Categories

اعلان

Loading…

ښه حکومتوالي/ لاهورخان منګل

د ښې حکومتوالۍ نعمت هغه څه دي چې زموږ افغانان ترې بې برخې دي. د هرې پدیدې د عملي کولو لپاره ترټولو وړاندې فکر راپیداکول دي، دا هغه څه دي چې هېواد کې د زده کړې د زمېنې په زیاتیدا سره یې فکر په زیاتیدا دی. دنړۍ په کچه د ښې حکومتوالۍ لپاره بېلا بېل تعریفونه شتون لري غواړم یو څو تعریفونو ته یې اشاره وکړم.

لومړۍ: ښه حکومتوالي د حکومت له خوا د قانون په چوکاټ کې خلکو ته خدمت، د قانون جوړول او د هغه پلي کولو ته وايي.

دوهم: د ویبسټر د ډیکشنرۍ له مخې ښه حکومتوالي د حکومت او یا هم د ادارې میتود ته وايي.

دریم: ښه حکومتوالي هغه پروسه ده چې له مخې یې حکومت، ټولنې او سازمانونه (اپوزیسیون) په مشترک ډول اړینې پرېکړې نیسي څو په نوموړې پروسه کې څوک ( د خلکو ترمینځه) څنګه راښکېل او مسولیت څنګه ترسره کړي.

پورتنیو تعریفونو ته په کتو سره ویلای شو چې حکومتوالي د خلکو له مینځه د خلکو لپاره او د خلکو په ګډون د یوې ګډې موخې لپاره د واک څخه ګټې اخستنې ته وايي. ښه حکومتوالي خلکو ته د نظام د مشروعیت په اړه ډاډ وربښي، ښه حکومتوالي کولای شي چې په ټولنه کې نیکمرغي، اعتدال او سوکالي رامینځ ته کړي، په نړیواله کچه د ښې حکومتوالۍ لپاره ځينې منل شوي پرینسپونه شتون لري، له هغې ډلې یې

ځواب ویل: د ښې حکومتوالۍ په بهیر کې چارواکي ملت ته د هرې اړینې پریکړې د پایلو په اړه ځواب ویلو باندې مکلف دي.

شفافیت/روڼوالی: دا برخه یې د پورتني پرنسپ په عملي کولو سره رامینځ ته کیږي، له دې ورهاخوا د شفافیت د پلي کولو لپاره حکومت باید ملت د هرې پریکړې له بهیر څخه خبر کړي، ملت باید مالوماتو ته د لاس رسي د قانون په چوکاټ کې حکومت اړ کړي څو د هرې پریکړې په اړه ورته کره مالومات ورکړي. دا قانون هغه وخت په رڼه توګه عملي کیږي چې خپلواکې او ناپیلې رسنۍ، مدني ټولنې او همدارنګه مقننه ځواک ته د پریکړو له بهیر څخه د څار اجازه ورکړل شي.

د قانون حاکمیت: دا هغه پرنسیپ دی چې په عملي کولو سره یې د واک انحصار له مینځه ځي یانې واک د قانون له مخې ویشل کیږي نه د یو ه شخص د شخصي غوښتنو له مخې، په دې برخه کې د واک ویش ډیر اړین دی. د ښې حکومتوالۍ له مخې ولسمشر او یاهم لومړی وزیر باید واک انحصار نه کړي او د واک ویش د قانون په رڼا کې ترسره کړي څو له یوې خوا په حکومتي چارو کې د ګڼې ګوڼې مخه ډب شي او له بلې خوا موثریت/اغېز زیات شي.

د خلکو ښکېلتیا: د ښې حکومتوالۍ یوه برخه په ملي پریکړو کې د خلکو ښکېلتیا ده. مدنې ټولنې، رسنۍ، مقننه قوه او همدارنګه بانفوظه کړیو ته باید د چارو حساب ورکړل شي، هغوی د حکومت یوه برخه وګڼل شي – په دې کار سره د پرېکړو پایلې یوازې د حکومت په اوږه باندې نه تپل کیږي بلکې ټولنه هم د مسولیت احساس کوي البته مالوماتو ته د لاس رسي قانون تر یوه حده کولای شي چې خلکو ته د ښکېلتیا اجازه ورکړي، ځینې پریکړې دمحرمیت له امله محدودې پاتې کیږي چې دا هم د اغیزمنې حکومتوالۍ یو اصل دی د بېلګې په توګه د ملې امنیت اړوند پریکړې او داسې نور.

اغېز/موثر: ښه حکومتوالي د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره باید اغیزناکې پریکړې ترسره کړي څو د پلان د ترسره کولو وروسته وکولای شي چې اغیزمن تمام شي. که پورتني پرنسیپونه په نظر کې ونیول شي حکومتوالي موثره تمامیږي.

د خلکو غوښتنو ته په وخت ځواب ویل: د خلکو غوښتنو، د حکومت اړوند ادارو کې د هغوی ستونزو ته باید په وخت لاس رسی وشي. په هره اداره کې باید مامورین په خپل وخت حاضر وي او داسې یو کاري چاپیریال ولري چې وکولای شي په لنډ وخت کې د خلکو غوښتنو ته ځواب وویل شي.

مساوات: ښه حکومتوالي باید مساوات په نظر کې وساتي یانې چې د قانون په رڼا کې باید د ټولنې هر ې طبقې/قشر ته ( عقلیت) سره مساوي چلند وشي څو هره طبقه حکومت ، د وروستي ځواب په توګه ومني. تقریبا هره ټولنه د حکومتوالۍ او د ژوند د تیرولو د ډول سره په ورته والي کې د حکومتوالۍ څخه خپل تعریف لري. ځینې نړیوال ناپیلې بنسټونه او ځینې هغه یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د نړیوالو حکومتونو څخه د ښې حکومتوالۍ د څرنګوالي د څرګندولو لپاره څار کوي او په دې توګه هر کال لړلست لري چې زموږ هېواد د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د لست په وروستۍ برخه کې یوازې ددریو هېوادونه څخه وړاندې دی- چې شمالي کوریا ، سومالیه او سوډان دی. زموږ په هېواد کې تربل هرڅه ښې حکومتوالۍ په مخ کې خنډ فساد دی. فساد هم په اداره کې د حکومتوالۍ د پورته ذکر شویو پرنسپونو د نه شتون له کبله رامینڅ ته شوی دی، ددې یو لامل د فساد په وړاندې د مبارزې او همدارنګه د ښې حکومتوالۍ لپاره د سیاسي ارادې نه شتون دی. سیاسي اراده باید رامينځ ته شي څودې ناوړه پدیدې په را ټیټولو او له منځه وړلو کې مرسته وشي.

استخدام: دا هغه فکټور دی چې د بل هرڅه په څېر اړین دی. زموږ په ادارو کې استخدام لپاره معیار د حزب غړیتوب، د اداري مشر د هر ناوړه باور لپاره لبیک ویل او همدارنګه د هغه په قوم او یا هم مذهب پورې تړاو دی حال دا چې باید استخدام لپاره یوازې لیاقت او هېوادپالنه معیار وي. د ګوندي او نژادي استخدام په پایله کې مامور هروخت د هغه چا چې په دنده یې ګومارلی وي، ځان پوروړی حسابوي نو په دې اساس د هرډول غیر قانوني کار ترسره کولو لپاره لا له وړاندې چمتووالی لري.

معاش: د عادي ژوند د تیرولو لپاره کافي اندازه معاش هغه څه دي چې هرڅوک ورته په ورځني ژوند کې ځانګړی ځای ورکوي ځکه که کورنۍ ته پوره اندازه پیسې او د ژوند نور توکي ونه لري نو د طبیعي ځانګړنو له امله مامور د رشوت اخستلو خوا ته تمایل پیدا کوي. معاش باید د ظوابطو په اساس وټاکل شي نه د روابطو په اساس.

مکافات او مجازات: د ښې حکومتوالۍ لپاره دا اصل تر بل هرڅه ډیر اړین دی. هر هغه څوک چې زیار وباسي، دنده په خپل وخت او ښه ترسره کوي، پکار ده چې د ځانګړو مکافاتو په ورکولو سره هغه وهڅول شي، له کار څخه یې تقدیر وشي او هغه ته یادونه وشي چې دوی یې د کار منندوی دي او د هغه کار پایله بدلون رامینځ ته کوي خو برعکس هغه څوک چې د دندې په مهال قوانین او شرایط له پښو لاندې کوي، ورسپارل شوی دنده په خپل وخت ترسره نه کړي او یا هم کار یې اغېزمنې پایلې ونه لرې پکار ده چې د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي، نقدې مجازات شي، کار پرې  اضافه کړل شي، کاري وخت يې اوږد شي، له کاره ګوښه شي او که اړتیا وه عدلي او قضايي اورګانونو ته وروپيژندل شي.

کمزورې یا بې کیفیته حکومتوالي: د شته امکاناتو څخه په ګټې اخستنې سره خلکو ته د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو پاتې راتګ ته کمزورې یا ناوړه حکومتوالي وايي.موږ ټول یې شاهدان یو چې د ښې حکومتوالي په رامینځ ته کولو کې نه یوازې حکومت مسولیت لري بلکه خلک( مدنې ټولنې، اپوزیسیون، رسنۍ، مقننه قوه ،عام خلک) هم دروند مسولیت لري- حکومت له خلکو تشکیل او د خلکو لپاره دی نو ددې دپاره خلک دحکومت څخه دفاع او په حکومت باندې د سمون په موخه د انتقاد لپاره د پریکړو د بهیر او پایلو څخه مالوماتو ته لاس رسی ولري. د ښې، موثره او رڼې حکومتوالۍ په هیله

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *