Categories

اعلان

Loading…

د لنډې کیسې د لوستلو ګټې/ روح الله سروان

  دا خبره به زما په اند ټولو ته ښکاره وي چې د هرې لیکنې لوستل ګټه لري. که هغه په کتاب کې خپره شوې وي، مجله کې خپره شوې وي، ورځپاڼه کې خپره شوې وي او یا که په وېبپاڼه کې خپره شوې وي.

  ځکه لیکوال یوه لیکنه د ټولنې د سمون له پاره کوي، د يوې مسالې د حل له پاره یې کوي، د فکر د بدلون له پاره یې کوي او د معلوماتو د ورکړې له پاره یې کوي. نه دې له پاره چې خپل وخت بېځایه تېر کړي او زموږ هم.

  لنډه کیسه هم د نورو لیکنو په شان ډېرې ګټې لري، چې لوستونکي ترې اغېزمن کېږي. د لنډو کیسو تر ټولو ستره ګټه دا ده چې هغه د نورو ژوند سره شریکول دي، موږ د نورو له تجربو خبروي. د انسانانو ستره هیله هم همدا ده چې د نورو له ژونده خبر شي، دهغوی کړنې وګوري، خپله ټولنه د هغې څخه په کارونې خپله ټولنه سمه کړي.

  د لندې کیسې لیکوال چې کله کیسه لیکي د کیسې پېښې یې د لیکوال په سیمه کې تېرې شوې وي، یعنې د لنډو کیسو ډېره برخه ريښتيا وي. ځينې وخت د کیسې پېښه خپله لیکوال ته ورپېښه شوي وي او هغه یې په بله ژبه بیانوي، چې ټولې پېښې خیالي نه وي. دا خبره څرګندوي چې په حقیقي ژوند کې هم داسې پېښې ډېرې وي. همدا کیسې چې څوک لولي د خپلې سیمې په رغولو کې ترې ګټه اخلي، یعنې د ناسمو کړنو مخه نیسي. په کیسو کې ورته د دوی د ټولنې ستونزې هم په ګوته کوي. د دوی له تجربو څخه یې زده کوي چې د ژوند تېروتنې کمې کړي، یعنې د لږو تېروتنو مرتکب شي.

   انسان په ژوند کې یو ځل تېروتنه نه کوي بار بار یې کوي، خو ژوند یو ځل کوي. نو هېڅوک د بیا ژوند کولو هیله نه لري، نه هم بیا ژوند کولای شي، چې خپلې کړې تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

  د لنډو کیسو بله ګټه دا ده، لکه څنګه چې ناول خلک په مطالعې کولو روږدي کوي، لنډه کیسه هم خلک د مطالعې په کولو  روږدي کوي. مطالعه ورته د ژوند ډېره مهمه برخه ګرځي، چې مهمه شوه بیا نه شي کولای چې له مطالعې پرته وخت تېر کړي. زما په اند لنډه کیسه له ناول نه زیات مینه وال لري، ځکه چې لوستل یې ډېر وخت نه غواړي، په لږ وخت کې لوستل کېږي.

  بله دا چې لنډه کیسه د هرې سیمې په باره کې وي، لیکوال هڅه کوي د هماغې سیمې په ګړدود یې ولیکي چې دا د کیسي په ريښتینوالي کې ستر رول لوبوي، خوند یې زیاتوي، ژبه یې خوږه کوي. بله دا چې لوستونکي له مختلفو ګړدودونو سره اشنا کوي.

  لنډه کیسه کې د مختلفو سیمو له دودونو، ژبو او د خویونو له ارزښتونو مو خبروي، ځکه په دې کې د یوې ټولنې انځور وړاندې کېږي، او دا کار په هنري ژبه کوي.

  که راژباړل شویو لنډو کیسو ته وګورو، د هغوی په لوستلو موږ کولای شو له نورو ټولنو څخه د پرمختګ لارې زده کړو، متمدن شو. د لنډو کیسو لوستل خلک اړباسي چې له نورو سره همدردي وکړي، ځکه په دې کې ډېر لوی حکایت پروت وي او دې باندې د انسانانو په اخلاقي ښېګڼو کې مثبت بدلون راولي، د خوا خوږئ احساس یې پیاوړي کوي.

  پر دې سربېره لنډه کیسه موږ لیکلو ته هڅوي، ځکه په لنډه کیسه کې یوه پېښه رانغاړل شوې وي او موږ هم  کولای شو چې يوه پېښه په ساده توګه بیان کړو، یعنې پېښې ته لیکنۍ بڼه ورکړو او له نورو سره یې شریکه کړو  تر څو چې هغوی ته هم عبرت شي او هم معلومات.

312 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2