Categories

اعلان

Loading…

غير رسمي ژبه / لیکوال: اجمل ښکلى

د ژورناليزم ځينې ژانرونه او دولتي مکتوبونه د پلوۍ له امله په رسمي ژبه ليکل کېږي، خو په افغانستان کې رسميات دومره ډېر دي چې نارسمي ليکنې هم په رسمي ژبه ليکل کېږي. د اۤرو رسمي ليکنو رسمي مجبورۍ وي، چې نارسمي ليکنې ورته اړې نه دي.

د سوچه ژبې او کړکېچو ژبې پلوي ليکوال ډېر دي، خو د ولسي ژبې به پکې يو هم پيدا نه کړې، ځکه چې نارسمي يا ولسي ژبه ولسيتوب او د ولس په ژبه پوهېدا غواړي او زموږ ليکوال دومره خوار نه دي چې د پلازمېنو له انحصاره بهر ولس ته ورشي يا په ولسي ژبه کې فکر وکړي.

جدي موضوع چې په نارسمي ژبه وليکل شي، طنز زېږوي. موږ که يوه خبره بابېزه ګڼو يا پرې داسې نيوکه کوو چې د خلکو له شره په امان شو، نو طنز کاروو ، ځکه چې ستغه خبره په ټوکو کې په سړى بده نه لګي. د طنز يوه وسيله نارسمي ژبه يا سبک هم دى. د همدغسې پېيلتيا يا طنز له لاسه ليکوال له نارسمي ژبې ډډه کوي او اېغ نېغ درته لګيا وي.

پر دغو اړخونو سربېره نارسمي ژبه د دقت، پرېکنتيا، ښکلا، خوږلت اغېز او … لپاره هم کارېږي او څرنګه چې ولسي ژبه ډېره دقيقه او پرېکنده وي، نو د نارسمي سبک لويه برخه ولسي ژبه رانغاړي چې زموږ رسنۍ ترې بې برخې دي، ځکه چې په افغانستان کې ليکوال ولسي ژبې ته د بازاري ژبې په سترګه ګوري.

علمي ليکنې هم د دقت، ښکلا او اغېز په موخه د نارسمي يا ولسي ژبې جامه اغوستى شي. مثلا: د کره کتونکي پر ځانګړنو خبرې کوو:

١- کره کتونکى دې د بوسو لاندې اوبه نه بيايي، ګنې څوک به يې په خوله تريخ پياز هم ونه خوري.

موضوع علمي ده، خو په دوو غير رسمي جملو کې وړاندې شوې، چې مخاطب ډېر متوجه کولى شي.

په نارسمي ژبه کې پخپله د ولسي ژبې کلمې، عاميانه تلفظونه يې، ګړنې يا اصطلاحات، متلونه او د جملو ترتيب راځي.

په ليکنو کې د معيار د ساتلو لپاره خو ضرور ده چې موږ د کلمو منلې بڼه وکاروو، خو بيا هم کله ناکله يې د عاميانه تلفظ د ليکلو اړتيا احساسېږي، نو دا څه کفر نه دى چې سړى د ضرورت له مخې (کفن) ته (کپن) وليکي.

د غير رسمي ژبې لپاره د ولسي کلمو زېرمه پکار ده. پوهان وايي چې هرې خبرې ته خپلې کلمې وي چې په نورو کې نه افاده کېږي، نو چې ژباړې کوو پکار ده چې ولسي کلمې راسره وي چې ځاى ناځاى يې د انډولو کلمو په توګه وکاروو. که ولسي کلمې مو پکار وي، د ولس ژبې ته غوږ شئ او پخپله هم فکر وکړئ، ډېرې کلمې به دريادې شي. په هغو ليکنو کې خو بېخي ولسي ژبه پکار ده چې عوامو ته مخاطبې وي. په خپرونو کې چې د باغوان پرځاى باغدار يا باغ لرونکى يا بڼوال وايو، نو عوام به پرې څه پوه شي. دا خو يې يو ساده مثال و، نورې ډېرې ضرورې کلمې شته چې ليکوال او ژورناليستان يې زده کړې ته اړ دي.

مثلا: وټ، کيل، شاليزار، ناپړيته، سر په ټوله، چنې، پيتاوى، ښانګې ښانګې، ښنګۍ، لينګي او په زرونه نور.

له دې سره ګړنې هم پکار دي. اصطلاحات په جوړښت او مفهوم کې د متلونو پرخلاف بشپړ نه وي، خو د متلونو غوندې انتقادي ترخه او طنزي خواږه پکې وي او ليکنه ورسره خوږېږي. مثلا: لاس اخيستل، پوزه پرې کول، لاس پورې کول او داسې په سوونو نور.

مثال: ادب او ټولنه نوک او ورۍ دي.

متلونه هم په ولسي ژبه يا غير رسمي سبک کې کارېږي چې د خبرې د ولسي کولو لپاره ولسي منطق جوړوي او د خبرې د پياوړتيا، انتقاد او طنز غوره وسيلې دي.

مثلا: څه ابۍ ورسته، څه توره تېره، شرم خو څه ګډورى نه دى چې درپسې رمباړه کړي، له نېستۍ ژرنده چلوي، له کبره مز نه اخلي او داسې په زرونه.

د شعرونو د مسرو، لنډيو، د مشهور ولسي او تحريري کيسو د کرکټرونو د نومونو او پېښو له کارونې سره هم سبک غير رسمي کېږي او د ضرورت په وخت يې استعمال په ليکنه کې خوږلني پيدا کوي. شعري يا نثري ټوټې چې د ليکوال له ليک سره ګډې نه شي، په لينديو کې بندېږي. همداسې د ليکنو سرليکونه هم له متلونو، لنډيو او شعرونو ټاکلى شو. شپون صاحب چې د غير رسمي سبک په سرلارو کې دى، د ليکنو زياتره سرليکونه يې له متلونو او ولسي ژبې جوړ وي. په دې وروستيو کې يې په تاند کې يوه ليکنه د (غر که د مچ وزر) په نامه چاپ شوې ده. د خوشال بابا ډېر بيتونه او نيم بيتي د ليکنو سرنامې کېدى شي.

بل د جملو انتخاب او ترتيب دى. ولسي ژبه چې روانه او ساده ده، يوستوې جملې پکې زياتې دي، بيا ورپسې غبرګې جملې دي او ګډلې يا مختلطې جملې خو پکې ډېرې کمې دي، هغه هم زموږ د ژباړلو مختلطو جملو غوندې اوږدې او سربدالې نه وي، چې سر و پاى يې معلوم نه وي. پرله پسې څو غبرګې جملې يا مرکبې جملې هم پکې يوه نيمه پيدا کېږي، نو ليکوال که غير رسمي ژبه غواړي، يوستوو جملو ته دې لومړيتوب ورکړي. څو پورې چې په يوستوو جملو کار چلېږي، غبرګې دې نه کاروي او د يوستوو هم ډېر اوږدول پکار نه دي، که غبرګه جمله پېچلې کېده او مانيز زيان يې رامنځته کاوه، نو د ضرورت له مخې دې په څو يوستوو جملو ووېشل شي. که غبرګو ته اړتيا وه، نو ترمنځ دې يې مرکب ارتباطي ادوات (لکه څرنګه چې، نه يواځې دا چې …بلکې او…) ډېر نه کاروي. ډېرې خبرې له دغو ادواتو پرته هم کېږي، نو بيا يې اړتيا څه ده؟ د دې پرځاى که د ولسي ژبې ساده ارتباطي ادوات(خو، نو، بيا او…) راشي، ښه به وي. له زياتو کلمو ځان ساتل هم پکار دي.

د يوستوو او غبرګو جملو د ټوکونو ترتيب د مفهوم له توپير سره بدلېږي: مثلا: د لاندې دوو جملو مفهومونه بېل دي:

-سوله به راشي.

-رابه شي سوله.

په لومړۍ کې پر سوله ټينګار دى، خج(فشار) يې هم اخيستى او د جملې سرته هم راغلې، خو په دويمه کې همدا کانه له فعل(رابه شي) سره شوې.

يا

-ودانولى يې نه شي….

-ودانولى يې شي نه….

-استوي يې نه (خو).

-(خو) نه يې استوي.

يا:

-زه به بېرته هم راځم/زه به بېرته راځم هم.

-زه به هم بېرته راځم.

وګورئ، د يوه (هم) د ځاى له بدلون سره د جملې مفهوم تغير وکړ. په هر ډول جمله کې د اجزاوو د ځاى بدلون په مفهوم کې بدلون راولي.

 په پښتو ګرامرونو کې د جملو ډولونه او يو ډول اوډون خو شته خو د اجزاوو متنوع او اوښتونکىي ترتيب ته پکې اشاره نشته، ګنې د اجزاوو د ترتيب له اوړون سره په مفهوم کې توپير پېښېږي او دا چاره ګرامري ارزښت لري.

د ليکوال وسله ژبه ده، نو په ژبنيو نزاکتونو او عامه ژبه ورته پوهاوى پکار دى، ګنې يا به ځان خرابوي يا ژبه او چې بيا خبره بېرته راجوړوې راجوړوې، د افغانستان د رسنيو ژبه به ترې جوړه وي، سمولى به يې شې نه، په خبره به پوهېږي نه او په ډنډ کې به ورته خولې کېږې.

يوه ليکنه ضرور نه ده چې ټوله په نارسمي ژبه ليکل شوې وي. په يوه ځاى کې د طنز ضرورت وي، هلته طنز پکار دى، په بل ځاى کې جديت اړين وي، هلته جديت. کله به د کلمو ولسي تلفظونه او ولسي ژبه کاروې او کله به ساده ايغې نېغې جملې، همداسې لکه سړى چې په عملي ژوند کې خبرې کوي. خبرې کوي کوي، ناڅاپه يې وچولى تريو شي، خبرې يې ترخې شي، يا داسې جمله ووايي چې د مخاطب ورته خوله لاړه شي.

وچه موضوع هم چې په غير رسمي سبک وليکئ، مخاطب درسره تنګېږي نه، خوند ورکوي او تر اخره مو ليکنه لولي.

59 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *