Categories

اعلان

Loading…

د ښکارندوی د قصيدې معنوي جوړښت

پوهنيار سيداصغر هاشمي

ښکارندوى غوري: په پښتو ادب کې لومړنۍ لاسته راغلې قصيده د شيخ اسعد سوري ده او دويمه لاسته راغلې قصيده د ښکارندوى غوري ده چې د سلطان غياث الدين غوري او سلطان شهاب الدين غوري په ستاينه کې يې وېلې ده او د دې نه مخکې بل کوم داسې شاعر نه شته چې شعر يې ستاينې په ډول وېل شوي وي.

د پښتو له پخوانيو قصېده سرايانو څخه ښکارندوى مقتدر او د غښتلي قرعې خاوند دى، پلار يې احمد نومېده د غور دفيروزکوه کوټوال و، د ښکارندوى کورنۍ د خپل عصر عزتمن او مقتدر خلک وو او د غور د پاچايانو په دربار کې ورته په درنده سترګه کتل کېده، ښکارندوى به کله په غور کې ژوند کاوه او کله کله به په غزني او بست کې هم اوسېده.
د ښکارندوى غوري د ژوند حال محمد هوتک بن داود په خپل کتاب پټې خزانې کې ځاى کړى دى او ماخذ يې د شيخ کټه لرغوني پښتانه وه او شيخ کټه د محمد بن علي د تاريخ سوري نه را اخيستى دى.

ښکارندوى د خپل عصر عالم او شاعر پښتون و او د سلطان شهاب الدين محمد سام شنسباني په حضور کې ډېر عزت او اعتبار درلوده، دى د سلطان شهاب الدين او سلطان غياث الدين غوري په ستاينه کې ډېرې قصيدې وېلي دي او دغور د پاچايانو د دربار پښتون شاعر و، داسې ښکاري چې ښکارندوى به تل د غور پاچايان په پښتو قصيدو ستايل او محمد بن علي د تاريخ سوري ليکوال ليکلي دي چې ما په بست کې د ښکارندوى د اشعارو او بوللو يو غټ کتاب ولېده.

دا د پښتو ژبې قديم قصيده ويونکى شاعر به تل د غور له سلاطنيو سره په جګړو او جنګي سفرونو کې ملګرى و او هم د دېوان خاوند دى چې د ده له دېوانه د تاريخ سوري ليکوال يوه پښتو قصيده نقل کړې ده او دغه بولـله له تاريخ سوري څخه شيخ کټه په خپل لرغوني پښتانه کې ځاى کړه او له لرغوني پښتانه څخه محمد هوتک په پټه خزانه کې وساتله، دا قصيده چې اوس زموږ په لاس کې د ه ښکارندوى محمد سام په ستاينه کې وېلې ده او د هغه سلطان د هند يو سفر تصوير کوي چې څنګه د سلطان لښکر هند ته ځي او څنګه پر اټک تېرېږي.

ښکارندوى د پخو قصيده ويونکو په ډول قصيده يې يو خوندور د تشبيب برخه لري، د تشبيب په برخه کې د بهار مناظر د غرو او درو دلچسپ او ښکلى تصاوير په دغه تشبيب کې ترسيم کوي، وروسته نو د سلطان معزالدين (شهاب الدين) ستاينې ته ګرېز کوي او په ډېر استادۍ او ا قتدار دده د لښکرو يرغلونه تصوير کوي او دا قصيده کټ مټ د غزني د دربار د پخو شاعرانو قصيدو ته ورته ده.

د ښکارندوى دا قصيده د پښتو ادب يو شهکاره قصيده ده او دشاعر مهارت او استادي پکې د ورايه ښکاري ، که څه هم ښکارندوى د ښار او دربار سړى و، خو کلام يې د غرو ژبې کلکوالى او استحکام لري او ډېر د پښتو نادر نکات او مواد پکې شته( )

د بوللې (قصيدې )پېژندنه: بوللـه د بول له مصدره څخه دى او د وېلو په مانا راځي.

پوهاند حبيبي صيب په خپل اثر (قصيده څنګه اوچېرې پيدا شوه؟) کې ليکي:
((قصيده د قصد له مصدر څخه جوړه شوې چې مانا يې اتصال ، استقامت سموالى برابرتيا او سوچه توب دى( )
يا قصيده په لغت کې قصد او ارادې ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه شعري فورم يا کالب ته وايي چې تر يوې مطلع لاندې وېل کېږي د بيتونو شمېريې د ١٦ څخه زيات ان تر ٢٠٠ بيتونو پورې رسېږي( )
قصيده د مانا له مخې دوه برخه لري:

١: تمهيديه قصيده ، ٢: خطابيه قصيده.
١: تمهيديه قصيده: دا هغه قصيدې ته وېل کېږي چې دمانا له مخې لاندې پنځه برخې ولري يا د يو چا په ستاينه کې قصيده وېل شوې وي هغه ته تمهيديه قصيده وايي:

١: تشبيب يا نسيب : تشبيب په لغت کې د مينې خبرو کولو ته وايي او په اصطلاح کې د قصيدې لومړۍ برخه ده چې زياتره شاعر په کې د محبوب ستاينه ، د طبيعت منظر يا داسې نور د خوښۍ يا غم بيتونه راوړي، د تشبيب د بيتونو شمېر د شاعر پورې اړه لري.

٢: ګرېز:دا د قصيدې هغه برخه ده چې شاعر له تشبيب څخه خپلې اصلي موضوع ته پرې راځي دا حصه يو يا څو بيته وي په دې برخه کې شاعر تېښته(ګرېز) کوي د تشبيب برخې څخه اصلي مطلب ته پرې راځي.

٣: اصلي مطلب: په دغه برخه کې شاعر د کوم پاچا(يا هر څوک چې يې مطلب وي) ستاينه کوي.

٤: حسن طلب: دا د قصيدې هغه برخه ده چې شاعر په ډېره هوښيارۍ له پاچا يا ممدوح څخه د پيسو يا هغه څه چې د لاسته راوړلو هيله يې لري غواړي ، چې دغه برخه په پښتو قصيدو کې نه شته او د فارسي په قصيدو کې يې پرېمانه موندلاى شو.

٥: دعاييه: دا دقصيدې هغه برخه ده چې شاعر دخپل ممدوح لپاره دعا کوي او قصيدې پرې پاى ته رسېږي.

٢: خطابيه قصيده: هغه قصېدې ته وېل کېږي چې د مانا له مخې پورته پنځه برخې ونه لري او راسا په اصلي مطلب يې شروع کړي وي ، نو د ښکارندوى غوري قصيده يوه تمهيديه قصيده ده چې د مانا له مخې پنځه برخې (تشبيب، ګرېز، اصلي مطلب، حسن طلب او دعاييه) لري.

د تشبيب برخه د ښکارندوى غوري په قصيده کې په لومړني بيت پېل او په ١٨ بيت پاى ته رسېږي، چې مجموعا ١٨ بيته يې د تشبيب برخه ده:

د پېل بيتونه

د پسرلي ښکولونکي بيا کړه سنګارونه
بيا يې ولونل په غرونو کې لالونه

د پاى بيتونه
په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي
لکه شڼ هاتي شڼ کاندې سيندونه

د ګرېز برخه د ښکارندوى غوري په قصيده کې په ١٩ بيت پېلېږي دغه برخه په قصيده کې يويا څو بيتونه وي:
نه به چوڼې په ستايه د جنډو موړ سي
نه به موړ شم د سلطان په صفتونه
د شنسب د کهاله ختلى لمر دى
د پسرلي په دود ودان له ده رغونه

اصلي مطلب برخه د ښکارندوى غوري په قصيده کې په ٢٤ بيت پېلېږي
د اسلام د دين شهاب د نړۍ لمر دى
تور ستهان يې کړ رڼا په جهادونه

حسن مطلب برخه د ښکارندوى غوري په قصيده کې نه شته
د عاييه برخه د ښکارندوى غوري په قصيده کې په لاندې بيتونو کې ليدل کېږي:
په رڼا اوسې ته تل د د ين شهابه!
نوم دې تل وي پر دريځ په نمزد کونه
څو را ڼه شي ستا په توره د هند لوريه
څو چې نېست کړي له نړيه بودتونه( )

د ستاينې بوللـه
د پسرلې ښکلونکي بيا کړه سينګارونه
بيايې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې
طليسان زمردي واغوسته غرونه
د نيسان مشاطې لاس د مچېدو دى
مرغلرو باندې وښکلل بڼونه
د غټولو جنډى خاندي ورېدي ته
زرغونو بڼو کې ناڅې زلمي جونه
لکه ناوې چې سورټيک په تندي وکا
هسې وګاڼل غټولو سره پسولونه
مرغلرې چې اوره وخونو ليه
په ځلا يې سوه راڼه خپاره دښتونه
زرغونو مځکو کې ځل کا_ لکه ستوريه
چې پر هسک باندې ځلېږي سپين ګلونه
سپينې واورې ويلېده کاندې بهيږي
لکه اوښې د مين پر ګرېوانونه
هر پلو رڼې والې بهاندې خاندې
له خوښيه سر وهى له سينګړونه
هر پلو د ګلو وږم دى لونلى
ته وا راغله له ختنه کاروانونه
د مسيح په پو به مړو ژوندون بياموند
پسرلى مګر مسيح سو په پوکړونه
له مړو خاورو يې اغلې ګل را ويوست
وچ بيديا او غر يې کړله جنتونه
سړى جا جې چې را مشت کړ را مشتګرو
ګهيځ چوڼې چې په بڼ وکا ږغونه
په بربڼ چې ږغ د جوڼو نغوږېده سى
ته وا چندي سره پيودي اشلکونه
د زلما ټاپى راغلى دى پر جنډيو
لکه پېغله غوټۍ کاندې مکېزونه
د پو پلو مخ سور کړى پسرلى دى
يو د بل په غاړه اچوي لاسونه
د هيندارو په څېر غرونه سپين وړنګين دي
چې پر واورو باندې ځل وکا لمرونه
په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي
لکه شڼ هاتي شڼا کاندې سيندونه
نه به چوڼې په ستايه د ګلو موړ سي
نه به موړ سم د سلطان په صفتونه
د شنسب د کهاله ختلى لمر دى
د پسرلي په دود ودان له ده رغونه
د ښندو اورو يې درست اېواد زرغون کړ
له قصدار تر دېبله يې يونونه
په زابل چې د بري پر نيلي سپور سي
په لاهور يې د مېړانې ګزارونه
نه يې څوک مخ ته دري د مير څمنو
نه يې تورې ته ټينګېږې کلک ډالونه
د اسلام د دين شهاب د نړۍ لمر دى
تورستهان يې کړ رڼا په جهادونه
هره پلا چې دى پر هندو سند يرغل کا
رڼوي توره نړۍ په شهابونه
په پسرلي چې يې تېرون پر اټک وکا
غاړه غاړه يې ترې سوللـه زړونه
نه به ده غوندې روڼ ستورى په هسک ځلي
که څه پورته سي له غوره ډېر مېړونه
نه به راولي جګړن د سيند په لوري
نه به بري څوک د هند خپاره ښهرونه
نه به څوک زلمى د غور سره را غونډ کا
د داور تورې به چېرې کا ځلونه
يو خاوند شهاب الدين دى چې يې وکا
په هر لوري هر اېواد ته يرغلونه
په جوپو جوپو جګړن يې هند ته يون کا
چې د غور بادار همت وکا زغلونه
نن په سيند باندې تېرېږي يرغل کاندي
په پرتم يې زمري رېږدي په ځنګلونه
څپان سيند يې هم له ډاره ايلايي کا
پر اوږو وړي د غوريانو ښه اېړونه
په هر کال اتک د ده ښه راغلى کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي زلمي چې زغلي هند ته
نو اغليه پېغلې کاندې اتڼونه
زرغونې ختې اغوستې وې دې غرونو
بټ بېديا هم پسوللى وي ځانونه
هر ګهيځ چې لمر څرکېږي له خاتيځه
څو چې يون کا د لويديځه په څنډونه
که برېځر وي که غرمه وي که برمل وي
که لر مل که لمر لوېده که تر ملونه
د شهاب جګړن په نه کښينى له زغلو
نه به پرېږدي دا زلمي خپل بهيرونه
زمري کله کاږي ځان له يرغلګريو
څو يې نه کا مات مټونه ورمېږونه
يا به جګ کاد بريو رپي په هند کې
يا به پرېږدي هم په دې چاره سرونه
يا به وران کا بودتونونه د بمبڼو
يا به سره کاندې په وينو اېوادونه
په رڼا اوسې ته تل د دين شهابه!
نوم دې تل وه پر دريځ په نمزد کونه
څو راڼه شي ستا په توره د هند لوريه
څو چې نست کړې له نړيه بودتونونه
ستا په زېرمه دې خاونده لوى څښتن دى
موږ خو ستا په مرسته يو نه څو چې يونه( )

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *