Categories

اعلان

Loading…

زه ګلاب خان یم/ اسدالله بلهار جلالزی

دمازیګرڅلورنیمې بجې وې.چې دغزنی ښار ته راورسید ،هغه وړوکی غزنی چې ګلاب خان له نن څخه له کابو پینځه دیریش کاله وړاندې لیدلی و.که څه هم اوس پراخ اوپه کې زرګونو دوکانونه،نوي نوي مارکیټونه،هوټلونه او لوړې ودانۍ لیدلي کیدي. دی حیران نه کړ ده ته لاهم هماغسي وړوکي وبریښیده.دښار په منځ کې دفرخي هوټل سیمې ته چې راورسیده له ځانه سره وغنګیده .دغه ځای خو دومره ډیرتغیر نه دی کړی. بس مخامخ دموټر هډې ته راغی.دشلګر هډه یی وموندله .په هډه کې دوي سراچې ولاړې وي.یوځوان چې په ده يي سترګي ولګیدې په زوره چیغه کړه.میری میری هله میري ولا میري والا.

ـ ځوانه زه خوچاردیوال ته ځم په کوم موټر کې به ځم.
ـ همدا موټر دچاردیوال په لاره ځي.
ـ نو ته خو دمیري میري چیغې وهي.
ـ خو دچاردیوال په لاره میري ته ځم
ـ کرایه څوده؟
ـ کاکا لکه چې نابلده یی؟
هو ؟
ـ کرایه خو له تا زیاتی نه اخلم پینځوس افغانۍ ،سل کالداري.
ـ زه خو کالدارې لرم!
ـ پروانه لري کینه حرکت ده په خیر،چیرته ځي؟
ـ په سیني به کته شم.په سر فرازکلا کې مې انډیوال دی.
ـ ښه ده ښه ده بس خیزه موټرته خیزه.
په موټر کې دننه دده په منګ ناست سړي ورته په ځیر ځیر کتل. بیا يي ګلاب خان ته وویل: وروره راوخیژه چې له خیره حرکت وکړو.څومره زیاتې پوښتنې کوي.!

ګلاب خان دروازه خلاصه او دشاپه سیټ کې د همدې سړي ترڅنګ کینوست. دهغه په بل اړخ کې یوه دپاخه عمرښځه اویوه وړه نجلۍ ناسته وه. په مخکنې سیټ کې هم یوکابوپینځویشت کلن ځوان چې دپینځوکلو ماشوم يي هم په غیږ کې نیولی و،ناست و.

دده له کیناستو سره سم ښځي خپل مخ په پوړوني کې پټ کړ. اوپه یوه سترګي يي ښار ته کتل .موټرچلوونکي هم دمخي سیټ ته را ودانګل.اوپه سوچ کې يي کیلي تاوو کړه .موټر چالان شو.

ګلاب خان غلی ناست و.دښارپه ننداره بوخت اوپه دې سوچونو کې ډوب و.چې شپه به چیرته رسوي.ده چې په کوم مقصد له کشمیره حرکت راکړی و. هغه يي هم چاته نه شوای ویلای. دده هیله داوه چې له که وکولای شي له پینځه دیرشوکلونو وروسته هم یوځل خپله مور خپل پلار اویکي یوه خور وویني. دی په داسې يو څه له کور او کلی ورک و.چې چاته یی دهغه بیان هم نشوای کولای. اودخپل دغه عمل اوسپین سترګۍ له امله دکورنۍ ټولو غړو ته هم سرکوزی و.ګلاب خان په دادومره اوږده موده کې په دې نه و .توانیدلی چې دخپلې کورنۍ دغړو احوال واخلي او یا هم دخپل ځان په اړه ورته معلومات راواستوي. ده مخامخ کتل دموټروان ښې لاس ته اینه کې هم موټروان ته اوهم يي څنګ ته ناست سړي ته ور معلومیده.موټرله ښار ووت .دده څنګ ته سړی یوځل بیا په ځیرځیر ورته وکتل.په زړه کې ورتیره شوه . داخو ګلاب خان راته ښکاري. یوناڅاپه يي ترې وپوښتل:یاره دپوښتنې عیب دې نه وي. دکوم ځای يي؟
ـ وروره دمقریم.اوبیا غلی شو.
څنګ ته ناست سړی نور هم شکمن شو.بیا يي وپوښتل: نوچیرته ځي .؟
ـ سرفراز کلا کې مې دیوانډیوال دی.پور مې پې باندې دی.
ناست سړي بیا وپوښت زبه خو دې داندړ غوندې ده.دمقر دخلکو غوندې خونه غږیږي.
ګلاب خان یوڅه په ستوغه لهجه ورته وویل: نوڅه درواغ خو به درته نه وایم.
ـ ښه ښه خوشکه مه دروله. دماد یوبل چا شک درباندې وسو.
ګلاب خان غلی شو خوپه زړه کې ورتیره شوه هسی نه چې پیژندلی به یی.وارخطا هم شو.خودوارخطایی نښې پرې نه معلومیدي. ددې له پاره چې ډاډمن شي .په ډاډمن انداز يي ورته وویل: دچا خیال د راباندې وکړ.
ـ بس هسي دما یو اوښی دی. داڅوکال کیږي چې ورک دی.ګلا پ نومیده.

ګلاب خان دخپل نوم په اوریدو سره اک پک شو.ناست سړي ته یی وویل: په داجنګو کې ورک شو.؟
ـ نه نه دجنګونو له کلوپخوا دداودخان په وروستي کال به و. چې له کوره وتی دپاکستان په لوري تللی و.خو تر اوسه يي دمړه ا وژوندی درک نسته.خوارکی یوه مور پلار اویوه خورکۍ پریښودل.اوپخپله له کوره ووت.بدبخته سړی و.بیا یی تراوسه کوم احوال نه دی معلوم.په دغه وخت ښځي هم په یوه سترګه ګلاب خان ته په ځیرځیر وکتل.په څیره کې کټ کټ لکه ګلاب خان داسې و،خو یوازې په کیڼه وروځه يي دیوه زخم نښه لیدله کیده چې ګلاب خان دازخم نه درلود.

ګلاب خان هم اوس نو خپل څنګ ته ناست سړی وپیژاند.چې دبرکلی جان محمد دی خوهڅه يي کوله ځان ناګاره واچوي.
بیا يي ترې پوښتل تا ویل:اوښی مې و.نوستاخور ورته ناسته وه او که دده خور درته ناسته ده؟؟

ــ دده خورراته ناسته ده؟ دامخي ته مې دریم زوی دی.اوداهلکان هم مال دخدای دي زمالمسیان دی.په دغه وخت کې له موټر چلوونکي څخه موټر یوه کوچینۍ کندې ته ورولویده او دوئ ټول يي په خپلوسیټونو کې پورته اوکښته وغورځول. دښځي له خولې دفضل فضل غږپورته شو.

کله چې بیرته دموټر تګ عادی شو.نوبیایی له جان محمده وپوښتل: خدای وهلي څه کار کړی و.چې کور او کلی يي پریښود.؟

ـ ای وروره له خپل لیمڅي سره يي پښې نه غځولي .دخپل کلي دیوه زورور سړی په لورمین شو بیا یی له ناوسي پسي غږینه کړه.په ښکاره يي په ډک جومات کې اعلان وکړ.چې پلانې زما ده ولاکه به يي بل راڅخه واده کړې.بس داخبره نه وه داټوم بم و.چې وچاودیده.هغه دسړو چیښتن و.په جومات کې یی برید پرې وکړ.زښته زیات یی وهلی و. نو له دې خاطره خوارکی له کور اوکلي ووت.جان محمد خپله خبره پسي وغزځوله څنګه يي کوي ځوانی حیوانی ده. هغه نجلۍ يي بیا په خپلوانو کې ورکړه .اعیال مایال یې ونشو. تیرکال خوراکۍ په سرطان مرض مړه شوه.دده خوارکي موربه تل ویل:زما په ګلاب خو دانجلي هم مینه وه.بیا دده مور اوپلار هم یوڅلور کاله مخکې مړه شول. موريي پسي ړنده هم شوه.

جان محمد دده کتل : خوددې خبرو په اوریدو دده په سترګو کې اوښکې ډنډ شوي. ستونی يي راډک شو.جان محمد چې دده حال ولید.بیا يي ورته وویل: یاره رښتیا ووایه ته خوبه ګلاپ خان نه يي؟

ده په نیولي اوژړغوني غږ يي وویل : زه ګلاپ خان یم.له دې خبرې سره په موټر کې دناستي ښځي له خولي کوکه ووته اومخ یی لوڅ کړ.په ژړا ژړا يي ورته وویل:ابۍ په تاپسي ړنده شوه.بلادې په ماسه. دګلاپ غوندې ځواني دي څنګه خاورې ایرې کړي. موټر چلوونکي موټر ودرواوه. دوۍ ټول له موټره راکوزشول.خوريي په ورور غیږه تاوو کړه.دواړوپه زوره زوره ژړل.خوريي وپوښت په دا وروځه دې دزخم نښه له کومه شوه.ده په ژړا ژړاکې ورته وویل:
ـ دایوه ورځ موټر ټکرشو.

69 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *