Categories

اعلان

Loading…

لاهو کېدل/ اجمل ښکلى

موږ چې پر يوه اثر کره کتنه کوو؛ نو له خپل معلوم علمي او فکري دريځ، په خپل ذهن کې له راغونډو کړو معلوماتو او خپل ځانګړي نړۍ ليد سره وردانګو.

کره کتنه که ګړنۍ وي که ليکنۍ د پنځونې او د کره کتونکي له ذهن سره له ټکره رامنځته کېږي. هغه معلومات، فکر، ادبي کمالونه، نيمګړتياوې او…چې په پنځونه کې وي د کره کتونکي په ذهن کې له شتو معلوماتو، فکر او ادبي تيورۍ …سره مخ شي؛ نو کره کتنه شي.

خو دا همغه خبره ده لکه په څېړنه کې چې څېړونکى فرضيه وټاکي او بيا د خپلې فرضيي د اثبات لپاره دلايل راټولوي.

څېړونکى او کره کتونکى بله لار نه لري؛ خو پکار ده، چې په کره کتنه کې نرمښت وښيو.

بريالۍ کره کتنه دا نه ده، چې موږ د يوه ليکوال يا شاعر په ولي ټوپک کېږدو او ډز وکړو. مطلب، موږ د خپلو نظريو د اثبات لپاره کره کتنه هسې پلمه کړو او له ليکوال يا شاعر نه د وسيلې استفاده وکړو.

له موږ سره که يوه ادبي تيوري وي، له بېلابېلو شعرونو يا نثرونو نه د بېلګو په توګه استفاده کولاى شو؛ خو دلته خبره د نقد ده.

که ته پر يوه شعر يا نثر نقد کوې، هغه شعر يا نثر ته د وسيلې په سترګه کاته به دې بې انصافي وي، بلکې ښايي دا چې د هدف چلن ورسره وکړې.

که د هدف چلن هم ورسره کوې، نو چې د رښتينې هدف چلن ورسره وکړې. موخه مې دا ده، چې موږ ډېر کله هڅه کوو، چې پنځونو ته د خپلې ادبي تجربې او نظريو په هېنداره کې وګورو، چې دا ښايي د ادب مخه ډب کړي.

ښه به دا وي، چې کره کتونکى بشپړ خو شونې نه ده؛ خو چې څه نا څه له هرې پنځونې سره د يوه نااشنا شي څيز چلن وکړي. داسې يو څيز لکه په لومړي ځل چې ورسره مخامخېږي.

مطلب مې د ځان يا د خپل شخصيت پرېښودل يا ويلي کول دي. کره کتونکى چې څومره ځان هېر کړي، هغومره بريالى وي.

که زه په کره کتنه کې ځان د يوه استاد په توګه ژوندى وساتم؛ نو د پنځونې ډېرې ښکلاوې به رانه پټې پاتې شي، ځکه زه پنځونې ته له يوې ټاکلې سايکالوژۍ سره ورننوتى يم او ښايي کله له پنځونې سره د شاګرد چلن وکړم.

هدف مې د کره کتونکي هغه زوايد دي، چې د اصيل کره کتونکي او اصيلې کره کتنې مخ په دروغجن نقاب پوښي.

اصيل کره کتونکى هغه دى، چې له پنځونې سره اخلاص او انصاف وکړي.

په زوايدو کې د کره کتونکي هغه بنسټونه نه راځي، چې ورته پکار وي. دا به په هر وخت له کره کتونکي سره وي او کره کتونکى که ځان باى هم لي، دا به ورسره وي او لاسنيوى به يې کوي.

بريالۍ کره کتنه هغه ده، چې کره کتونکى له ټاکلي ذهنيت سره ورننه نه وځي، بلکې د يوه بريالي لامبوزن غوندې داسې ورننه وځي، چې له هغې خوا نه ګوهر راوباسي.

ګوهر چې راوباسي، نو خپل ذهنيت به بهر د بحر پر غاړه پرېږدي او ځان به د پنځونې په درياب کې لاهو کوي، بلکې ورکوي.

د ادبې ماهيت او ادبي تيورۍ په بدلانه کې د ادبي کره کتنې لوى لاس وي؛ خو بنسټ يې شهکارې پنځونې وي، چې په دوديز ادبي تصور يا ادبي تيورۍ کې بدلون راولي او په لوستونکي د نوي ادب څکه کوي.

دا نوښت عموما په پنځونو کې د بڅرو او ذرو په کچ وي؛ نو که ځيرک او زرګر کره کتونکى ونه مومي، ښايي ضايع شي يا که ورسره کره کتونکى د زړې تيورۍ او فرسوده نظريو له مخې چلن وکړي؛ نو يا خو به پکې نوي څه ډېر لږ ومومي يا به يې خځلنۍ ته د غورځولو وړ وبولي. ادبي تاريخونه شاهد دي، چې له ډېرو لويو ادبي آثارو سره همداسې بې انصافي شوې ده.

نو له ادب سره کره کتونکى هله ښه انصاف کولاى شي، چې ځان په پنځونه کې ورک کړي او له هغې خوا نه چي راځي، له ځان سره لوستونکو او ادب ته د نوښت مرغلرې راوړي.

هله نو ادب ته پرمختګ لار خلاصه شي او ادب له ډب(رکود) نه راوځي او پر نويو لارو د تګ چل زده کړي.


په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه

23 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *