پروګرام پر اساس یې ۳۳۶ ملیونه او ۸ لکه ډالر ترلاسه کړي او دا د روان مالي کال، چې د ۲۰۱۶ کال په جون کې پای ته رسېږي، د یو نیم ملیارد ډالري مرستې لومړۍ برخه ده.

د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس، پاکستان له پیله تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ د پروګرام له مخې ۱۳ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.

51 total views, 1 views today

5 comments

  1. Bashir Reply

    دآمريکاه ددې کومک معنی داده چه دا پيسې دتروريزم په تقويت او دهند دپرمختګ مخه نيول ده .آمريکاه هيڅکله يو سينټ چاته مفت نه ورکوې حتا په آمريکاه کې که يو څوک خپل دصفاحې ماليه چه ۲۰ډالره وي ورنه کړې و زندان ته ئې آچوې څنګه دي امکان ولرې چه په ميلونو ډالره دې وفکې ستان ته مفتې ورکړې.
    مړه دې وې دآفغانستان داخلې اوخارجې دښمنان.

  2. زلمی Reply

    پاکستان ته داسی خدای ورکړی , چه هم یی کری او هم یي ریبی, او بیا پر کرلو او ریبلو برسیره مزدوری هم اخلی , بشکه پاکستانه ستا سیاست ته سړی حیران پاته شی. هغه دفارسی متل دی چه وایی(( با خدا داده ګان ستیزه مکن که خدا داده ګان را خدا داده)), ستا پیر ته سلام دی پاکستانه دا ته دکوم هیواد مرید یی,,,!!!

  3. امان Reply

    دا معلومه خبرده چی پاکستان دی امریکا کوچونی ورور ده او پاکستان یواځینی هیواد ده چی داسلام او مسلمانانو په تباهی کی مهم رول لری دا څنګه کیدای شی چی پاکستان دافغان طالبانو پر ضد جګړه کوی او پاکستانی طالبان د افغان جګړی لپاره په وسلو سمبالوی
    دوهم دا چی دا افغان بیغیرته سیاستمداران باید له صحنی ووزی او وطن پرسته کسان رامنځ ته شی. دریم دا چی افغانستان او امریکا ‌‌‌‌‌‌ډیر واټن لری او امریکا. دافغانستان. درد نسی دوا کولی باید له ګاوند ستر ګاوندی قدرت سره لاس ورکړی لکه د شوروی اتحاد او هندوستان. څلورم باید هغه تعداد امریکایی او دی تاتو عسکر په افغانستان کی دی ټول وشړیی او دهغوی پر ځایی هندی او دی شوروی اتحاد عساکر ځای پر ځایی شی نو دافغانستان سرحدات په مکمل ‌‌‌‌‌‌ډول سره خوندی وی او دا ټول دی ملت دی همت سره تړلی دی چی باید یو ملی پا څون وکړی او دغه ‌‌‌‌‌‌ټول ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی امریکایی دی او که پاکستانی له بین نه یوسی له دی نه بیغیر دی هر. کور شاته به تور پنجابی ولاړ وی او بیا به نه افغانیت وی او نه افغانستان

  4. babrak Reply

    دا دداعش د پرويی بیسی دی!!!

  5. محمد قدیم افغان Reply

    همغه خبره ده چه وای د لیوا سره غوښی خوری او شپونکی سره غمشریکی کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *