Categories

اعلان

Loading…

د طنز ليکنې ارزښت/ ليکوال: عبدالنافع همت

له کومې ورځې راهيسې چې انسان د ځمکې پر مخ پل ايښی، نو ورسره سم د بېلابېلو ناخوالو او ظلمونو لړۍ هم پيل شوې، خو ددغو ناخوالو او فساد پر وړاندې د مبارزې ډګر هم خالي نه دی پاته شوی، چا توره چلولې، چا مال ښندلی، چا قلم راپورته کړی او چا بيا په ژبه مبارزه کړې ده، خو طنزي مبارزه تر ټولو موثره او اوږده سابقه لري چې له بابادمه تر دې دمه دوام لري. په بشري تاريخ کې به داسي ديکتاتور، فاسد او ظالم نه وي تېر شوی چې د طنز په ژبه دې نه وي ټکول شوی. (۱)

فاسدو او ظالمو کړيو تل هڅه کړې چې تورياليان تر ستوني ونيسي، خو د طنز مخه هيچا هم نه ده نيولې. که ليکوال ډېر تنګ شوی، قلم او کاغذ ځنې اخيستل شوی او يا په مرګ تهديد شوی، نو بيا هم لاس ته زنه نه دی کښېناستلی، خپل انتقاد يې د خندا په پوښ کې نغښتی او په ولسي بانډارونو کې يې ويلی چې په دې ډول يې فساد ته د خلکو پام ور را اړولی، ملنډې يې په وهلي او په نهايت کې يې خپله کرکه ورسره ښوولې ده، په نتيجه کې همدا طنز په شفاهي ډول په ولسي بانډارونو کې لاس پر لاس شوی، د طنزي ټوکې بڼه يې غوره کړې، د ظالمانو غوږونو او دربارونو ته رسېدلی او هغوی يې ناارامه کړي دي، نو ويلای شو چې د طنز بهير  د فساد پر وړاندې له مبارزې سره پر يوه وخت پيل شوی، اوږد واټن يې وهلی او تر موږ پورې رارسېدلی دی. د طنز ارزښت بيانول يو اوږد بحث دی، خو موږ يې دلته په لنډ ډول په څو ټکو کې بيانوو:

۱: په هره ادبي ليکنه کې لومړۍ ليکې او پاراګراف خورا مهم وي. که په لومړيو کرښو کې د لوستونکي ذهن ښکار نه شي او پام يې ليکنې ته ور وا نه وړي، نو ستړی کېږي او کېدای شي چې ليکنه بې ارزښته ورته ښکاره شي او لوستل يې پرېږدي، ځکه نو اکثره ليکوال هڅه کوي چې ليکنه يې تلوسه ولري چې لوستونکی تر پايه له ځان سره وساتي. د ليکنې په پيل کې داسي پوښتنې پيدا کړي چې لوستونکی يې په ځوابونو پسې تر پايه پورې ليکنه ولولي. طنزي ليکنې هم تلوسه لري او هم د خندا خواږه.  طنز ليکوال په همدې لومړيو کرښو کې د لوستونکی خوله ورخوږوي او هغه مجبوروي چې ليکنه په نيمايي کې پرې نه ږدي او تر پايه پورې يې ولولي.

۲: په هغه ټولنه کې چې جګړه روانه وي، د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه وي هلته خلک په ډول ډول اروايي ناروغيو اخته وي. اکثره وخت ارواپوهان دوی ته مشوره ورکوي چې وخاندي او ځان خوشاله وساتي. د دې هېوادونو خلک د ځان خوشاله ساتلو لپاره مېلو ته مخه کوي، کوميډي فلمونه او ډرامې ګورې، خو څرنګه چې انسان اجتماعي موجود دی او د اکثره ناروغيو لاملونه يې هم اجتماعي ريښې لري، نو يوازې خندا د هغوی درملنه نه شي کولای او ضروري ده چې د خندا تر څنګ د ټولنې لوړې ژورې هم وويني. طنز د خفګان يو ډېر ښه درمل ګڼل کېږي، ځکه طنز د ځان په وژلو سره يو داسي درمل جوړوي چې ناروغ په خپل وجود کې ناروغۍ ته متوجه کوي،  نو له همدې کبله طنزي فلمونه، طنزي ډرامې او طنزي ليکنې د هغوی لپاره ډېر ښه درمل دي. (۲)

هغه هيوادونه چې هلته خلک ډېر کار کوي، تفريح ته لږ وخت لري، څوک د اوونۍ په اخير کې او څوک بيا خپله کلنۍ رخصتۍ داسې تنظيموي چې يوه برخه يې تفريح ته ځانګړې شوې وي. دغه ډول خلک چې له يوې خوا له ذهني پلوه ستړي او له بلې خوا مطالعې ته اړتيا لري د دوی لپاره طنزي ليکنې لوستل غوره لاره ده، ځکه چې طنزي ليکنې په خپله لمن کې هم تفريح او هم د ټولنې د لوړو ژورو انځورونه لري. هغه خلک چې د تفريح لپاره هيڅ وخت نه لري کولای شي چې په خپل دفتر او کار کې طنزي فضا جوړه کړي، څرنګه چې طنز انسان کار ته چمتو کوي نو بايد طنز له ځان سره خپل دفتر او کارځای ته يووړل شي. (۳)

۳: طنزي ليکنې تر ډېره حده اصلاحي او تعليمي پيغامونه لري. په نوې پيډاګوژۍ کې د زده کوونکي يا لوستونکې خپلواکي يو مهم اصل ګڼل کېږي. د زده کړې په بهير کې خپلواکې بېلابېل ډولونه لري چې يو ډول يې هم تفريح ده چې معمولا خندا ورسره مل وي. د ښوونې او روزنې کارپوهان هڅه کوي چې تعليم او تربيه د وچ نصيحت او خبرو پر ځای د تفريح بڼه ولري. څرنګه چې له تفريح سره تل خندا مل وي، نو ويلای شو چې خندا نه يوازې دا چې په خپلواک ډول انساني اړتيا ده، بلکې د زده کړې بهير هم ګړندی کوي.

ارواپوه (زيګمونډ فرويډ) په دې اند دی چي د خندا له لاري د انسان له وجود څخه ګڼ شمېر اندېښنې او ګرومونه (غمونه) وزي چي په نتيجه کي يې د انسان ذهن سپک او فعاليت ته چمتو کېږي. ددې عمليې فزيکي دليل دا دی چي انسان د خندا پر مهال ډېر اکسېجن جذبوي او په نتيجه کي يې ډېره انرژي اخلي، نو په همدې اساس نن تعليمي ارواپوهان تفريح او خندا د زده کړې لپاره يوه ښه وسيله ګڼي. (۴)

 ۴: په هغو ټولنو کې چې د بيان ازادي نه وي او د ليکوال  ژوند ته خطر متوجه وي يا نه شي کولای چې په مستقيمه توګه اجتماعي ناخوالو په تېره بيا هغو لوړپوړو چارواکو او زورواکانو ته ګوته ونيسي چې په فساد ککړ دي، نو په دې ډول وضعيت کې طنز يوه ډېره موثره وسله ده، ځکه چې طنز د صراحت پر ځای د رمزونو، کنايو، اشارو او سمبولونو په بڼه خبرې کوي، په دې ډول طنز ليکوال هم خپل لوستونکی پوهوي، هم فاسد ته درد رسوي او هم ځان له خطر څخه ژغوري.

۵: ځينې انسانان به مو ليدلي وي چې څوک زر نصيحتونه هم ورته وکړي نو سر نه خلاصوي او ځان ته هيڅ نه متوجه کېږي، خو که تربور يا بل سيال پيغور ورکړي، نو ډېر ژر خپلو نيمګړتياوو ته پام کوي او په ځان کې د بدلون راوستلو پرېکړه کوي، نو د طنز له لارې هغه خلک ډېر ژر اصلاح کېږي چې دغه ډول خوی او خصلت لري.

۶: ځينې خلک يوازې په يوه قالب يا لوښي کې ليکنې کوي. د وخت په تېرېدو سره يې له همدې قالب څخه زړه تور شي او غواړي چې په بل قالب ليکنې وکړي. کله نا کله يوه موضوع په يوه قالب کې نه ځايېږي يا له هماغه قالب سره سمه نه لګېږي او ضروري برېښي چې بايد د موضوع له ډول او حجم سره سم قالب غوره شي، خو دا چې ليکوال تر دې مهاله په يوه قالب کې تمرين کړی او يوازې په دې ډګر کې تجربه لري، نو ورته ګرانه وي چې د قالب له امله تر پايه پورې د هماغه يوې موضوع لمنه ونيسي، پايله يې دا راووزي چې  موضوعات يې سولېدلي کليشه يي، او ستړي کوونکي ښکاري.

 بله خبره دا ده چې لوستونکي بېلابېل ذوقونه لري، څوک شعر، څوک نثر، څوک لنډه کيسه، ناول، سفرنامه او څوک بيا ادبي ټوټې او نور فورمونه خوښوي. دغه ډول خلک د هنر وړاندې کولو د بڼې او شکل له مخې هم سره وېشل شوي دي. څوک چاپي، څوک تصويري او څوک بيا تمثيلي هنري اثار خوښوي. د طنز ښېګڼه دا ده چې هم ليکلې، هم شفاهي، هم تصويري او هم تمثيلي بڼه لري، په هر هنري فورم او شکل کې راتلای شي، نو په دې ډول ويلای شو چې د طنز لمن د نورو هنرونو په پرتله پراخه او ډېر مينه وال لري.

۷: د طنز اساسي هدف د ټولنې اصلاح او روغتيا ده. طنز د اجتماعي طبيب حيثيت لري چي د ټولنې ډېرې کوچنۍ نيمګړتياوي هم پېژني او درملنه يې کولای شي. د سياست تر څنګ په ادبياتو کې هم د محافظه کار، انقلابي او اصلاحي مبارزې موضوع د بحث وړ ده او ټول ادبيات له همدې دريو رنګونو څخه خامخا يو رنګ لري. محافظه کار ادبيات هر څه پر خپل حال پرېږدي او نيمګړتياوو ته ګوته نه نيسي. انقلابي ادبيات بيا د يوې شپږې لپاره ټول پوستين اور ته اچوي، وچ او لانده ټول يو ځای سوځوي، لکه توپان د ټولنې ټول بنسټونه  له بېخه باسي، خو دا تضمين نه شي ورکولای چې دا بنسټونه بيرته جوړولای شي او يا يې تر پخواني حالت ښه جوړوي. سمون پالان بيا معتدله لاره غوره کوي، نه د ټولنې پر ټولو ناخوالو سترګې پټوي او نه هم هر څه له سره جوړوي، د ټولنې جوړ ځايونه پر خپل پخواني حالت پرېږدي او يوازي يې نيمګړي او تخريب شوي برخې اصلاح کوي. څرنګه چې د طنز هدف د ټولنې اصلاح ده نو ويلای شو چې طنز د اصلاحي ادبياتو سرلاری ګڼل کېږي. (۵)

۸: ښکلا د طنز يوه مهمه برخه ده. طنز ښکلا ته د لوستونکو پام ور اړوي، د دې لپاره چې ښکلا نوره هم وځلېږي، سوچه شي، نور هم ارزښت پيدا کړي نو بايد له بدرنګۍ څخه بېله شي. طنز له يوې خوا انتقاد په ښکلي او هنري انداز کې وړاندې کوي او له بلي خوا بدرنګي غندي او له ښکلا څخه يې جلا کوي، چي په نتيجه کې يې ښکلا سوچه او د خلکو پام ور اوړي.

۹: اصلاحي انتقاد د طنز موضوع او د ملاتير ګڼل کېږي. طنزي انتقاد د درملو حيثيت لري. هغه درمل چي په لومړي سر کي درد لري، خو نتيجه يې روغتيا ده. که څه هم انتقاد کول او منفي ليد لوری کوم درد نه شي دوا کولای، خو نيمګړتياوي ښه ترا په ګوته کولای شي. تر هغو چې په ټولنه کې نيمګړتياوي په ګوته نه شي، نو د اصلاح لپاره يې هيڅ ډول ستراتيژي او پلان نه شي جوړېدای. که انتقاد نه وي نو ګڼ شمېر اجتماعي نيمګړتياوي، ناخوالي او ظلمونه به پټ پاته وي، ظالم به ځکه سرې سترګې ګرځي چې نه به ولس او نه به دولت خبر وي، خو په هره اندازه چې د ټولنې ډېرې نيمګړتياوي په ګوته شي په هماغه کچه يې د اصلاح لارې چارې اسانه کېږي. ( ۶)

۱۰: مخکې مو په طنز کې د اصلاحي انتقاد په اړه خبرې وکړې، خو په طنز کې د انتقاد تر څنګ ظرافت او خندا هم يو مهم عنصر ګڼل کېږي او دا هم يو حقيقت دی چې خندا تل له سولې سره تړلې وي. په کومه ټولنه کې چې د انتقاد کولو زړه ورتوب او انتقاد زغملو کلتور حاکم وي، هلته د اصلاح لپاره هڅې کېږي او چېري چې خلک خاندې هلته جګړه نه وي. د ترکيې نوميالی طنز ليکوال عزيز نسين وايي چې طنز لږ تر لږه انسان خندوي او هغه څوک چې خاندې هيڅکله هم جګړه نه کوي، نو افغاني ټولنه چې هم خورا ډېرې ناخوالې يې ګاللي او اوس هم له ګڼ شمېر بدمرغيو سره لاس او ګرېوان ده، دا اړتيا ليدل کېږي چې د اصلاح په نيت  دې ناخوالو ته د انتقاد ګوته ونيول شي، خو که دا انتقاد د خندا په بڼه وي نو لا به ښه وي، ځکه چې افغاني ټولنه هم اصلاح او هم خندا ته اړتيا لري. څېړنو ښوولې چې د تراژيدي فيلم کتل يا ليکنې لوستل د طنزي او کوميډي اثر په پرتله د وينې جريان چټک کوي او انسان خوشاله کوي. (۷)

پورتنۍ سپارښتنې او يادونې د هغو ليکوالو لپاره دي چې څه ناڅه د طنز ليکلو صلاحيت لري يا باور لري چې په راتلونکي کې به طنز وليکلای شي. هغه ليکوال چې په نورو ادبي برخو کې لاسبري دي بايد هماغه کار ته دوام ورکړي، خو هر ليکوال بايد په ژوند کې لږ تر لږه يو ځل خپل استعداد او قلم امتحان کړي چې ايا طنز ليکلای شي که نه؟ که يې نه شوای ليکلای نو بيا دي بلې ادبي خوا ته مخه کړي. هر ليکوال ته خپل شوق او استعداد ورمعلوم دی او په يويشتمه پېړۍ کې د لوستونکی ذوق معلومول او د هغوی نظر اخيستل هم اسانه کار دی، هر څوک چې پوهېږي په يوه ځانګړي ادبي فورم او لاره کې بريالی دی بايد هماغه لاره ونيسي او پوره هڅې او رياضت وکړي.

ماخذونه:

۱: نوراني، جلال، هنر طنزپردازی،۱۳۹۱ش کال، بيهقي کتاب خپرولو موسسه، ۶۵ مخ

۲: کريچلي، سيمون، در باب طنز، ۱۳۴۹ش کال، تهران، ۱۲۱ مخ

۳: http://www.bbc.com/capital/story/20130729-funny-business-at-the-office

۴https://www.psychologytoday.com/articles/200011/the-science-laughter

۵: باختري، منيژه، انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند،۱۳۸۸ش کال، انتشارات سعيد، ۸۲ مخ

۶: پولارډ، آرتر، طنز، ۱۳۷۸ش کال، تهران، پنځم مخ

۷: رضا، حميد، فوايد خنده برای سلامتی  http://www.zibaweb.com/khandeh.htm

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *