Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې به د جمعې په ورځ په پاکستان کې وشي

تاند- د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن لیکلي چې د دغه هیواد یوه امنیتي چارواکي ورته ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو دوهم پړاو به هم په دغه هیواد کې وي.

دغه پاکستاني چارواکي، چې د ایکسپریس تریبیون په وینا نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، دې ورځپاڼې ته ویلي :«د افغانستان د سولې د خبرو دوهم پړاو به نه په چین او نه هم قطر کې بلکې په پاکستان کې وشي.»

دا په داسي حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي چې د سولې بل پړاو خبرې به په چین کې وشي.

د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول طالبان غوره بولي چې د سولې بل پړاو خبرې له پاکستانه پرته په یوه بل هیواد کې وشي.

د پاکستان امنیتي چارواکي ویلي چې د خبرو دوهم پړاو به د راتلونکې جمعې /جولای ۳۱/ په ورځ پیل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي ورته ویلي چې د دوی مشران اوس په دې سلا مشوره بوخت دي چې دا ځل خبرو ته د خپلې شورا مهم غړي ولېږي.

ده همداراز وویل:«تفاهم په دې راغلی چې پروسه (د خبرو) باید دلته دوام وکړي. لومړنۍ غونډه د کنګلونو د ماتولو لپاره وه خو دا ځل  په خبرو کې د پرمختګ توقع ده.»

کله چې له دغه پاکستاني امنیتي چارواکي وپوښتل شول چې د څه ډول پرمختګ تمه کېږي، ده پوښتنې ته مستقیم ځواب ونه وایه خو ویې ویل:«هرڅوک پوهېږي چې دا یوه سخته پروسه ده. ستونزې او چلینجونه به وي. مګر هیلې هم شته.»

له بلې خوا د طالبانو یوه پخواني وزیر او د کوټې د شورا غړي ایکسپریس تریبیون ته ویلي چې طالبان په دې په ژورو سلا مشورو بوخت دي چې د خبرو دوهم پړاو ته خپل جګپوړي مشران معرفي کړي.

ده وویل:«د افغانستان اسلامي امارت غواړي د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره خپل پلاوی پراخ کړي او کېدای شي چې لا مهم مشران یې په خبرو کې ګډون وکړي.»

د جولای په اوومه د مري په خبرو کې د طالبانو له لوري ملا عباس اخوند، عبدالطیف منصور او حاجي ابراهیم حقاني برخه لرله.

د طالبانو پخواني وزیر او د کوټې شورا غړي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د قطر سیاسي دفتر د مشرتابه شورا له لوري د تایید شوې پروسه مخالفت نه شي کولی.

ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د بهرنیو چارو وزیر ملا جلیل او د کندهار پخوانی والي ملا حسن سعودي عربستان ته تللي ول او بېرته راګرځېدلي دي.

ځینو سرچینو دا هم ویلي چې د افغان مرکچي پلاوي مشر حاجي دین محمد هم سعودي عربستان ته تللی او هلته یې له مولا حسن او ملا جلیل سره کتلي دي.

ملا حسن د چین په ارومچي کې هم د افغانستان د حکومت له استازو سره په غیررسمي خبرو کې ګډون کړی و.

خو د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه غړي محمد ناطقي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی په مرکچیانو کې به تغییر رانه شي.

292 total views, 1 views today

3 comments

  1. څارنوال علیزی Reply

    عزتمندو ! کوم کسان چی په پورتنی لیکنه کی دطالبانو داستازو په حیث په راتلونکی غونډه کی دګډون دپاره ښودل شویدی دطالبانو دمخکنی اواوسنی دوری منل شوی ، مشهورمشران ، معتدل او اکثرا دفهم اوپوهی لرونکی علمی شخصیتونه دی امید دی چی دسولی راتلونکی خبری په انشا الله په ښه ډول پرمخ ولاړی شی اودافغانستان دبی دفاع مسلمانانو خلکو سولی ته د راتلو هیلی به بیا را ژوندی شی . ښه به داوی چی دغونډی ځای دطالبا نو په خوښه وی . ومن الله توفیق .

  2. shahed Reply

    الله د په دې ملک کې صلحه را ولي آمین ثم آمین

  3. ګنډېری Reply

    خدای دې دوی وشرموي چې دا ۱۴ کاله یې افغانان د پنجابیانو په خوله ووژل او نن د پنجابیانو د سپیو په څېر د هغوی هرې خبرې ته لبیک وایي ځکه چې د دوی په معامله کې د پاکستان خوندي کیږي.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2