Categories

اعلان

Loading…

سېلونو د وردک ولایت ۴ ولسوالۍ ځپلي دي

تاند- د زیاتو بارانونو له کبله د میدان وردک ولایت په څلورو ولسوالیو کې تېره شپه سېلونه بهیدلي او د لومړنیو راپورونو له مخې ګڼ شمېر کورونو او کرنیزو مځکو ته یې زیانونه اړولي دي.

د میدان وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې سېل د چک، سید اباد، نرخ او جغتو ولسوالیو ته زیات زیانونه اړولي دي.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا د ولایت د مقام له لوري د سېلونو له امله د اوښتو زیانونو د معلومولو او سروې لپاره سېل ځپلیو پمخخیسیمو ته پلاوي استول شوي دي.

د ده په وینا له لومړنیو معلوماتو داسي ښکاري چې په څلورو ولسوالیو کې په لسګونو کورونه، کارېزونه، بندونه، استنادي دېوالونه، په سلګونو جریبه کرنیزه مځکه او باغونه ویجاړ شوي دي.

د میدان وردک د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات له سېل ځپلیو سره د مرستې لپاره له بېلابېلو ادارو ژمنې ترلاسه کړي دي.

له دې دوې ورځې مخکې د میدان وردک په چک، سید اباد او نرخ ولسوالیو کې سېلونه جاري شوي وو چې له کبله یې په سید اباد کې ۲۱۶ کورونه، ۴۵ جریبه کرنیزه مځکه، ۲۶۰ متره استنادي دېوال، ۴ بندونه او ۳ کارېزونه وران شوي دي.

همدا راز په چک ولسوالۍ کې ۵۳ کورونه،۱۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵ متره سړک تخریب شوی دی .
په نرخ ولسوالۍ کې د اوبو یړ کاریز، یوه ویاله،۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه چې د ۷ سوه کورنیو اړوند ده، هم تخریب شوې ده.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *