Categories

اعلان

Loading…

د طنز پېژندګلوي/ عبدالنافع همت

په دې بحث کې غواړو چې طنز تعريف کړو، خو دا کار خورا ګران دی، ځکه چې طنز هنر او د هنر تعريف او اندازه کول اسانه کار نه دی او ځينې ادبپوهان خو باور لري چې هنر ګردسره تعريف کېدای نه شي. دوی استدلال کوي چې هنري کيفيت درک کېدای شي، خو تعريف کېدای نه شي.

د هنرمند کار د ساينسپوه له کار سره توپير لري. يو ساينس پوه کولای شي چې د يوې تابلو مساحت معلوم او هغه په ارقامو او شمېرو واړوي، خو د ښکلا معلومولو لپاره داسي دقيق مقياسي واحد نه لرو. (۱)

په هر صورت طنز ته راځو. طنز د عربي ژبې کلمه ده چې لغوي مانا يې ناز، پېغور، مسخره کول او ترټل دي. په پښتو کې عام او مناسب نوم نه ورته لرو او په همدې نوم يې يادوو. په فارسي کې يې هم طنز بولي، په اردو ژبه کې (طنز و مزاح) او په انګلېسي ژبه کې يې (Satire) بولي. په پښتو ژبه کې لکه څنګه چې طنز لږ ليکل شوی په اړه يې معلومات هم لږ دی. که يو څوک په کوڅه، بازار او ولسي بانډار کې يو خندوونکی حرکت وکړي يا يوه خندوونکې جمله ووايي، نو خلک يې هڅوي او وايي چې واه واه! ډېر ښکلی طنز و. د دې غير علمي قضاوتونو اصلي لامل دا دی چې ډېری اديبان، آن دا چې ځينې طنز ليکوال هم د طنز په اړه کافي معلومات نه لري. طنز يوازې په پښتو کې نه، بلکې په ټولو ژبو کې يو پېچلی هنر بلل کېږي.

طنز پوه (لينارډفين برګ) په خپل کتاب (طنز پېژندنه) کې وايي چې طنز يو داسي ظريف او بدلېدونکی هنر دی چې د دوو پوهانو تعريفونه هم په سلو کې سل سره ورته نه دي. (۲) د ايټاليا وتلی ليکوال (ليونارډو شاشا) وايي چې په طنز باندې پوهېدل تر ټولو ګران کار دی. دی وايي چې طنز يوازينی هنر دی چې تر اوسه پوره نه دی کشف شوی او نورې څېړنې ته هم اړتيا لري. (۳)

دلته به د طنز څو تعريفونه وړاندې کړو او بيا به هر تعريف په لنډ ډول وڅېړو، وروسته به وګورو چې د تعريفونو تر منځ کوم مشترک ټکي ليدل کېږي؟ بيا د همدې مشترکو ټکيو په رڼا کې کولای شو چې يو نسبتا جامع او څه ناڅه د قناعت وړ تعريف وړاندې کړو.

۱: طنز په واقعيت کې له کرکې او نفرت څخه ډکه خندا ده، دا خندا که له يوې خوا مقابل لوری ( ليدونکی، لوستونکی، اورېدونکی) خندوي، نو په عين وخت کې د بدو او ناوړو کارونو په مقابل کې د هغه قهر او کرکه هم راپاروي. (۴)

۲: روسي ليکوال نيکلای ګوګول وايي: طنز د نامريي اوښکو په منځ کې خندا ده.

۳: انګرېز ادبپوه جانسن وايي: طنز هغه وينا ده چې پر اجتماعي فساد او نادودو باندې نيوکه کوي. (۵)

۴: سيمون کريچلي وايي: د طنز وظيفه يوازې د خلکو مسخره کول او شخصي عقدې پالل نه، بلکې په ټولنه کې له عمومي فساد سره کرکه ښوول دي. (۶)

۵: ديان جک وايي: طنز د انتقاد محصول دی، هغه انتقاد چې په هنر بدل شوی دی.

۶: ډاکټر علي شريعتي وايي: طنز يو واقعي هنر دی. که څه هم موږ بل ډول هم خندېدلای شو، خو دا ډول خندا د انساني معنويت محصول ده. طنز د خندوونکو شيانو بيان نه کوي، بلکې په خندا غمجنې خبرې کوي.

۷: ايرانی ليکوال او شاعر ډاکټر شفيع کدکنی وايي: طنز د ټولنې د نيمګړتياوو هنري انځور دی.

۸: ايرانی عالم فريدون تنکابنی د طنز پر هنريت او ښکلا ټينکار کوي او وايي: طنز د هنري اړخ په پام کې نيولو سره په رمز او کنايه پر اجتماعي نيمګړتياوو باندې انتقاد کوي.

۹: طنز په خپل ذات کې يو اجتماعي فعاليت دی چې په ځان کې د اعتراض او بغاوت تومنه لري

۱۰: نوميالی رومي طنز ليکوال او شاعر هوراس وايي: غواړم چې حقيقت په خندا ووايم.

۱۱: ميشل ريګن وايي: طنز ځانګړي روشنفکرانه مسخرې دي.

۱۲: آرتورډ پولارډ وايي: طنز اخلاقي او اجتماعي رسالت ادا کوي، ځکه خو نړيوال اعتبار لري. (۷)

۱۳: چارلي چاپلين وايي: طنز په ټولنه کې د وېرې او نفرت له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره زهر دي.

۱۴: پاکستانی طنزپوه ډاکټر ظفر عالم ظفري وايي: طنز بايد خامخا څه ناڅه د ملنډو او تريخوالی عنصر ولري. (۸)

۱۵: يوری، ب، بوريف وايي: طنز ډيموکراټيک خوی لري، ځکه د خندا برخه يې له ټولنې څخه سرچينه اخلي.

۱۶: د. ايچ، لارنس وايي: طنز هغه خواخوږي ده چې زموږ په ذهن کې ګرځي راګرځي او باالاخره د طنز په بڼه بيانېږي.

۱۷: جانتن سويفټ وايي: طنز هغه هينداره ده چې هر څوک له ځان پرته د هر چا څېره پکې ليدای شي.

۱۸: الکسانډر پوپ وايي: طنز د اعتراض له غريزې څخه زېږېدلی او په هنر تبديل شوی دی.

۱۹: هوګارټ وايي: په ځمکه کې د انسان ژوند له خورا ډېرو خوښيو، غمونو او کړکېچونو څخه ډک دی. دې ژوند ته له ډول ډول زاويو کتلای شو او په بېلا بېلو لارو يې بيانولای شو. په دې لړ کې تر ټولو مهم او په زړه پورې لار دا ده چې انسان ته د طنزي عينکو له لارې وګورو، که د انسان کړه وړه په ځير سره وګورو خامخا د خندا وړ دي.

۲۰: جورج تست وايي: طنز هغه ادبي اثر دی چې د ټولنې بداخلاقي، بد کړه وړه او اشتباهات په غير مستقيم ډول مسخره کوي.

۲۱: طنز هغه اثر دی چې په هغه کې د آيروني يا پېغور له تخنيک څخه کار اخيستل شوی او د خلکو پر ځينو کړنو بريد شوی وي.

۲۲: افغان طنز پوه استاد جلال نوراني د طنز لپاره دوه اساسي ارکان په ګوته کوي چې يو خندا او بل انتقاد دی.

۲۳: سرمحقق دوست شينواری وايي: طنز هغه هنري اثر دی چې په هغه کې د ژوند ناوړه او منفي

۲۴:اړخونه د دې لپاره انځور شوي وي چې لوستونکي کرکه ځني وکړي. (۹)

۲۵: د انګلستان رومان ليکوال دانيال دفو وايي چې د طنز هدف اصلاح ده. (۱۰)

۲۶: ډاکټر سيروس شميسا وايي چې طنز اجتماعي او اصلاح طلبانه هدفونه لري. (۱۱)

په لومړي تعريف کې له قهره ډکه خندا وينو چې په ټولنه کې د ناخوالو له امله راپيدا شوې ده.

د نيکلای ګوګول په تعريف کې د قهر تر څنګ اوښکو ته هم اشاره شوې ده، خو دا اوښکې نه ليدل کېږي، بلکې يوازې يې حالت احساس کېږي. د جانسن په تعريف کې له فساد سره کرکه کول اساسي توکی بلل شوی دی، هغه فساد چې خلک يې پر وړاندې خپله کرکه د ژړا پر ځای د خندا په بڼه څرګندوي. ګوګول خندا او ژړا سره تړلې ګڼي. څو واره به مو ليدلي وې چې يو څوک له ډېر درد او قهر څخه خاندې او موږ يې ترخه خندا بولو. سيمون کريچلي هم د طنز وظيفه پر فساد نيوکه ګڼي، خو ټينګار کوي چې بايد په دې نيوکه کې شخصي عقدې و نه پالل شي او عمومي فساد په نښه شي. که په طنز کې شخصي عقدو ته ځای ورکړو، نو طنز بې لارې کېږي او په هجوه اوړي.

ديان جک هم ښه په تول پور ه خبره کوي او وايي چې انتقاد بايد په هنري بڼه وي، ځکه چې طنز له ادبياتو سره اړه لري او او ادب هنر دی. ډاکټر علي شريعتي په طنز کې خندا يو مهم عنصر ګڼي او طنزي خندا د انسان له معنوي نړۍ سره تړلې بولي. ډاکټر شفيع کدکني هم جانسن ته ورته نظر لري او د طنز موضوع په ټولنه کې پر فساد او ناخوالو باندې انتقاد کول ګڼي.

فريدون تنکابنی هم د ديان جک غوندې د طنز پر هنريت ټينکار کوي او په انتقاد کې د رمز او کنايې خبره مطرح کوي. په دې نظر کې د هنري اثر يوه مهمه ځانګړتيا وينو، ځکه د هنري اثر يوه نښه دا ده چې خبره په رمز او اشاره کوي.

د ښاغلي تنکابنی تر تعريف وروسته په بل تعريف کې انقلابي رنګ وينو. مانا چې په طنز کې بايد د اجتماعي ناخوالو او استبداد پر وړاندې اعتراض او بغاوت نغښتی وي. نوميالی رومي طنز ليکوال هوراس هم په طنز کې خندا ته ترجيح ورکوي، خو هغه خندا چې حقيقتونه بيانوي.

ميشل ريګن هم په طنز کې انتقاد ته اشاره کوي، خو د انتقاد لپاره اخلاقي، مسئولانه او روشنفکرانه حدود وضع کوي. د ريګن نظر هغه اساس دی چې طنز له شخصي عقدو او کرکې څخه جلا او له ټولنې سره يې تړي. که په طنز کې اخلاق او اجتماعي مسئوليت نه وي، نو طنز له هجوې سره ګډېږي. چارلي چاپلين هم په طنز کې د انتقاد خبره کوي، خو د بريد او سزا خبره هم ورسره غوټه کوي. دی باور لري چې بايد زهر په خوږو کې ونغښتل شي او بيا په ټولنه کې په مفسدينو باندې وخوړل شي. ډاکټر ظفري هم په طنز کې د تريخوالي عنصر ضروري ګڼي، خو د زهرو غوندې وژونکو ترخو توکو خبره نه کوي.

يوری، ب، بوريف هم پر خندا ټينګار کوي، خو له نورو سره يې توپير دا دی چې خندا ډيموکراټيک ارزښت بولي. دی وايي چې د ډيموکراسۍ بنسټ پر اکثريت ولاړ دی، څرنګه چې په ټولنه کې هر څوک خاندې، نو دا يو هنري اکثريت دی او بايد چې هر طنز خندا ولري. د. ايچ، لارنس بيا په طنز کې د کرکې تر څنګ د خواخوږۍ خبره هم کوي چې دا خبره ډېره پر ځای ده. يو خو دا چې په طنز کې د هجوې غوندې شخصي عقده ځای نه لري او بل دا چې موږ په ټولنه کې هره بې عدالتې له دې امله غندو چې د يو چا حق تر پښو لاندې شوی دی. په ټولنه کې د ناخوالو غندل په دې مانا دی چې له هغو خلکو سره خواخوږي ښيو چې د بې عدالتۍ قرباني شوي دي.

جانتن سويفټ هم د انتقاد خبره کوي، خو يوه نوې خبره هم ورسره غوټه کوي. دی وايي چې په طنز کې پر ځان انتقاد نه شي کېدای، ځکه چې طنز انفرادي نه، بلکې اجتماعي ناخوالو ته نغوته کول دي. الکسانډر پوپ هم په طنز کې هغه انتقاد او اعتراض ته اشاره کوي چې په هنري انداز کې وړاندې شوی وي. هوګارټ په طنز کې د ظرافت موضوع مطرح کوي. په طنز کې ظرافت خورا مهم دی، ځکه چې ظرافت په وينا او ليکنه کې اکثره وخت د خندا لامل ګرځي. د هوګارټ په اند طنز ليکوال په انتقادي بڼه د انسان کړه وړه خورا په دقت څاري او ولس ته هغه څه ورښيي چې عادي خلک يې نه ويني.

جورج تست هم د نورو طنزپوهانو غوندې باور لري چې بايد د ټولنې ناخوالي په غير مستقيم ډول مسخره شي. په غير مستقيم ډول يو شي ته اشاره کول په ليکنه کې هنري رنګ پيدا کوي دا ډول تخنيک مهمه ادبي ځانګړنه بلل کېږي. تر جورتست وروسته نظر کې د انتقاد يوه خاصه بڼه ياده شوې چې هغه پېغور دی. پيغور د انتقاد تر ټولو زيږه او ترخه بڼه ده. د پېغور له لارې يو څوک ډېر ژر غبرګون ښيي او ځان ته متوجه کېږي. استاد جلال نوراني بيا په دې باور دی چې طنز له دوو اساسي توکو څخه جوړ دی چې يو ظرافت يا خندا او بل انتقاد دی. سرمحقق دوست شينواری په طنز کې د منفي اړخونو د ځلولو هدف دا ښيي چې خلک کرکه ځني وکړي. د انګلستان رومان ليکوال (دانيال دفو) بيا د طنز ليکلو هدف د ټولنې اصلاح ګڼي. ډاکټر سيروس شميسا هم د طنز هدف عمومي اصلاح ګڼي. د ډاکټر شميسا او دفو غوندې لسګونه ليکوال او طنزپوهان د طنز هدف د ټولنې اصلاح بولي. څرنګه چې د طنز د هدف په اړه وروسته بحث کوو، نودلته يې همدا لنډه يادونه کافي ګڼو.

په پورتني بحث کې مو د طنز بېلابېل تعريفونه ولوستل او وموليدل چې په هر تعريف کې د طنز يو اساسي يا فرعي رکن ياد شوی دی، خو په دې تعريفونو کې لس ټکي خورا مهم دی او له موږ سره مرسته کوي چې يو نسبتا جامع او بشپړ تعريف ولرو، هغه ټکي دا دي: کرکه، انتقاد، فساد، ظرافت، خندا، قهر، ټولنه، هنري ډول، اجتماعي اخلاق يا ملي فرهنګ او اصلاح.

په دې لړ کې لومړی توکی کرکه ده چې انساني هيجان بلل کېږي او له هنر سره ډېرې نژدې اړيکې لري. د علمي او ادبي ژبې تر منځ يو عمده توپير دا دی چې علمي ژبه تعليمي او ادبي ژبه پاروونکې وي. د علمي ژبې په مرسته له يو شي خبرېږو، خو ادبي ژبه اغېز راباندې کوي او عواطف مو راپاروي، نو ويلای شو چې ادبي او هنري اثار تر ډېره بريده د عقل پر ځای د انسان له عواطفو سره اړه لري. (۱۲)

انساني عواطف د هنر بنسټ بلل کېږي او د ادبياتو ستره وظيفه هم د عواطفو انتقال دی، همدا عواطف دي چې انسان هڅو او کوښښ ته چمتو کوي. د انساني عواطفوپه لړ کې کرکه، مينه، خوشالي، خندا، ژړا او داسي يادولای شو. کله چې انسان خوشاله يا خفه شي، نو دا حالت په بېلابيلو بڼو او شکلونو سره څرګندوي چې عاطفي غبرګون بلل کېږي. عاطفي عکس العملونه درې عمده ځانګړتياوي لري لکه ذهني او ضميري فعاليت، په جسمي حرکاتو کې بدلون او د وجود په ځينو برخو کې تغيرات. د بېلګې په ډول خوشالي په بېلابېلو نښو او علايمو سره ښوول کېږي چې يوه يې هم خندا ده. دغسي خفګان هم په رنګارنګ علايمو سره څرګندېږي چې يوه نښه يې ژړا ده، خو کله کله بيا د خوښۍ او خواشينۍ علايم سره ګډېږي، مثلا يو څوک د خوښۍ پر مهال ژاړي او د خواشينۍ يا قهر پر مهال خاندي چې موږ يې ترخه خندا بولو. (۱۳)

هغه توکي چې موږ له بېلابېلو تعريفونو راوايستل لومړی عنصر يې کرکه ده چې انساني هيجان بلل کېږي او د انتقاد په بڼه څرګندېږي. د طنز دوهم عنصر خندا ده. خندا هم ځان ته عوامل لري. اساسي عامل يې دا دی چې موږ په ټولنه کې د هر موجود په اړه په خپل ذهن کې يو تصوير لرو، دا تصوير د وخت په تېرېدو سره په يو تناسب اوړي او موږ ورسره عادت کېږو. کله چې موږ د دې تناسب خلاف يو څه وينو، نو خندا راځي، خو دا چې د دې ناانډولۍ يا عدم تناسب شا ته فساد وينو، نو خندا مو له قهر سره ګډه او د فساد پر ضد مو کرکه راپارېږي. (۱۴)

په طنز کې بل مهم توکی ظرافت دی چې د خندا سبب کېږي. طنز ليکوال موږ ته په ټولنه کې يو فوق العاده او زموږ د تصور خلاف حالت راښي چې په نتيجه کې موږ ته خندا راځي. که د دې حالت شاته فساد نه وي نو خندا تر پايه يوازې خندا پاته کېږي او که يې شاته بې عدالتي او د هغه عامل وينو، نو خندا مو په قهرجن او ژړغوني حالت بدلېږي. د کرکې او قهر تر منځ توپير دا دی چې قهر د کرکې غبرګون او نښه بلل کېږي. په کوميډي کې هم خندا لرو، خو هلته خندا هدف او په طنز کې وسيله ده. بل توپير يې دا دی چې په طنز کې د خندا هدف خندول او خوشاله کول نه، بلکې د فساد مسخره کول دي. طنزي خبره په کنايه، رمز، غير مستقيم ډول وي. دغه ډول سېمبوليک او خيالي کرکټرو هغه څه دي چې طنز ته هنري او ادبي رنګ ورکوي، څرنګه چې طنز له هنر او ادبياتو سره اړه لري، نو بايد انتقاد هنري بڼه ولري.

د انتقاد وړ لوری هم ډېر مهم دی. بايد د انتقاد ګوته ځانګړي شخص نه، بلکې د ټولنې عمومي فساد ته ونيول شي، ځکه چې د واقعي شخص تورنول قضايي او عدلي بڼه غوره کوي. که موږ پر واقعي شخص باندې تور پورې کوو، نو بايد د خپل تور د اثبات لپاره واقعي اسناد او شواهد پيدا کړو. کله چې مو په طنز کې نومونه، ځايونه، نېټې، پېښې، اسناد او د موضوع ټول اړخونه په واقعي بڼه بيان کړل ليکنه هنري او ادبي ارزښت له لاسه ورکوي او ژورنالستيکه بڼه غوره کوي.

بل مهم توکی اجتماعي اخلاق يا د ټولنې اصيل ارزښتونه دي. کله چې په ټولنه کې فساد او بې عدالتي غندو، نو بايد د ټولنې اخلاقي او فرهنګي ارزښتونه په تېره بيا د ژبې عفت مراعت کړو. د طنز وروستی او اساسي توکی هدف دی. کله چې فساد غندو او عدالت غواړو، نو ښکاره خبره ده چې د ټولنې اصلاح غواړو او يا مو نيت دا وي چې په ټولنه کې د خلکو پام فساد او بې عدالتۍ ته راوګرځوو.

تر دې ځايه مو په بېلابېلو تعريفونو کې د طنز اساسي توکي وپېژندل، اوس کولای شو چې دا توکي سره يو ځای او د طنز لپاره داسي تعريف وړاندې کړو: طنز هغه هنري او ادبي اثر دی چې په هغه کې د اصلاح په نيت په ظريفانه، خندوونکي او هنري ډول د اخلاقي معيارونو په پام کې نيولو سره پر اجتماعي فساد انتقاد شوی وي.

ماخذونه:

۱: روهي، څېړندوی محمد صديق، ادبي څېړنې، ۱۳۸۶ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، لسم مخ

۲: نظري، پوهنمل محمود، طنز څه شی دی؟ ۱۳۸۷ ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، ۶۶- ۷۰ مخونه

۳: باختري، منيژه، انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند،۱۳۸۸ش کال، انتشارات سعيد ۲۱ مخ

۴: هاشمی، سيد محی الدين، د ليکوالۍ فن، ۱۳۷۲ ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۰۰ مخ

۵: رشيدي، جمشيد، ادب تيوري، ۱۳۹۱ش کال، انتشارات نامي، کابل، ۱۵۷ – ۱۵۸ مخونه

۶: کريچلي، سيمون، در باب طنز، ۱۳۴۹ش کال، تهران، ۲۵ مخ

۷: پولارډ، آرتر، طنز، ۱۳۷۸ش کال، تهران، ۷ مخ

۸: ظفري، ډاکټر مظفر عالم اردو صحافت مين طنز و مزاح، ۱۹۹۶م کال، پيروز سنز، لاهور، ۲۱ مخ

۹: شينواری، سرمحقق دوست، د ادب د تيورۍ اساسونه، ۱۳۶۵ش کال، دولتي مطبعه، کابل، ۲۱۱ مخ

۱۰: نوراني، جلال، هنر طنزپردازی،۱۳۹۱ش کال، بيهقي کتاب خپرولو موسسه،۱۳- ۴۹ مخونه

۱۱: شميسا، ډاکټر سيروس، انواع ادبي، ۱۳۸۶ش کال، تهران، ۲۳۸ مخ

۱۲: غضنفر، اسدالله، ادبيات څه ته وايي؟ ۲۰۱۴م کال، تاند ويب پاڼه http://www.taand.com

۱۳: هايا ويب پاڼه، http://www.haaya.org/ForPrint.aspx?id=58

۱۴: هيجان در زندگی، دانش نامه رشد ( آنلاين دائرةالمعارف) www.daneshnameh.roshd.ir

4 total views, 2 views today

3 comments

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. Reply

    سلامونه،
    “همت صاهب! طنز دې ډیر ښهء تعریف کړی.زمآ ارواښادې نيا به ويل”خوږه خبره دې پهء ترخه ژبه ده
    زهء پخپله هم ډیره علاقه ورسره لرم، پخوا مې د جلال نوراني صاهب او ډ. صاحب انځور طنزیه لیکنې لوستلې.
    زما په نظر یو ډیر نامتو طنز لیکونکی( عزیز نسین) چې په ترکیه او خواو شا ملکونو کې ېې ډیر لوستونکي او مینه وال درلودل او اوس به ېې لا هم لري فکر کوءم.؛ستاسو هیر شوی دی. د هغء له کتبونو څخه ډیرې تیاتري ډرامې هم جوړې سوې وې. په مینه او مڼنه. ډ. ح. زړء ور ساپی/بلجیم

  2. محمدربی آماج Reply

    زموږپه ټولنه کی طنز ډیر تنکۍ او تاند دۍ،لا یی هنوز غوتۍ ندی سپړلی نو ځکه کله نه کله ځنی لیکونکی مخامخ ښکنځلو ته هم طنز وایی،بله دا چی زموږپه ټولنه کی طنز ته په دودیزه توګه کنایه او په دری کی د کنایی تر څنګ نغزهم ورته وایی، دلته یی یوه کلیوالی بیلګه راوړم:- وایی ! یو وخت د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی د زنګ آباد کلی یو ځوان د ارغنداب په جوی لاهور کلی کی مزدوری کوله، د خدای کړه وو چی هلته په کلی کی یی پلار ورته مړ شو، نو دکلی مشر یو بل ځوان ته دنده وسپارله چی هلته جوی لاهور کلی ته ورشی او هغه د مړه شوی سړی زوی په کنایه کی پوه کړی چی پلار یی مړ شوۍ، کله چی دغه بل ځوان جوی لاهور کلی ته ورسید وه یی لیدل چی هغه د مړه شوی سړی زوی هلته په اشر کی د خلکوپه ګڼه ګوڼه کی کار کوی ،نویی په لوړ آواز ور چیغه کړه چی ای غلامه اوری؟! په کنایه کی درته وایم چی پلار د مړ دۍ!!

  3. ahmad zalal Reply

    ﭘﻪ
    ﻃﻨﺰ ﮐﯥ ﺩ ﺧﻨﺪﺍ ﻫﺪﻑ ﺧﻨﺪﻭﻝ ﺍﻭ
    ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﮐﻮﻝ ﻧﻪ، ﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﻓﺴﺎﺩ ﻣﺴﺨﺮﻩ
    ﮐﻮﻝ ﺩﻱ.
    ﺩ ﺍﻧﺘﻘﺎﺩ ګﻮﺗﻪ ځﺎﻧګړﻱ ﺷﺨﺺ ﻧﻪ، ﺑﻠﮑﯥ
    ﺩ ټﻮﻟﻨﯥ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻓﺴﺎﺩ ﺗﻪ ﻭﻧﻴﻮﻝ ﺷﻲ،
    ځﮑﻪ ﭼﯥ ﺩ ﻭﺍﻗﻌﻲ ﺷﺨﺺ ﺗﻮﺭﻧﻮﻝ
    ﻗﻀﺎﻳﻲ ﺍﻭ ﻋﺪﻟﻲ ﺑڼﻪ ﻏﻮﺭﻩ ﮐﻮﻱ.
    (دیر شایسته او په زړه پوری کامیابه اوسی ..)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *