Categories

اعلان

Loading…

د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۸ افغان سرتېري ووژل شول

تاند- د ناټو ځواکونو د کابل په جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو هوايي برید وکړ او په لړ کې یې لږترلږه ۸ افغان سرتېري ووژل.

په لوګر کې د ملي اردو قومندان عبدالرزاق وویل، په دې برید کې، چې نن سهار وختي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې وشو، پنځه نور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د لوګر امنیه قومندان محمد داوود احمدي هم پېښه تایید کړه او د وژل شویو شمېر یې ۸ تنه یاد کړ خو د لوګر ځینو نورو چارواکو د مرګ ژوبلو شمېر متفاوت ښودلی دی.

د برکي برک ولسوال محمد رحیم امین وویل، داسي ښکاري چې د ناټو ځواکونو د بدې همږغۍ له کبله نښه غلطه کړې وي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویندوی ډګروال برین تریبس وویل چې ايتلافي ځواکونه د لوګر له پېښې خبر دي.

ده همداراز وویل:«د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.»

لوګر د افغانستان یو نارامه ولایت دی او په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفو ډلو په دغه ولایت کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه تېز کړي دي.

380 total views, no views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    نه پوهيږ م چه بعدي خيرني او كنترول شته اوكه نه دا داستخباراتو وظيفه ده چه دنا تو دقو تو هغه دوسيه و څييړي جه دكومو را پورو په أساس دا كور دينات ور كړل شوي او را پو ر ور كوو نكي پيدا او دقانوني پو شتنو لاندي ونيول شي كيدي شي دشمن ددوست په جامه كي خپل شوم أهداف تر سره كړ ي ؤي وزارت دفاع او دوزارت دفاع كشفي او استخباراتي أر كانونه ولي دغفلت به خوب ويده دي .ددو ي ډنډه څه ده؟ او هم امنيت دولتي ولي بي تفاوته پا تي كيږ ي

  2. MHA Reply

    May be one of the illiterate translator(TURJUMAN) give wrong coordinates or some one give wrong coordinates intentionally. This must be thoroughly investigated by independent individuals.

  3. حقپال Reply

    وس تازه راپور الجزیری خپور کړل وایی چی تعداد شلو ته ورسیده هیله ده تان ورونه راپور سم کړي الجزیره داسی لیکی:

    قالت الحكومة الأفغانية إنها كلفت لجنة بتقصي المعلومات بشأن الغارة الأميركية التي أودت بحياة نحو عشرين جندياً من الجيش الأفغاني وإلى جرح خمسة آخرين في ولاية لوغار (جنوبي العاصمة كابل).
    وكانت مروحيات أميركية قد قصفت “عن طريق الخطأ” حاجزاً للتفتيش في منطقة بركي براك بولاية لوغار أمس الاثنين في واحدة من سلسلة الحوادث الأكثر دموية من نوعها في أفغانستان في السنوات الأخيرة.

    اوس باید پوښتنه دهغو خلکو نه وشي چي ددغو شین سترګو راتلو ډولونه وهل او ګډیدل څرنګه دا پیښه دا توجیه کوي دغه امریکایان داسی دعوی کوي چي دوی سره وسائل شته چي په توره شپه کی هم یو وړوکی شی وینی څرنګه دالویه پوسته نه لیدله؟! ولی دافغانستان بیرغ نه لید؟
    اشرف غنی باید ځان پوه کړی چي په دی محافظ کاری کارنه کیږي باید غوڅ داپيښه وغندي او خپله پریکړه بیرته واخلی چي خارجیاناتو ته دعملیات کولو اجازه ورکړي که خبره دسهوی وي نو داڅرنګه سوه ده ړوند وای یوځل امسا غلط کړی دوه ځلی نه همیش دا څویم ځل چې داخلک دکار کوي، که ددوی په خلاف سخت ژبه ونه کارل شي نو ان شاء الله هغه وخت لري نه دی چي کابل کی ناست داخیټماران چې ځان ته مجاهدین وایی یو یو داسی په خپل کور کی ونه ولی بیا وای چي مونږ غلط شولو سهو شو ………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2