Categories

اعلان

Loading…

جنرال دوستم د ملېشه ځواک له جوړولو سره مخالفت وکړ

تاند- د افغانستان مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم د ملېشه ځواک له جوړولو سره مخالفت وکړ خو د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد یې ولسي پاڅونونه تایید کړل.

جنرال دوستم نن /سې شنبه/ خپل رېږنځای جوزجان ته د سفر په ترڅ کې له قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو سره د کتنې په مهال د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د امنیتي ځواکونو د ستونزو حل کولو ته به پوره پام وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې وویل:«زه د ولسمشر لومړی مرستیال یم او دلته د مشرانو په غوښتنه راغلی یم. څرنګه کېدای شي چې موږ د خپلسرو وسله والو ملاتړ وکړو، څرنګه کېدای شي چې موږ دې ملېشه جوړه کړو؟»

ښاغلي دوستم دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وویل چې د طالبانو او داعش په وړاندې د افغانستان د شمال د دفاع لپاره له جنرال دوستم او محمد محقق سره د ګډ ملېشه ځواک په جوړولو سلا شوی دی.

د عطا محمد نور له څرګندونو وروسته ګڼ شمېر کتونکو او عامو افغانانو اندېښنه ښکاره کړه چې د دوی له لوري د حکومت او امنیتي ځواکونو له چوکاټه دباندې د داسي ځواک جوړېدا به د نوي یمې لسیزې په شان حالاتو ته لار اواره کړي.

ځینو نورو د دوی ايتلاف د سولې د وروستیو خوځښتونو او پرمختګونو په خلاف تعبیر کړ.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. سبحان الله Reply

    جنرال دوستم په زړه پاک او سوچه افغان دۍ خبرې یې ټولې په تول او سمې دي . زه دده دا خبرې منم .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *