Categories

اعلان

Loading…

سعودي عربستان اختر اعلان کړ

تاند- سعودي عربستان اعلان وکړ چې سبا /جمعه/ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. سعودي عربستان وایي چې په سدیر، طایف او تمیر سیمو کې میاشت لیدل شوې ده، نو سر له سبا د شوال میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د کوچینی اختر اوله ورځ کیږي.

د حضرت پیغمر ص د حدیث له مخې، که مو میاشت ولیده روژه ونیسئ او که مو بیا ولیده اختر یې کړئ. دغه دیني اصل ته په پام سره په افغانستان او د نړۍ په اکثره اسلامي هیوادو کې له سعودي عربستان سره په یو وخت اختر کیږي. خو ځیني هیوادونه لکه پاکستان استدلال کوي چې له عربستان سره یې وخت توپیر لري نو اختر په یوه ورځ نه شي راتلی اما په ډیری عربي هیوادو کې اسلامي علما د پاکستان د عالمانو له استدلال سره مخالفت کوي.

 سږ کال که څه هم د روژې اوله ورځ په اکثر اسلامي هیوادو کې په یوه وخت اعلان شوه خو د سعودي له اعلان وروسته ځینو اسلامي هیوادو تر دې دمه د اختر اعلان نه دی کړی.

تاند خپلو ټولو کتونکو ته د دغه نېکمرغه اختر مبارکي وايي او هیله لري چې د اختر په شپه ورځو کې به ښکېلې خواوې جنګ ونه کړي.

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *